Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2023

Новости за 01.03.2023

پاکستان کې لومړۍ ډېجیټل سرشمېرنه پیل شوې

Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومت وايي، په اوسنۍ ډیجیټیل سرشمېرنه کې د کورنیو د ګټې یا امدن او اقتصاد په اړه هم پوښتنه کوي. په دې توګه دا د پاکستان د کورنیو لومړۍ اقتصاد شمېرنه هم ده.

د طالبانو حکومت د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل کړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د پاسپورټ عمومي ریاست په افغانستان کې د پاسپورټونو د وېش بهیر د بیا پیلېدو خبر ورکوي. د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست د اعلامیې پر بنسټ د پاسپورټونو د وېش بهیر له پنځه میاشتې ځنډ وروسته د چهارشنبې په ورځ پیل شو. د کابل ښار یو اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، او پاسپورټ ریاست ته څېرمه خلکو ته د پاسپورټ فورمې لیکي، ازادي راډیو ته یې وویل: "هو، د پاسپورټ ریاست پرانیستل شو، هغه کسان چې په فورمو یې نېټې لیکل شوې وې د پاسپورټ اخیستلو د نورو مرحلو ترسره کولو لپاره ورغلل. Читать дальше...

د دوحې تړون درېیمه کالیزه؛ طالبانو یو ځل بیا له نړۍ سره د تعامل غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت یو ځل بیا له نړۍ سره د ښه تعامل غوښتنه وکړه. هغه مراسم چې د چهار شنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د حکومت له خوا په ارګ کې جوړ شوي وو، د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په کې د خپلو خبرو پر مهال وویل، طالبان اوس له نړۍ سره مثبت تعامل ته اړتیا لري. هغه وايي: "موږ له هېوادونو غواړو چې د نوو ملتونو په څېر د اسلامیت او بشریت له مخې مثبت او نیک تعامل ولرو. موږ د ټولو اسلامي او غیراسلامي هېوادونو سره تعامل ته اړتیا لرو او دا یو ضرورت دی. هېڅ ملک په یوازې ځان نه شي کولای چې مستغني شي. Читать дальше...



ایران د لاسوهنې په تور له دې هېواده دوه جرمني ډیپلوماتان ایستلي

Pa.azadiradio.com 

ایران دوه جرمني ډیپلوماتان له دې هېواده ایستلي او ویلي یې دي چې هغوی د دې هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې وه. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني نن په یوه بیان کې وویل چې په تهران کې د جرمني سفیر وزارت ته احضار شوی او د دغې پرېکړې خبر ورکړل شوی دی. هغه په دې اړه چې دغو ډیپلوماتانو په مشخص ډول ډیپلوماتیک پروتوکول څه ډول مات کړی، نور جزییات نه دي ورکړي او نه یې هم ویلي چې دغو ډیپلوماتانو ته له هېواده د وتلو څومره وخت ورکړل شوی دی. د ډیپلوماتانو نومونه او دندې یې هم نه دي په ډاګه شوي.

د اوبو کمښت ناورین؛ د کابل ځینې اوسېدونکي: هره ورځ په پیسو اوبه اخلو

Pa.azadiradio.com 

د کابل د لوېديځ يو شمېر اوسېدونکي وايې چې د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دي. د دې سیمې اوسېدونکي وايي چې د اوبو له کمښت سره مخ دي او اړ دي چې خپلې د اړتیا وړ ورځنۍ اوبه په پيسو واخلي. د کابل ښار د ١٣مې ناحيې د ريګرېشن سيمې يو اوسېدونکی وايي، له اتو مياشتو راهيسې په دې سيمه کې اوبه نه لري او اړ دي چې په پیسو یې واخلي. مهدي وویل: "نږدې اته میاشتې کېږي چې د د دیارلسمې ناحې ٢٤، ٢٣ او ٢٦مه ګذر د اوبو له کمښت سره مخ دي. موږ هره ورځ اوبه اخلو. حتی جوماتونه هم یوه بوشکه اوبه په يوه افغانۍ پلوري." ... Читать дальше...

ایا په ترهګرۍ ضد بیانیه کې د پاکستان دولت او پي ټي اېم متحدان دي؟

Mashaalradio.com 

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) او یوشمېر سياسي ګوندونو د زیاتېدونکو حملو پرضد د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې پاڅونونه او مظاهرې کړې دي. اخوا د پاکستان رياست هم له تېرو شاوخوا دوو لسیزو راهيسې په "ترهګرۍ ضد جګړه" کې بوخت دی. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې پر دې خبره بحث شوی چې ایا په ترهګرۍ ضد بیانیه کې د پاکستان دولت او پښتون ژغورنې غورځنګ طبیعي اتحادیان دي او که څنګه؟

بلېنکن په ازبکستان کې د رسنیو او بشري حقونو د اساسي ازادیو د ساتنې غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن منځنۍ اسیا ته په سفر کې نن د ازبکستان پر مشرانو فشار راوست چې د نویو اصلاحاتو د پلي کولو پر مهال بشري حقونو ته ډېر پام وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د ازبکستان پر مشرانو چې په دې هېواد کې نوي اصلاحات پلي کوي، فشار راوست چې د بشري حقونو ستونزو ته ځواب ووایي. د فرانسپرس خبري د راپور له مخې بلېنکن یوه ورځ وروسته تر دې چې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره په ګډه غونډه کې ګډون وکړ، د ازبکستان... Читать дальше...



ټاکل شوې انتوني بلېنکن نن ډيلي کې د جي‌شل هېوادونو په غونډه کې ګډون وکړي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به د جي‌شل د ډلې په غونډه کې د ګډون لپاره نن د هند په پلازمېنه، نوي ډیلي کې وي، چېرته چې ټاکل شوې د هغه روسي سیال سرګې لاوروف به هم هلته وي. د هند په کوربه‌توب دغه غونډه به چې هدف یې د نړۍ د سترو اقتصاد لرونکو ترمنځ د یووالي رامنځته کول دي، تر ډېره د اوکراین او له چین سره د کړکېچونو تر سیوري لاندې وي. داسې نه ښکاري چې بلېنکن او لاوروف به جلا سره وګوري. د لوېدیځ چارواکو له قوله دواړه مشران په بالي کې د جون د میاشتې د جي‌شل له غونډې وروسته په یوه خونه کې نه‌دي لیدل شوي. Читать дальше...

رامزالاکبروف: افغانستان د نړۍ په کچه له ستر بشري ناورين سره مخ هېواد دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي رامزالاکبروف ویلي، افغانستان لا هم په نړۍ کې له ستر بشري ناورین سره مخ هېواد دی. کونډه زهرا چې، د درې اولادونو مور او د کور سرپرسته ده د کابل ښار یو سرک تر غاړې سوال ته ناسته ده. دا مېرمن وايي، په داسې حال کې چې یوه لور یې معیوبه ده او دوامدارې درملنې ته اړتیا لري له مجبوریته سوال کوي، ځکه په خبره یې له ډېرو هڅو وروسته هم نه‌ده توانېدلې چې ځانته کار پیدا کړي. نوموړې وايي: "درې اولادونه لرم، له مجبورۍ سوال... Читать дальше...

سپریم کورټ انتخاباتي کمېشن ته خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د انتخاباتو کولو امر کړی

Mashaalradio.com 

عدالت د مارچ پر لومړۍ نېټه په لنډه پرېکړه کې ویلي چې د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلیو تر ماتېدو وروسته په دواړو صوبو کې باید په ۹۰ ورځو کې دننه انتخابات وشي هغه ځکه چې د عدالت په وینا، "پارلېماني جمهوریت د ایین مهم ټکی دی."

د افغانستان بانکي ستونزې؛ خلک او سوداګر: خپلې پيسې نه‌شو ايستلی

Pa.azadiradio.com 

د بانکونو یو شمېر مشتریان چې عام خلک او هم سوداګر په‌کې دي وايي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو له يونيم کال زياته موده کېږي، لا هم بانکي ستونزې پر خپل ځای دي او دوی له بانکونو د خپلو پیسو په ایستلو کې له ستونزو سره مخ دي. د کابل يوه اوسېدونکې حسنا وايي: "بېروبار، یو بل ټېل وهل، نر او ښځې یو ځای، له ډېر انتظاره چې پښې مې شخې شي له ماشوم سره په خاوروکې کېنم، څه وکړم؟ مجبوره یم چې پیسې مې له بانک نه واخلم." حسنا وایي، د جمهوري نظام تر سقوط او د طالبانو تر بیاځلي... Читать дальше...

د پاسپورټ عمومي رياست: د پاسپورټونو د وېش بهير نن رسماً پيل شو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د پاسپورټ عمومي رياست وايي، د پاسپورټونو د وېش بهير يې نن رسماً پيل کړ. ياد رياست په يوه ټوېټ کې ويلي دي، د پاسپورټونو د وېش دا بهير يې د هغو کسانو لپاره پيل کړی، چې مخکې يې انلاين نوم‌ليکنه کړې وه. د پاسپورټ رياست داسې مهال د پاسپورټونو د وېش بهير د پيل خبر ورکوي چې، له بېلابېلو ولايتونو يو شمېر خلکو ازادي راډيو ته په رالېږل شويو کتبي پيغامونو کې ويلي، د پاسپورټونو د وېش بهير له خنډ سره مخ دی. ځينو کسانو ليکلي، د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله د پاسپورټ رياست وېب‌پاڼه... Читать дальше...

رامزالاکبروف: تر اوسه د نړۍ ستر بشري بحران په افغانستان کې دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما مرستیال رامزالاکبروف وایي، تر اوسه د نړۍ ستر بشري بحران په افغانستان کې دی چې د دې هېواد ۲۸ ملیون وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره پر مرستو پورې تړلي دي. یوناما بېګا په یوه ټویټ کې د ښاغلي الاکبروف له قوله ویلي، تر اوسه هیڅ هڅونکي پرمختګونه نه ترسترګو کېږي چې نجونې به بېرته ښوونځیو ته ستنې شي. الاکبروف چې له کابل څخه د ویډیو کنفرانس له لارې یې په نیویارک کې د افغانستان د وروستیو پرمختګونو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکول وویل، په تېرو... Читать дальше...

محرابي: د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ په اړه خبرې شوي

Pa.azadiradio.com 

په سویس کې د افغانستان د پیسو د امانتي صندوق د بورډ یو غړی شاه محمد محرابي وایي، د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه خبرې شوي. ښاغلی محرابي وايي، تېره میاشت یې د دوهم ځل لپاره د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شوې درې نیم ملیارډ ډالرو شتمنۍ په اړه چې، دغه صندوق یې چارې سمبالوي، پر مختلفو لارو خبرې وکړي چې، په څه ډول کېدای شي هغه د پولي ثبات سره سم ولګول شي. دغه پیسې چې په امریکا کې د افغانستان بانک د کنګل شوې اووه ملیارډ ډالره شتمنۍ نیمایي برخه وه، تېر کال ازادې او دې امانتي صندوق ته ولېږدول شوې. Читать дальше...

ازادي راډيويي مجله؛ د پوهاند احمدشاه زغم ژوند ته کتنه

Pa.azadiradio.com 

د کابل پوهنتون د استاد ارواښاد پوهاند احمدشاه زغم پر ژوند مفصل راپور، کندهار کې د احمدشاه بابا تاريخي کور په کوم وضعيت کې دی؟ حال يې درکوو. دغه راز په دې خپرونه کې درته له غزني د سانګې د لوبو په اړه راپور او يو شمېر نور مطالب هم لرو. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

عراق کې د ښځو ځواکمنولو لپاره د اسونو ځغل شوی

Mashaalradio.com 

په عراق کې نجونو او ښځو ته د هغوی د ځواکمنولو لپاره د اسونو د ځغل روزنه ورکول کېږي. د عراق په دیوانیه سیمه کې د هغې لړۍ په لومړيو سياليو ښځو له سړیو سره سیالي کړې ده. د دې سیالۍ منتظیمین وايي چې په نېږدې راتلونکي کې به دا ډول دوه نورې سیالۍ هم کوي. د اس د ځغل یوه ښوونکې وايي چې د اس سورلي ښځو ته د ځواکمنتيا او د خپل ژوند واګې په خپلو لاسونو کې د اخيستلو احساس ورکوي. نور حال د اسوشيېټېډ پرېس او رویټرز اژانسونو په ويډيوګانو کې وګورئ.

ارزګان کې ۸۰سلنه د کورونو پېر او پلور پرته له اسنادو کېږي

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې د معاملاتو د راهنما ټولنه وايي، دغه ولايت کې د کورونو پېر او پلور ۸۰سلنه پرته له اسنادو ترسره کېږي. د يادې ټولنې مسؤلينو ازادي راډيو ته وويل، د کورونو د پېر او پلور ډېری معاملې پرته له قانوني پروسېجر ترسره کېږي چې دا کار راتلونکي کې له ډېرو ستونزو او جنجالونو سره مخ کېدی شي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

يونان کې د دوو ريل‌ګاډو د ټکر له امله تر دېرشو ډېر کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د یونان لاریسا ښار ته نږدې تېره شپه د دوو ریل‌ګاډو د ټکر له امله تر دېرشو ډېر کسان مړه شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي. لاریسا ښار د پلازمېنې اتن شمال ته په درې سوه اتیا کیلومترۍ کې پروت دی. د یونان د اور وژنې د خدماتو ویاند واسیلس واتراکوګیانیس وویل، یو بار وړونکی ریل له یوه مسافر وړونکي ریل‌ګاډي سره ټکر شوی دی. په دې پېښه کې د پنځه اتیا کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی دی او د راپورونو له‌مخې د ځینو ټپيانو روغتیایي وضعیت نازک دی. د یوناني رسنیو په باور دا ټکر د دې هېواد په تاریخ کې د اورګاډو تر ټولو بد ټکر دی.


Музыкальные новости
Булат Окуджава

Калужские школьники выступили на фестивале в честь Булата Окуджавы





Rss.plus
Локомотив

Легионер "Локомотива" Ньямси: в Москве жизнь дешевле, чем в Париже




Собственные доходы Воскресенка в I квартале 2024 года превысили 1 млрд рублей

Осудившие Россию барды Никитины столкнулись с проблемами в Америке

Достоевский Федор Федорович

Mash: игрушечный брелок-граната взорвался в руках 9-летнего мальчика в Москве




کابل کې د داعش وسله‌والو پر وژل کېدو د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر نړیوالو چاپي خپرونو په کابل کې د طالبانو له لوري د داعش وسله‌والو د وژلو په اړه مطالب خپاره کړې دي. سټارز ایڼد سټرایپس: سټارز ایڼد سټرایپس خپرونه چې د امریکا د دفاع وزارت مربوط ده، لیکي چې په کابل کې د یکشنبې د شپې له لوري د طالبانو د عملیاتو په ترڅ کې قاري فاتح د داعش د استخباراتو رئیس ووژل شو. خپرونې په دې اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په وینا خبر خپور کړی دی. د اسلامي دولت مربوط یوې خبرې سرچینې هم دا تایید کړې ده چې، قاري فاتح وژل شوی دی. سټارز ایڼد سټرایپس لیکي،... Читать дальше...

پاکستان کې يوې محکمې د عمران خان د نيولو امر کړی

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې یوې محکمې د دغه هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان د نیولو امر وکړ. عمران خان تورن شوی دی چې، د واکمنۍ پر مهال یې دولتي سوغاتونه په پټه پلورلي دي. په اسلام اباد کې قاضي ظفر اقبال د سه‌شنبې په ورځ وویل، له عمران خان څخه یې څو ځله وغوښتل چې محکمې ته حاضر شي، خو ده سرغړونه وکړه نو اوس یې دا چانس هم له لاسه ورکړی دی چې په ضمانت خوشې شي. د عمران خان مدافع وکیل د پنځو ورځو په مخه د محکمې د دې حکم د ځنډېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، عمران خان د دوو نورو قضایانو په ارتباط محکمې ته حاضر شوی و، خو قاضي دا درخواست رد کړ.

پوتين امريکا سره د نيوسټارټ تړون غړيتوب ځنډولو قانون توشيح کړ

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پرون سه‌شنبې هغه قانون توشیح کړ چې، له امریکا سره په نیوسټارټ تړون کې د مسکو غړیتوب ځنډوي. د دغه تړون له‌مخې دواړه هېوادونه مکلف دي چې پر اټومي سروکو د سمبالو وسلو شمېر له ۱۵۵۰ او د قاره ویشتونکو بالستیک توغندیو شمېر له اووه سوو زیات نه‌کړي. پوتین تېره اوونۍ ملت ته په وینا اعلان کړه چې، غواړي په دغه تړون کې د روسیې غړیتوب وځنډوي. د روسیې د پارلمان یا دوما دواړو جرګو تېره اوونۍ دغه قانوني مسوده تصویب کړې وه.

د اټومي انرژۍ د څارنې مشر ايران کې د ۸۴سلنه غني شويو يورانيمو د ذرو موندلو خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د څارنې ادارې مشر رافایل ګروسي پرون سه‌شنبې تایید کړه چې، د دې ادارې پلټونکو د ایران تر ځمکې لاندې په فوردو اټومي تاسیساتو کې د نږدې ۸۴ سلنه غني شویو یورانیمو ذرې موندلې دي. ګروسي وویل، د موندل شویو خالصو غني شویو یورانیمو اندازه څه کم ۸۴ سلنه ده. د یوه اټوم بم د جوړولو لپاره نوي سلنه خالصو غني شویو یورانیمو ته اړتیا ده. دغه غني شوي یورانیم د دې ادارې څارونکو په تېره جنوري میاشت کې په فوردو تاسیساتو کې موندلي دي. په دې سره داسې اندېښنې زیاتې شوي چې، ایران ښایي... Читать дальше...

بلېنکن د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره ۲۵مليون ډالره مرسته اعلان کړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون سه‌شنبې ژمنه وکړه چې پر مسکو د مرکزي اسیا د هېوادونو د اتکا له کمولو سره به مرسته وکړي. دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې له یرغل سره د کریملین د نفوذ په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي. بلېنکن د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې اعلان وکړ چې، پر هغو ۲۵ ملیون ډالرو مرستې سربېره چې په تېره سپټمبر میاشت کې یې اعلان کړی و، د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره به ۲۵ ملیون ډالره نوره مرسته هم وکړي ترڅو دا هېوادونه وکولای شي چې له روسیې لیرې، د سوداګرۍ متنوع لارې پیدا کړي. Читать дальше...

اوچا: افغانستان کې نږدې ۹مليون وګړي د زده‌کړو برخه کې ملاتړ ته اړتيا لري

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، په افغانستان کې نږدې نهه ملیون وګړي د زده‌کړې په برخه کې ملاتړ ته اړتیا لري. اوچا پرون په یوه ټویټ کې ویلي، په روان ۲۰۲۳ کال کې درې ملیونه او یو لک کسانو ته لومړیتوب ورکړل شوی چې د زده‌کړې لپاره یې څه باندې ۲۱۵ ملیون ډالرو ته اړتیا ده. اوچا ویلي، په کورنیو ټولګیو کې د زده‌کړې په دې بهیر کې نجونې هم شاملې دي. اوچا په افغانستان کې د زده‌کړې په برخه کې د ملیونونو کسانو د ملاتړ اړتیا داسې مهال په ګوته کوي چې طالبانو په دې هېواد کې نجونې له... Читать дальше...



Москва

Вседозволенность азербайджанской диаспоры в России или как пантюркистские националисты 29 апреля перекрыли улицу в центре Москвы


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о строительстве моста через Москву-реку у Берегового проезда



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Вольфганг Амадей Моцарт

Моцарт в рок-формате: ставропольские музыканты представили свою версию известного мюзикла




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

"Динамо" и "Спартак" опубликовали составы на матч Кубка России

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова


WTA

Андреева обыграла Паолини и вышла в 1/4 финала турнира WTA в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Вседозволенность азербайджанской диаспоры в России или как пантюркистские националисты 29 апреля перекрыли улицу в центре Москвы



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России