امریکايي استازي د افغانستان په اړه د تاشکند غونډه کې ګډون کوي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ او د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د افغانستان په اړه په دوه ورځني کنفرانس کې د ګډون لپاره ازبکستان ته ځي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ٬ چې د امریکا پلاوی به له نړیوالې ټولنې سره په دې کنفرانس کې ګډون وکړي څو له افغانانو سره د واشنګټن پر ملاتړ ټینګار وکړي. نن او سبا د ازبکستان پلازمېنه تاشکند د افغانستان په اړه د دوه ورځنۍ نړیوالې غونډې کوربه دی، چې په کې د څه باندې شلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي بلل شوي دي. Читать дальше...