یوناما: طالبان دې د سوله ییزو لاریون کوونکو پر ضد د وسلو له کارولو ډډه وکړي
په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر له طالبانو غوښتي دي چې د سوله ییزو لاریون کوونکو پر ضد د وسلو له کارولو دې ډډه وکړي. په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یوناما له طالبانو غواړي چې د سوله ییزو مظاهرو پر وړاندې دې له تاوتریخوالي کار نه اخلي. یوناما په یو بیان کې چې پرون پر ټویټر خپور شو د معترضو مېرمنو د مظاهرو د یوې ویډیو د خپرولو ترڅنګ لیکلي، له هغو مېرمنو سره چې د هزاره ګانو په سیمه کې د جمعې ورځې له برید وروسته، د خپلو ټولنو د خوندیتوب غوښتنه کوي د تاوتریخجن چلند صحنې بوږنوونکې دي. Читать дальше...