کرېکټ؛ د بنګلهدېش کمعمره لوبډلې د درې اړخیزو سیالیو جام وګاټه
د درې اړخیزو یو ورځنیو سیالیو په پایلوبه کې د بنګلهدېش تر نولس کلونو کمعمره لوبډلې د ۶ وېکټو په توپیر افغانستان ته ماتې ورکړه. دغه سیالي چې د پنجشنبې په ورځ د کابل پر وخت ۳:۳۰ بجې د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شوې، افغان لوبډلې د پچې په ګټلو سره توپ وهنه غوره کړه او د ۳۷ اورونو تر لوبولو وروسته یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۳ منډې جوړې کړې. د افغانستان لپاره په توپوهنه کې یوازینی مخکښ توپوهونکی محمدهارون خان و چې ۶۵ منډې یې جوړې کړې. همدارنګه وفي الله تره خېل ۲۷ او خالد تڼیوال بیا ۱۵ منډې وکړې. Читать дальше...