Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Июль
2022

Новости за 18.07.2022

له افغانستانه قرغزستان ته سلګونه افغان قرغزیان لېږدول کېږي

Pa.azadiradio.com 

د قرغزستان حکومت وايي، ۱۵۰۰ افغان قرغزیان چې د بدخشان په پامیر کې مېشت دي، قرغزستان ته لېږدوي او هلته به د ژوند امکانات ورته برابر کړي. د قرغزستان د کار، ټولنیزو چارو او کډوالو وزیر خدایبېرګېن بازاربایف د جولای په ۱۵مه د دې هېواد په پلازمېنې بشکېک کې یوې خبري غونډې ته ویلي، پلان لري چې په راتلونکو دوو کلونو کې په پامیر کې مېشت قرغز وګړي قرغزستان ته انتقال کړي. هغه وویل، دوی پلان لري چې له ۲۰۲۲ کال نه تر ۲۰۲۴ کاله پورې په پامیر کې مېشتې ۴۰۰ قرغزي کورنۍ قرغزستان ته انتقال کړي او په دې خاطر بودیجه... Читать дальше...

د کابل ساحلي فوټبال لیګ پچه‌ اچونه ترسره شوه

Pa.azadiradio.com 

د کابل ساحلي فوټبال لیګ پچه‌اچونه تېره ورځ ترسره وشوه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون په یوې خبر پاڼه کې لیکلي، چې د کابل ساحلي فوټبال لیګ پچه‌ اچونه د ساحلي کمېټې مسوول احسان‌الله شېرزاد او د حاضرو لوبډلو د استازو په ګډون ترسره شوه. د دغه فدراسیون په وینا، په دغو سیالیو کې ۱۰ لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبې کوي. دا سیالۍ د سه شنبې پر ورځ د چنګاښ پر ۲۸ د افغانستان فوټبال فدراسیون په‌ ساحلي فوټبال لوبغالي کې کېږي او لومړۍ لوبه یې د مازیګر په ۴ بجو د رامکي او افغان کلپ تر منځ ده. د دې لوبو هدف د ساحلي فوټبال وده ښودل شوې.

د شپږیزې کرکټ لیګ پېلېدل؛ د لوبو نندارې ته یوازې نارینه تللي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د واکمنۍ په سیوري کې د شپږیزې لیګ پیل شو. د دې لیګ لومړنۍ لوبه د بند امیر او کابل بازانو لوبډلو ترمنځ د کابل په نړیوال لوبغالي کې د مینه والو د شور او هیجان په غږونو کې پیل شوه. د نن ورځې د لومړۍ لوبې په پای کې کابل بازانو لوبډلې بند امیر ښامارانو ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړه او د شپږیزې لیګ لومړۍ لوبه یې وګټله. د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې ویاند فرید هوتک د شپږیزې لیګ د پیلېدو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "د اتصالاتو شپږیزې لیګ نن په کابل کې پیل شو او د کرکټ زرګونه ځوان مینه وال لوبغالي ته راغلي دي چې لوبډلې او لوبغاړي تشویق کړي. Читать дальше...



د نجونو د ښوونځیو بند پاتې کېدل؛ اسیايي پوهنتون افغان ښځو ته بورسونه ورکوي

Pa.azadiradio.com 

داسې مهال چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي، د ښځو لپاره اسیايي پوهنتون د افغان نجونو او ښځو لپاره د لوړو زده‌کړو ۱۷۰ بورسیې اعلان کړي دي. مروې په افغانستان کې لوړې زده‌کړې کړي، خو غواړي له هېواده بهر خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. هغه په کابل کې اوسېږي او د هغو پالیسو په اړه چې طالبانو د نجونو او ښځو د زده‌کړو په برخه کې وضع کړې دي، اندېښمنه ده. مروه وايي، هغه هڅه کوي سکالرشېب واخلي، خو دې ته اندېښمنه ده چې له هڅو او کوښښ سره سره به طالبان اجازه ورنه کړي چې بې له محرمه له افغانستان ووځي. Читать дальше...

نړیوال سازمانونه: طالبان د ملکيانو خوندیتوب کې پاتې راغلي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو ځواکونو په پنجشېر ولایت کې یوه ښځه وژلې ده. په پنجشېر ولایت کې طالب چارواکي تاییدوي، چې یوه ښځه د یکشنبې په ورځ د دوی ځواکونو په ابشار ولسوالۍ کې وژلې ده. د دې ولسوالۍ د پرنګال سيمې اوسېدونکې ٣٥ کلنه شريفه له خپل مېړه سره د څارويو د څرولو لپاره غره ته تللې وه، چې د وسله والو طالبانو په ډزو کې ووژل شوه. په پنجشېر کې د طالبانو د والي ویاند ابوبکر صدیق نن ازادي راډيو ته وویل، چې دا وژنه تصادفي وه او دوی مني چې دا ښځه بې ګناه وه. هغه وویل: "دا ښځه په غلطۍ ووژل شوه. هغه کس چې ډزې یې... Читать дальше...

طالبانو د دوی د ځواکونو له لوري پنجشېر کې د يوې ښځې وژنه تايید کړه

Pa.azadiradio.com 

په پنجشېر ولایت کې طالب چارواکي تاییدوي چې یوه ښځه د دوی ځواکونو په ابشار ولسوالۍ کې وژلې ده. د دې ولسوالۍ د پرنګال سيمې اوسېدونکې ٣٥ کلنه شريفه له خپل مېړه سره د څارويو د څرولو لپاره غره ته تللې وه، چې د وسله والو طالبانو په ډزو کې مړه شوه. په پنجشېر کې د طالبانو د والي ویاند ابوبکر صدیق نن ازادي راډيو ته وویل چې دا وژنه تصادفي وه او دوی مني چې دا ښځه بې ګناه وه. هغه وویل چې د پېښې عامل نیول شوي او تحقیقات روان دي.

کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر؛ ټاکل شوې د سکرو پر صادراتو خبرې وشي

Pa.azadiradio.com 

کابل ته د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په هدف پاکستانی پلاوی به هڅه وکړي چې له افغانستانه، پاکستان ته په دوامداره توګه د ډبرو سکرو د صادراتو په اړه طالب چارواکو سره خبرې وکړي. کابل ته نن مازیګر یو پاکستانی لوړ پوړی پلاوی راځي، څو له طالب چارواکو سره په سوداګرۍ، ټرانزیټ او په ځانګړي ډول پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو په اړه خبرې وکړي. دا سفر درې ورځنی دی او په‌کې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر، د کورنیو چارو، سوداګرۍ خونې، د لوجیستیک دولتي ادارې او د خصوصي سکټور ځیني استازي شامل دي. پاکستانۍ ډان رسنۍ... Читать дальше...

روسي پوليسو په ژوندۍ خپرونه کې د جګړې پر ضد اعتراض کوونکې خبرياله نيولې

Pa.azadiradio.com 

روسي پولیسو د ( چینل ۱ ) ټلوېزیون هغه خبریاله توقیف کړې چې په ژوندۍ ټلوېزیوني خپرونه کې یې د جګړې په ضد اعتراض کړی و. مرینا اوفسیانیکوا ( Marina Ovsyannikova ) تېره مارچ میاشت کې له یوې تابلو سره تلوېزیون کې څرګنده شوه او وې ویل " په تبلیغاتو باور مه کوی او جګړه و دروی". د روسیې د چینل۱ تلوېزیون خبریالې مرینا اوفسیانیکوا پر خپله انسټاګرام پاڼه لیکلي چې په کراسنوسیلسکي سیمه کې د پولیسو ماموریت ته بیول شوې ده. د هغې مدافع وکیل هم ویلي چې موکله یې د پولیسو له خوا توقیف شوې ده. مرینا لیکلي، نوموړې... Читать дальше...



د افغانستان بانک ۱۲ ميلیونه ډالر ليلاموي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت په مشرۍ د افغانستان بانک غواړي ۱۲ میلیونه ډالره د لیلام په بڼه وپلوري.   دغه بانک په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دا کار به دوی د سې شنبه په ورځ وکړي.   یاد بانک له ټولو ‏سوداګریزو بانکونو، صرافیانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابروي، غوښتنه کړې چې په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي.  د طالبانو په مشرۍ د افغانستان بانک ویلي، د داوطلبۍ ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.  دا په داسې حال کې ده چې یاد بانک پرون هم  ۱۲ میلیونه ډالرو لیلام کړي وو. Читать дальше...

د ماليزيا یو شمېر سکتوري ادارې له افغان پانګوالو سره خپلې تجربې شریکوي

Pa.azadiradio.com 

د مالیزیا هېواد ۱۰ سکټوري ادارې غواړي په افغانستان کې له افغان پانګوالو او  یوشمېر سکټوري ادارو سره خپلې تجربې شریکې کړي.   د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپل تویټر پاڼه لیکلي، چې دواړو خواو په همدې موخه نن دوشنبه په کابل کې درې ورځیني ورکشاپ پیل کړی.   د وزارت په خبره، دغه ورکشاپ په پرانیست غوڼده کې، دواړو خواو ټینګار کړی چې یاد ورکشاپ به د سوداګرۍ او همداراز د پانګونې په برخه کې د دواړو هېوادونو اړیکې ښې کړي.  سره له دې چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دغو سکټوري ادارو نومونه... Читать дальше...

د "جګړه ودروئ" شعار لرونکې روسي خبرياله مسکو کې ونيول شوه

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د چنل یو ټلوېزیون خبریاله مارینا اوفسیانیکووا په مسکو کې د پولیسو له خوا ونیول شوه. هغه چې د جګړې خلاف د ژوندیو خپرونو په وړاندې کولو مشهوره ده، په مارچ میاشت کې په یوه ژوندۍ ټلوېزیوني خپرونه کې یو شعار په لاس کې راڅرګنده شوه چې پرې لیکل شوي وو، "پر پروپاګند باور مه کوئ. جګړه ودروئ." اوفسیانیکووا پرون د انسټاګرام په یوه مطلب کې ویلي د مسکو په کراسنوسیلسکي کې د پولیسو ماموریت ته بېول شوې ده. د هغې مدافع وکیل هم د هغې نیول کېدل تایید کړي دي. هغې وروسته لیکلي، د یوې وروستۍ مرکې له کبله... Читать дальше...

د اروپايي کمېسيون مشره نن باکو ته سفر کوي

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي کمېسیون مشره، اورزلا وان دیر لاین نن په داسې حال کې باکو ته سفر کوي چې اروپا غواړي له اذربایجان څخه د طبیعي ګازو انتقال زیات کړي. هدف د روسیې پر انرژۍ د اتکا کمول ښوول شوي دي. اروپايي کمېسیون په یوه ټویټ کې ویلي، په داسې حال کې چې روسیې د خپلې انرژۍ تامینول تسلیحاتي کړي، د اروپايي ټولنې لپاره د انرژۍ د وارداتو متنوع کول یو لومړیتوب دی. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د اروپايي کمېسیون د یوه سند په مسوده کې وړاندیز شوی، چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه دې د طبیعي ګازو د وارداتو زیاتولو... Читать дальше...

د نجونو د ښوونځيو تړل کېدل به تر کومه دوام لري؟

Pa.azadiradio.com 

له څه کم یو کال راهیسې، په افغانستان کې د منځنیو ښوونځیو او لېسو زده کوونکې نجونې له زده کړو بې برخې دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارکوس پوتزل تېره ورځ د طالبانو له چارواکو سره په کتنه کې یو ځل بیا په دې اړه اندېښنه وښوده او د نجونو د تعلیم د دوام پر اړتیا یې ټینګار وکړ. په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره او د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ په دې باور ده چې نړیوال د افغان نجونو په برخه کې مسوولیت لري. له احمدتکل سره د مرکې په پیل کې مېرمن بارکزۍ دې پوښتنې ته... Читать дальше...

روسيه: د يو هيليکوپټر د سقوط پېښه کې درې کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د روسيې چارواکو د دې هېواد په لیرې پرته ختیځه ټاپووزمه کمچتکا کې د یوه هیلیکوپټر د سقوط په پېښه کې د دریو کسانو د مړینې خبر ورکړی. چارواکو ویلي دي چې د دې هیلیکوپټر سوځېدلې ټوټې یې پرون د اوسون په اور غورځوونکې ساحه کې موندلې دي. سيمه‌يیزو رسنیو راپور ورکړی چې دا هیلیکوپټر د یو ډول ژمنیو لوبو د نړیوال اتل ایګور مالینوفسکي د پلار د خصوصي شرکت اړونده وه. د نوموړي کورنۍ تایید کړې ده چې ایګور مالینوفسکي د پېښې د مړو په ډله کې دی. چارواکو د شنبې په ورځ د بدې هوا له کبله د دې هیلیکوپټر د تري تم کېدو خبر ورکړی و.

هفینګټن پوسټ: طالبانو زرګونه هزاره افغانان بې ځایه کړي

Pa.azadiradio.com 

هفینګټن پوسټ: هفینګټن پوسټ ورځپاڼې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده: "طالبانو زرګونه هزاره افغانان بې ځایه کړي دي چې اوس د خوړو او سرپناه څه نه لري." په دې مقاله کې راغلي، چې په بلخاب ولسوالي کې تېره میاشت طالبانو خپل نظامي کمپاین پیل کړ چې له کبله یې د دې ځای اوسېدونکي خپلو کورو پرېښودو ته اړ شول. مقالې د بلخاب ولسوالي د یوه اوسېدونکي جعفر له قوله لیکلي چې ادعا کوي، طالبان د دوی سیمې ته ننوتل او بې ګناه خلک یې ووژل او د دوی دوکانونه یې لوټ کړل. خو طالبان د خلکو د بې ځایه کېدو او دغه شان... Читать дальше...

کمال خرازي: ايران دا ټومي وسلې د جوړولو توان لري

Pa.azadiradio.com 

د ایران د لوی مذهبي مشر یو جګپوړی سلاکار وايي د ده هېواد د اټومي وسلې د جوړولو توان لري خو د دې وسلو د جوړولو پرېکړه تر اوسه نه‌ده شوې. کمال خرازي پرون له الجزیرې ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل ایران یورانیوم په سلو کې شپېته غني کړي په داسې حال کې چې د ۲۰۱۵ کال د اټومي موافقې له مخې تهران د یورانیمو د غني کولو کچه له ۳،۶۷ نه‌شي لوړولای. د اټومي بم د جوړولو لپاره د غني شویو یورانیمو کچه باید په سلو کې ۹۰ وي. خرازي دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې ولسمشر جوبایډن اسراییل او سعودي عربستان ته د سفر... Читать дальше...

کندهار: د اوبو درې بندونه رغول کېږي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د طالبانو سيمه‌ييز چارواکي په دې ولایت کې د اوبو د دریو بندونو د رغونې د پیل خبر ورکوي. د طالبانو یوه سیمه‌ييز مشر ملا عبدالخالق باختر خبري اژانس ته ویلي چې دا بندونه په شاه ولي کوټ او سپین بولدک ولسوالیو کې رغول کېږي. د طالبانو د حکومت د کرنې وزارت وايي، د سپین بولدک د اوبو بند د ۳۵ میلیون افغانیو په لګښت رغول کېږي او د ۲،۳ میلیون مکعب متره اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري. د کندهار مهم کرنیز محصولات انګور او انار دي چې د وچکالۍ له وجې یې په تېرو کلونو کې حاصلات کم شوي وو.

د خوړو نړيوال پروګرام: سږ کال مو له نږې لس ميليونه افغانانو سره مرستې کړي

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP وايي، سږکال یې له نژدې ۱۰ میلیون افغانانو سره د خوړو د موادو او د مسلکي زده کړو مرسته کړې ده. دې ادارې پرون (د چنګاښ ۲۶مه) پر خپل ټویټر لیکلي، بې سرپرسته ښځې د افغاني ټولنې تر ټولو زیانګالې برخه ده چې ژوند یې د تاوتریخوالي، اقتصادي کړکېچ او وچکالۍ له کبله له کړاو سره مخامخ دی. د WFP د ارقامو له مخې نژدې ۲۳ میلیون افغانان غذايي خوندیتوب نه‌لري او د دوی له ډلې نژدې ۹ میلیون کسان د خوړو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

نن د کرېکټ 'شپږيزه ليګ' اتم پړاو پيليږي

Pa.azadiradio.com 

نن د هېواد د کرېکټ د مشهور لیګ شپږیزې لوبې اتم پړاو پیلېږي، د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې دا لړۍ به نولس ورځې دوام وکړي. په شپږیزه کې چې د کابل د کرېکټ په نړیوال لوبغالي کې ترسره کېږي، ۳۲ لوبې په پام کې دي. د کرېکټ مشهور لیګ شپږیزه نن د چنګاښ په ۲۷مه په کابل کې پیلېږي. د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د لوبو په دې لړۍ کې اته لوبډلې ګډون کوي او د را روانې اګست میاشتې تر پنځمې نېټې پورې به دوام وکړي. د کرېکټ بورډ ویاند فریدهوتک په دې اړه بېګا ازادي راډیو ته وویل: "ټاکل شوې چې د افغانستان د کرېکټ... Читать дальше...

ټاکل شوې يو پاکستانی پلاوی نن کابل ته سفر وکړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو چارواکي وايي په پام کې ده د پاکستان یو پلاوی نن د چنګاښ په ۲۷مه نېټه کابل ته سفر وکړي. پاکستانی پلاوی به په کابل کې د سوداګرۍ پر اړوندو مسایلو او له هغې ډلې پاکستان ته د افغانستان د ‎ډبرو سکرو د صادراتو په اړه له طالب چارواکو سره خبرې وکړي. د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې نن له پاکستانه یو جګپوړی پلاوی افغانستان ته سفر کوي. د دې وزارت ویاند مولانا زهیر ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستاني پلاوي او د طالب چارواکو په لیدنو کتنو کې به پاکستان ته د افغانستان د ډبرو د... Читать дальше...



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» легально изготавливает армии и спецслужбы. 6 серия. СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин посетил парад кадетского движения «Не прервется связь поколений!»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Queen

Bloomberg: Sony Music обсуждает покупку прав на музыку Queen




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете

Волонтеры Президентской академии в Санкт-Петербурге вносят свой вклад в развитие и повышение доступности спорта для граждан

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)


Ролан Гаррос

Белорусские теннисистки проведут стартовые встречи открытого чемпионата Франции



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


VIP

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России