په کندهار کې له زده کړو محروم کړای شویو نجونو حرفوي زده کړي پیل کړي
په کندهار ښار کې له لوړو زده کړو محروم کړای شویو لسګونو نجونو حرفوي زده کړي پیل کړي دي. د دې ولایت يوې بهر مېشتې مېرمنې په مرسته په یوه جوړ شوي مرکز کې دا مهال لسګونه هغه نجونې د خياطۍ د بېلابېلو ډولونو په زده کړو بوختې دي چې ښوونځي او پوهنتون ته له تګه منع کړای شوي دي. د طالبانو حکومت په تېر یونیم کال کې یو پر بل پسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو او دغه راز په نادولتي موسسو کې یې د مېرمنو پر کار بندیزونه ولګول. طالبانو دارنګه په کندهار کې د مېرمنو یوازېنی مارکېټ هم وتاړه چې له کبله... Читать дальше...