رسنۍ: طالبانو له پاکستان سره د ډبرو سکرو په اړه نوې هوکړه کړې
پاکستان او د طالبانو حکومت هغه هېواد ته د افغان ډبرو سکرو د صادراتو د زیاتېدو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي. یو کس د سمنګان په دره صوف کې د ډبرو سکرو د کان په استخراج کې کار کوي. هغه چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي وايي، د طالبانو له راتګ وروسته په دې ولایت کې د ډبرو د سکرو استخراج زیات شوی دی. نوموړي وویل: "اوسمهال استخراج زیات شوی دی. مخکې به یو ګروپ په ورځ کې یو یا دوه ټنه استخراج کاوه خو اوس درې ټنه کار کوي. اوسمهال کانونو ته سمه رسېدنه نه کېږي حکومت هم سمه رسېدنه نه ورته کوي. Читать дальше...