روسيې په ۲۰۲۴ کې له نړيوالې فضايي اډې څخه د وتلو خبر ورکړی
روسیه وایي، له ۲۰۲۴ کال وروسته به له نړیوالې فضایي اډې څخه ووځي او د ځمکې په مدار کې به د خپلې یوې اډې پر جوړولو تمرکز وکړي. د روسیې د فضایي ادارې نوی مشر دغه اعلان وروسته له هغې کوي چې د دې ادارې مخکیني مشر فضا ته د ستورمزلو د لېږدولو لپاره له یوې امریکایي خصوصي کمپنۍ سره د ګډو الوتنو د یوې موافقې خبرورکړی و. له ۲۰۲۴ کال وروسته له فضایي اډې څخه د روسیې د وتلو اعلان د روسیې د فضایي ادارې، روزکاسموس نوي مشر یوري بوریسوف نن داسې مهال وکړ چې پر اوکراین د روسیې د یرغل له امله د لویدیځ او کریملین ترمنځ کړکېچ اوج ته رسېدلی. Читать дальше...