د بښنې نړيوال سازمان: د ايران امنيتي ځواکونو 'زاهدان' کې لسګونه کسان وژلي دي
د بښنې نړیوال سازمان یا امنیستي انترنشنل پرون پنجشنبې په یوه راپور کې وویل چې، د زاهدان ښار په واټونو کې لږ تر لږه ۸۲ بلوڅ معترضان او عادي وګړي وژل شوي دي. دغه سازمان ویلي چې، د ایران امنیتي ځواکونو تېره اوونۍ د جمعې د ورځې له لمانځه وروسته پر معترضانو ډزې وکړې او پر هغوی یې اوښکې بهوونکی ګاز وشینده چې په نتیجه کې یې ۶۶ کسان ووژل شول چې ماشومان هم پهکې و. دې سازمان همدارنګه ویلي، له هغې وروسته د زاهدان په نورو برخو کې د مظاهره کوونکو د ځپلو په پېښو کې نور ۱۶ تنه وژل شوي دي. دې سازمان دا وژنې غیر قانوني بللي دي. Читать дальше...