انګېلا ميرکل د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې معتبره جايزه وګټله
د جرمني پخوانۍ صدراعظمې انګېلا میرکل پرون سې شنبه، د نانسن (Nansen) په نوم د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې معتبره جایزه وګټله. د هغې ستاینه وشوه، چې د خپل قدرت پر مهال یې د پناه غوښتونکو د خوندیتوب لپاره کلک هوډ درلود. جرمني په ۲۰۱۵م او ۲۰۱۶م کلونو کې یو ميلیون او ۲سوه زره پناه غوښتونکو ته هرکلی ووایه. دا په سوریه کې تر جګړې وروسته د کډوالو تر ټولو لوی بحران ګڼل کېږي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ د مېرمن میرکل جرئت او زړه سوی وستایه. انګیلا میرکل چې ۱۶ کاله یې د جرمني رهبري... Читать дальше...