Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2023

Новости за 14.03.2023

ناټو کې د فنلنډ غړيتوب لپاره د هنګري پارلمان کې رايه اخيستنه ځنډول شوې

Pa.azadiradio.com 

په ناټو کې د غړیتوب لپاره د سویډن او فنلنډ د غړیتوب د غوښتن‌لیکونو په اړه د هنګري په پارلمان کې ځنډېدلې رایې اخیستنه به د دې هېواد د حکومت د یوه جګپوړي چارواکو په وړاندیز پسې لا وځنډیږي. د هنګري د صدراعظم مرستیال ژولت چمین په یوه لیک چې په رسنیو کې خپور شوی، غوښتنه شوې چې، له ناټو سره د شمالي اروپا د دو هېوادونو د یو ځای کېدو په اړه رایې اخیستنه چې ټاکل شوې وه د مارچ په شلمه پیل شي، یوه اونۍ نوره وځنډول شي. نوموړي د اروپایي ټولنې له اجرایوي ارګان سره هغه خبرې چې د دې ټولنې د قانون د حاکمیت له... Читать дальше...

توماس نېکلاسن افغانستان کې پر بشري وضعيت اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن په افغانستان کې بشري او د بشري حقونو وضعیت او د ترهګرو ډلو مخ په زیاتیدونکی ګواښ د اندېښنې وړ بللی دی. هغه نن په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې، په افغانستان کې سوله او ثبات دې ته اړتیا لري چې باوري او پراخ ملي ډیالوګ ترسره ترڅو قانوني نظم او داسې یو پراخ سیاسي سیسټم رامنځته شي چې د خلکو استازیتوب وکړي. نېکلاسن همدارنګه ویلي، دې ته په پام چې په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون بند شوی یا یې فعالیت درول شوی او لږ خبریالان او ډیپلوماټان... Читать дальше...

د کډوالو عالي کمېشنري: د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره ۶۱۳مليونه ډالرو ته اړتيا ده

Pa.azadiradio.com 

په ایران او پاکستان کې مېشت افغان کډوال د ملګرو ملتونو له سازمان تمه لري، چې په موجوده ناوړه شرایطو کې له دوی سره مرسته وکړي. دوی له ازادي، راډیو سره په خبرو کې وویل، تر اوسه نړیوالو سازمانونو له دوی سره مرسته نه‌ده کړي. مینه چې د دریو ماشومانو مور ده او درې میاشتې د مخه له افغانستان څخه ایران ته کډواله شوې وایي، په ایران کې له اقتصادي ستونزو سره مخ ده او تمه لري، چې په دې ناوړه شرایطو کې د ملګرو ملتونو سازمان ورسره مرسته وکړي. نوموړې وايي: "له ملګرو ملتونو غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي،... Читать дальше...



يو‌ان‌اچ‌سي‌ار د افغان کډوالو د ستونزو په وړاندې د غبرګون پلان عملي کول پيل کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یو‌‌ان‌ایچ‌سي‌ار او بشري مرستندویه شریکانو یې د افغان کډوالو د ستونزو په وړاندې د غبرګون پلان عملي کول پیل کړي دي. یوان‌ایچ‌سي‌ار په خپله وېبپاڼه کې ویلي چې، د دغه پلان له‌مخې د افغان کډوالو په ګډون د ۵،۲ ملیون افغانانو او په سیمه کې د هغو هېوادونو چې د ۲،۷ ملیون افغانانو کوربه‌توب کوي، ملاتړ کېږي. د ۲۰۲۳ کال د افغانستان د وضعیت لپاره د سیمه‌يیزو کډوالو غبرګون پلان په پنځو ګاونډیو هېوادونو، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان کې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د ۶۱۳ ملیون ډالرو غوښتنه کوي. Читать дальше...

کابل کې د هند سفارت د طالبانو بهرنيو چارو وزارت کارکوونکو ته روزنيز پروګرام جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ د ریاست له لوري خپور شوي مکتوب کې راغلي، په کابل کې د هند سفارت په پام کې لري، چې د دې وزارت د یو شمېر کارکونکو لپاره یوه څلور ورځنۍ انلاین روزنیزه دوره پیل کړي. په مکتوب کې راغلې، دغه پروګرام "په هندي افکارو کې ژورتیا" یا (immersing with Indian thoughts) نومیږي چې، د روانې مارچ میاشتې له ۱۴مې تر ۱۷مې به دوام وکړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمد ضیا تکل ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې دا مکتوب تایید کړی او ویلي یې دي، هندوستان د... Читать дальше...

کرېکټ؛ سبا د افغانستان او بنګله‌دېش کم‌عمره ځوانان دويمه يوه ورځنۍ لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۱۵مه نېټه د افغانستان ملي نولس کلنه لوبډله د بنګله‌دېش پر وړاندې دویمه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي. افغان لوبډلې په لومړۍ سیالۍ کې بنګله‌دېش ته په ۱۵۸ منډو ماتې ورکړې وه. دغه سیالي به د کابل پر وخت سهار ۹:۳۰ بجې د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شي. د افغانستان کرېکټ بورډ د رسنیو څانګې مسول عبدالله خان پکتاني ازادي راډیو ته وویل، دې سیالیو ته د روزونکي په توګه د پاکستان پخوانی لوبغاړی عمران فرحت چې اوس مهال د کرېکټ بورډ د لوړو کارکردګیو مرکز د توپوهنې روزونکی دی، هم واستول شو. Читать дальше...

کرېکټ؛ بنګله‌دېش له انګلستان د شل اوريزو لوبو لړۍ وګټله

Pa.azadiradio.com 

د بنګله‌دېش او انګلستان ترمنځ درېیمه شل اوریزه سیالي نن سه‌شنبه د مارچ په ۱۴مه نېټه ترسره شوه چې، کوربه لوبډلې په ۱۶ منډو وګټله. په دې لوبه کې بنګله‌دېش لومړی توپ وهنه کړې وه او د ۱۵۹ منډو هدف یې ټاکلی و. د بنګله‌دېش په توپ وهونکو کې لیټن ډاس ۷۳ او نجم الحسین شانټو ۴۷ ناسوځېدلې منډې کړې وې. انګلینډ په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو سوځېدو په سر د ډیویډ ملان د نیمه سلیزې پر مټ ۱۴۲ منډې وکړې او د ۱۶ منډو په توپیر یې درېیمه لوبه هم وبایلله. د بنګله‌دېش لپاره تسکین احمد تر نورو زیاتې ۲ وېکټې واخیستې. Читать дальше...

د خوست دوه مندوه ولسوالۍ خلکو په خپل لګښت سړک جوړ کړی

Mashaalradio.com 

د خوست د شمل دوه مندوه ولسوالۍ اوسیدونکو په خپل لګښت او خپلو امکاناتو په دې ولسوالۍ کې د سیدخېلو له پل څخه د زمیڅې تر شریفي سیمې پورې لس کلیومتره سړک په خامه ډول جوړ کړی دی. ځايي خلک وايي، د دې سړک پنځه کلیومتره په غریزه سیمه کې تیر شوی نو ځکه یې کار ډير سخت وو. خو د دوی په خبره اوس یې د تګ راتګ ډيرې ستونزې حل شوې دي. په اړه یې د نجیب الله الوخېل ويډيو راپور وګورئ.



يو شمېر زده‌کوونکې: هیله لرو په پسرلي کې د ښوونځيو د پرانیستلو زېری راباندې وشي

Pa.azadiradio.com 

نوي تعلیمي کال ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، خو لا هم طالب چارواکو د نجونو ښوونځيو د پرانیستلو په اړه څه نه‌دي ویلي. خو د ښوونځيو زده‌کوونکې په ټینګار سره له طالبانو غواړي چې د نجونو ښوونځي دې پرانیزي او د بندولو لپاره دې يې نورې بهانې نه لټوي. په کندهار کې د يوولسم ټولګې زده‌کوونکې هاشمیه عثماني وايي، دوه کاله ښوونځیو ته نه تګ ناهیلې کړې خو بیا هم هیله لري چې، په نوي تعلیمي کال کې د ښوونځيو د پرانیستلو زېری پرې وشي. دا زده‌کوونکې وايي: "دوه کاله پوره شول چې زموږ ښوونځی نه شروع کېږي، زړونه مو مات مات دي. Читать дальше...

طالبانو دوبۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ ته نوی جنرال قونسل معرفي کړی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس او په افغانستان کې یو شمېر خصوصي رسنیو نن خبر ورکړی، چې طالبانو د متحده‌ عربي اماراتو ـ دوبۍ ته خپل نوی جنرال قونسل معرفي کړی دی. باختر اژانس، چې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې فعالیت کوي، نن سهار په یوه لنډه جمله کې په خپله ټویټرپاڼه لیکلي"عبدالرحمن فدا په دوبۍ کې د نوي جنرال قونسل په توګه پېژندل شوی دی." که څه هم د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاندویانو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ته ځواب و نه وایه، خو په افغانستان کې یو شمېر خصوصي... Читать дальше...

په لاهور کې د تحريک انصاف غړيو او پولیسو ترمنځ نښته شوې

Mashaalradio.com 

د مارچ پر ۱۴مه، په لاهور کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند پلویانو له پولیسو سره نښتې کړې دي. د دواړو خواوو ترمنځ اخ وډب هغه وخت رامنځته شو چې د پاکستاني رسنيوو ترمخه، پولیسو د تحريک انصاف مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان د نیولو لپاره په لاهور کې د هغه استوګن ځای ته د ننوتو هڅه کوله. د لاهور پولیسو رسنیو ته ویلي چې د عمران خان پلویانو پر هغوی کاڼي وورول، سړکونه یې بند کړل او د هغوی د قانوني کار مخه یې ونيوله. پر ټويټر، د تحریک انصاف خپرو کړو ويډيوګانو کې ښکاري چې پولیس د دې ګوند غړي‌نيسي او وهي‌يې. Читать дальше...

اوکراين؛ کراماتورسک کې د استوګنې پر يوې ودانۍ د روسي ځواکونو توغندي بريد مرګ‌ژوبله اړولې

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې روسي ځواکونه د اوکراین په ختیځ کې د دونېڅک سیمې د بخموت ښار د نیولو په هدف له اوکرایني سرتېرو سره په خونړیو جګړو کې ښکېل دي، د روسیې پوځ نن بخموت ښار ته په نږدې بل ښار کراماتورسک کې د استوګنې پر یوه ودانۍ د توغندي خونړی برید وکړ. د اوکراین لویې څارنوالۍ نن په یوه بیان کې د دې برید خبر ورکړ او ویې ویل، په پایله کې یې یو ملکي وګړی وژل شوی او درې نور ټپیان دي. بیان زیاتوي چې د روسیې توغندي شپږ لوړپوړیزې ودانۍ زیانمنې کړې دي. چارواکو ویلي چې، د دې برید د قربانیانو د ژغورنې لپاره عملیات روان دي. Читать дальше...

سېنېټر مشتاق احمد د پوځ د مشر د کاري مودې غځولو په اړه ترميمي بیلونه وړاندې کړل

Mashaalradio.com 

د پاکستان د سېنېټ غړي مشتاق احمد خان غوښتنه کوي چې له وزیراعظمه دې د پوځ د مشر د کاري مودي غځولو واک واخیستل شي. د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان د مارچ پر ۱۳مه، د سېنېټ په سیکرټرېټ کې درې جلاجلا ترمیمي بيلونه داخل کړي دي. هغه په دي بیلونو کې غوښتنه کړې چې د پوځي مشرانو د کار موده دې له قانوني حده وروسته نه غځيږي. نوموړي د بیلونو د وړاندې کولو په وخت ويلي چې غواړي قامي اسمبلي او سېنېټ پر دې بحث او رايه واچوي. هغه غواړي چې د پوځي مشر د کاري مودې غځولو لپاره د وزيراعظم واکونه کم شي. سېنېټر مشتاق... Читать дальше...

د طالبانو ګواښونه؛ کابل کې د ښځو لپاره اووه مياشتې مخکې پرانيستل شوی کتابتون بېرته وتړل شو

Pa.azadiradio.com 

د "زن کتابتون" نږدې ۷ میاشتې مخکې د ۲۰۰۰ ټوکه کتابونو په درلودلو سره د کابل په پل سرخ سیمه کې پرانیستل شو. دا کتابتون چې د یو شمېر متعرضو مېرمنو له‌خوا جوړ شوی و، مسولان یې ادعا کوي چې، د طالبانو د ګواښونو او مالي ستونزو له امله یې د دوشنبې په ورځ کتابتون وتړلو. د دې کتابتون یوې بنسټګرې ژولیا پارسي ازادي راډيو ته وویل، طالبانو اجازه نه ورکوله چې ښځې په دې کتابتون کې راټولې شي. نوموړې وايي: "طالبانو تل مزاحمت کاوه، راتلل او ویل به یې چې نجونې دلته ولې راټوليږي؟ تاسې چا ته کار کوئ؟ دا ځای نور موږ ته امن نه و او ګواښونه ورځ تر بلې ډېرېدل. Читать дальше...

چارواکي: پاکستاني طالبانو په خیبرپښتونخوا کې دوه پولیس وژلي

Pa.azadiradio.com 

دوه پاکستاني پولیس پرون په خیبرپښتونخوا ایالت کې په دوو جلا حملو کې چې پړه یې پاکستاني طالبانو منلې، ووژل شول. د پاکستان امنیتي چارواکو نن وویل، دې پولیسو د احصاییې د موظفو ټیمونو امنیت نیولی و. چارواکي وايي، یو برید په ټانک او بل په لکي مروت سیمه کې وشول چې په نتیجه کې یې دوه پولیس وژل شوي او اوه نور ټپیان دي. د پاکستان حکومت د روانې میاشتې په سر کې د ډیجیټل احصاییوي معلوماتو د راټولولو لپاره یو میاشتنۍ پروژه پیل کړه چې ۱۲۰ زره کسان برخه په کې لري. د دې ټیمونو د امنیت لپاره پولیس په دندو ګومارل شوي دي.

زیلینسکي: د اوکراین راتلونکې د ختیځې جبهې له جګړو سره تړلې

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې اوکرایني سرتېري د بخموت ښار د دفاع لپاره له روسي ځواکونو سره په درنو جګړو کې ښکېل دي، ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي، د اوکراین راتلونکې د ختیځې جبهې له جګړو سره تړلې ده. ښاغلي زیلنسکي ډاډ ورکړ چې په دې جګړه کې به اوکراین بریالی کېږي. په عین حال کې د اوکراین پوځ نن وویل روسي ځواکونه په جګړه کې د درنو تلفاتو له زغملو سره سره پر بخموت او ځینو نورو ښارونو حملو ته دوام ورکوي. د اوکراین د وسله والو ځواکونو ستر درستیز نن وویل، اوکرایني ځواکونو پرون پر بخموت د روسیې ۱۰۲ حملې شنډې... Читать дальше...

د اوکراین د غلې صادراتو په اړه د شوې موافقې د تمدید هڅې روانې دي

Pa.azadiradio.com 

ترکي چارواکي وايي، د هغې موافقې د تمدید لپاره خبرې لا هم روانې دي چې د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلې صادراتو ته اجازه ورکوي. د ترکیې دفاع وزارت نن په یوه بیان کې یادونه کړې چې روسیې د نورو شپېتو ورځو په مخه د دې موافقې تمدید منلی دی. مسکو او کییف د تېرکال په جولای میاشت کې د ترکیې او ملګرو ملتونو په منځګړتوب موافقه وکړه چې د اوکراین د غلو دانو صادرات به د تور سمندرګي له لارې ترسره کېږي.

اوچا: په افغانستان کې د ۸۰ سلنه کورنیو عاید کم شوی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، په افغانستان کې مخ په ځوړ اقتصاد د خلکو عاید را کم کړی، بې کاري یې زیاته کړې او خلک یې پوروړي کړي دي. په افغانستان کې یو شمېر بې‌وزله کورنۍ ورځ تر بلې د خپل عاید له کمېدو سر ټکوي او وايي، نه‌شي کولای خپل ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي. له دوی په کابل کې یوه مېرمن چې مېړه یې مړ شوی او اوسمهال له خپلو ماشومانو سره په واټونو توکي پلوري او نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته یې وویل، د لس کسیزې کورنۍ مسوولیت ور تر... Читать дальше...


Музыкальные новости
Концерт

Регионы Россия, Культура Детям, Концерт Победы: Театр кукол Ульгэр поздравляет "Вальсом Победы" земляков





Rss.plus
РФ

МЧС РФ: в общежитии РУДН в Москве произошло короткое замыкание




Тренер "Спартака" заявил, что его сравнивают с Гвардиолой из-за лысины

Shot: в Москве полицейские задержали Диану Шурыгину с криптобизнесменом Гусевым

Осудившие Россию барды Никитины столкнулись с проблемами в Америке

Достоевский Федор Федорович




عدالت قاضيانو ته د ګواښ په قضيه کې، د عمران خان د نيولو حکم لغوه کړی دی

Mashaalradio.com 

د اسلام اباد يو ضلعي او سېشن کورټ د ججانو يا قاضيانو د ګواښلو په قضيه کې د عمران خان د نيولو حکم لغوه کړی دی. ډان ورځپاڼې ليکلي چې د مارچ پر ۱۴مه عدالت پرېکړه وکړه چې عمران خان دې د مارچ تر ۱۶مې پوره نه نيول کيږي. د پرېکړې تر مخه د عمران خان د وکيل په استدلال سره، د قاضيانو د ګواښلو په قضيه کې عدالت ته د حاضرېدو لپاره وخت ورکړل شوی دی. د عمران خان وکيل ويلي وو چې د امنيتي خطر له وجې یې موکل عدالتونو ته نه شي حاضرېدلی. د مارچ پر ۱۳مه، د اسلام اباد دوو عدالتونو په جلاجلا قضيو کې د تحريک انصاف د... Читать дальше...

د بلخ د تېرې شنبې ورځې چاودنه کې د دوو خبریالانو وژنه تایید شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د تېرې شنبې د ورځې په چاودنه کې چې د خبریالانو په یوه غونډه کې وشوه، دوه خبریالان وژل شوي او د بېلابېلو رسنیو ۱۸ نور خبریالان ټپیان شوي دي. د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د تېرې شنبې د ورځې د چاودنې د تلفاتو د شمېر د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د دوی د معلوماتو له مخې په دې چاودنه کې د افغان غږ 'اوا' په نوم د خبري اژانس یو خبریال حسین نادري او یو بل نوی همکار یې اکمل نظري وژل شوي دي. دغه... Читать дальше...

د کراچۍ د خرګاډيو سیالي د برک په نامه خر وګټله

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې د خرګاډيو د ځغل کلنۍ سیالۍ شوې دي. په دې ځغل کې خرګاډو د بن قاسم له پارکه د ګورنر تر دفتره پورې درې نيم کيلو ميټره منډې ووهلې. د برک په نامه خر لومړی او د ډولا په نامه خر دويم ځای خپل او جایزې یې وګټلې. د سیالۍ په پای کې ګورنر او وزیراعلی د خرو پر مالکانو انعامونه وویشل. په دې اړه د نياز علي ويډيو وګورئ.

د چین یوغور شپانه په پسرلي کې مالونه غرونو ته خېژوي

Mashaalradio.com 

د چین شېنجیانګ (سینکیانګ) یوغور (اویغور) خپلواکه سیمې مسلمانان چې اکثر یې مالونه ساتي، د ژمي تر پیلېدو وړاندې یې تودو سیمو ته بیايي او د پسرلي له پیل سره سم خپل څاروي غرونو ته خېژوي. سږ کال هم غرونو ته د مالونو د خېژولو لړۍ پیل شوی چې پکې ورسره حکومت هم مرسته کوي. د سینکیانګ چارواکي وايي چې یوازې په هغه سیمه کې خوا او شا ۲۶۰ شپانه مېشت دي چې تر۸۰،۰۰۰ زیات مالونه لري. تفصیل د رویټرز اژانس په دې رپورټ کې وګورئ.

استرالیا له امریکا یرغلیزې او هسته یي تحت البحري بېړۍ اخلي

Pa.azadiradio.com 

استرالیا د خپلو سمندري ځواکونو د عصري کولو لپاره له امریکا یرغلیزې او هسته یي تحت البحري بېړۍ اخلي. دغه خبره د دوشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر جوبایډن، د استرالیا صدر اعظم انټوني البانیزي او د بریتانیا صدر اعظم ریشي سوناک وکړه. دا اقدام داسې مهال کېږي چې په هندو-پاسفیک سیمه کې د چین نفوذ ته اندېښنې په زیاتېدو دي. اسوشېټېډپرېس اژانس ویلي، بایډن د اوکاس په نوم هستوي مشارکت کې له البانیزي او سوناک سره د خبرو لپاره سن دیګو ته ولاړ. اوکاس یا د استرالیا، بریتانیا او امریکا مشارکت ۲۰۲۱ کال کې اعلان شوی دی.



Москва

Тарифы ЖКХ вырастут в России


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин поздравил москвичей с 1 Мая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анастасия Волочкова

Сразу прыгнула голой в кровать: Волочкова уединилась с тайным спутником на Мальдивах




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ЦСКА выложил провокационный ролик к матчам с "Зенитом", вспомнив фразу Дзагоева

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами


WTA

WTA предвкушает дуэль Елена Рыбакина — Юлия Путинцева на турнире в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Консультации. Составление Договоров. Присутствие Продюсера при заключении договоров и переговорах. Лекции. Переговоры. Встречи и Обсуждения.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России