Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2023

Новости за 15.03.2023

د بشري حقونو د څار سازمان: متحده‌عربي اماراتو لسګونه افغان کډوال په ناقانونه توګه توقيف کړي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان پر متحده اماراتو تور لګولی، چې شاوخوا ۲۷۰۰افغان کډوال یې د ۱۵ میاشتو راهیسې په غیر قانوني توګه توقیف کړي دي. دیان فایز او کورنۍ یې د ۲۰۲۱ کال له اکټوبر مياشتې راهیسې د متحده عربي امارتو د ابوظبي په کمپ ژوند کوي. دی وایي، په دغه موده کې دوی د خوړو او تعلیم ته د نه لاس‌رسي په ګډون بېلابېلې ستونزې تجربه کړي دي. نوموړی اوکورنۍ یې چې خپل د مقصد هېواد ته د رسېدو په تمه دي، ازادي راډيو ته وویل: "دلته د عربو یو استازی لرو، په اوونۍ کې یو ځلې راځي، دننه چې څوک کومه ستونزه لري،... Читать дальше...

قطر مېشتو مساپرو شاعرانو سره خبرې

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ په مشال راډیويي مجله کې د مساپرو شاعرانو خبرې او شعرونه اورېدلی شئ. دا هغه شاعران دي چې د «پاک پښتو ادبي کاروان» غړي دي. دا تنظیم په دوحه قطر کې له تېرو شلو کالو نه ادبي فعالیتونه کوي.

په سوات کې د مشهورو شاعرانو مشاعره

Mashaalradio.com 

په سوات کې د مشهورو شاعرانو په ګډون مشاعره شوې ده. لایق زاده لایق، ممتاز اورکزی، افسر افغان، بخت زاده دانش، ظفر علي ناز، منير بونیری او اباسین يوسفزی له هغو شاعرانو وو چې تر پينځوو ساعتونو لپاره شعرونه وويل. مشاعرې جوړوونکو وويل چې سرکار د پښتو ژبې خدمت نه دی کړی خو همدا شاعران دي چې پښتون یې ژوندۍ ساتلې ده. دې مشاعرې ته د مشال راډيو همکار، نياز احمد خان هم ورغلی وو. د هغه ويډيو راپور وګورئ.



د جنوبي وزیرستان جګړه ځپلي د ړنګو کورونو تاوان غواړي

Mashaalradio.com 

په داسې حال کې چې چارواکي په قبایلي ضلعو کې د بې کوره شویو خلکو د بیا ابادۍ او پرمختیايي پروژو ادعاوی کوي، د سویلي وزیرستان جګړه ځپلو له تېرو ۲۵ ورځو راهیسې د خپلو ړنګو شویو کورونو د معاوضې لپاره په ټانک کې احتجاجي پرلت وهلی دی. په دې اړه تفصیل په خپرونه کې.

سيد علي شاه وايي د زده کړو لپاره یې مزدوري کوله

Mashaalradio.com 

په مشال مرکه کې مو د بلوچستان نوميالی خبريال او شنونکی سيد علي شاه مېلمه کړی دی. نوموړی د پښین دی او د ۱۹۹۰ز لسیزې په وروستیو کې یې خبریالي پیل کړې وه. شاه له هغه وخت راهیسې د پاکستان له کورنیو او نړیوالو رسنیو سره کار کړی دی. دی وايي، د زده کړو پر مهال یې مزدوري هم کوله. سید علي شاه وايي، د بلوچستان تر ټولو لویه مسله سیاسي او اییني ده او تر څنګ یې اقتصادي ستونزې هم دي چې سیاسي حل یې په کار دی. له نوموړي سره بشپړه مرکه واورئ.

ایالتي محکمې د عمران خان د نیولو امر وځنډوه

Pa.azadiradio.com 

لاهور ایالتي محکمې د اسلام اباد او پنجاب پولیسو او رېنجرز ځواک ته امر کړی، چې د مارچ د ۱۶مې تر سهار ۱۰ بجو پورې دې په لاهور کې د تحریک انصاف د مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د نیولو عملیات ودروي. دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر ۱۵مه پر دویمه ورځ هم د اسلام اباد او پنجاب پولیس او رېنجرز ځواک سرتېري په لاهور کې د خان د نیولو لپاره د هغه د کور شاوخوا ولاړ ول. د پنجاب لنډ مهالي حکومت ویلي، د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) کرکټ سیالۍ له کبله یې په زمان پارک کې د عمران خان کور بهر ځای پر ځای شوي... Читать дальше...

د بې پولې خبريالانو سازمان: طالبان دې بلخ کې پر خبريالانو شوې چاودنه وڅېړي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د خبریالانو یو شمېر ملاتړي بنسټونه له طالبانو د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي غوښتنه کوي، یو شمېر افغان خبریالان بیا خپله طالبان دوی سره په بد چلند تورنوي. د افغانستان په شمال بلخ ولایت کې د پژواک خبري اژانس سيمه‌يیز خبریال سیرت نوري د هغو خبریالانو له ډلې دی، چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ، په تبیان فرهنګي مرکز کې چاودنه کې ټپي شوی. نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د روغتون مسولین او طالب چارواکي له ده سره پر بد چلند تورن کړل. ښاغلی نوري وايي: "زما وضیعت... Читать дальше...



د کرنې او خوړو سازمان کونړ کې دوه زره کرندګرو ته د غنمو کرلو روزنه ورکړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د کرنې او خوړو سازمان، FAO په دې هېواد کې له بزګرو سره د غنمو د بېړنۍ مرستې په ترڅ کې په کونړ ولایت کې دوه زره بزګرو ته د روزنې خبر ورکوي. د کرنې او خوړو سازمان نن په یوه ټویټ کې ویلي چې، دغو بزګرو ته د غنمو د کرلو د غوره لارو په اړه روزنه ورکړل شوه او هم ورسره د غنمو د تخمونو او سرې مرسته وشوه. د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د کرنې او خوړو سازمان ویلي، که بزګر د غنمو په کرلو کې له عصري ډولونو لکه په یوه لیکه د کر له ميتود څخه کار واخلي، په حاصلاتو کې به یې له ۱۵ نه تر۳۰ سلنه زیاتوالی راشي.

د نړيوال بانک راپور: افغانستان لا هم د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دی

Pa.azadiradio.com 

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دی او په ۴ میلیونو کسانو کې ۳.۲ میلیونه ماشومان چې عمر یې له پنځو کلونو کم دي، په خوار ځواکۍ اخته دي. حمید الله چې د خوست ولایت اوسېدونکی دی او په خپل کورنۍ کې د شلو کسانو د سرپرستۍ مسولیت لري وایي، بې‌روزګاره دی او د کافي خوړو د نه درلودو له امله یې ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي. نوموړی وايي: "کارو بار نه‌شته، هر څومره چې کار پسې ګرځو کار نه‌شته، د بې‌کارۍ له وجې مو ماشومان پر خوار ځواکۍ اخته... Читать дальше...

د فنلنډ ولسمشر ناټو کې د غړيتوب اخيستلو د هڅو په موخه ترکيې ته سفر کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د فنلنډ ولسمشر ساولي نینیستو Sauli Niinisto به بل سبا د جمعې په ورځ ترکیې ته لاړ شي او د دې هېواد له ولسمشر رجب طیپ اردوغان سره به په ناټو تړون کې د فنلنډ د غړیتوب د هڅې پر موضوع خبرې وکړې. انقرې په دې وروستیو کې داسې نښې ښودلي چې، چمتو ده په دې تړون کې د فنلنډ د غړیتوب ملاتړ وکړي. د فنلنډ د ولسمشرۍ دفتر وویل، نینیستو به په دې سفر کې چې د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو به هم ورسره ملګرتیا کوي، په ترکیه کې د فبرورۍ د میاشتې ویجاوړونکې زلزلې وروسته د بیارغونې د هڅو او په ناټو کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب پر موضوعاتو خبرې وکړي. Читать дальше...

کرېکټ؛ بنګله‌دېش کم‌عمره لوبډلې په دویمه لوبه کې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او بنګله‌دېش کم‌عمره ځوانانو ترمنځ دویمه یو ورځنۍ سيالي مېلمه لوبډلې په ۶۳ منډو وګټله او په دې سره یې د دوه یو ورځنیو لوبو لړۍ برابره کړه. په دې لوبه کې چې د چهارشنبې په ورځ د کابل پر وخت سهار ۹:۳۰ بجې د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شوې وه، بنګله‌دېش تر ټاس ګټلو وروسته توپوهنه وکړه او د ۲۳۲ منډو هدف یې وټاکه. که څه هم د دوی پیلیزو یا د ټاپر ارډر توپ وهونکو ښه لوبه ونه‌کړه، خو د منځنۍ کچې یا میډل ارډر توپ وهونکو یې اوږده ملګرتیا وکړه. دوی ته محمد شهاب او شیخ پروېز په ترتیب سره ۹۸ او ۴۸ منډې وکړې. Читать дальше...

سيګار: طالبانو افغان مېرمنې پر کورني حبس محکومې کړي دي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغان مېرمنې او نجونې وايي، د طالبانو حکومت له ټولنې، په بشپړ ډول د ښځو حذفولو ته ملا تړلې ده. په هرات ولایت کې د دولسم ټولګي زده‌کوونکې فرشته عظیمي وايي، د طالبانو د حکومت د ښځو ضد فرمانونو د دوی بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي. نوموړې وايي: "تر دې دمه دوی شاوخوا ۳۰ د ښځو ضد فرمانونه صادر کړي، چې ټول یې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي، د بېلګې په توګه له ښځو څخه یې د کار، تعلیم ، سفر او نور ډېر اساسي حقونه اخیستلي دي." په همدې حال کې د افغانستان پر بیارغونه د امریکا څار ادارې (سیګار)... Читать дальше...

ازادي راډيويي مجله؛ ګل په ادبياتو کې د څه‌شي سمبول دی؟

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډيويي مجلې ننني پروګرام کې به واورئ چې هلمند کې د تازه ګلانو پېر او پلور کم شوی دی، دا چې ګلان په ادبياتو کې څه مانا لري، پر همدې موضوع له استاد نجيب منلي سره مرکه لرو. دغه راز د کندهار مجلې پر بيا چاپېدو خبرې، شعرونه او يو شمېر نور مطالب مو هم دې خپرونه کې را اخيستي دي. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

کريميا کې يو فعال رولان عثمانوف توفيف کړی شوی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې له‌خوا لاندې شوې د اوکراین په کریمیا ټاپووزمه کې د روسیې له‌خوا ګومارل شویو چارواکو د کریمیا د تاتارانو یو فعال رولان عثمانوف توقیف کړی دی. دا خبره د کریمیا د پیوستون د بشري حقونو ډلې کړې او ویلي یې دي چې، نوموړی وروسته له هغې ونیول شو چې کور یې تالاشي شو. په دې اړه چې ولې د دغه فعال کور تالاشي شوی او هغه پر کوم اساس توقیف شوی، نور جزیات نه‌دي ورکړل شوي. روسیې د کریمیا پر تاتارانو چې د دې ټاپووزمې یوه بومي قومي ډله ده، فشارونه زیات کړي دي. ډېرو دغو تاتارانو په ۲۰۱۴ کال د روسیې له‌خوا... Читать дальше...

پاکستان کې سرشمېرنې ولې لانجمنېږي؟

Mashaalradio.com 

د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې مو په پاکستان کې د روانې برېښنايي سرشمېرنې په اړه د قبايلی سيمو او سيند صوبې اندېښنې د چارو له پوهانو سره څېړلې دي. بشپړ بحث وګورئ

په خوست کې "شمله" پنځمه کلنۍ مشاعره جوړه شوه

Pa.azadiradio.com 

د مارچ په ۱۴مه، شپه مهال د خوست د صبریو او یعقوبیو په ولسوالۍ کې د سلګونو کسانو په ګډون شمله کلنۍ مشاعره جوړه شوه. په دې مشاعره کې د ځايي شاعرانو او فرهنګیانو ترڅنګ د کوزې پښتونخوا همدارنګه د لوی ننګرهار، لويې پکتیا، کابل او نورو ولایتونو یو شمېر شاعرانو او د شعر او ادب مینه‌والو برخه اخیستې وه. په ياده مشاعره کې چې په ازاده فضاء کې ترسره شوه، شاعران او ویناوال د ګډونوالو له‌خوا تر پایه په تودو چکچکو، غورځیو او ګرمو ولولو نمانځل کېدل. د پکتیا ولایت څخه راغلي شاعر غلام طاهر افغان وویل، شمله... Читать дальше...

کابل کې د کرنيزو محصولاتو نندارتون پرانيستل شو؛ ښځو هم په‌کې ګډون کړی

Pa.azadiradio.com 

نن چهارشنبه په کابل کې د نوي لمریز کال په مناسبت د کرنیزو محصولاتو یو څلور ورځنی نندارتون پرانیستل شو، چې ښځو هم په‌کې ګډون کړی و. په کابل کې د لاسي صنایعو د یوه شرکت کارونکې ناظمه خواجه زاده وايي، د لاسي صنایعو په کوم تولیدي شرکت کې چې دا کار کوي، شاوخوا ۱۸۰ نورې مېرمنې هم شته، چې افغاني جامې، غالۍ، بوټونه او دستکولونه جوړوي. ناظمه وايي، نن دوی د هر یوه نمونې راوړي او په نندارتون کې یې نندارې ته ایښې دي. ناظمې خواجه زاده ازادي راډیو ته وویل، په دې نندارتون کې له ګډون څخه د دوی موخه دا وه... Читать дальше...


Музыкальные новости
Певец

Певцу Денису Майданову стало плохо на репетиции праздничного концерта





Rss.plus
Россия

Тарифы ЖКХ вырастут в России




Первомай в Ступине стартовал традиционной легкоатлетической эстафетой

Сын Юрия Куклачева рассказал о состоянии отца

Бесплатный музей с редким ЗИЛами в Москве дорабатывает последние дни: арендную плату подняли в пять раз

Свыше пяти тысяч человек участвовали в первомайском шествии на выставке «Россия»




د اقتصاد او سولې انستيتيوت: افغانستان لا هم له ترهګرۍ د زيانمنو هېوادونو په سر کې دی

Pa.azadiradio.com 

که څه هم واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ظاهرا په افغانستان کې د جګړې خونړۍ څپه کمه شوې، خو لا هم دا هېواد په نړۍ کې له ترهګریزو بریدونو نه د زیانمنو هېوادونو په سر کې دی. د اقتصاد او سولې انستیتيوت د "تروریزم د نړیوال شاخص" په کلني راپور کې چې تېره ورځ خپور شوی ویلي، افغانستان د څلورم کال لپاره په پرله‌پسې ډول له ترهګرۍ نه د زیانمنو هېوادونو په سر کې دی. په راپور کې راغلي، په تېر ۲۰۲۲ میلادي کال کې د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې ترهګریز بریدونه شوی چې له امله یې ۶۳۳ کسان وژل شوي دي. د راپور... Читать дальше...

د بنګله‌دېش کم‌عمره ځوانانو کرېکټ لوبډلې افغانستان ته د ۲۳۲ منډو هدف ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او بنګله‌دېش کم‌عمره ځوانانو ترمنځ د دویمې یو ورځنۍ سیالۍ لومړۍ پاڼۍ بشپړه شوه چې، بنګله‌دېش د ۲۳۲ منډو هدف وټاکه. دغه سیالي نن چهارشنبه د کابل پر وخت سهار ۹:۳۰ بجې پیل شوې چې، د بنګله‌دېش د منځنۍ کچې توپ وهونکو محمد صاحب او شیخ پروېز په ترتیب سره ۹۸ او ۴۸ منډې وکړې. د افغانستان په توپ اچونکو کې بیا هم یما عرب ۴، فریدون داودزي ۲، فرهاد عثماني، جاوېد پکتین او ناصر حسین یوه - یوه وېکټ واخیسته. د افغانستان تر نولسو کلونو کم‌عمره ځوانانو ته سلیمان عربزي او لوبډلمشر نعمان اغا د توپ وهنې... Читать дальше...

کراچۍ کې د ۲ کسانو د وژنې ضد احتجاجي پرلت ختم شوی دی

Mashaalradio.com 

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) او ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) په کراچۍ کې د دوو کسانو د وژنې پرضد احتجاج ختم کړی دی. د پي ټي اېم یوه مخکښ مشر نور الله ترین د مارچ پر ۱۴مه شپې ناوخته په سهراب ګوټ کې پرلتوالو ته په وینا کې وویل، پولیسو ورسره منلې چې د وروستۍ پېښې او پکې د دوو کسانو د وژنې په اړه عدالتي کمېشن جوړوي او پینځه ورک کسان به موندل کېږي. دا تر هغې وروسته ده چې د مارچ پر ۱۳مه د کراچۍ د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې دعوه وکړه چې په منګوپیر کې یې په نښته کې د پولیسو پر دفتر په برید کې ککړ دوه مشکوک وسلوال وژلي او دوه یې نیولي دي. Читать дальше...

د اسلام اباد قایداعظم پوهنتون زده کوونکي په احتجاج دي

Mashaalradio.com 

د اسلام اباد د قایداعظم پوهنتون د دوکتورا (پي اېچ ډي) او اېم فېل د سطحو زده کوونکي له یوشمېر ورځو راهیسې د پوهنتون تړلو پرضد په احتجاج دي. انتظامیې د فبرورۍ پر ۲۷مه د پښتنو او بلوڅ زده کوونکو د ډلو ترمینځ تر نښتې وروسته تړلی وو. زده کوونکي وايي، د پوهنتون تړلو له کبله یې په لېبارټریو کې څېړنیز کار ضایع کېږي. د پوهنتون مشر له احتجاجیانو سره لیدلي دي خو تر اوسه معلومه نه ده چې هغه تعلیمي اداره به کله بیا پرانیستل کېږي. ویډیويي رپورټ.

د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې د موټر چپه کېدو له امله لس تنه مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د تخار ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو په پېښه کې لس تنه مړه شوي دي. د تخار د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالمتین صافي نن رسنیو ته وویل، دا پېښه نن سهار اته بجې هغه مهال وشوه چې یو پیکپ ډوله موټر چې کارګر یې نږدې کان ته انتقالول، د چاه اب ولسوالۍ په انجیر سیمه کې له سړک واوښت او چپه شو. صافي وویل، په دې پېښه کې لس تنه کارګر مړه او اته تنه نور ټپیان دي. هغه زیاته کړه چې د پنځو ټپیانو روغتیایي وضعیت خطرناک دی او د درملنې لپاره د تخار ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.



Москва

Консультации. Составление Договоров. Присутствие Продюсера при заключении договоров и переговорах. Лекции. Переговоры. Встречи и Обсуждения.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Shaman

Екатеринбуржец исполнил хит Shaman’а в метро и получил тростью от бабушки




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

Личка — о самой дорогой покупке в Москве: два дня назад решил купить самокат за 60 тысяч рублей

"Динамо" и "Спартак" опубликовали составы на матч Кубка России


WTA

Елена Рыбакина выступила с критикой в адрес WTA



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Собянин рассказал о строительстве моста через Москву-реку у Берегового проезда



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России