Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Июль
2022

Новости за 07.07.2022

بوريس جانسن له صدراعظمۍ او محافظه‌کاره ګوند له مشرۍ استعفا وکړه

Pa.azadiradio.com 

بوریس جانسن بالاخره د برېتانیا له صدر اعظمۍ او ددې هېواد د محافظه کاره ګوند له مشرۍ لاس په سر شو. جانسن نن په لندن کې وویل چې د نوي رهبر او لومړي وزیر تر ټاکل کېدو پورې به خپلې دندې ته دوام ورکړي. نوموړي ويلي: "روښانه ده چې د محافظه کاره ګوند وکیلانو غوښتنه داده چې دا ګوند یو نوی رهبر ولري او په همدې ډول دا هېواد یو نوی صدر اعظم. د پارلماني ډلې له ریس ګراهام برادي سره هوکړې ته رسېدلې یوو چې د نوي مشر د انتخاب پروسه سملاسي پیل شي او مهال وېش یې راتلونکې اونۍ اعلان شي. نن مې نوې کابینه وټاکله چې... Читать дальше...

د کرېکټ درې ورځنۍ سيالۍ؛ هند د ويسټ انډيز خلاف لوبډله اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

د هندوستان کرېکټ سلېکشن کمېټې تېره ورځ د ویسټ انډیز خلاف د دریو یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه. د ورزشي اژانسونو د راپورنو له مخې، په اعلان شوې لوبډله کې یو شمېر بدلونونه هم راغلي او د لوبډلې مشري "شکر دهوان" ته ورکړل شوې. ټاکل شوې ده چې د هند او ویسټ انډیز ترمنځ به درې یو ورځنۍ لوبې د روانې جولای میاشتې په ۲۲ مه، ۲۴ مه او ۲۷ مه نېټه د ویسټ انډیز په کوربه توب ترسره شي. دغه سیالۍ د نړېوال جام لپاره د چمتوالي په موخه ترسره کېږي.

د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو د داعشيانو سل مشکوک غړي اعدام او تري تم کړي دي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، طالبانو د افغانستان ختیځ کې څه باندې سل د داعش مشکوک غړي او ملاتړي اعدام یا په زور لادرکه کړي دي. دغه سازمان په یوه نوي راپور کې چې نن خپور شو ویلي، د طالبانو د بیا واکمنۍ له پيله یوازې د ننګرهار په یوه تش کانال کې څه باندې سل جسدونه موندل شوي دي. د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، طالبانو د داعش د موندلو لپاره د پلټنې ښکاره عملیات کړي چې دې عملیاتو کې شپنۍ چاپې هم شاملې دي. دوی ویلي، شپني عملیات پر هغو اوسیدونکو باندې ترسره شوي چې داعش غړو ته د پنا ورکولو او د هغوی د ملاتړ ادعا پرې کېږي. Читать дальше...



له ښځو د طالبانو بيا ځلې غوښتنه: حجابونه مراعت کړئ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د امربالعمروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، د ښځو د حجاب په اړه د خپل امرالمومنین د فرمان په عملي کولو کې تر اوسه د بند او تعزیر موضوع ته نه دي رسېدلي. د دغه وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبري غونډه کې وویل، دا ځکه چې ښځې حجاب مراعتوي او د نوموړي په خبره، هغوی چې نه یې مراعتوي هم دوی ورڅخه غوښتنه کوي، چې مراعات یې کړي. په داسې حال کې چې د ښځو د اجباري حجاب په اړه د طالبانو د حکومت د فرمان په تړاو کورني او نړیوال غبرګونونه لا نه‌دي ساړه شوي، د طالبانو... Читать дальше...

طالبان يوازې پارټېشن لرونکي پارکونه د خلکو پر مخ پرانيزي

Pa.azadiradio.com 

د لوی اختر د رارسېدو په درشل کې، د طالبانو د امر بالمعرو وزارت وايي، په کومو پارکونو کې چې پارټيشن موجود وي، یعني د نارینه او ښځینه مراجعینو ځایونه سره بېل وي، دوی هر ورځ کولای شي د ښځینه او نارینوو پر مخ خپل پارکونه خلاص کړي. د دغه وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې دوی په دې اړه تېره ورځ د تفریحي پارکونو له مسوولینو سره کتلي دي. مخکې د دغه وزارت له خوا پارکونو ته د ښځو او نارینو ته تګ ورځې بیلې شوې وې. دا په داسې حال کې ده، چې مخکې تر دې یو شمېر کورنیو... Читать дальше...

خېبر پښتونخوا کې د بمي چاودنې له امله يو پوليس وژل شوی څلور ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

نن د خېبر پښتونخوا په مردان ښار کې د پولیسو په یوه پوسته کې د بمي چاودنې له امله یو پاکستانی پولیس وژل شوی او څلور نور پولیس ټپیان دي. د چاودنې ځای ته د پولیسو یوه لویه ډله رسېدلې. د پلټنې د پولیسو یوه مسوول رانا ثناء الله رسنیو سره خبرو کې ويلي دي چې بم د ريموټ کنټرول په ذريعه چاؤدلى دی. د ژغورنې امبولانسونه او طبي ټیمونه د ټپیانو د مرستې لپاره سیمې ته ورغلي دي. دا بريد داسې وخت کې چې په شمالي وزيرستان کې هم وسله والو سره په نښته کې يو پوليس وژل شوی او يو ژوبل دی.

روزګان: د دهراود ولسوالۍ پخوانی امنيه قوماندان وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

په روزګان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند اغاولي قریشي نن ازادي راډيو ته تایید کړه چې د جمهوري نظام پر مهال د دهراوود امنیه قومندان شیراغا وژل شوی. هغه ادعا وکړه چې دا قومندان بېګا ناوخته د خپلو شخصي دوښمنانو له خوا وژل شوی. قریشي زیاتوي چې طالب ځواکونو د قومندان شيراغا د وژنې په تور دوه کسان نیولي هم دي. شیر اغا د تېر نظام پر مهال د دهراوود ولسوالۍ د پخواني قوماندان شاه محمد شاه چې د طالبانو د تر ټولو سرسخته دوښمن ګڼل کېده کلونه مرستیال پاتې شوی و او د قوماندان شاه محمد شاه تر وژل کېدو وروسته امنیه قوماندان شو. Читать дальше...

د نا امنۍ اندېښنې؛ کابل ښاریان د اختر په ورځو کې د ډاډمن امنیت غوښتنه کوي

Pa.azadiradio.com 

يو شمېر خلکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو له حکومته غواړي چې نا امنیو او جنايي پېښو مخه دې ونیسي. د دوی په بارو په کابل کې ورستیو چاودنو او راکیټي بریدونو د اختر په ورځو کې د ورته پېښو په تړاو اندېښنې زیاتې کړي. کابل، هغه ښار چې لا یې هم خلک د نه خوندیتوب احساس او ویرې سره مل ژوند لري. فواد او خېبر د دې ښار دوه تنه اوسېدونکي دي ازادي راډيو ته وويل: "لوی اختر را روان دی، خو بېګا شپه په کابل کې جنګ و، موږ اندېښنه لرو چې اختر کې به هم داسې یو حالت وي، د طالبانو له حکومت نه مو غوښتنه... Читать дальше...



لوی اختر او چمتووالی؛ خلک سږ کال اختر څنګه لمانځي؟

Pa.azadiradio.com 

لوی اختر یا د قربانۍ اختر ته یوازې یوه بله ورځ پاتې ده، په داسې حال کې چې پر افغانستان طالبان واکمن دي او په دې هېواد کې بېکارۍ او بې وزلي تر بل هر وخت زیاته شوې ده. سږ کال خلک څنګه اختر نمانځي؟ او ایا د بېلابېلو توکو د رانیولو توان لري؟ د شپږو اولادونو مور ګل غوټۍ ته ښايي د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کېدل د اختر معنا ولري. نوموړې وايي، همدا شېبه په کور کې ګرد وړه او د خوراک لپاره هیڅ نه لري. نوموړې وايي: "اختر خو راغی خو د هغه خلکو به څه اختر وي چې په کور کې وړه نه وي، جامه او لباس خو پرېږده، چې... Читать дальше...

زلنسکي: د لويديځ ورکړل شوی توپخانه‌يي سيستم د جګړې په ډګرونو کې اغېزناک ثابت شوی

Pa.azadiradio.com 

ولودمیر زلنسکي پرون ناوخته په یوه ویډیویي پیغام کې وویل چې د دغو درنو وسلو په پياوړې توګه کار کړی او ښه پایله یې لرله. د اوکراین ولسمشر وايي، دوی اوس بالاخره احساس کړه چې د لویدیځ له خوا ورکړل شوی توپخانه یی سیستم او درنې وسلې ښې ثابتې شوي دي. ولودمیر زلنسکي پرون په یوه ویډیویي پيغام کې وویل چې د همدغو درنو وسلو په وسیله د دوی ځواکونو "د یرغلګرو" ګدامونو او لوجستک مرکزونو ته کلکه ضربه ورکړې چې دا د ده په وینا د جګړې د اور له کمښت سره مرسته کوي. زلنسکي وایي، ځواکونه یې اوس د جنوبي سیمو خېرسون... Читать дальше...

امریکا د 'غیر ناټو عمده متحد' په توګه د افغانستان د لغوه کولو هڅه کوي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر مطرحو امریکایي رسنیو راپورونه ورکړي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن کانګرس ته په یو استولي لیک کې دا اعلان کړی دی. امریکا وروسته له هغې دا اعلان کوي چې شاوخوا یوولس میاشتې وړاندې یې په افغانستان کې خپل پوځي حضور ختم کړ. د ګڼو مطرحو امریکایي رسنیو په ګډون CNN ټلوېزیون راپور ورکړی چې جوبایډن د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۶ مه نېټه د امریکا ګانګرس د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي ته په یو استولي لیک کې لیکلي چې: "د ۱۹۶۱ کال د بهرنیو مرستو د قانون د ۵۱۷ مادې له مخې، زه د غیر ناټو عمده متحد په توګه... Читать дальше...

سوداګريزو اسانتياو په موخه پاکستان سره انلاين غونډه وشوه

Pa.azadiradio.com 

پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د اسانتياو برابرولو انلاین غونډه وشوه. د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت په خپل رسمي وېب پاڼه کې لیکلي، چې د دغه وزارت سرپرست وزېر نورالدین عزیزي او پاکستاني سیال یې سید نوید قمر په دې انلاین غونډه کې د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د راکړې، ورکړې د زیاتوالي خبرې کړې دي. په خبر کې دا هم راغلي، چې د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست وزیر او د پاکستان د سوداګرۍ وزیر په خپله دې انلاین غونډه کې د سوداګرۍ... Читать дальше...

زلنسکي: له لويديځو شريکانو ترلاسه شوې وسلې جګړه کې اغېز درلودلی دی

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي وایي، هغه توپونه چې اوکراین له خپلو لویدیځو شریکانو ترلاسه کړې، د جګړې په ډګر کې یې اغېز درلودلی دی. زلنسکي پرون ناوخته په یوه ویډیوي پیغام کې ویلي چې د لویدیځ توپونو- هغو وسلو چې له شریکانو یې ترلاسه کړي، بالاخره ډېر پیاوړی اغېز کړی او دی یې دقت ستایي. هغه زیاته کړه چې د اوکراین پوځ پر ګودامونو او نورو ځایونو چې د اشغالګرو د لوژستیک لپاره مهم دي، د پام وړ ګوزارونه کړي چې دې کار د روسیې د پوځ د بریدونو وړتیا ډېره کمه کړې ده. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو... Читать дальше...

د يوناما مرستيال له ډاکټر عبدالله سره د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت، یوناما نوي مرستیال او سرپرست مارکوس پوتزل له یو شمېر طالب چارواکو سره پر لیدنو کتنو سربېره پرون د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا له پخواني مشر عبدالله عبدالله سره هم وکتل. یوناما په یوه ټویټ کې ویلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو په دې اړه چې یوناما په څه ډول کولای شي د یوه ټولشموله ټولنې او حکومت لپاره د خبرو اترو اسانتیاوې رامنځ ته کړي خبرې کړي. په دې کتنه کې دغه راز د ټولو افغانانو لپاره د د زده کړو د مساوي فرصتونو د یقیني کولو پر اهمیت هم خبرې وشوې. Читать дальше...

پاکستان: شمالي وزيرستان کې يو پوځي وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني رسنۍ وايي، په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ په نښته کې یو پوځي وژل شوی او بل ټپي دی. د راپور له مخې، دا نښته ډ‌یورنډ کرښې ته نژدې په میرعلي سیمه کې شوې خو د پاکستان پوځ په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي. د افغان طالبانو په منځکړتوب له کوچني اختر وروسته د پاکستان د پوځ او پاکستاني طالبانو ترمنځ اوربند ټینګ شو خو اوس داسې ښکاري چې د دوو خواوو خبرې ناکامې شوي او موقت اوربند پای ته رسېدلی دی. په دې وروستيو کې پاکستان کې د وسله والو لخوا غلچکي بريدونه هم ډېر شوي دي. Читать дальше...

پاکستان کې د سختو بارانونو له امله ۷۷ تنه مړه شوي دي

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د وروستیو سختو بارانونو له کبله لږ تر لږه ۷۷ تنه مړه شوي دي. د پاکستان د چاپېریال ساتنې مرکزي وزیرې شیري رحمان پرون (چهارشنبه) په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، تر ټولو ډېر کسان په بلوچستان ایالت کې مړه شوي چې شمېر یې ۳۷ تنو ته رسېږي. د پاکستان د چاپېریال ساتنې وزیرې دا ډول طبیعي پېښې له اقلیمي بدلون سره تړلې وبللې. هم مهاله د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې هم د ورښتونو او سېلابونو له امله يو شمېر خلک مړه او ژوبل شوي دي.

بلال بوټو له انتوني بلينکن سره د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو وايي، د امریکا د متحدو ایالتونو له باندنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره یې پرون ټېلفوني خبرې وکړې. بلاول بوټو زرداري په څو ټویټونو کې له بلینکن سره د خپلو خبرو ځینې جزییات څرګند کړي او لیکلي چې په افغانستان کې له روان بشري وضعیت ورها خوا یې د امریکا او پاکستان پر دوه اړخیزو اړیکو او د دوو هېوادونو د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړي دي. د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير په توګه د بلاول بوټو تر ټاکنې وروسته نوموړی څه موده مخکې د بلينکن سره د ليدنې لپاره امريکا ته هم تللی و.

د طالبانو حکومت له افغانستان څخه پر ازبکستان د توغندو بریدونه تایید کړل

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد تېره شپه پر خپله ټویټرپاڼه وکښل چې د افغانستان له خاورې «شریرو کړیو» د دوو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ د رامنځته کولو لپاره توغندي ویشتي دي. تر دې مخکې د طالبانو د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ وياند د افغانستان له خاورې پر ازبکستان توغندويي برید رد کړی و. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې د افغانستان له لوري ویشتل شوي توغندي پر ترمذ سرحدي ښار لګېدلي خو مرګ ژوبله یې نه ده اړولې. خو ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوی حکومت به د دې برید عاملان ونیسي او سزا به ورکړي. Читать дальше...

ازبکستان افغانستان سره د ترانزيتي همکارۍ د ډېرېدو ژمنه کړې

Pa.azadiradio.com 

ازبکستان ژمنه کړې چې له افغانستان سره ترانزیتي همکاري زیاته او د افغاني مالونو ګمرکي تعرفه کمه کړي. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس وايي، ازبکستاني چارواکو دا ژمنه د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت پلاوي ته د تاشکند د سفر په لړ کې ورکړه. دا په داسې حال کې ده چې ازبکستان د افغانستان له لوري پر ترمذ بندر د څو راکټونو پر لګېدو اندېښنه ښوولې ده.


Музыкальные новости
Тимати

«Ты кого здесь уму-разуму учить собрался? Берега не путай», — Киркоров получил претензию от Тимати





Rss.plus
Желдорреммаш

Уссурийский ЛРЗ расширяет форматы промышленных экскурсий на предприятие




В Раменском округе построят школу на 1,1 тыс мест к 2026 году

Онколог пояснил, могла ли Кейт Миддлтон потерять зубы

«Мособлэнерго» объявил конкурс талантов «Энергия детства» среди детей работников

Набор водителей объявили в «Мострансавто»




د طالبانو د حکومت دفاع وزير دوحه کې د قطر له امير سره ليدلي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد پرون په دوحه کې د قطر له امیر تمیم بن حمد ال ثاني سره وکتل. مجاهد د قطر د حکومت په بلنه دغه هېواد ته تللی دی. د طالبانو د حکومت د وياند ذبیح الله مجاهد په وینا ملا یعقوب مجاهد د قطر له امیر سره د دوو هېوادونو پر دوستانه اړیکو او نورو مسلو خبرې وکړې. قطر له ډېرو کلونو راهیسې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی.

د سېلابونو له امله پروان کې دوه تنه مړه شوي او لس تري تم شوي

Pa.azadiradio.com 

په پروان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې پرون ماسپښین د دغه ولایت د شیخ علي ولسوالۍ د جنګلک درې په (درواز دره) کې سېل جاري شو او له کبله یې دوه تنه مړه شول. د شیخ علي ولسوال ذبیح الله ترابي ازادي رادیو ته ویلي چې سېل تر ۵۰۰ ډېر څاروي هم مړه کړي او کابو ۱۰۰ جریبه کرونده یې ویجاړه کړې ده. د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سخت ورښت او په نتیجه کې یې د سېلونو د راتلو وړاندوینه کړې وه.

د پاکستان حکومت بند پاتې افغانانو ته پر تذکره خپل هېواد ته د اوښتو اجازه ورکړې

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت په خپله خاوره کې هغو بندو افغانانو ته، چې پاسپورټ نه‌لري، اجازه ورکوي چې په تذکرې خپل هېواد ته واوړي. پاکستان له اوږدې مودې راهیسې هغو افغانانو ته، چې پاسپورټ یې نه درلود، اجازه نه ورکوله چې افغانستان ته لاړ شي. پخوا افغانانو اجازه لرله چې د تذکرې په ښوولو افغانستان ته لاړ شي. د پاکستان حکومت د روان جولای تر نهمې یعني د شنبې تر ورځې افغانانو ته اجازه ورکوي چې له دې فرصته په استفادې خپل هېواد ته د تذکرې په ښوولو لاړ شي. سبحان الله یو له هغو کسانو دی چې په پاکستان کې له ډېرې... Читать дальше...

مارکوس پوتزل طالب چارواکو ته: ملګري ملتونه د افغانستان کلک ملاتړي دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي له طالب چارواکو سره په کتنه کې وویل، ملګري ملتونه د افغانستان کلک ملاتړ کوي. له مارکوس پوتزل څخه طالب مشرانو وغوښتل چې له نړۍ سره د دوی د حکومت د اړیکو او تعامل په رامنځته کولو کې مرسته وکړي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) مرستیال او سرپرست مارکوس پوتزل پرون له طالب مشرانو سره د افغانستان پر حالاتو او له نړۍ سره د افغانستان پر تعامل خبرې وکړې. پوتزل د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي سره په... Читать дальше...

د بشري حقونو د څار سازمان مرستياله: د طالبانو د مشر پيغام کې د ښځو اندېښنو ته هيڅ ځواب نه‌شته

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار د طالبانو د مشر د اختريز پیغام په اړه وايي، داسې نه ښکاري چې طالبان د هغو اندېښنو ځواب ویلو ته تیار شوي وي چې په درسته نړۍ کې د افغانانو د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په اړه څرګندېږي. په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو رعایت د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې یو اصلي شرط دی. د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار وايي، د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده د اختر پیغام د هغه... Читать дальше...



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» спасает население от борьбы с перенаселением, 5 серия, СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: фонд музея "Царицыно" собрал 61 тыс. произведений искусства



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Ольга Бузова

«Можно даже не уметь играть в футбол»: Ольга Бузова публично высмеяла и унизила бывшего мужа Дмитрия Тарасова




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи


Надежда Петрова

Теннисистка Петрова: Хачанов совершил недопустимую ошибку на "Ролан Гаррос"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

«Райский цветник» Бакиханова и азербайджанские фальсификации. ВИДЕО



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России