Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2023

Новости за 05.03.2023

بدخشان کې نن سهار زلزله شوې

Pa.azadiradio.com 

یوې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۵ اعشاریه ۱ درجه و، نن سهار وختي د افغانستان بدخشان ولایت ولړزاوه. د زلزله پېژندنې نړیوالې ادرې اټکل کوي چې، د دې زلزلې مرکز د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ په ۲۵ کیلومترۍ کې تر مځکې ۱۸۱ کیلومتره لاندې و. د تاجکستان د بېړنیو شرایطو کمېټې ویلي چې، دې زلزلې د دغه هېواد د بدخشان ولایت هم لړزولی دی.

ترکيه او سوريه کې د زلزلې له امله د قربانيانو تازه شمېر ۵۱ زره تنه ښودل شوی

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې او سوریې د مرګونې زلزلې تازه شمېرې ښيي چې په دواړو هېوادونو کې په دې زلزله کې، چې یوه میاشت پخوا وشوه، تر ۵۱ زره ډېر کسان مړه شوي دي. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سلوات پرون (شنبه) وویل، تر اوسه پورې په دغه هېواد کې د زلزلې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۵ زره ۹۶۹ تنو ته رسېدلی دی. د ښاغلي سلوات په وینا په دې کسانو کې هغه ټپیان هم شامل دي چې وروسته یې په روغتونونو کې سا پرې کړې ده. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وايي، په مړو شویو کسانو کې ۴ زره ۲۶۷ تنه سوري کډوال هم شامل دي. دغه... Читать дальше...



د پاکستان مرکزي بانک: افغانستان ته مو صادرات زيات شوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان مرکزي بانک وايي، په وروستیو اوو میاشتو کې له د غه هېواد څخه افغانستان ته صادرات د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې څه باندې لس زیات شوي دي. د پاکستان سټېټ بنک یا مرکزي بانک نن په یاده موده کې افغانستان ته د صادراتو د اندازې په اړه په خپل راپور کې ویلي چې، په پاکستان د ۲۰۲۲ له جولای څخه د ۲۰۲۳ تر جنورۍ پورې د څه باندې ۲۸۵ میلیون ډالرو صادرات کړي دي. د پاکستان د مرکزي بانک په راپور کې له افغانستانه پاکستان ته د صادراتو یادونه نه‌ده شوې. په وروستیو ورځو کې د تورخم بندر د بندېدو... Читать дальше...

افغانستان کې يو شمېر مېرمنو د ښځو د پيوستون نړيواله ورځ له خپل وخت مخکې ونمانځله

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د دوهم ځل لپاره، د مارچ له اتمې نمانځنه. افغان معترضې مېرمنې ادعا لري، چې د طالبانو حکومت دوی له خپلو اساسي حقونو محرومې کړي، خو د دوی په خبره د نابرابرۍ او بې عدالتۍ په وړاندې به له خپلې مبارزې لاس په سر نه‌شي. یوه له دغو مېرمنو، چې د یکشنبې د ورځې په سهار یې په کابل کې د مارچ د اتمې نېټې د ښځو د پيوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت د نمانځنې په یوې غونډه کې کې برخه اخیستي وه او نه‌غواړي نوم یې راپور کې خپور شي وایي: "د مارچ د اتمې نېټې له نمانځلو زمونږ... Читать дальше...

توماس نېکلاسن: د اوسني بحران د حل لپاره دې افغانان خپل‌منځي خبرې پيل کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلاسن د افغانانو ترمنځ د معنا لرونکو خبرو د پیل غوښتنه کوي. هغه نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، افغانان باید په افغانستان کې دننه مخامخ سره کېني او د وخت په تېرېدو له یوه او بله سره تعامل وکړي. نوموړي وويل: "زما تجربه دا ده چې د معنا لرونکو خبرو لپاره تاسې دې ته اړتیا لرئ چې یو او بل ته مخامخ سره خبرې وکړئ او د وخت په تېرېدو یوه او بل سره تعامل وکړئ. دا ډېر، ډېر ساده کار دی چې یو مشخص ځای کې وشي. زه فکر کوم دا واضحه ده چې څوک باید... Читать дальше...

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي د سرشمېرنې په اړه اندېښنې لري

Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومت په هېواد کې د مارچ له لومړۍ نېټې څخه لومړۍ برېښنايي او کمپیوټري یا ډېجیټل سرشمېرنه پیل کړې ده چې پکې د کورنیو اقتصادي حالت په اړه هم معلومات غونډېږي. دا سرشمېرنه د هغه هېواد د شماریاتو اداره پر مخ وړي چې لپاره یې ۱۲۶،۰۰۰ کارکوونکي ګومارلي دي. تر دې مخکې په هغه هېواد کې سرشمېرنه په ۲۰۱۷ز کال کې شوې وه چې ورسره سم، د پاکستان ابادي ۲۰۸ مېلیونه وه. خو د شمالي وزیرستان یوشمېر اوسېدونکي په سرشمېرنه کې د ابادۍ د کمېدو په اړه اندېښمن دي. دوی وايي، په ۲۰۱۴ز کال کې چې په سیمه کې د وسلوالو پرضد... Читать дальше...

ايران؛ ۱۵ ښارونو کې د نجونو پر ښوونځيو د زهرجنو ګازو بريدونه شوي

Pa.azadiradio.com 

د دې بریدونو له امله سلګونه نجونې مسمومې او اکثر یې روغتونو ته وړل شوې دي. د راپورونو له‌مخې بندر عباس، اهواز، مشهد، نیشاپور، شیراز، تهران، اصفهان، تبریز، زنجان، ابهر، فولادشهر، ګیلانغرب، خلخال، کرج، هفتګل، شهریار او ګونباد کاووس هغه ښارونه دي چې، د نجونو ګڼ ښوونځي په‌کې د یکشنبې په ورځ د زهرجنو ګازو د بریدونو هدف ګرځېدلي. ویره یې شته چې د دغو زهرجنو ګازو د بریدونو په دوام سره به نجونې له ښوونځیو محرومې شي. د ازادې اروپا راډیو د فردا څانګې د راپور له‌مخې د تهران په جنوب کې د یوه ښوونځي له شپږو... Читать дальше...



خلک: د تېلو بيې ټيټې شوي، خو د ټرانسپورټ کرايه لوړه ده

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر کابل مېشتي وايي، که څه هم د نفتي توکو او تېلو بیې راټېټې شوي، خو د خلکو په ژوند یې هیڅ مثبت اغېز نه‌‌‌دی کړی. دوی نیوکه کوي چې د تېلو او نفتي توکو د بیو په راټېټېدو سره بیا هم د موټرو په کرایو کې کمی نه‌دی راغلی. د کابل یو اوسېدونکی ظفر ازادي راډیو ته وايي: "که څه هم د تېلو بیې را کمي شوي، خو د موټرونو په کرایو کې تغییر نه‌دی راغلی، یعنې د خلکو په ژوند یې مثبت بدلون نه‌دی راوستی. په افغانستان کې له بده مرغه چې کومه ستونزه ده، هغه دا ده چې یو ځل د یوه توکي بیه پورته شي، هغه که تېل وي یا... Читать дальше...

کاري بنديز ښځينه کارکوونکې څومره اغېزمنې کړي؟، د يو شمېر مېرمنو ځوروونکې کيسې

Pa.azadiradio.com 

"د خدای روی ته وګورئ، د قران روی ته وګورئ ،کور کې ماشومان لرو،مریضان لرو، له موږ څخه زموږ کار او ډوډۍ مه اخلئ." د لوګر ولایت اوسېدونکې دا مېرمن چې د پنځو ماشومانو مور ده او د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي وايي، دولس کاله په نا دولتي ادارو کې د کار کولو تجربه او لوړې زده کړې لري. نوموړې وايي، د خپلې کورنۍ سرپرسته ده خو اوس پر کور ده. دا مېرمن وايي: "زه نه پوهېږم دوی په کوم عدالت حکومت چلوي، غوښتنه مو دا ده چې په خلکو ورحمېږئ، په ولس ورحمېږئ او د کار او تحصیل زمینه ورته برابره کړئ. Читать дальше...

د طالبانو تېزه موټرچلونه؛ بابرشاه: طالبانو موټر راسره ټکر کړ او ويې وهلم

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار ځينې اوسېدونکي او موټر چلونکي، په عمومي سړکونو د طالبانو  له ناسم چلند څخه شکایت کوي. موټر چلوونکی بابرشاه وايي، د طالبانو له موټرونو سره د مخامخېدو پر مهال له وېرې په ډېر احتياط موټر چلوي، ځکه په خبره یې، د یوې بدې ورځې خاطره یې په ذهن کې ده. نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل: "د دوی موټر بې لاسه راغی او زما له موټر سره یې ټکر وکړ، دوی له ماسره ناسم چلند وکړ او ویې وهلم، بیا ما دوی ته عذر وکړ، چې پرې‌مې ږدي." د کابل ښار يو بل اوسېدونکى چې نه‌غواړي د موضوع د حساسيت له امله... Читать дальше...

پولیس د پخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ لپاره د هغه کور ته ورغلي دي

Mashaalradio.com 

د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان په زمان پارک کې په وینا کې یو ځل بیا پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل او و یې ویل چې خپلو وکیلانو ته ویلي دي چې د پاکستان مشر قاضي ته لیک واستوي چې پر ده ناسمې مقدمې جوړېږي.

طالبان به نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځيو ته ولاړې شي؟

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي طالب چارواکو ته ویلي، دوی له افغانانو سره د مرستو دوام ته ژمن دي. نوموړي ټینګار کړی چې، ټول افغانان د تعلیم او تحصیل برابر حق لري، حق غواړي او موږ هم د دواړو له زده‌کړو ملاتړ کوو. توماس نېکلاسن د طالبانو له حکومته غوښتي، چې د هلکانو او نجونو دواړو په مخ د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي. زموږ همکار مرسلین ارسلا، پر همدی موضوع د ښځو د حقونو له فعالې، ښایستې صافۍ سره مرکه کړی او په پیل کې یې ترې پوښتلي، اوس چې د نوي تعلیمي او تحصیلي کال پیل ته څو محدودې... Читать дальше...

خلک او چلوونکي د لويو لارو له خرابوالي شکايت کوي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر خلک چې د افغانستان شمالي، سویل او لوېدیځو ولایتونو ته په ځمکنیو لارو تګ راتګ کوي وايي، د ولایتونو ترمنځ لویې لارې په ډېر بد حالت کې دي او د سړکونو خرابوالی د دې لامل کېږي چې د دوی مزل اوږد شي. د مزارشريف اوسېدونکی معراج الدين، چې په دې وروستيو کې له بلخ څخه کابل او برعکس سفر کړی، وايي: "۱۷ ساعته مو مزل وکړ، لومړی د لارې ستونزې او دوهم د لاری بندېدل وو. غټ موټرونه به یو ځای کې بند پاتې کېدل او لاره به یې بندوله. او بیا یوازې دوه موټرو کولای شو چې له هغې لارې تېر شي. د ماښام په اووه بجو مې... Читать дальше...

اوکراين کې د روسيې بريدونو له امله د وژل شويو کسان شمېر ۱۱ ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په زاپوروژیا کې د روسیې د توغندیزو بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر یوولسو ته لوړ شوی دی. د اوکراین د بېړنیو خدماتو ادارې نن ویلي چې، په وژل شویو کې یو ماشوم هم شامل دی. برید د پنجشنبې په ورځ په یوې پنځه پوړیزې ودانۍ شوی و. ودانۍ نړېدلې او ژغورونکو لږ تر لږه ۹۰ کسان ژوندي را ایستلي دي. زاپوروژيا د روسيې ځواکونو له‌خوا محاصره ده او وخت ناوخته په ملکي اهدافو توغندیز بریدونه ترسره کېږي.

ترکیه: هڅه کوو له اوکراين د غلو د صادرات تړون تمديد کړو

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین له څو بندرونو د غلو د صادراتو تړون تېر کال د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځ‌ګړیتوب د روسیې او اوکراین تر منځ وشو. دا تړون د مارچ تر اتلسمې د اعتبار وړ دی خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اغلو نن په انقره کې ویلي چې، هڅه کوي د تړون موده وغځوي. روسیې تېر کال اجازه ورکړه چې، د اوکراین له دریو بندرونو غلې بهر صادرې شي. اوس یې د تورې بحیرې د غلو د صادراتو د تړون لپاره دا شرط اېښی چې د روسیې غله جات هم په پام کې ونیول شي.

ایران کې نن هم د نجونو پر لسګونه ښوونځیو د ګازو د کارونې بریدونه شوي

Pa.azadiradio.com 

په تېرو ورځو کې سلګونه نجونې د دغو ګازي حملو له امله په بد وضعیت کې روغتونو ته وړل شوي او لږ تر لږه یوې نجلۍ پرون ساه ورکړې ده. د یکشنبې په ورځ د تهران، مشهد، زنجان، اصفهان، فولادشهر، ابهر، تبریز، ګیلانغرب، خلخال او اهواز د ښارونو په ښځینه ښوونځیو بریدونه شوي. پرون په تهران کې د مسمومو شویو نجونو زده‌کوونکو ګڼو میندو او پلرونو د حکومت ضد مظاهره وکړه او په خپلو شعارونو کې یې د ایران د حکومت او په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د نجونو په وړاندې محدودیتونه وغندل. ایراني چارواکو ویلي د نجونو د... Читать дальше...


Музыкальные новости
Led Zeppelin

Роберт Плант (Robert Plant) работает над новой версией классической песни Led Zeppelin





Rss.plus
Арцах

Операция "Кольцо" 33 года спустя: Государственный терроризм на территории Республики Армения




Сыгравший Фиму в «Сто лет тому вперед» узнал о кастинге на свидании

Журнал PERSONO вернул гостей премии в эпоху СССР. Итоги ежегодной премии «PERSONO года 2024. Сделано в СССР»

“Крокус”: 40 дней после теракта – звезды выражают соболезнования, к мемориалу несут цветы и игрушки

В Москве рабочий упал в шахту лифта бизнес-комплекса




نن په کابل کې د ایران یو لوی سوداګریز مرکز پرانیستل شو

Pa.azadiradio.com 

د راپورونو له‌مخې د ایران دا سوداګریز مرکز د کابل د پروان دو په سیمه کې په یوې یوولس پوړیزې ودانۍ کې تاسیس شوی. د ایران د سوداګرۍ د پراختیا د ادارې مسوول محمد صادق قنازاده رسنیو ته ویلي چې، وار دمخه تر څلوېښتو ایراني شرکتونو په دې مرکز کې د فعالیت لېوالتیا ښودلې. تمه ده په دې مرکز کې د ایراني توکو لسګونه مغازې او شرکتونه کار پیل کړي. د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزارت له ایران او روسیې سره د سوداګرۍ د زیاتولو لپاره چمتووالی ښودلی. ایران څو ورځې مخکې په تهران کې د افغانستان سفارت د طالبانو... Читать дальше...

ارزګان د کورونو سرپرستې مېرمنې له کومو ستونزو سره مخ دي؟

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې يو شمېر هغه مېرمنې چې نالوستي دي او اوس د کورنيو مسؤليتونه ورتر غاړې دي، له بېلابېلو ستونزو شکايت کوي. سره له دې چې د طالبانو حکومت پر افغان ښځينه کارکوونکو محدوديتونه لګولي، خو د ارزګان يو شمېر نالوستې مېرمنې وايي، که دوی زده‌کړې کړي وای، اوس به يې کورنی اقتصاد جوړ او دندې به يې درلودی. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

افغان رزمي لوبغاړي فريد بشارت خپل امريکايي سيال ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان یوه رزمي لوبغاړي فریدبشارت په یو اف سي سازمان کې خپل امریکایي سیال مات کړ. دا په یو اف سي معتبره سازمان کې د فرید بشارت لومړۍ لوبه وه. د بشارت او دامون بلکشیر لوبه د یو اف سي ۲۸۵ دورې په لړ کې بېګا د امریکا په لاس ویګاس ښار کې وشوه. بشارت په دریو رونډونو کې د نمرو په توپیر امریکایی لوبغاړی دامون بلکشیر ته ماتې ورکړه. بشارت تر دې دمه لس لوبې کړي چې ټولې یې ګټلي. په فریدبشارت سربېره د هغه ورور جاوید بشارت هم څو واره په یو اف سي کې لوبېدلی او تر دې دمه یې په ۱۴ لوبو کې هېڅ ماته نه ده خوړلې. Читать дальше...

توماس نېکلاسن طالب مشرانو ته: د نجونو ښوونځي پرانيزئ او ټول‌شموله حکومت جوړ کړئ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن د طالبانو له‌خوا د واک په انحصار نیوکه کړې او ویلي یې دي، د افغانستان تېر حکومت همدې انحصار ونړاوه. هغه دا خبره د طالبانو د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتنه کې کړې. د مولوي عبدالکبیر له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، په دې لیدنه کې چې د اروپايي ټولنې شارزدافیرې رافایلا یودیچي هم په کې ګډون کړی و، توماس نېکلاسن ویلي، طالبان دې له حکومت څخه بهر د متخصصو او باتجربه افغانانو سلا مشورې هم واوري. توماس نېکلاسن... Читать дальше...

د ايټاليا حکومت د لسګونه افغانانو د مړینې په اړه څېړنې کوي

Pa.azadiradio.com 

نږدې ۷۰تنه پناه غوښتونکي چې ډېری یې افغانان وو، تېره اوونۍ د ايټاليا په سواحلو کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې مړه شول. د ايټاليا حکومت ویلي دي، د يادې پېښې رامنځته کېدل او دا چې حکومت د پناه غوښتونکو د ژغورنې لپاره څه کړي، څارنوالي تحقیق کوي.



Москва

МЧС РФ: в общежитии РУДН в Москве произошло короткое замыкание


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

The Beatles

100 лучших сольных песен The Beatles - 4




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Личка — о самой дорогой покупке в Москве: два дня назад решил купить самокат за 60 тысяч рублей

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами


WTA

Россиянка Андреева стала рекордсменкой на турнирах WTA-1000



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

МЧС РФ: в общежитии РУДН в Москве произошло короткое замыкание



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России