Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2023

Новости за 04.03.2023

جرمني په افغانستان او ایران کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی غندلی

Pa.azadiradio.com 

د جرمني صدراعظم په افغانستان او ایران کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی غندلی دی. اولاف شولڅ د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په ویډیويي پیغام کې وویل په دواړو هېوادونو کې د هغو ښځو پر وړاندې چې د خپلو حقونو په خاطر لپاره مبارزه کوي، سخته مقابله کېږي. شولڅ زیاته کړه، هغه مېرمنې چې د ازادۍ او عدالت لپاره مبارزه کوي، حتی خپل ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي. د مارچ اتمه په داسې حال کې رانږدې شوې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې بندې کړي او په دفترونو کې یې د ښځو پر کار بندیز لګولی.

د لوبو له میدانه؛ د پاکستان پر وړاندې راتلونکو کرکټ سیالیو ته افغان لوبډله کله اعلانېږي؟

Pa.azadiradio.com 

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د پاکستان پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته افغان ملي لوبډله کله اعلانېږي؟ د افغانستان د کرکټ په کورنیو سیالیو کې لومړۍ درجه ولایتي لوبې پیل شوي دي. د اسټرالیا ملي لوبډلې د ټېسټ اتلولۍ پایلوبې ته ورسېده. د پاکستان په غوره لیګ سیالیو کې د افغانستان لوبغاړي ښه ځلېږي. او د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا له لوري غوره لوبغاړو او روزونکو ته معتبرې جایزې ورکړل شوي دي. په خپرونه کې د نور مطالبو ترڅنګ ځانګړې مرکه هم شته چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ... Читать дальше...

جګپوړی امریکايي چارواکی: له طالبانو سره باید حساب وشي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي ویلي، له طالبانو سره باید حساب وشي. امریکا وايي، طالبان باید د خپلو هغو ژمنو په اړه حساب ورکړي چې عملي کړې یې نه دي. د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې ته، د یوه لیک په استولو سره ویلي چې دغه هېواد طالبانو ته د ویزو د صادرولو په محدودیت کې پاتې راغلی. جان کربي امریکا غږ سره په مرکه کې وویل... Читать дальше...



ايټاليا کې د افغانستان سفارت: د کښتۍ له ډوبېدو وروسته د ٣٢ افغانانو مړي موندل شوي

Pa.azadiradio.com 

په ايټاليا کې د افغانانو د ټولنې سلاکاره او په ايټاليا کې د افغانستان سفارت د څارنې کمېسيون غړې کبرا رحمتي وايي، د ايټاليا په اوبو کې د ډوبو شويو افغانانو د جسدونو لټون لا هم روان دی. نوموړې، چې پرون د ایټالیا کروتون ښار ته چېرې چې د افغانانو او نورو کډوالو کښتۍ ډوبه شوې وه، ورغلې وه، وايي چې د دغې پېښې یو شمېر ژوندي پاتې شوي کسان د خپلو عزیزانو د جسدونو موندلو لپاره ان د سمندر شګې په لاسونو لټوي. د اغلې رحمتي په وينا ډېری زيانمن شوي خلک افغانان دي. رحمتي زياتوي: "ډېره دردونکې وه، د بېلګې په... Читать дальше...

یو شمېر کابل ښاریان د حضوري چمن د بیارغونې غوښتنه کوي

Pa.azadiradio.com 

۲۲ کلن زهیر، حضوري چمن ته نږدې ژوند کوي. هغه وایي چې هره ورځ سپورټ لپاره ورځي، خو د حضوري چمن له بد وضعیت شکایت کوي. د هغه په خبره، حضوري چمن اوس د سپورټ او تفرېح لپاره یو مناسب ځای نه دی. زهیر ازادي راډیو ته وویل: "موږ هره ورځ حضوري چمن ته د فوټبال د تمرین لپاره راځو، خو له بده مرغه چې د حضوري چمن وضعیت هېڅ ښه نه دی، خاورې ډېرې وي، اصلاً شین چمن نه لري او طالبانو هم ورته هېڅ پام نه دی کړی." عبدالاحد امیري چې معلول لوبغاړی دی، حضوري چمن د معلولو ورزشکارانو د سپورټ لپاره هم یو مناسب ځای ګڼي او د طالبانو له حکومته غواړي چې بیا یې ورغوي. Читать дальше...

په خوست کې دوه نوي ښونځي پرانیستل شول

Mashaalradio.com 

د خوست مرکز اړوند «قلموال مېنه» کې د نجونو او هلکانو لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ لخوا د دوو ښوونځیو ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د یادو ودانیو د پرانیستې په پار د غونډې ګډونوالو له چارواکو وغوښتل چې په راتلونکې پسرلي کې دې د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې پرانیزي. په دې اړه نجیب الله الوخېل ویډیويي راپور چمتو کړی دی.

د اوکراین پر باخموت ښار سخته جګړه روانه ده

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په ختیځ کې د باخموت پر ښار سخته جګړه روانه ده. اوکراین وایي چې د روسي ځواکونو بریدونه یې شا ته تمبولي، خو روسیي ځواکونه بیا په دې باور دي چې هره شېبه ممکن دوی دا ښار ونیسي. لوېدیځ متخصصان په دې نظر دي چې باخموت ستراتیژيک ښار نه دی، خو د دې لپاره چې له میاشتو راهیسې روسیي پوځیان حملې پرې کوي، د دې ښار نیول له سمبولیک پلوه مسکو ته اهمیت لري. اوکراین نن خبر ورکړ چې د تېرو څلورویشتو ساعتونو په ترڅ کې یې پر باخموت ښار د روسیې ګڼ بریدونه شا ته تمبولې دي. د روسیې ملېشه ځواکونو ادعا کړې... Читать дальше...



کربي: امریکا به له طالبانو سره د هغو د کړو ژمنو په خاطر حساب کتاب وکړي

Pa.azadiradio.com 

د سپینې ماڼۍ یو جګپوړی چارواکی وايي چې متحدایالات به له طالبانو سره د هغو د کړو ژمنو په خاطر حساب کتاب وکړي. د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو د څانګې مسوول جان کربي له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککاول د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکین ته په یوه لیک کې وویل، د ولسمشر جوبایډن د ادارې له خوا پر طالب مشرانو بندیزونو او پر هغوی د ویزې محدودیتونو نتیجه نه ده ورکړې. کربي وویل، واشنګټن د طالبانو حکومت د افغانستان... Читать дальше...

په پاکستان کې افغان پناه غوښتونکي: امریکا دې زموږ برخلیک معلوم کړي

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د وضعېت په اړه له پاکستان سره خبرې کوي، په پاکستان کې مېشت افغان پناغوښتونکي د امریکا متحده ایالاتو له حکومته غواړي چې د ورته څرګندونو پر ځای دې د دوی ستونزه په اساسي ډول حل او برخلیک دې یې معلوم کړي.    نرګس عزیزي شهاب چې د ایس آی وي یا د کډوالۍ د ځانګړو ویزو د پناه غوښتنې قضیه لري او له څه باندې یو کال راهیسې په پاکستان کې ده، وايي، په دې هېواد کې په پاتې کېدلو سره یې ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږې. نوموړې د امریکا... Читать дальше...

طالبانو په هرات کې د داعش د شپږو غړو د وژلو ادعا کړې

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د طالبانو سمه ییز چارواکي ادعا کوي چې د داعش شپږ غړي یې وژلي دي. په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیه قومانداني په وینا، تېره شپه د دوی ځواکونو د رباط کابلي ها په سیمه کې پر یوه کور علمیات وکړل چې په ترڅ کې یې د یوې مېرمنې په ګډون شپږ تنه ووژل شول او د طالبانو یو تن ټپي شو. د طالبانو په وینا، دوی د دې عملیاتو پرمهال درې کلاشینکوفونه، پنځه تومانچې، یو دوربین او پنځلس موبایلونه ترلاسه کړي دي.

اروپايي ټولنې پر چین د بندیزولو لګولو خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې یوه جګپوړي چارواکي پرون وویل، دا ورته ته سره کرښه ده که چېرته چین روسیې ته وسلې ورکړي او خبرداری یې ورکړ چې په ځواب کې به اروپایي ټولنه پر چین بندیزونه ولګوي. تر دې یوه ورځ مخکې د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ پېکنګ ته خبرداری ورکړی و چې ماسکو ته د اوکراین د جګړې لپاره وسلې ورنه کړي. شولڅ د جرمني پارلمان ته د خبرو پرمهال پر چین غږ کړی و چې تېري کوونکې روسیې ته دې وسلې نه ورکوي. چین ویلي دي چې روسیې ته د وسلو د ورکولو نیت نه لري.

د شپږ اعشاریه نهه ریښتر په کچه زلزلې د نیوزیلنډ کرمادیک ټاپوګان لړزولي

Pa.azadiradio.com 

د شپږ اعشاریه نهه ریښتر په کچه زلزلې نن د نیوزیلنډ کرمادیک ټاپوګان ولړزول. د دې زلزلې مرکز یوسل او دوه پنځوس کیلومتره ژور و. د امریکا د متحد ایالتونو د څونامي د خبرتیا سیستم ویلي چې تر دې زلزلې وروسته د څونامي خطر نه دی رامنځته شوی.

رافایل ګروسي د دویمې ورځې لپاره هم له ایراني چارواکو سره خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي نن د دویمې ورځې په مخه په ایران کې چارواکي وهڅول چې د موندل شویو یورانیمو په برخه کې همکاري وکړي. د ایران ایرنا اژانس خبر ورکړ چې ګروسي د ایران د اټومي انرژي د سازمان له مشر محمد اسلامي سره نن بیا خبرې وکړې. ګروسي په داسې وخت کې ایران ته سفر کړی دی چې رویټرز اژانس د ایران فوردو اټومي مرکز ته نږدې د درې اتیا اعشاریه اوه فیصده غني شویو یورانیمو د موندلو خبر ورکړی دی، دا هغه اندازه یوارنیم دي چې د اټومي وسلې جوړېدو ته ډېر نږدې دي.

د هرنايي د سکرو په کان کې چاودنې شپږ تنه وژلي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د سکرو کانونو د اتحادیې له خوا پر دې پېښه خواشیني ښودل شوې او تور یې پورې کړی دی یې په کانونو کې د کارکوونکو د خوندیتوب لپاره مناسب ګامونه نه دي پورته شوي.

ښوونیز کال پيل ته نږدې والی؛ له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي به پرانيستل شي؟

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون د سړو سیمو د ولایتونو د ښوونيز کال پیل ته له شلو کمې ورځې پاتې دي، د یو شمېر ښوونځیو مسوولان وايي، لا تر اوسه د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت له خوا دوی ته له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو د پیل په اړه څه نه دي ویل شوي. حسنا په کابل کې د اریانا ښوونځي د یوولسم ټولګي زده کوونکې ده. هغه چې خپلې راتلونکې ته اندېښمنه ده، وایي، ان د شپې خوب نه لري او په همدې فکر کې وي چې ښوونځی به څنګه شي؟ دې ازادي راډيو ته په خبرو کې وویل: "ما چې لوستلي... Читать дальше...

یوې ۸۷ کلنې مصرۍ ښځې لیک لوست زده کړ

Mashaalradio.com 

د مصر د ټولنیز پیوستون وزارت پاخه عمر لرونکو ته د لیک لوست ښوولو بهیر پیل کړی دی او وايي، په راتلونکو درو کلونو کې یو مېلیون کسان باسواده کوي. له همدې نوښت سره سم، د مصر په یوه وړوکي ښار کې یوې ۸۷ کلنې ښځې لیک لوست زده کړی دی. زبیده العال اته بچي او ۱۳ لمسي لري او وايي، په وړوکتوب کې یې پلار له زده کړو منع کړې وه نو ځکه یې په پاخه عمر کې لیک لوست زده کړ. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

پلخمري کې د نجونو زده کوونکو لپاره د کار زمینه برابره شوې

Pa.azadiradio.com 

په پلخمري کې د ښځو یوازېني رسټورانټ د هغو نجونو زده کوونکو لپاره د کار زمینه برابره کړې چې ښوونځي ته له تګه منع شوي دي. د رسټورانټ مسووله وايي، له ښوونځیو او پوهنتونو څخه د نجونو په منع کولو اوس ډېری دغو زده کوونکو درنو کارونه ته مخ کړې ده. نور په ویډیو کې:


Музыкальные новости
Сергей Брановицкий

Продвижение Музыки. Раскрутка Музыки. Продвижение Песни. Раскрутка Песни.





Rss.plus
МХЛ

В СКА рассказали, почему не стали продолжать сотрудничество со «СКА-Карелией» в МХЛ




Shot: в Москве полицейские задержали Диану Шурыгину с криптобизнесменом Гусевым

Осудившие Россию барды Никитины столкнулись с проблемами в Америке

«Спартак» обыграл «Динамо» в полуфинале Кубка России

Изобретения российской науки, популярные в мире




ارواپوهان: له معتادینو سره د چلند په اړه بايد خلکو ته پوهاوی ورکړل شي

Pa.azadiradio.com 

ارواپوهان وايي، د دې لپاره چې معتادین تر درملنې وروسته په ټولنه کې د پخوا په شان ځای پيدا کړی، باید په دې اړه خلکو ته پوهاوی ورکړل شي. خليل څلور ځله د معتادینو د درملنې په مرکز کې د نشې پرېښودلو له پاره بستري شوی دی. ده تر دې مخکې هم درې ځله نشه پرې ايښې وه، خو د ده په وينا، د کورنۍ د غړو له‌خوا باور نه ورباندې کېده او په ټولنه کې د خلکو ناسم چلند د دې لامل شو چې معتادو انډيوالانو ته پناه وروړي او بېرته معتاد شي. خليل وايي: "که په مجلس کې ښه خبره هم وکړې، که خلک مخامخ درته ونه وايي، په غياب کې وايي چې چندان سړی نه‌دی پوډري دی. Читать дальше...

امریکا له افغان کډوالو په روان چلند له پاکستاني حکومت سره خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په پاکستان کې له افغان کډوالو په روان چلند له پاکستاني حکومت سره خبرې کوي. د دې وزارت ویاند نېډ پرایس پرون په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د نامناسبې رویې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، متحده‌ایالات په دې اړه له پاکستاني لوري سره په منظم ډول د خبرو په حال کې دي. پرایس له ټولو هېوادونو وغوښتل چې له افغانانو سره د کډوالۍ د نړیوالو اصولو پر بنسټ مناسب چلند وکړي او دوی که هر ځای وي، د ځورولو او شکنجې یې لاس واخلي. دا په داسې حال کې ده چې... Читать дальше...

طالبانو 'اسماعیل مشعل' او 'اسماعیل رحماني' له بنده خوشې کړي

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د پوهنتون دوه استادان اسماعیل مشعل او اسماعیل رحماني په ضمانت له بنده خوشې کړي دي. اسماعیل مشعل په کابل کې په یوه لاس ګاډي کې کتابونه ګرځول او په وړیا توګه یې خلکو ته ډالۍ کول. ده په دې ډول د نجونو د زده کړو د مخنیوي پر ضد خپل اعتراض څرګنداوه. دی یوه میاشت مخکې د طالبانو امنیتي ساتونکو نیولی و. اسماعیل رحماني بیا طالبانو نږدې دوې اونۍ مخکې نیولی و. په ده دا تور پورې شوی و چې د طالبانو پرضد په خواله رسنیو کې لیکنې کوي.

د بدخشان د سرو زرو یوه کان کې دوه کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان په یاوان ولسوالي کې د سرو زرو په کان کې د کار پرمهال دوه تنه مړه شوي او یو تن ټپي شوی دی. د بدخشان د اطلاعات او فرهنګ رییس معزالدین احمدي وایي، د قطار بید په کلي کې د جمعې په سهار د طلا د کان د یوې برخې د نړېدو له امله دوه کارګر ووژل شول او یو ټپي شو. د وژل شویو کارګرانو مړي وروسته له څلور ساعتونو د خاورو له لاندې راوایستل شول.

د افغانستان بانک ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک نن شپاړس میلیونه ډالر لیلاموي. د بانک د چارواکو په وینا دا هڅه د دې لپاره کوي چې د افغانۍ ارزښت د نورو اسعارو پر وړاندې په نسبي ډول ثابت پاتې شي. دې بانک له صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتې دي چې د دې ډالرو د لیلام په داوطلبي کې برخه واخلي. د افغانستان بانک نږدې هره اونۍ تر لس میلیونه ډېر ډالر لیلاموي، خو وروستی ځل یې درې ورځې مخکې اوولس میلیونه ډالر لیلام کړل. د کابل په شهزاده سرای کې تېر ماښام یو امریکایي ډالر په څه باندې نهه اتیا افغانیو تبادله شو.

د بریتانیا تر ټولو لوی جومات بېرته پرانیستل کېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د بریتانیا تر ټولو لوی جومات چې اته کاله مخکې سوځېدلی و، نن بیا پرانیستل شي. د بیت الفتوح په نوم دا جومات د لندن په جنوب کې دی چې په یوه وخت دیارلس زره کسان لمونځ په کې کولای شي. په دې پنځه پوړه جومات کې په ۲۰۱۵ کال کې اور ولګېد چې یو شمېر کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړ. د دې اور لګېدو په تور یو شپاړس کلن ماشوم تورن شوی و، خو د بریتانیا محکمې په ۲۰۱۷ کال کې هغه ته برائت ورکړ. د بیت الفتوح جومات پر بیا رغونه نږدې شل میلیونه پونډه لګښت راغلی دی چې په بریتانیا کې د احمدي مسلمانانو ټولنې ورکړی دی.



Москва

Вседозволенность азербайджанской диаспоры в России или как пантюркистские националисты 29 апреля перекрыли улицу в центре Москвы


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Московская неделя предпринимательства начнется 16 мая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Shaman

Екатеринбуржец исполнил хит Shaman’а в метро и получил тростью от бабушки




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ЦСКА выложил провокационный ролик к матчам с "Зенитом", вспомнив фразу Дзагоева

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова


WTA

Соболенко вышла в ⅛ финала турнира WTA в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Сергей Брановицкий

Продвижение Музыки. Раскрутка Музыки. Продвижение Песни. Раскрутка Песни.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России