Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Июль
2022

Новости за 27.07.2022

د طالبانو او پاکستان تجارتي تړون

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د سوداګرۍ د وزارت پلاوي په کابل کې له طالبانو سره د افغانستان او پاکستان تر منځ د تجارت په برخه کې یو تړون لاسلیک کړ چې پکې افغان اوپاکستاني سوداګرو ته یو لړ اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي. د ژمنې به پلې شي؟ له قانوني پلوه به یې تضمین وشي؟ د مثلث په دې خپرونه کې یې کتلی شئ:

روسیې اروپا ته د ګازو لېږد کم کړی

Pa.azadiradio.com 

روسیې هغسې چې تمه یې کېده، اروپا ته د ګازو لېږد کم کړی او په دې سره د اروپا د وچې له هغو هېوادونو سره چې تر ژمي مخکې د ګازو او تېلو زېرمې پیاوړې کوي، کړکېچ لا زیاتوي. د بالتیک تر سمندر لاندې اروپا ته د غځېدلې د ګازو لېږدونکې نارډ سټریم یو نللیکې د عملیاتو ادارې وویل٬ چې د نن د ورځې په اوږدو کې د ګازو د لېږد ظرفیت کم شو او اوس د دې نللیکې له ترمینل څخه د ګازو د لېږد ظرفیت شاوخوا یو پر پنځمې برخې ته رسېدلی دی. د روسیې د ګازو دولتي شرکت ګازپروم د ګازو کمول اعلان کړي و او کریملین نن بیا اعلان وکړ٬... Читать дальше...

ترکیې د اوکراین د غلو دانو صادراتو لپاره ګډ مرکز پرانیستی

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې چارواکي وایي٬ چې د اوکراین د غلو دانو د صادراتو لپاره یې یو ګډ مرکز پرانیستی او هیله من دي چې په نږدې ورځو کې د کښتیو په ذریعه د غلو صادرات پیل شي. په عین حال کې کییف هم ویلي٬ چې له روسیې سره د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د وروستي تړون له مخې د تور سمندرګي په درېیو بندرونو کې فعالیتونه له سره پیل شوي دي. د دغه نوي پرانيستل شوي مرکز یوه مهمه دنده به دا وي٬ چې د کښتیو په ذریعه په خوندي توګه د اوکراین د غلو د صادراتو پر خوندي لارې څارنه وکړي او هم څار وکړي چې د تور سمندرګي له لارې په تلونکو... Читать дальше...



د هلمند د کجکي برښنا بند دوهم فاز پرانیستل شو

Pa.azadiradio.com 

د هلمند د کجکي د برښنا بند دوهم فاز نن پرانیستل شو. د طالبانو د حکومت د اوبو او برښنا وزارت ویاند اختر محمد نصرت وایي، له دې سره به د هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو د برښنا ستونزه تر ډېره هواره شي. هغه وویل:"د دوهم فاز په افتتاح سره به له دې وروسته د بند د برښنا تولید به له ۵۰ میګاواټو څخه ۱۵۱ میګاواټو ته پورته شي. دا به هلمند او کندهار ولایتونو ته برښنا ورکوي." کجکي بند د هلمند پر سیند جوړ شوی٬ چې د معلوماتو له مخې د دوه اعشاریه اته میلیارده متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري. له دې بنده... Читать дальше...

د بخښنې نړیوال سازمان: د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د مېرمنو ژوند خراب شوی

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، افغان نجونې او ښځې د طالبانو په واکمنۍ کې سختې ځپل شوي او نه یوازې دا چې له خپلو حقونو محرومې دي، بلکې له کورني تاوتریخوالي سره مخ او په کم عمر کې په زور ودېږي. یوه معترضه مېرمن٬ چې په کابل کې یې د طالبانو پر ضد په څو اعتراضیه غونډو او لاریونو کې ګډون کړی اوس له افغانستانه بهر اوسېږي او د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط یې ازادي راډیو سره خبرې کړي. دا ادعا کوي٬ چې طالبانو هغه مهال بندي کړې وه او همدا ډول د اعتراض پر مهال وهلې او شکنجه کړې، خو نه غواړي چې په زندان کې د خپل وضعیت په اړه ډېر جزییات ورکړي. Читать дальше...

د نجونو تړلي ښوونځي؛ عباس ستانکزی: ژر به ټول ښوونځي پرانیستل شي

Pa.azadiradio.com 

له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګیو د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه د طالبانو د ژمنو د نه عملي کېدلو سره سره یو ځل بیا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزات مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وایي، چې د ښوونځیو دروازې به ډېر ژر د ټولو زده کوونکو پر مخ پرانیستل شي. له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو د خلاصولو په اړه د طالبانو د ژمنو په دوام د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزات مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي یو ځل بیا په دې ټېنګار وکړ، چې نجونو ته دې د زده کړې زمینه برابره شي،... Читать дальше...

د افغانستان په جنوب لوېدیځ او شمال کې د فوټبال سيالۍ پيل شوي

Pa.azadiradio.com 

په جنوب لوېدیځ او شمال زونونو کې د فوټبال سيالۍ پيل شوې. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د کوربه هلمند ترڅنګ د کندهار، زابل، ارزګان او غزني لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پرون پيل شوې دي، چې پنځه ورځې به دوام وکړي. دغه ادارې لیکلي دي٬ چې په ورته وخت کې په همدې ورځ، په بلخ کې هم د شمال زون د ۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې دي. د شمال زون د فوټبال په سیالیو کې د کوربه بلخ ترڅنګ، د جوزجان، فاریاب، سمنګان او سرپل لوبډلو ګډون کړی دی. Читать дальше...

د شپږیزې کرګټ لیګ؛ نن بوسټ لوبډلې بند امیر ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د شپږیزې کرکټ لیګ په نننیو سیالیو کې بوسټ لوبډلې بند امیر ته ماتې ورکړه او د سپین غر او هندوکش لوبډلو ترمنځ لوبه روانه ده. د نن ورځې په لومړۍ لوبه کې بوست لوبډلې توپوهنه وکړه او د ۵ لوبغاړو په اوټ کېدو یې ۱۲۸ منډې وکړې٬ خو په ځواب کې یې د بند امیر لوبډله په ۱۱۱ منډو اوټ شوه او لوبه یې د ۱۷ منډو په توپیر بوسټ لوبډلې ته وبایلله. په دوهمه لوبه کې چې د سپین غر او هندوکش ترمنځ روانه ده، سپین غر د پچې په ګټلو سره توپوهنه غوره کړه او په شل اورونو کې یې ۱۹۷ منډې جوړې کړې٬ چې اوس هندوکش لوبډله د دې هدف د پوره کولو په نیت توپ وهنه کوي. Читать дальше...



جرمني: د ښځو له حقونو تر ټولو بده سرغړونه افغانستان کې روانه ده

Pa.azadiradio.com 

د جرمني دبهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل " د ځمکې پر مخ د ښځو له حقونو تر ټولو بده سرغړونه افغانستان کې روانه ده". میرمن بایربوک د سه شنبې په ورځ د افغانستان د اوسنیو حاکمانو له خوا د نجونو او ښځو پر کار او تعلیم د محدودیتونو پر لګولو هم نیوکه وکړه او وې ویل، جرمني له طالبانو سره اړیکه نه لري. هغې زیاته کړه چې برلین د افغانستان د خلکو مرستې ته ژمن دی. د دغې مرکې یوه برخه دلته وګورئ.

د انګلستان د فوټبال ښځینه لوبډلې د اروپا لیګ پایلوبې ته لار ومونده

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان د فوټبال ښځینه لوبډلې د اروپا د ۲۰۲۲ کال لیګ پایلوبې ته لار ومونده. د دې لیګ پایلوبه٬ چې تېره شپه د انګلستان په یارکشایر کې د کوربه انګلستان او سويډن لوبډلو ترمنځ وشوه، کوربه لوبډله ۴ -۰ د سويډن لوبډلې ته ماتې ورکړه. د انګلستان لپاره په تېره لوبه کې بېت مید په ۳۴مه دقیقه کې، لوسي برونز په ۴۸مه دقیقه کې، الیسیا روسو په ۶۸ مه دقیقه کې او فران کربي په ۷۶ مه دقیقه کې ګولونه ووهل او خپله لوبډله یې پایلوبې ته ورسوله. له ۲۰۰۹ کال وروسته دا لومړی ځل دی چې د انګلستان ښځینه لوبډله د اروپا په لیګ کې پایلوبې ته رسېږي.

د اوکراين پوځ دغه هېواد کې د روسي ځواکونو تر واک لاندې پول په توغنديو ويشتلی

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پوځ د دغه هېواد په جنوب کې هغه ستراتیژیک پول په توغندیو ویشتلی چې د روسیې د ځواکونو تر کنټرول لاندې دی. دا په داسې حال کې ده چې اوکرایني چارواکو له روسي ځواکونو څخه د خرسون ښار د بېرته نیولو ژمنه بیا تکرار کړې ده. د جګړې ښکېلو ډلو پرون وویل، دا پول د هغو لرې واټن ویشتونکو توغندیو په مټ هدف ګرځول شوی چې لویدیځ هېوادونو اوکراین ته ورکړي دي. د روسیې یوه چارواکي ویلي، له بریده وروسته پر دغه پله تګ را تګ بند شوی دی، خو هغه د اوښتي احتمالي زیان په اړه څه نه دي ویلي. پر دغه پله روسیي ځواکونو ته چې په جګړه بوخت دي، مهمات لېږدول کېدل.

سيګار: امريکا د افغان امنيتي ځواکونو پر معاشاتو ۲۳۲ ميليونه ډالر بې له محاسبې لګولي

Pa.azadiradio.com 

سیګار وايي، د امریکا دفاع وزارت د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د معاشانو لپاره ۲۳۲ میلیونه ډالر بې له محاسبې او په داسې ډول مصرف کړي چې د لګښت په اړه یې پوښتنې شته. د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي راپور چې پرون خپور شو لیکي، له دې امله چې د امریکا دفاع وزارت د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د معاشانو د ورکړې په برخه کې له خپل څارونکي سیسټمه سمه ګټه نه‌ده اخيستې، اوس دا اداره د دې توان نه‌لري چې معلومه کړي چې دا میلیونونه ډالر چېرته مصرف شوي دي. داسې مهال چې سیګار له دې... Читать дальше...

د روسيې پوځ: وروستيو توغندويي بريدونو کې د اوکراين پوځ ته درانه زيانونه رسېدلي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې پوځ وایي، په وروستیو توغندویي بریدونو کې یې د اوکراین په ادیسه او میکولاییف ښارونو کې د اوکراین پوځ ته درانه زیانونه رسولي خو کییف وايي، په دغو بریدونو کې خصوصي ودانۍ او بندري تاسیسات په نښه شوي دي. په داسې حال کې چې روسیې پرون هم د اوکراین پر بندري ښار ادیسه او میکولاییف هوايي بریدونو ته دوام ورکړ، د مسکو ملاتړیو بېلتون غوښتونکو ادعا کړې چې د اوکراین په ختیځ دونیڅک سیمه کې سویت لودارسک ښار ته نژدې یې د اوکراین د ډبرو سکرو د برېښنا د تولید د دوهمې لویې فابریکې کنټرول په لاس کې اخیستی دی. Читать дальше...

سوداګرۍ وزارت: تېر کال زرګونه ټنه وچه او تازه مېوه بهر ته صادر شوې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېر کال کې ۲۰ زره او ۱۰۷ ټنه وچه او تازه مېوه، سبزیجات، طبي نباتات او زعفران بهر ته صادر شوي دي. دې وزارت پر خپله وېبپاڼه لیکلي دي دا مېوې، سبزیجات او طبي نباتات چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د کیفیت له تصدیق پاڼو وروسته صادر شوي، د دې تصدیق پاڼو په اعتبار سوداګر کولای شي خپل توکي په اروپا، امریکا او اسټرالیا کې وپلوري. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ د دې وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د مېوو، سبزیجاتو او طبي نباتاتو د صادراتو د پراختیا ادارې... Читать дальше...

هلمند کې نن د کجکي بند دويم فاز پرانيستل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند او د ملي ټلوېزیون مشر احمدالله وثیق پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي، چې د کجکي بند د دویم فاز پروژې کارونه پای ته رسېدلي او نن به پرانیستل شي. د دې بند د پرانیستې مراسمو لپاره د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا برادر ترڅنګ یو شمېر نور طالب چارواکي هم کجکي ته رسېدلي دي. د کجکي بند د دویم فاز له جوړېدو سره د دې بند د برېښنا ظرفیت ۱۰۰ میګاواټه زیاتېږي، چې د هلمند او کندهار ډېرو سیمو ته به برېښنا ورکړي. د کجکي بند د دویم فاز کارونه په ۲۰۱۶ کال کې د تېر... Читать дальше...

د تاشکند کنفرانس ته غبرګونونه؛ رينا اميري: هيچا د طالبانو د رسميت پېژندنې ملاتړ ونه‌کړ

Pa.azadiradio.com 

که څه هم طالبان د تاشکند کنفرانس بریالی بولي، خو د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، په دې غونډه کې هیچا د طالبانو د رسمیت پېژندنې ملاتړ و نه‌کړ. اغلي امیري په خپله ټویټرپاڼه کې له طالبانو سره د امریکايي پلاوي نننۍ لیدنه هم تحریم کړې، خو لیکي، ځانګړي استازي توماس ویسټ او د هغه همکارانو ته د افغانستان د اقتصادي ثبات د هڅو په برخه کې د پرمختګونو هیله کوي. که څه هم ټاکل شوې چې ځینې لوړ پوړي امریکايي چارواکي به نن چهارشنبه د طالبانو له یوه پلاوي سره وګوري... Читать дальше...

امريکا: روسيې له نړيوال فضايي مرکز څخه د وتلو په اړه 'ناسا' ته رسمي خبر نه دی ورکړی

Pa.azadiradio.com 

متحده ایالات وايي چې روسیې له نړیوال فضايي مرکز څخه د وتلو لپاره د خپل پلان په اړه تر اوسه د امریکا د فضايي تحقیقاتو ادارې یا ناسا ته په رسمي ډول خبر نه دی ورکړی.  امریکايي چارواکو په عین حال کې ویلي چې په دې اړه پر یو لړ اقداماتو غور کوي. د روسیې د فضايي تحقیقاتو د ادارې روس کوسموس نوي ټاکل شوي رئیس تېره ورځ وویل روسیه به له ۲۰۲۴ کال وروسته له نړیوال فضايي مرکز ISS څخه ووځي او پر خپل ځانګړي مرکز پر کار به تمرکز وکړي. د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین جین پیرې پرون خبریالانو ته وویل، واشنګټن له ISS... Читать дальше...

زابل کې د يوې چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او ۸ ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شرافت ویاړ پرون د جرمني خبري آژانس ته وویل، دې ماشومانو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته چې د هاوان له یوې زړې مرمۍ سره یې لوبې کولې. د زابل د سیمه‌يیز روغتون ډاکټرانو ویلي چې دوه ماشومان مخکې له دې چې بستر شي مړه وو او دوه ټپيان په نازک حالت کې دي. په خبر کې د پېښې دقیقه سیمه نه ده ښودل شوې. د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې د ۲۰۰۸ کال له ډسمبر میاشتې راهیسې چې دې سازمان د تلفاتو د شمېرو ثبت پیل کړی تر اوسه په افغانستان کې له ۱۱۸ زرو زیات کسان په جګړو کې وژل شوي دي.

د بښنې نړيوال سازمان: د طالبانو محدوديتونو د ښځو ژوند د تباهۍ له ګواښ سره مخ کړی

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان په یوه نوي راپور کې چې نن (د جولای په ۲۷مه) خپور شو او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او نجونو وضعیت ته کتنه پکې شوې په افغانستان کې يې د ښځو د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې. د دې راپور سرلیک دی تدریجي مړینه. ایمنسټي انټرنشنل په دې راپور کې ویلي په افغانستان کې د ښځو او نجونو ژوند د طالبان له خوا د دوی د بشري حقونو د ځپلو له کبله تباه شوی. په راپور کې راغلي چې طالبان د زیندۍ کولو تر کچې د ښځو د ځپلو په وسیله د افغان ښځو او نجونو ژوند تباه کوي. دغه راز په راپور... Читать дальше...


Музыкальные новости
Игорь Бутман

Трансляции концертов оркестра Бутмана в Китае посмотрели более 50 млн человек





Rss.plus
#123ru.net

В Подмосковье сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого в краже товаров из магазина




POMPEYA и O! МАРГО выступят на фестивале «НЕБО»

Дизайнер Наталья Душегрея выпустила капсульные коллекции Весна-Лето 2024

Онколог Марина Шорина: «Раковая опухоль потребляет колоссальное количество энергии из запасов человека»

ЗАПИШИ СЕМЕЙНЫЙ РОЛИК — ПОПАДИ В ЭФИР ТЕЛЕКАНАЛА RU.TV




ايران: د مړو شويو مېرمنو له قبرونو د هغوی بې پړوني انځورونه ليرې کېږي

Pa.azadiradio.com 

د تهران د هدیرو د تنظیم سازمان وايي هغه ډبرلیکونه یې پوښلي، چې د وفات شویو مېرمن بې پړوني عکسونه په‌کې وو. دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د جولای میاشتې پر پنځمه د اجباري حجاب د قانون د اجرا امر وکړ. تر دغه اعلان وروسته ایراني چارواکو ښځو ته وویل، هغه څه دې رعایت کړي چې اسلامي حجاب بلل کېږي، که نه له دولتي ادارو، بانکونو او ټرانسپورټي خدماتو به برخې شي. د بهشت زهرا په نوم د تهران د تر ټولو لویې هدیرې مسوولان وايي چې تر اوسه یې ۹۸ ډبرلیکونه چې د مړو شویو ښځو بې حجابه... Читать дальше...

د عربستان وليعهد محمد بن سلمان یونان او فرانسې ته روان شو

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د سې شنبې په ورځ له ریاض څخه یونان او فرانسې ته روان شو. د سعودي عربستان دولتي اژانس راپور ورکړی، چې شهزاده سلمان به د یونان او فرانسې له رهبرانو سره په کتنه کې په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او نورو مسایلو خبرې وکړي. وروسته له هغې چې د سعودي عربستان یو منتقد خبریال جمال خاشقجي په ۲۰۱۸م کال په ترکیه کې د سعودي د اجنټانو له خوا ووژل شو، دا لومړی وار دی چې د سعودي عربستان یو چارواکی د اروپايي ټولنې یوه غړي هېواد ته سفر کوي. دا وژنه... Читать дальше...

پوتين او اردغان د اګست مياشت کې ليدنه کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتین د اګست میاشتې پر پنځمه له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره په بندري ښار سوچي کې وګوري. د دواړو هېوادونو جمهوري ریاستونو پرون سې شنبه تایید کړه، چې دا پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته د دواړو مشرانو دویمه کتنه ده. روسیې پر اوکراین خپل غیرموجه یرغل د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پیل کړ، چې لا هم دوام لري. له اوکراین څخه د غله جاتو د صادراتو د بیا پیل د تړون لاسلیک ته د مسکو او کییف په هڅولو کې ترکیې مهم نقش ولوباوه. د غله جاتو دغه صادرات، په اوکراین کې د روسیې... Читать дальше...

د افغانستان په ۲۸ ولايتونو کې د پوليو ضد واکسين کمپاين روان دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین د فرعي کمپاین روان دی، چې هدف یې ۶ ملیونه او ۷ لکه ماشومانو ته د دغه واکسین ورکول دي. د طالبانو تر ولکې لاندې روغتیا وزارت ویلي، دغه فرعي کمپاین چې د دوشنبې په ورځ پیل شوی، د څلورو ورځو لپاره دوام کوي. د وزارت په حواله په دې کمپاین کې به د ۲۴۸ ولسوالیو هغو ماشومانو ته واکسين ورکړل شي چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي. دا هغه ولسوالۍ دي چې د ژمي پر مهال په‌کې کمپاین نه و شوی. دا مهال د نړۍ په سطحه افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي، چې د پولیو ناروغي په کې ختمه شوې نه ده. Читать дальше...

ټاکل شوې نن امريکايي چارواکي او طالب پلاوی پر اقتصادي ستونزو خبرې وکړي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ځینې لوړ پوړي امریکايي چارواکي نن چهارشنبه (د جولای ۲۷مه) د طالبانو له یوه هیئت سره په کتنه کې په افغانستان کې پر روانو اقتصادي ستونزو بحث وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلي چې د ټروریزم او د مالي اطلاعاتو لپاره د خزانې وزارت مرستیال براین نلسن (Brian Nelson) او د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی توماس ویست په تاشکند کې د طالبانو له هیئت سره ګوري چې مشري یې د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي کوي. په اعلامیه کې ویل شوي چې دوی به د هغو اقتصادي ستونزو... Читать дальше...

د امريکا پخوانی سفير: طالبان لنډ مهال کې خپله پاليسي نه بدلوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی سفیر، رونالډ نیومن وايي طالبان په لنډ مهال کې خپله پالیسي نه بدلوي. ښاغلي نیومن له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي، د طالبانو چارواکي د نورو کسانو سلا مشورې او وړاندیزونو ته هم غږ نه ږدي. په وروستیو کې د طالبانو مشر ملا هبت اله اخندزاده په یوه فرمان کې، د طالبانو پر دولتي چارواکو «بېځایه» او له حقیقته لیرې انتقاد کول د شریعت خلاف عمل بلل شوی دی. د امریکا دې پخواني دپلومات په کابل کې د طالبانو لخوا رابلل شوې د عالمانو لویې غونډې ته په اشارې وویل... Читать дальше...



Москва

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин назвал победителей конкурса «Педагоги года Москвы»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Алсу

Mash: на виллу певицы Алсу в Крыму за 800 миллионов рублей нашелся покупатель




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Волонтеры Президентской академии в Санкт-Петербурге вносят свой вклад в развитие и повышение доступности спорта для граждан

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)


Даниил Медведев

Медведев на отказе серба Кецмановича вышел в третий круг «Ролан Гаррос»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Электромобиль Xiaomi SU7 начали продавать в России



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России