کابل ښاریان: د قربانۍ لپاره د څارویو بازارونه د ښار بېلابېلې سیمې ککړوي
د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، د لوی اختر په درشل کې د څارویو بازارونه د ښار بېلابېلې سیمې ککړوي. په داسې حال کې، چې د لوی اختر رارسېدو ته څو محدودې ورځې پاتې دي، د کابل یو شمېر اوسېدونکي اندېښنه لري چې د څارویو بازارونه به په ښار کې د ګډوډۍ او د ښار د ککړېدو لامل شي. دوی وايي، چې دا مهال د کابل ښار په ځینو برخو کې د څارویو بازارونه ګرم دي او د طالبانو حکومت په مشرۍ له کابل ښاروالې غواړي، چې دې ستونزې ته د حل لاره پیدا کړي. د کابل اوسېدونکي مجید ازادي راډیو ته وویل: "هر کال د لوی اختر په را... Читать дальше...