د کورنیو بې ځایه شویو افغان کډوالو پرمخ ستونزې او ننګونې
د تېرو کلونو له پرلپسې جګړو وروسته ډېر خلک په افغانستان کې دننه بې ځايه او ډېرو یې له کلیو څخه ښارونو ته کډه وکړه. حبیب الله د کندز ولایت اوسېدونکی دی، چې یو نیم کال مخکې د تېر حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې له امله له کندوز څخه یې کابل ته کډه وکړه. نوموړى وايي، یو نیم کال یې په کابل کې د خیمو لاندې ژوند وکړ او درې میاشتې مخکې بېرته خپلې اصلي مېنې ته چې د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې ده، ستون شو. خو وايي، عاید نه لري، کار هم نه شته او تر اوسه مرسته هم نه ده ورسېدلې. هغه زیاتوي: "زه مخکې... Читать дальше...