Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Июль
2022

Новости за 14.07.2022

قبرس تر اوبو لاندې لومړی لرغونی پارک پرانيست

Pa.azadiradio.com 

قبرس تر اوبو لاندې لومړی لرغونی پارک ګرځندویانو ته پرانیست. د مدیترانې سمندرګي پرغاړه په دې سیمه کې تر میلاد مخکې د دوه سوه څلور نوي او درې سوه یولس کلونو تر منځ د اماتوس پخوانۍ پاچاهي وه، دا هغه زمانه ده چې پر قبرس د لوی سکندر د دوو وارثینو دعوه وه. یو شمېر کتونکي په دې نظر دي چې ښایي له دې ځایه به د تجارتي سمندري بندر په توګه استفاده کېده.

ټاکل شوې نن د افغان حاجيانو لومړۍ ډله کابل ته راستنه شي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د افغان حاجیانو لومړنۍ الوتکه نن د کابل په هوايي ډګر کې ښکته شي. د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رسنیو ته په استولي بلنیک کې ویلي، چې افغان حاجیانو ته به د طالبانو حکومت یو شمېر چارواکي او د دغه وزارت یو شمېر مسوولین هرکلی ووايي. د یادونې ده، چې سږ کال له افغانستان څخه ۱۳۵۸۲ تنو د حج مراسم ادا کړل. دغه افغان حاجيان د اریانا افغان هوايي شرکت او کام ایر هوايي شرکت په پروازونو کې سعودي عربستان ته تللي او بېرته به هم د همدغو دوو شرکتونو په الوتکو کې افغانستان ته راستانه شي.

د پيسو نړيوال صندوق پاکستان سره د شپږ ميليارده ډالرو پور غوښتنې موافقه کړې

Pa.azadiradio.com 

د پیسو د نړیوال صندوق( ای ایم ایف) یو پلاوي له پاکستان سره موافقه وکړه چې د شپږ میلیارده ډالرو د پور غوښتنه بېرته را ژوندۍ کړي. دا پیسې له دوه زره نولسم کال را په دې خوا کنګل شوې وې. ای ایم ایف د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، که چېرته د دې سازمان اجراییوي بورډ دا موافقه تصویب کړه نو ډېر ژر به له دې پیسو د یو اعشاره اوولس میلیارده ډالرو پور پاکستان ته وسپاري. د ای ایم ایف پلاوي وروسته تر دې له اسلام اباد سره د پور د ورکړې موافقه وکړه چې د پاکستان نوي صدراعظم شهباز شریف پر خپلو خلکو نوي مالیات وضع... Читать дальше...



د هند کرېکټ لوبډلې په لومړۍ یو ورځینۍ سیالۍ کې انګلستان ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د ورزشي اژانسونو د راپورنو له مخې، انګلستان د ټاس په ګټلو سره لومړۍ د توپوهنې پرېکړه وکړه او په ۲۵ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوخېدو ۱۱۰ د منډو هدف وټاکه. د هندوستان د توب اچونې په برخه کې د دغه هېواد نوموتي توپ اچونکي بومرا په خپلې توپ اچونه کې د ۱۹ منډو په بدله کې د انګلستان ۶ مهم لوبغاړي و سوځول. په دویمه پاڼۍ کې چې کله هندوستان توپوهنه پیل کړه پرته د کوم لوبغاړي له سوځېدو سره یې ټاکلې ۱۱۰ منډې پوره او لوبه یې د ۴ منډو په توپیر سره وګټله. هندوستان له انګلستان سره د درې یو ورځینیو سیالیو... Читать дальше...

افغان ۲۰ کلنو فوټبال لوبډله د اسيا اتلولۍ په سياليو کې د ګډون لپاره چمتووالی نيسي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ۲۰ کلنو فوټبال ملي لوبډله د اسیا اتلولۍ په مقدماتي سیالیو کې د ګډون لپاره ځان چمتو کوي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغه چمتوالی په کابل کې د «احمدضیا عظیمي» تر نظر لاندي کېږي. د دې ریاست د معلوماتو له مخې، د هېواد د ۲۰ کلنو فوټبال ملي لوبډله په G ګروپ کې له عمان، تایلند او فلپین سره لوبې لري چې دغه سیالۍ به د سپټمبر له ۱۰ تر ۱۸ مې پورې په عمان کې ترسره شي. د یادونې ده، هغه لوبغاړي چې له ولایتونو دغې ملي لوبډلې ته پېژندل شوي، کابل کې د ۲۰ کلنو ملي لوبډلې تمریناتي کمپ ته بلل کېږي.

کابل کې د پاورلفټينګ کلاستيک منتخبې سيالۍ پيليږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې په کابل کې د افغانستان (پاورلفټينګ ) کلاستيک پنځم پړاو منتخبې سيالۍ پيليږي. دغه ریاست لیکي، ټاکل شوې چې دغه سيالۍ د را روانې شنبې په ورځ د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست مقام ٥٠٠ کسيز جيم کې د درېيو ورځو لپاره ترسره شي. د دې ریاست په وینا، په دغو سياليو کې به د کابل ښار پاورلفټينګ ١٥ کلپونو څخه تر ١٢٠ زيات ورزشکاران ګډون وکړي. يادې سیالۍ د سني ګټګوريو نوي ځوانانو او ځوانانو، ترمنځ په ٩وزنو کې له ٥٣کيلو ګرام څخه تر ١٢٠ کيلوګرام پورې ترسره کېږي.

سريلانکا: مظاهره چيان د پارلمان رئيس سره خبرو ته چمتو شول

Pa.azadiradio.com 

د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې مظاهره چیانو موافقه وکړه چې د پارلمان له رئیس سره خبرو ته کښېني او دولتي ودانۍ تخلیه کړي. دا خبر په داسې وخت کې خپور شوی دی چې د سریلانکا ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا چې پرون له اسعتفی پرته مالدیف ته تښتېدلی و له هغه ځایه سینګاپور ته تللی او اوس خبرونه وایي چې د سعودي عربستان جدې ښار ته رسېدلی دی. په سریلانکا کې وضعیت کړکېچن دی، حکومت بېړنی حالت اعلان کړی دی. د پارلمان رییس ماهیندا یاپا ابیواردینا اعتراض کوونکو ته وویل چې د دې لپاره چې ولسمشر استعفی نه ده کړې دی... Читать дальше...

د افغانستان د کرېکټ شپږيزه ليګ؛ څلور ورځې وروسته يې اتم پړاو سيالۍ پيليږي

Pa.azadiradio.com 

افغان کرېکټ بورډ وايي، د شپږیزه لیګ اتم پړاو سیاليو لپاره تیاری روان دی او څلور ورځې وروسته به دا سیالۍ پیل شي. د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل، چې د شپږیزې په دې پړاو سیالیو کې د شپږو پر ځای اته لوبډلې برخه لري او په ټولو لوبډلو کې زیات شمېر ځوان لوبغاړي لوبیږي. که څه هم تېر کال ترسره نه‌شوې خو سږ کال يې اتم پړاو لوبو ته یوازې څلور ورځې پاتې دي. د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د دې سیالیو لپاره په پراخه کچه تیاری روان دی. د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل: "د... Читать дальше...



اسرايلو ته د بايډين سفر؛ ټاکل شوې نن امريکا او اسرايل د ايران د اټومي پروګرام په اړه يوه هوکړه وکړي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې نن د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جوبایډن د اسراییل له صدراعظم یاییر لاپید سره ګډ تړون لاسلیک کړي چې پکې به دا ژمنه کوي چې ایران به نه پریږدي چې اټومي وسله ترلاسه کړي. د امریکا یوه جپګوړي چارواکي خبریالانو ته وویل چې له دې سره به د متحد ایالتونو او اسراییل ترمنځ د اوږدې مودې امنیتي اړيکي پراخ شي. دې چارواکي وویل، دا اعلامیه ډیره مهمه ده، په دې کې ژمنه شوې چې کله به هم اجازه ور نه‌کړي چې ایران اتومي وسله ترلاسه کړي او د بې ثباتۍ داسې هڅې وکړي چې اسراییل په نښه کړي. جو بایډن پرون... Читать дальше...

لانګ وار ژورنال: امريکا افغانستان کې د جګړې له ښکېلو غاړو يو له بل سره د خبرو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

لانګ وار ژورنال مجله: لانګ وار ژورنال مجلې په یوه راپور کې لیکي چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د مقاومتي ډلو له خوا د بریدونو په زیاتېدو سره، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو د حکومت پر ضد د «له تاوتریخوالي ډک مخالفت» ملاتړ نه‌کوي. لانګ وار ژورنال زیاتوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د جګړې له ټولو ښکېلو غاړو غوښتي چې له یو بل سره خبرې وکړي. د لانګ وار ژورنال د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند د فارن ډیسک په نوم یوې مجلې د پوښتنې په... Читать дальше...

افغانستان بانک: خلک دې د 'فوريکس اپلکېشن' له لارې انلاين راکړه ورکړه نه‌کوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت په مشرۍ د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره بیا ځلې ټولو هغه کسانو ته چې د (فوریکس اپلکېشن) له لارې د پېسو انلاین راکړې ورکړې کوي خبر ورکړی چې له دې وروسته په انلاین بڼه دغه معاملې ترسره نه‌کړي. دغه بانک ویلي، سره له دې چې د دغه اپلکېشن له لارې د پولې راکړې ورکړې په تړاو دوه اونۍ وړاندې بانک خبرپانه خپره کړې وه، خو اوس هم په ځینو ولایتونو کې دغه چاره ترسره کېږي. د افغانستان بانک ویلي، دوي هڅه کوي چې د دغه غیر قانوني کړنې د مخنیوي په موخه کسان تر پېژندنې وروسته قانون ته وسپاري. Читать дальше...

نوميالی سلفي ديني عالم مولوي سرداولي ثاقب تېره شپه کابل کې ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

مشهور ديني عالم شيخ سردارولي ثاقب تېره شپه کابل کې ووژل شو، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پېښې په اړه يې څېړنې پیل کړي دي. په جلال اباد کې د نارنج باغ دارلعلوم یو استاد شیخ احمدشاه رسنیو ته ویلي چې نوموړی تېره ورځ ناوخته په خپل کور کې د نامعلومو کسانو له لوري په مرموز ډول وژل شوی دی. مولوي سردار ولي ثاقب د اوږدې مودې لپاره د تېر حکومت پر مهال په جلال اباد ښار کې د نارنج باغ په نوم د دینې زده کړو په دارلعلوم کې مدرس پاتې شوی او زرګونه شاګردان يې درلودل. په ننګرهار کې د نارنج باغ دارلعلوم... Читать дальше...

ټاکل شوې جوبايډن او د اسرايل صدراعظم نن يو امنيتي هوکړه لاسليک کړي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسرایل له صدراعظم یایر لاپید سره نن داسې هوکړه لاسلیک کړي چې دواړه لوري اټومي وسلې ته د ایران د مخنیوي ژمنې په کې کوي. رویټرز د جوبایډن ادارې د یوه چارواکي په حواله ویلي چې دا هوکړه به د امریکا او اسرایلو اوږدمهاله امنیتي اړیکې لا پراخې کړي. بایډن له ولسمشر کېدو وروسته پرون د منځني ختیځ لومړی سفر اسرایل ته په رسېدو پيل کړ. نوموړی له اسرایل وروسته سعودي عربستان ته سفر کوي.

اوکرايني چارواکي: روسي ځواکونه هڅه کوي د دونباس پر سيمه بشپړ کنترول ترلاسه کړي

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي وایي، روسي ځواکونو تېره ورځ د دونباس سیمې د بشپړ نیولو لپاره هڅو ته دوام ورکړ او د اوکراین په ټوله ختیځه سیمه کې یې ډزې روانې وې. د لوهانسک والي سرهي هایدي ویلي، ځواکونو یې د لوهانسک په ګاونډ کې د دوو کلیو د ساتنې په هدف چې د جګړې تر اور لاندې و، مقاومت وکړ. هایدي ادعا کړې چې روسیه غواړي دونباس سیمه له خاورو سره خاورې کړي. بل لورته تاس خبري اژانس د یوه روس پلوه بیلتون غوښتونکي چارواکي په حواله ویلي، روسي ځواکونه سولدار ښارګوټي ته ننوتلي او څو ورځو کې به یې ونیسي. خپلواکو سرچینو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

له تېر نږدې يو نيم کال راهيسې يو اعشاريه اته ميليونه افغانانو خپلې مېنې پرېښي دي

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې د تېر ۲۰۲۱ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۲ اپرېل میاشت پورې ټول یو اعشاریه اته میلیونه افغانان له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي. دغه سازمان په خپل یو تازه خپور کړي راپور کې ویلي، په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د کورنیو بې ځایو شویو شمېر نږدې شپږ میلیونو ته رسېږي چې د جګړو او طبعي پېښو له امله د خپلو کورونو پرېښدو ته اړ شوي دي. د هلمند ولایت اوسېدونکې فاطمه وایي د تېر ۲۰۲۱ کال کې د جمهوري نظام تر سقوط مخکې په دغه ولایت کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو... Читать дальше...

په ماشومتوب کې د مور له غېږ جلا شوې ناهيد لسيزې وروسته د خپلې کورنۍ په لټه کې

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې څو لسیزې جګړې او طبعي پېښې ډېرې داسې کیسې لري، چې په اورېدلو ارزي. څوک وژل شوي، چا په کې ټپ لیدلی، څوک د وطن او څوک هم په کوچینوالي د مور او پلار له غېږې بېل شوي دي. له دې کیسو، یوه یې د ناهید وکیلي ده، هغه چې له لسیزو ورسته خبره شوې، چې په ماشومتوب کې له غېږ اخیستل شوې، یا فرزندي ورکړل شوې او اوس په خپلې کورنۍ پسې ګرځي. ناهید وکیلي، نېږدې شپېته کلنه ده، د افغانستان د غور ولایت اصلي اوسېدونکې ده او اوس د امریکا د متحده ایالاتو په نیویارک کې اوسېږي. کیسه کوي، ماشومه وه، چې... Читать дальше...

کابل کې 'شپږيزه' کرېکټ سياليو ته چمتووالی روان دی

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې دا لوبې راتلونکې اونۍ دوشنبې د جولای په اتلسمه په کابل کرېکټ لوبغالي کې پیل شي. د کرېکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک ازادي راډیو ته د دې لوبو د چمتوالي په اړه لیدونکو ته ډاډ ورکړ. نوموړي وويل: "د دغو سیالیو لپاره افغان کرېکټ بورډ پوره چمتوالی نیولی دی، که خدای کول په ډېر ښه شکل به دا لوبې په کابل کې پیل شي. کرېکټ بورډ د لیدونکو لپاره اسانتیاوې په پام کې نیولې دي، نو مینه‌وال کولی شي چې د لوبو ډګر ته راشي، له نژدې له دې لوبو خوند واخلي." د شپږیزې په دې اتم پړاو سیالیو کې... Читать дальше...

بلوچستان کې يو پاکستانی پوځي افسر تښتول شوی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو دا خبر تایید کړ چې ډګرمن لایق د سې شنبې په ورځ زیارت سیمې ته څېرمه تښتول شوی دی. په سیمه کې سرچینو د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې هلته وسله وال پر سړک ولاړ وي، موټر پلټي او کله چې دوی د ډګرمن لایق موټر درولی او پوه شوي دي چې دی پوځي افسر دی له ځانونو سره یې بېولی دی. وسله والو د ډګرمن لایق مېرمن او ماشومان پرې ایښي دي چې ولاړ شي. تر اوسه چا د دې برمته نیونې مسوولیت نه‌دی منلی. د يادونې ده چې په دې وروستيو کې پر پاکستاني پوځيانو څو ځل غلچکي بريدونه هم وشول چې په‌کې پوځيانو ته مرګ ژوبله هم واوښته.

انتوني بلينکن: روسيې په زوره له اوکراين سلګونه زره اوکراينيان ايستلي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن روسیه تورنه کړه چې په سلګونو زره اوکراینیان یې د اوکراین له ختیځ او جنوب څخه په زوره ایستلي دي. انتوني بلینکن وایي چې له اټکل سره سم روسیې له نهه لکو تر یو میلیون او شپږ سوه زرو پورې اوکراینیان د تصفیوي عملیاتو پر مهال له ځانونو سره روسیې ته وړې دي او د دې کسانو یو شمیر یې د روسیې په لرې ختیځ سیمه کې چې هلته خلک ژوند نه کوي ځای پر ځای کړې دي. ښاغلي بلینکن پرون په خپاره کړي بیان کې پر روسیې غږ وکړ چې له دغو تصفیوي عملیاتو چې د جینوا له کنوانسیون سره په ټکر کې دي، لاس واخلي. Читать дальше...

د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير: د تاشکند په جوړېدونکې غونډه کې به طالبان هم ګډون وکړي

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دا خبره تایید کړه چې په تاشکند کې به په جوړیدونکې نړیواله غونډه کې د طالبانو استازي هم برخه واخلي. ولادیمیر ناراف پرون په تاشکند کې رسنیو ته وویل چې د طالبانو له استازیو سره به پر دې خبرې وکړي چې هغه ژمنې پرځای کړي چې له نړیوالو سره یې کړې دي او په کابل کې یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي. ټاکل شوې ده چې د تاشکند غونډه د جولای په پنځه ویشتمه او شپږ ویشتمه جوړه شي او پکې د لږ تر لږه شل هېوادو استازې ګډون وکړي. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، په دې غونډه کې... Читать дальше...

جرمني ۷۵سلنه افغان همکاران خپل هېواد ته لېږدولي دي

Pa.azadiradio.com 

جرمني پرون وویل چې له هغو افغانانو څخه یې چې له دوی سره یې په افغانستان کې کار کړی و یا یې د جرمني ځواکونو ملاتړ کړی و، پنځه اویا په سلو کې جرمني ته انتقال کړې دي. جرمني د تېر کال اګست له پنځلسمې راوروسته چې طالبانو کابل ونیو ژمنه کړې وه چې درویشت زره درې سوه افغانانو ته به پناه ورکوي. له دې ډلې یې اوولس زره دوه سوه جرمني ته رسېدلي دي. د جرمني پر حکومت دا نیوکه کیږي چې له افغانستانه یې په بېړه د پوځیانو د ایستلو په وخت په زرګونو محلي کاروونکي او هغه کسان چې خوندیتوب ته یې اړتیا لرله هلته تر شا پرېښودل.

د روسيې او اوکراين ترمنځ خبرې؛ د غَلو دانو د صادراتو په تړاو خبرو کې پرمختګ شوی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې او اوکراین د پوځي پلاوو ترمنځ په خبرو کې د اوکراین د غله دانو د صادراتو په تړاو پرمختګ شوی دی او دواړو لوریو منلې ده چې راتلونکې اونۍ به د دې خبرو بل پړاو پیلوي. د اوکراین او روسیې د پوځي پلاوو ترمنځ تر مخامخ خبرو وروسته چې پرون په استانبول کې وشوې، د ترکیې دفاع وزیر وویل چې په دې خبرو کې ډېر پرمختګ شوی او دواړو لوریو منلې ده چې راتلونکې اوونۍ به بیا د مذاکرات مېز ته سره کښېني. د ترکیې پوځي چارواکو او د ملګرو ملتو استازیو هم په دې غونډه کې برخه لرله. د غونډې برخه وال هڅه کوي چې داسې... Читать дальше...

د نړيوال اقتصادي فورم راپور؛ افغانستان او پاکستان د جنسيتي نا انډولۍ د نوملړ په سر کې راغلي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې په‌کې په ټولنیزو چارو کې د ښځو او نارینه و ترمنځ انډول ډېر برابر نه‌دی. نړیوال اقتصادي فورم د دوه زره دوه ویشتم کال لپاره د جندر د تفاوت د نړیوال شاخص په اړه په خپل راپور کې دا خبره کړې ده. نړیوال اقتصادي فورم( ډبلیو اي ایف) په ټولنو کې په اقتصادي، تعلیمي، صحي او سیاسي چارو کې د ښځو د ونډې ا خیستنې په تړاو په خپل راپور کې چې د چهارشنبې( جولای دیارلسمه) یې خپور کړ ویلي دي؛ افغانستان چې له نژدې یوه کال را په دې خوا د طالبانو په لاس کې دی یوسل... Читать дальше...



Москва

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Число пользователей портала «Малый бизнес Москвы» превысило 200 тысяч



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Queen

Bloomberg: Sony Music обсуждает покупку прав на музыку Queen




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Больше всего работников с креативными идеями работает в ритейле и спорте

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи


WTA

Пресс-служба WTA мемом отреагировала на тяжёлую победу Свёнтек над Осакой



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» легально изготавливает армии и спецслужбы. 6 серия. СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России