نړیوال بانک د ارزګان چوره ولسوالۍ کې سل زره کسانو ته د کار زمينه برابر کړې
د ارزګان ولايت په چورې ولسوالۍ کې د نړيوال بانک په مالي لګښت ۱۰۰ زره کسانو ته د شاوخوا ۹۰۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د کار زمينه برابره شوې ده. د یادې پروژې ولایتي مسولین وايي، چې دوی به ۲۱۹ بېلابېلې پروژې پلي کړي. دا لومړی ځل دی چې دارزګان په چورې ولسوالۍ کې د نړيوال بانک لهخوا په دومره لويه کچه ګڼې پروژې تطبیقيږي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: