Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2023

Новости за 03.03.2023

اوکراين کې يو روسي پيلوټ په ۱۲کاله بند محکوم شوی

Pa.azadiradio.com 

په اوکراین کې یوې محکمې د روسیې د هوايي ځواکونو یو پیلوټ د جنګي قوانینو د سرغړونې په تور په دولس کاله بند محکوم کړ. د اوکراین د لوی څارنوالی دفتر نن وویل، الکسي لوبودا په ۲۰۲۲ کال د خارکیف په سیمه کې پر ملکې هدفونو بمبارۍ کړې وې او یو مرکز یې، چې د نظامي فعالیتونو لپاره نه کارول کېده، ویشتلی و. دغه روسي پیلوټ وروسته له هغې ونیول شو چې الوتکه يې د اوکرایني ځواکونو له‌خوا راوغورځول شوه.

د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر ايران ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي د ایران له لوړ پوړو چارواکو سره د کنتې لپاره تهران ته سفر کوي. دغه سفر د ایران له لوري د درې اتیا سلنه یورانیم د غني کولو پر سر د بحثونو له راپورته کېدو وروسته ترسره کېږي. د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د هغه راپور پر بنسټ چې رویټرز ورکړی دی، د ایران په اټومي تاسیساتو کې تر درې اتیا سلنه د غني شویو یورانیمو موندنه ښيي چې ایران د اټومي وسلو جوړولو ته نږدې شوی دی. د ایران د دولتي رسنیو پر بنسټ، د ایران د اټومي انرژۍ ادارې رئیس په روانه اوونۍ کې ویلی... Читать дальше...

د خېبر پښتونخوا پولیس د وسله والو سره سخته مبارزه کوي

Mashaalradio.com 

د خېبرپښتونخوا پوليس وايي چې د وسله والو پر ضد مبارزې ته چمتو دي. دوی وايي، په دې وروستیو کې حالات ډېر ترینګلي شوي دي او هغوی د وسله والو سره مخامخ په جګړه کې دي. بلخوا وسله وال وايي چې هدف يې پوځ دی خو پوليس ځکه په نخښه کوي چې پر دوی بريدونه کوي. پر دې اړه اسرار عالم مومند د رويټرز خبري اژانس له ويډيوګانو دا رپورټ جوړ کړی دی.



منزه کاکړ: پاکستاني پوليس هغه افغان کډوال هم نيسي چې قانوني اسناد ولري

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیله منزه کاکړ وایي، پاکستاني پولیس هغه افغان کډوال هم نیسي او بندیانوي یې چې قانوني اسناد ولري. يوه ښځه چې نه‌غواړي نوم يې راپور کې واخيستل شي وایي، په افغانستان کې امنیتي ستونزو او اقتصادي کړکېچ دا او کورنۍ یې دې ته اړ کړل چې د ښې راتلونکې په هیله پاکستان ته ولاړ شي. هغې وویل، د دوی موخه امریکا ته رسېدل دي، خو باید د خپل کیس د قانوني مراحلو د تېرلو په موخه څه موده پاکستان کې تېره کړي. نوموړې ازادي راډیو ته وویل، د پاکستاني پولیسو چلند د دوی سره د اندېښنې وړ دی. Читать дальше...

د امريکا د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې له لوري پر طالبانو د سخت بنديز غوښتنه وشوه

Pa.azadiradio.com 

د امريکا د استازو جرګې له لوري پر طالبانو د سخت بنديز غوښتنه یو شمېر افغان محصلانې له نړیوالې ټولنې غواړي چې، د افغان نجونو او ښځو د ځپلو او د دوی پر زده‌کړو د بندیز له امله دې پر طالبانو سخت فشار راولي، څو د نوي تعلیمي او تحصیلي کال له پیل سره په افغانستان کې د دوی زده‌کړو ته زمینه برابره کړي. د بدخشان پوهنتون محصله او مدني فعاله مریم رسولي ازادي راډیو ته وايي: "نړیواله ټولنه باید د طالبانو پر وړاندې سخت دریځ خپل کړي او دا ډله باید هغه ډول چې، دوی په موږ ظلم کوي او موږ یې له زده‌کړو محرومه کړي یوو، نړیوالو بشري بنسټونو ته معرفي کړي. Читать дальше...

د کاج ښوونيز مرکز زده‌کوونکې: د پوهنتونو تړلو دروازو ناهيلې کړي يو

Pa.azadiradio.com 

د کاج ښوونیز مرکز یو شمېر نجونې زده‌کوونکې وایي، له ډېرو ستونزو سره یې د کانکور ازموینه ورکړه او هیله یې درلوده چې لوړې زده‌کړې پیل کړي؛ خو د نجونو پر مخ د پوهنتون د دروازو تړلو، دوی ناهیلې کړي دي. زهرا عظیمي د کاج تعلیمي مرکز له زده‌کوونکو څخه ده چې، د ياد مرکز په برید کې یې کیڼ لاس ټپي شوی و. زهرا وایي، له برید وروسته یې که څه هم ډېر لوی شاک ولید، خو د ټپي وجود سره یې د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړ او اوس د پوهنتون د دروازو تړل د دې ټول ارمانونه له‌منځه یوړل. نوموړې وايي: "په تېر دوه کالو... Читать дальше...

ولسمشر علوي د پنجاب صوبايي اسمبلۍ ټاکنو لپاره د اپریل ۳۰مه نېټه اعلان کړه

Mashaalradio.com 

د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي په پنجاب کې د اپریل په ۳۰مه نېټه د انتخاباتو کولو اعلان وکړ. نوموړي دا اعلان وروسته له هغې کړی چې دپاکستان سترې محکمې د مارچ په لومړۍ نېټه د انتخاباتو کمېشن ته امر وکړ چې په ۹۰ ورځو کې دننه دې په خیبر پښتونخوا او پنجاب صوبو کې انتخابات وکړي.  عدالت د مارچ پر لومړۍ نېټه په لنډه پرېکړه کې ویلي چې د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلیو تر ماتېدو وروسته په دواړو صوبو کې باید په ۹۰ ورځو کې دننه انتخابات وشي هغه ځکه چې د عدالت په وینا، "پارلېماني جمهوریت د ایین مهم ټکی دی."... Читать дальше...



کندهار کې د 'ګول سيخ' فابريکو توليد زيات شوی

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په صنعتي پارک کې دا مهال د اوسپنې ویلي کولو ۵ فابریکې فعالې دي چې، ملیونونه ډالر پانګه‌ونه ورباندې شوې ده او هر ورځ لسګونه ټنه ګول سيخ تولیدوي. د دې فابریکو مسوولين وايي، تولیداتو یې له بهره په تعميراتي چارو کې د کارېدونکي سيخ د واردېدو مخه نيولې ده خو لا هم د برښنا کمښت یې پر وړاندې یو ستره ستونزه ده. دا په داسي حال کې ده چې، دا مهال د کندهار په صنعتي پارک کې ۱۲۰ فابریکې د برښنا د نشتوالي له امله تړلي دي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

د بښنې نړيوال سازمان: افغانستان کې د جرمونو څېړلو لپاره دې خپلواک مېکانيزم جوړ شي

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان طالبان تورنوي چې د بشري حقونو د نقض په برخه کې په بې‌طرفه، خپلواک او اغېزمن ډول څېړنو او همکارۍ ته چمتو نه‌دي. دې سازمان نن د مارچ په درېیمه یوه اعلامیه کې لیکلي، طالبانو واک ته له رسېدو وروسته په سیستماتیک ډول د افغان نجونو او ښځو حقونه نقض کړي، تر څنګ یې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي له قوله بشري جنایتونه کړي، په پنجشېر کې یې د مقاومت ملي جبهې غړي په خپل‌‌سري ډول نیولي، وژلي او تر څنګ یې یو شمېر نورې سرغړونې کړي. د بښنې نړیوال سازمان لیکي، طالبانو په دې ټولو برخو... Читать дальше...

اسټرالیا د هند په ماتولو د ټېسټ اتلولۍ پایلوبې ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

د هند په ایندور ښار کې د مارچ په لومړۍ نېټه پیل شوې ټیسټ سیالي په درېیمه ورځ پایلې ته ورسېده چې، اسټرالیا خپل کوربه ته په ۹وېکټو ماتې ورکړه او په دې سره یې د ټیسټ اتلولۍ پایلوبې ته لار پیدا کړه. د لوبې لومړۍ پاڼۍ هند لوبولې وه چې، ۱۰۹ منډې یې کړې وې. په دې پاڼۍ کې د اسټرالیا دوه ورو/ سپینرانو متیو کونېمن او نتن لاین د هند ۸ لوبغاړي وسوځول. اسټرالیا په خپله لومړۍ پاڼۍ کې تر ۱۹۷ منډو ورسېده چې مخکښ توپ وهونکی یې عثمان خواجه و، ۶۰ منډې یې کړې وې. د هند لپاره جدیجا۴, اشوین او امېش یادو ۳- ۳ وېکټې وسوځولې. Читать дальше...

د واګنر ډله: اوکراين کې د بخموت ښار تر کلابندۍ لاندې دی

Pa.azadiradio.com 

د واګنر په نوم د روسي ملېشو ډله چې په اوکراین کې جنګېږي وايي، د دونېڅک سیمې اړوند بخموت ښار تر پوره کلابندۍ لاندې دی. د واګنر مشر ایفګیني پریګوژین په یوه ویډیویي پیغام کې چې نن خپور شو ویلي چې، بخموت د روسي ځواکونو له‌خوا په بشپړ ډول کلابند شوی او اوکرایني ځواکونه له دې ښاره د وتو لپاره یوازې یوه لار لري. هغه د اوکراین پر ولسمشر ولودمیر زلنسکي غږ وکړ چې خپل سرتېري له دې ښار څخه چې د ده ملېشې یې له څو میاشتو راهیسې د نیولو هڅه کوي وباسي. په عین حال کې د اوکراین پوځ نن وویل چې، په بخموت ښار کې درنې جګړې روانې دي. Читать дальше...

کرېکټ؛ د دولسو ولایتونو ترمنځ لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې له لوري د روان ۲۰۲۳ ز کال لومړۍ درجه(ګریډون) ولایتي سیالۍ پیل شوې. دغه سیالۍ چې نن (جمعه) په خوست او ننګرهار کې پیل شوې ۱۲ غوره ولایتونه په‌کې برخه لري. د کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې مسول نظیم جار عبدالرحیمزي ازادي راډیو ته وویل: "د دولسو غوره ولایتونو لوبډلې مو په دوه ګروپونوویشلي، یو ګروپ په خوست او بل ننګرهار کې سیالۍ کوي. ټولې به ۳۳ سیالۍ ترسره شي او پایلوبه یې د مارچ په شلمه نېټه ترسره کېږي." د دې سیالیو په لومړۍ ورځ ننګرهار د کندز، کونړ د... Читать дальше...

"په فبرورۍ کې پاکستان کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې"

Mashaalradio.com 

د یادې ادارې مشر سعد خټک د مارچ پر دویمه مشال رېډیو ته وویل، د جنورۍ میاشتې پرتله په فبرورۍ میاشت کې د بدامنۍ پېښې ۳۲ فیصده زیاتې وې خو د جنورۍ میاشتې په مقابله کې په فبرورۍ میاشت کې د مرګژوبلې شمېره ځکه کمه وه چې په جنورۍ کې د پېښور په پولیس لاین کې حملې زیات کسان وژلي ول.

افغانستان کې د نجونو د پټو ښوونځیو ډېرېدل

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغه چې نجونې له ښوونځيو منع شوې، یوې محصلې کابل کې شاوخوا ۲۰۰ نجونو ته د زده کړې وړیا زمینه برابره کړې ده. نوموړې وایي، د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو خلاصېدو لپاره به مبارزه کوي. نور جزیات په لاندې ويډیو کې:

د بښنې نړيوال سازمان: افغانستان کې د بشري حقونو څېړلو لپاره دې مېکانيزم جوړ شي

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان د ملګروملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي چې، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د څېړنو یو خپلواک مېکانیزم رامنځته او له حساب کتابه د طالبانو معافیت ختم کړي. ایمنسټي انټرنيشنل په یوه بیان کې چې نن خپور شو په تېر څه باندې یونیم کال کې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونو ته د اشارې په ترڅ کې ویلي چې، د دې مېکانیزم ماموریت باید د نړیوالو قوانینو پر اساس د بشري جنایتونو د ادعاو په اړه د حقایقو موندل وي. ياد سازمان ويلي، په دې سره به احتمالي سرغړوونکي په نښه او د نړیوالو... Читать дальше...

يونان کې د ريل‌ګاډو د ټګر له امله د مړو شمېر ۵۷ ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

په یونان کې د چهارشنبې په ورځ د دوو ریلونو د ټکر له امله د مړو شمیر لږ تر لږه ۵۷ تنو ته رسېدلی. د ژغورنې ډلې لږ تر لږه دوه ورځې د ریل‌ګاډو په ماتو برخو کې د مړو لټون کاوه. د یونان د پولیسو ویاند کنستندیا دیموګلیډو پرون خبریالانو ته وویل چې، په پېښه کې ۴۸ تنه ټپیان شوي چې لا هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دي. د چهار شنبې په ورځ د یونان په شمال کې یو مسافر وړونکی ریل له یوه بار وړونکي اورګاډي سره ټکر شو. د یونان خلکو د ریل‌ګاډو او ټرانسپورټ د ادارو په کمزوري مدیریت باندې اعتراضونه پیل کړي. Читать дальше...

افغان سوک‌ وهونکی محمد ذکريا زماني د اسيا د اتلولۍ پر کمربند لوبه لري

Pa.azadiradio.com 

افغان سوک وهونکی/بوکسر محمد ذکریا زماني د اسیا د WBA د اتلولۍ پر کمربند لوبه لري. دی به سبا سهار د WBA له اوسني اتل تیرا کرام سره مخ شي چې د ټایلند په کچه لومړی او په نړۍ کې ۷۷يم ځای لري. ټایلندی لوبغاړی ۴۶ بریاوې او یوه ماته لري. افغان سوک وهونکی بیا پنځه بریاوې او یوه ماته لري چې، هغه یې له خپل اوسني سیاله په مخکینیو سیالیو کې لیدلې وه.


Музыкальные новости
Антонина Арталевская

звезды шоу-бизнеса посетили весеннюю неделю моды estet fashion week





Rss.plus
КАМАЗ

Пожарную технику на базе «КАМАЗа» представили на ВДНХ




Цена нефти Brent упала ниже $84 за баррель впервые с 14 марта

Mash: игрушечный брелок-граната взорвался в руках 9-летнего мальчика в Москве

Конспирология, заговоры и не только...

Принципиальная противница Зеленского добилась участия в выборах мэра Бухареста: ЦИК утвердил её кандидатуру




خوست کې د ونو او بوټو کښېنولو مېله روانه ده

Mashaalradio.com 

د تېر په څېر سږ کال هم په خوست کې د "زرغون خوست" درې ورځنۍ مېله پیل شوې ده چې د مارچ درېیمې تر مازیګره به روانه وي. د ونو او بوټو کښېنولو په مېله کې ګڼ زده کوونکي او فعالان هم برخه اخلي. ویډیويي رپورټ.

امريکا د ايران د تېلو پر يو شمېر شرکتونو بنديزونه لګولي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده‌ایالتونو ویلي، د ایران د تېلو او پیټروشیمي په یو شمېر شرکتونو باندې يې بندیزونه لګولي. دا پرېکړه د امریکا د بندیزونو د سرغړاوي په تور نيول شوې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یوه بیان کې ویلي، بندیزونه په ۱۱ شرکتونو او د بېړۍ چلولو په ۲۰ اړوندو بنسټونو باندې لګېدلي چې له ایران څخه د تېلو د ایستلو اسانچاري کوي. په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ سپینه ماڼۍ تورنه کړې چې، د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې د اعظمي فشار پالیسي چې دوی یې ناکامه بولي تکراروي.

هند د افغانستان نشه‌يي مواد د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو لپاره ګواښ بولي

Pa.azadiradio.com 

دا مهال هند په دوره يي ډول د شانګهای سازمان یا (SCO) مشري کوي او په پام کې ده چې په راتلونکو څو میاشتو کې د دې سازمان مشران په نوي ډيلي کې غونډه وکړي. د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې به د روسيې، چين، هند، منځنۍ اسيا هېوادونه، ایران او پاکستان هېوادونو استازي ګډون وکړي. هندي مقاماتو د هند ټريبیون ورځپاڼې ته ويلي چې، په افغانستان کې د نشه‌يي موادو تولید او له افغانستان څخه د نشه‌يي موادو د قاچاقو ډ‌ېروالی د دې غونډې اصلي موضوع ده، ځکه په وروستيو میاشتو کې له افغانستان څخه د شانګهای سازمان غړو هېوادونو ته د نشه‌يي موادو قاچاق ډېر شوی دی. Читать дальше...

له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه د کانګرس پر ارزونه د 'هيل' ورځپاڼې تبصره

Pa.azadiradio.com 

هيل ورځپاڼه: له امریکا خپرېدونکې "هیل" ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې لیکي، ډېر ژر به د امریکا د متحده‌ایالتونو د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه له افغانستان څخه د دغه هېواد د ځواکونو د ایستلو په اړه بحث وکړي. د ورځپاڼې په ټکو، دغه ناسته به د مارچ په اتمه جوړه شي او د هغه مشران چې له افغانستان څخه د سرتېرو او نورو کسانو د ویستلو مسولیت یې پر غاړه و، دې ناستې ته وربلل شوي دي. ورځپاڼه لیکي، د جوبایډن ادارې تر اوسه له ګډوډیو ډکې دې وتنې په اړه د توضحیاتو له ورکولو ډډه کړی، خو د هیل ورځپاڼه... Читать дальше...

د طالبانو حکومت: تېرو ۴مياشتو کې له ايران څخه نږدې ۱۱زره کډوال راستانه شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پرون (پنجشنبه) وویل، په تېرو ۴ ورځو کې له ایران څخه نږدې ۱۱ زره افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي. ایران په وروستیو کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی خو طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنیدونکو وزارت په خبرپاڼه کې دې ته اشاره نه‌ده شوې چې، دا کډوال په خپله خوښه او که په زوره افغانستان ته راګرځول شوي دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ۱۰ زره ۷۰۶ تنه افغان کډوال، چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي، د هرات د اسلام کلا او د... Читать дальше...

د خوړو نړيوال پروګرام: هره ورځ له ۴۰موټرو زيات خوراکي مواد افغانستان ته لېږدول کېږي

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایچ او وايي، د ورځې تر ۴۰ موټرو زیات خوراکي مواد له ازبکستان څخه افغانستان ته ځي. د دغه پروګرام ویاند وحیدالله اماني تېره شبه په دې اړه ازادی راډیو ته وویل: "اوس د ورځې زر ټنه خوراکي مواد د ازبکستان د حکومت په ملاتړ له پولې افغانستان ته تېریږي، د ازبکستان په ترمذ ښار کې د نوي لوژیستیکي مرکز د ظرفیت لوړېدا به زموږ سره مرسته وکړي چې په ښه ډول په افغانستان کې له ۲۰ میلیونو وګړو سره چې اوس وږي دي، د خوراکي توکو مرسته وکړو." ده زیاته کړه، د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان... Читать дальше...



Москва

Вседозволенность азербайджанской диаспоры в России или как пантюркистские националисты 29 апреля перекрыли улицу в центре Москвы


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин назвал современные технологии, которые используют в городском хозяйстве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Филипп Киркоров

Киркоров потратил 200 млн рублей на ремонт и золотые унитазы




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

ЦСКА выложил провокационный ролик к матчам с "Зенитом", вспомнив фразу Дзагоева

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова


WTA

16-летняя теннисистка Андреева обновила рекорд турниров WTA-1000



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Арцах

Вседозволенность азербайджанской диаспоры в России или как пантюркистские националисты 29 апреля перекрыли улицу в центре Москвы



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России