Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Июль
2022

Новости за 19.07.2022

څلور هېوادونه د ۲۰۲۳ کال اسيا فوټبال جام کوربه‌توب ته نوماند شول

Pa.azadiradio.com 

د اسیا فوټبال کنفدراسیون له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې په ۲۰۲۳ میلادی کال کې د اسیا جام فوټبال سیالیو د اتلسمې دورې د کوربه‌توب لپاره استرالیا، جنوبي کوریا، قطر او اندونیزیا خپل غوښتنلیکونه ورسپارلي. نوماند هېوادونه به د اګست میاشتې تر ۳۱ نېټې خپل اسناد یاد کنفدراسیون ته وسپاري او د سپتمبر په میاشت کې به د دغو سیالو کوربه هېواد نوم اعلان شي. ټاکل شوې د اسیا فوټبال اتلسمه پړاو سیالۍ د راتلونکي میلادي کال په لومړیو میاشتو کې ترسره شي.

د کرېکټ شپږيزه ليګ؛ امو نهنګانو هندوکش لوبډلې ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د سه شنبې ورځې لومړۍ لوبه د امو نهنګانو او هندوکش ستوري لوبډلو ترمنځ وشوه. پچه هندوکش لوبډلې وګټه او امو لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه او په دې توګه آمو لوبډلې په شلو اورونو کې ۱۴۸ منډې وکړې. هندوکش لوبډلې ونه‌کړای شول چې په شلو اورونو کې ټاکلی هدف تر لاسه کړي او لوبه یې د ۳ منډو په توپیر وبایلله. د نن ورځې دویمه لوبه د بُست ساتونکو او پامیر زلمي لوبډلو ترمنځ روانه ده.

په کندهار کې ۵۶ سلنه ماشومان د پولیو ضد له واکسینه پاتې

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې روغتیايي مسوولان وايي، د پولیو ضد په تېر کمپاین کې د دغه ولایت ۵۶ سلنه ماشومان د پولیو له واکسینه پاتې شوي دي. له هغه وروسته چې د پولیو کمپاین د کور په کور پر ځای مسجد په مسجد پيل شوی، په هر ځل کمپاین کې له نیم څخه ډېر ماشومان له واکسین څخه پاتې کېږي. سره له دې چې د پولیو ناروغۍ په اړه همکارو موسسو د عامه پوهاوي په برخه زیات کار کړی خو بیا هم په یو شمېر سیمو کې خلک خپلو ماشومانو ته د پولیو د دوه څاڅکي واکسین سره مخالفت لري. نور تفصیل د صادق رښتیني په دې راپور کې، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ... Читать дальше...



چین: امریکا او بریتانیا دې په افغانستان کې د خپلو جنایتونو څېړنه وکړي

Pa.azadiradio.com 

داسې مهال چې چین خپله د ایغور مسلمانانو په شکنجې او د هغوی د حقونو په نقض تورن دی، تازه یې د بهرنیو چارو وزارت له امریکا او بریتانیا غوښتي څو په افغانستان کې د خپلو جنګي جنایتونو څېړنه وکړي. د بریتانیا اس اې اس نومې ځانګړې ډلې له‌خوا په افغانستان کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه د بي‌بي‌سي له راپور وروسته، چین هم غږ پورته کړی چې دا قضیې دې وڅېړل شي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ویبن پرون په یوه رسنیز کنفرانس کې په امریکا او بریتانیا ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د خپلو جنګي جنایتونو په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي او عدالت پلی کړي. Читать дальше...

طالبان: په کابل کې به ژر د ښاري ټرانسپورټ د تنظیم طرحه تطبیق شي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د هوايي چلند او ټرانسپورټ وزارت وايي، په کابل ښار کې د ښاري ټرانسپورټ د تنظیم په هدف د دې وزارت لیکل شوې طرحه د ریاست الوزرا له لوري منل شوې ده. په داسې حال کې، چې په پلازمېنه کابل کې له کلونو راهیسې ښارې ټرانسپورټ غیر منظم دی د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي هڅې يې پیل کړي چې ښاري ټرانسپورټ منظم کړي. د دې وزارت ویاند امام الدین احمدي ازادي راډيو ته وویل، چې په دې اړه د دوی جوړه شوې طرحه د ریاست الوزرا له لوري منل شوې او په نږدې وخت کې به پلي شي. احمدي زیاتوي... Читать дальше...

چارواکي: ارزګان کې د کولرا ناروغۍ له امله ۴ کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان ولایت کې د طالبانو چارواکي وايي، په خاص ارزګان ولسوالۍ کې په کولرا ناروغۍ ۴ کسان مړه شوي، چې دوه یې ماشومان دي. د خاص ارزګان ولسوالۍ روغتیايي امر، ډاکټر بشیر احمد عزتمل ازادۍ راډیو ته وویل، تر اوسه په کولرا څه باندې ۵۰ کسان اخته شوي دي. چارواکي یې علت د ارزګان په ځینو برخو کې تر اورښتونو وروسته د سېلابونو راتګ او د پاکو اوبو د زېرمو زیانمنېدل ښيي. د افغانستان له ځینو نورو برخو هم په وروستیو کې د کولرا ناروغۍ د خپرېدو په باب راپورونه ورکړل شوي دي.

ملګرو ملتونو د خوست ښځو لپاره د روغتیايي تجهیزاتو بستې ترلاسه کړې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، په خوست کې هغو ۱۸۰۰ ښځو او نجونو د روغتیايي تجهیزاتو بستې ترلاسه کړې، چې د دې او د هلټ­ نېټ په نوم ادارې له خوا برابرې شوې وې. د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق نن سې­ شنبه په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، په دغو بستو کې د خوندیتوب اساسي وسایل شامل دي، چې په عاجلو حالاتو کې د ښځو او نجونو ځانګړې اړتیاوې پوره کوي. د خوست تر څنګ په پکتیکا کې زلزله ځپلي کسان وايي، چې لا هم عاجلو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.

امریکا د افغانانو لپاره د کډوالۍ ځانګړو ویزو د ورکړې پروسه اسانه کړې

Pa.azadiradio.com 

متحده ایالاتو اعلان کړی، چې د افغانانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو ویزو اس ای وي د ورکړې پروسه يې اسانه کړې ده. د تېر میلادي کال د اګسټ میاشتې راهیسي له کله چې افغانستان نظام د طالبانو لاس ته لوېدلی زیات شمېر افغانانو له دې هېواده د وتلو په انتظار دی. په دوی کې زیات شمېر هغه کسان دي، چې په تېر شلو کلونو کې يې په پوځي او غیر پوځي برخو کې له امریکايي ځواکونو سره په افغانستان کې کار کړی دی. یو تن چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې نوم خپور شي وايي، له میاشتو راهیسې د اس ای وي کېس څېړلو ته انتظار کوي. Читать дальше...



د تاجیکستان پولو ته نږدې دطالبانو فعالیت او د پولې پورې غاړه اندیښنې

Pa.azadiradio.com 

طالبان د تاجیکستان پولې ته څیرمه امنیتی پوستې جوړوي. دغه کار د پولې پورې غاړه حساسیتونه را پارولي دي په ځانګړې توګه وروسته لدې چې دافغانستان په خاوره کې په یوې ډبرې باندې د مهدي ارسلان نوم ولیکل سو. نوموړی د طالبانو یو تاجیکستانی قوماندان دی. د تاجیکستان حکومت له طالبانو غوښتي چې ارسلان وروسپاري خو طالبانو دا غوښتنه رد کړې . دآزادې اروپا راډیو تاجیکي څانګې دغه رپوټ برابر کړی دی

د روسیې ولسمشر له خپلو ایراني او ترکي سیالانو سره ګوري

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې، چې د روسیې ولسمشر نن له خپلو ایراني او ترکي سیالانو سره په تهران کې وګوري. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تهران ته رسېدلی او نن به له خپلو ایراني او ترکي سیالانو ابراهیم رییسي او رجب طیب اردوغان سره وګوري. تمه ده، چې د دوی په کتنه کې به د ملګروملتونو د هغې طرحې په اړه پر خبرو تمرکز وشي چې غواړي د اوکراین د غلې صادرات بیا پیل او په نړۍ کې د خوړو روان بحران اوار شي. درې واړه مشران به د سوریې د کړکېچ په اړه هم خبرې وکړي. دا غونډه د سوریې په اړه د آستانې د خبرو په چوکاټ کې پلان شوې.... Читать дальше...

طالبان: د اوسپنې پټلۍ په مرسته د زرګونه ټنه توکو صادرات او واردات شوي

Pa.azadiradio.com 

په وروستیو دوو اونیو کې د اوسپنې پټلۍ په مرسته له افغانستانه څه باندې ۹ زره ټنه توکي صادر او څه باندې ۸۰ زره ټنه توکي وارد شوي دي. د طالبانو حکومت په مشرۍ د اوسپنې پټلۍ ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په تېرو دوو اونیو کې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۵۰ زره ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۷ زره ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۴ زره ټنه سوداګریز توکي افغانستان ته وارد شوي، چې ډېری یې تېل او ګاز وو. د یادې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، په دې موده... Читать дальше...

د افغانستان په درېیو بندرونو کې د وارداتي تېلو او ګازو ټانکرونه درول شوي

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې سوداګر شکایت کوي، چې د افغانستان په درېیو سوداګریزو بندرونو کې د دوی د وارداتي تېلو او ګازو ټانکرونه درول شوي او بازار ته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي. د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري په خپره شوې، خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په وروستیو اوونیو کې سوداګر هېواد ته د وارداتو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ شوي او په سوداګریزو توکو بار موټرې یې په ګمرکونو کې ایسارې پاتې دي. په خبرپاڼه کې نه دي ويل شوي، چې په ګمرکونو کې دا موټرې د چا له خوا درول شوي، خو د طالبانو حکومت په ماليې وزارت... Читать дальше...

چارواکي: پکتیکا کې په پرله پسې ډول د زلزلې ټکانونه احساسېږي

Pa.azadiradio.com 

پکتیکا کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس وایي، په ګیان او برمل ولسوالیو کې په پرله پسې ډول د زلزلې ټکانونه احساسېږي. حکمت الله عصمت ازادۍ راډیو ته وویل، چې له پرون ماذیګره وروسته چې د زلزلې پیاوړي ټکانونه وشول، تر ننه پورې لږ تر لږه ۴ نورې زلزلې هم شوي دي. نوموړی غوښتنه کوي، چې یو تخنیکي ټیم دې د سیمې جیولوجیکي څېړنه وکړي چې خلکو ته د وضعیت ښکاره څرک معلوم شي. عصمت چې پرون زلزله ځپلې سیمې کتلي وایي، خلک ډېر په وېره کې دي او تر ډېره د کورونو د نړېدو له وېرې په خیمو کې ژوند کوي.

ګوټیریش: نړۍ کې د قحطۍ مخنیوي لپاره پياوړې او همغږې هڅې ته اړتیا ده

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وایي، نړۍ کې د قحطۍ مخنیوي ته په نړیواله کچه پياوړې او همغږې هڅې په کار دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټیریش ویلي: "سږ کال مونږ له بېلابېلو قحطیو سره مخامخ یو او که یې غم ونه خوړل شي، راتلونکی کال وضعیت بدتره کېدای شي." ګوټیریش پر خپله ټویټرپاڼه یوه ویډیویي پیغام کې ټینګار کړی، چې ژر تر ژره باید د اوکراین او روسیې غله او نور توکي د نړۍ بازارونو ته ولاړ شي او نړیواله سوداګري پرانیستې وساتل شي. پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله د سمندري سوداګرۍ لارې تړل شوي، چې ورسره په سیمه... Читать дальше...

امریکا کې په پښتو او دري ژبه افغان ماشومانو ته د کیسو کتابونه چاپ شوي

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې د لوست خونې په نوم یوې موسسې تازه په پښتو او دري ژبه افغان ماشومانو ته د کیسو دولس ټوکه تصویري کتابونه چاپ کړي دي. دا کتابونه چې په اصل کې د سوریې په کمپونو کې د اردنې ماشومانو لپاره د اردني، مصري، فلسطیني او امریکايي لیکوالو له خوا لیکل شوي، اوس د امریکا په کمپونو کې افغانان ماشومانو ته د دوی په رسمي ژبو ژباړل شوي او چاپ شوي دي. د دغه کتابونو زپاړونکي او عمومي ايدېټر لیکوال محب الرحمن محب وايي، دا کتابونه په عربي ژبه و او د یادې موسسې له خوا افغان ژباړونکو ته د اسانتیا برابرولو په موخه انګریزي ژبې ته اړول شوي وو. Читать дальше...

په پکتیکا کې زلزلې بیا هم خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي

Pa.azadiradio.com 

په پکتیکا کې د زلزلې ټکانونو پرون بیا هم خلکو ته مالي او ځاني زیانونه واړول. په پکتیکا کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو آزادۍ راډیو ته وویل، د مازیګر په ۴:۵۳ دقیقو په ګیانې او برمل ولسوالیو کې د زلزلې ټکانونه احساس شول. د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي محمدامین حذیفه آزادۍ راډیو ته وویل، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په پرونۍ زلزله کې لږترلږه لس کسان ټپیان شوي او په تېرو زلزلو کې زیانمن شوي کورونه پوره ویجاړ شوي دي. هغه زیاته کړه، چې سیمې ته مرستندویې ډلې او روغتیا پالان رسېدلې دي. سیمه... Читать дальше...

د شپږیزې کرکټ لیګ لومړۍ سیالې وشوې

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د شپږیزې د لیګ په لومړۍ لوبه کې د کابل بازانو لوبډلې د بندامیر او د سپین غر لوبډلې مس عینک ته ماتې ورکړه. دا لوبه پرون د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې د زرګونه نندارچیانو په مخکې ترسره شوه. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتګ آزادۍ راډیو ته وویل، چې دې لیګ ته بهرني لوبغاړي هم رابلل شوي دي. هغه وايي: "بهرني لوبغاړي او مبصرین هم دې لوبلړۍ ته بلل شوي دي. دا لوبې په ټولو اړخونو کې د افغانستان لپاره مثبتې او ډېرې ګټورې تمامېدای شي." د شپږیزې په لړۍ کې اته لوبډلې برخه لري او ۳۲ لوبې په کې پلان... Читать дальше...

د اوکراین لوی څارنواله له دندې د ګوښه کېدو په غبرګون بیان ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین لوی څارنواله وايي، چې له خپلې دندې د لیرې کېدو د څرنګوالي په اړه اوس مهال څه نه وايي خو د دې د موقف په اړه د روان وضعیت له پای ته رسېدو وروسته به یو بشپړ بیان ورکړي.  د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې لوی څارنواله ایرینا وینیدیکتووا او د امنیتي خدماتو د ادارې رییس ایوان باکانوف له روسیې سره د دې دوو ادارو د چارواکو د اړیکو د لسګونه قضیو په خاطر له دندې ګوښه شوي دي.  خو مېرمن وینیدیکتووا پرون دوشنبې پر خپله فېسبوکپاڼه ولیکل، چې په دې اړه یې له هېچا سره... Читать дальше...

ترکمنستان کې د څښلو اوبو جریان قطع شوی

Pa.azadiradio.com 

د ترکمنستان د پلازمېنې عشق آباد اوسېدونکي وايي، په داسې حال کې چې په دې ښار کې تودوخه څلوېښتو درجو ته لوړه شوې ده د څښلو د اوبو جریان قطع شوی دی. د عشق آباد یوه اوسېدونکي فرهاد پرون د آزادۍ راډیو ترکمني څانګې ته وویل، چې د سهار له اتو بجو راهیسې په کور کې اوبه نه لري. په وروستیو څو کلونو کې چې په ترکمنستان کې د څښاک پاکې اوبه کمې شوې نو لیرې پرتو سیمو ته اوبه په ځېره ورکول کېږي خو چارواکو تېره میاشت په عشق آباد کې هم د نلونو اوبه په ځيره کړې. د ترکمنستان په لیرې پرتو سیمو کې چې د تودوخې درجه پنځوسو درجو ته رسېږي وضعیت تردې هم خراب دی.


Музыкальные новости
Queen

Bloomberg: Sony Music обсуждает покупку прав на музыку Queen





Rss.plus
Бизнес

Распределяй и управляй: водители «Грузовичкоф Бизнес» – о преимуществах работы и трудовых буднях  




Родильному дому в Химках исполнилось 50 лет

Сколько можно съесть мороженого за неделю, рассказала диетолог

Календарная рубрика «Вехи»: значимые даты в мае [67]

Федорищева "забрали" из Тулы в Самару: стенограмма общения с Путиным




د جګړې اوږدېدل؛ اروپايي ټولنه اوکراین سره نوې پوځي مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې د روسیې د یرغل پروړاندې د مقابلې لپاره له اوکراین سره د نورو پوځي مرستو ژمنه کړې خو په عین حال کې یې د دې ټولنې د غړو ترمنځ د نور یووالي غوښتنه کړې. د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارو وزیرانو پرون له اوکراین سره د ۵۰۰ ملیون یورو په ارزښت نوره پوځي مرسته اعلان کړه. دې مرستې د فبروري په ۲۴مه نېټه پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته له دې هېواد سره د اروپايي ټولنې د ټولو مرستو کچه دوه نیم میلیارده یورو ته لوړه کړه. د اوکراین د بهرنیوچارو وزیر دیمیترو کولېبا پرخپل ټویتر د دې مرستې ستاینه... Читать дальше...

ایا طالبان د نویو پیسو د چاپولو پلان لري؟

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د افغانۍ د زړو بانکنوټونو په اړه د شکایتونو له زیاتېدو وروسته د طالبانو حکومت د دې ستونزې د حل لپاره د اقداماتو خبر ورکړی. هرات د هېواد وروستی ولایت دی چې پرون په کې د تېلو او ګاز د پلور او پېر بازار د افغانۍ د زړو بانکنوټونو پر وړاندې د اعتراض په دود وځنډېد او یوه ورځ مخکې د هرات د صرافانو ټولنې په همدې دلیل په اعتراض لاس پورې کړ. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بېګا آزادۍ راډیو ته وویل، چې د دې ستونزې د حل لپاره اقدامات ترلاس لاندې دي. ښاغلي مجاهد د آزادۍ راډیو دې پوښتنې... Читать дальше...

نن پاکستانی پلاوی او طالبان د ډبرو سکرو او نورو مسایلو په اړه بحث پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان یو جګپوړی پلاوی له افغانستانه د ډبرو د سکرو او نورو تجارتي مسایلو په اړه د خبرو لپاره پرون کابل ته رسېدلی. د پاکستان د سوداګرۍ د مرستیال وزیر صالح احمد فاروقي په مشرۍ پلاوی پرون کابل ته ورسېد. په پام کې وه چې دا پلاوی د یکشنبې په ورځ کابل ته ولاړ شي خو د دوی سفر یوه ورځ وځنډېد او پرون مازیګر د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزارت مرستیال قدرت الله جمال د دې پلاوي هرکلی وکړ. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند مولانا زهیر آزادۍ راډیو ته وویل، د دواړو لورو خبرې به نن سه شنبې د کابل په... Читать дальше...

امریکا: د افغان پناه غوښتونکو د غوښتنلیکونو څېړلو ته لومړیتوب ورکوو

Pa.azadiradio.com 

امریکايي چارواکي وايي، د هغو افغانانو د غوښتنلیکونو څېړلو ته به لومړیتوب ورکړل شي چې په متحدوایالتونو کې یې پناه غوښتې ده. امریکايي چارواکي وايي، د هغو افغانانو د غوښتنلیکونو د څېړنې بهیر به چټک شي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته یې په متحدوایالاتو کې د پناه غوښتنه کړې. د امریکا د حکومت چارواکو بېګا په یو آنلاین غونډه کې چې آزادۍ راډیو ته هم د ګډون بلنه په کې ورکړل شوې وه وویل چې د دې غوښتنلیکونو د څېړنې چارې به له دې وروسته له پیله ترپایه د بهرنیوچارو وزارت له خوا ترسره کېږي. Читать дальше...

ګارډین: طالبان په مالیې وزارت کې د ښځو پر ځای د هغوی نارینه په دندو ګماري

Pa.azadiradio.com 

ګارډین: له بریتانیا خپرېدونکې ګارډین ورځپاڼې لیکلي، د طالبانو حکومت غواړي، چې د مالیې وزارت د ښځینه کارکوونکو ځای د هغوی نارینه خپلوان ډک کړي. ورځپاڼې لیکلي، دغو ښځینه کارکوونکو ته دا خبره داسې مهال شوې چې دوی له نژدې یوه کال راهیسې په کور ناستې دي، خو یوه کمه اندازه معاش یې ورکول کېده. د مالیې وزارت یو شمېر ښځینه کارکوونکو ګارډين ته ویلي، د وزارت چارواکو ورته په ټیلیفون کې ویلي چې د کار بوج زیات دی نو باید پر ځای یې د کورنۍ یو بل نارینه غړی وګمارل شي. یوې کارکوونکې د نوم نه ښودو په شرط ورځپاڼې... Читать дальше...



Москва

POMPEYA и O! МАРГО выступят на фестивале «НЕБО»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: 1 июня начнется фестиваль «Лето в Москве. Все на улицу!»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Олег Лундстрем

«Борис Фрумкин – 80!»: Государственный камерный оркестр джазовой музыки имени Олега Лундстрема отпраздновал юбилей своего худрука большим концертом




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Вышел второй подкаст онлайн-лектория «Иннагрика» о возможностях аграрной генетики для молодых исследователей

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете


WTA

Пресс-служба WTA мемом отреагировала на тяжёлую победу Свёнтек над Осакой



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» легально изготавливает армии и спецслужбы. 6 серия. СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России