Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2023

Новости за 25.03.2023

سوریه کې د امریکا د برید له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۹ ته لوړ شو

Pa.azadiradio.com 

په سوریه کې د ایران پر پلوي ملېشو د امریکا د پوځ په هوايي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۹ ته لوړ شو. په لندن کې دېره د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان نن وویل چې د امریکا په ځوابي برید کې۳ سوریايي سرتېري، یوولس ایران پلوه ملېشې او پنځه بهرني وسله وال چې د سوریې د حکومت پلویان وو، وژل شوي. د امریکا پوځ وايي په دې برید کې هغه مرکزونه په نښه شوي چې د ایران له سپاه پاسداران ځواک سره تړلو ملېشو کار ترې اخیست. دا برید وروسته له هغه کېږي چې یو امریکایي قراردادي د پنجشنبې په ورځ په سوریه کې د ایران... Читать дальше...

د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې دویمه سیالي کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې سبا د ۲۰ اوریزو لوبلړۍ دویمه لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجې ښار کې ترسره کړي. افغانستان د دې لړۍ په لومړۍ لوبه کې پرون پاکستان ته په شپږ ویکټو ماتې ورکړه. دا د پاکستان پر وړاندې د افغان ملي لوبډلې لومړۍ بریا وه. د دواړو لوبډلو تر منځ د دې لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ سیالي د دوشنبې په ورځ په پام کې ده.



ځینې کابل ښاریان: د روژې د ځانګړو خوراکي توکو د پېر او پلور بازار سوړ دی

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې روژې لپاره د یو شمېر ځانګړو خوراکي توکي پلورونکي او اخیستونکي وايي، سږ کال پېر او پلور د تېرو روژو په څېر نه دی. په کابل ښار کې ګڼه ګوڼه شته، خو پلورونکي له سوړ بازار او اخیستونکي له خپل کمزور اقتصادي وضعیت څخه شکایت لري. د روژې د ځانګړو خوړو لکه اچار، مربا او لبنیاتو یو شمېر پلورونکي وايي، سږ کال د جمهوریت د کلونو په پرتله د خلکو اقتصاد کمزوری دی او د دوی په پلور کې هم کموالی راغلی. فیصل احمد هر کال په روژه کې د اچار او لبنیاتو د پلور کار کوي. هغه په تېرو څو ورځو کې د خپل بازار په اړه وویل... Читать дальше...

هرات کې د ښځو ځانګړی پلورنځی؛ د نارینه وو ورتګ منع دی

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د ښځو یو ځانګړی پلورنځی شته چې پلورونکي یې هم ښځې دي. نارینه وو ته اجازه نه شته چې دې پلورنځي ته لاړ شي. اوس چې د ښځو پر کار محدودیت لګول شوی، خو دې پلورنځي یو شمېر ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

ملګري ملتونه: ښايي د افغانستان لپاره د خوراکي توکو مرستې کمې شي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان یا ډبلیو ایف پي مسوول وايي، که دا سازمان خپله غوښتل شوې ۹۰ میلیونه ډالره بودیجه ژر تر لاسه نه کړي نو په راتلونکو میاشتو کې به ۹ میلیونه افغانان له مرستې محروم شي. یوه ښځه وایي، د هغې ناروغۍ له امله چې پرې اخته شوې د کار کولو او خپل څلورو وړو ماشومانو ته د ډوډۍ راوړلو توان نه لري. هغه چې په پلازمېنه کابل کې ژوند کوي وایي، څلور کاله مخکې یې مېړه مړ شوی دی. دا چې نه غواړی نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته په خبرو کې یې وویل، تر اوسه یو ځل د مرستندویه... Читать дальше...

په افغانستان کې سېلابونو ۳ کسان مړه، ۷ ژوبل او ۷۵۰ کورونه زیانمن کړي

Pa.azadiradio.com 

له زلزلې وروسته د وروستیو دوو ورځو سېلابونو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خلک زیانمن کړي دي. دا تلفات تر ډېره د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې رامنځته شوي دي. د بلخ ولایت د زارع ولسوالۍ اوسېدونکي ګل اغا ازادي راډيو ته وویل چې په دې ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله سلګونو کسانو ته زیانونه اوښتي دي. نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "د سېلابونو راتګ او د ږلۍ ورېدلو تر ۳۰۰ ډېرې کورنۍ زیانمنې کړې دي. سلګونه څاروي سېلابونه وړي او د زارع ولسوالۍ د ډېرو خلکو کرنیزې ځمکې او باغونه له منځه تللي او لارې د... Читать дальше...



د افغان کرکټ لوبډلې د بریا نمانځنه؛ ځینې افغانان پر خپلې ملي لوبډلې ویاړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۳ شل اوریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې تېره شپه د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه. افغانان وايي، د دې لوبې ګټلو دوی ډېر خوشحاله کړي او ویاړي چې داسې پیاوړې لوبډله لري. د کابل ښار اوسېدونکي سبحان الله دغه لوبه په پوره شوق لیدلې ده. هغه ازادي رادیو ته وویل: "تر اوسه موږ د پاکستان پر وړاندې بری نه وه ثبت کړی. نو دا زموږ لومړی ځل و چې پاکستانۍ لوبډلې ته مو ماتې ورکړه. بېخي د خوشحالې وروستی حد و، ډېر زیات خوشحاله وو. هیله من یو چې راتلونکې دوه سیالې هم په ښه ډول... Читать дальше...

اوکراین جګړه؛ روسیې پر باخموت لسګونه بریدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په خیتځ باخموت ښار کې لا هم جګړه دوام لري. د اوکراین په ختیځ باخموت ښار کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې روسیې په لسګونه بریدونه کړي دي. د اوکراین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ادارې ویلي، د باخموت په جبهه کې په لیمان، بخموت، اودیفکا، ماریینکا او شاختارسک کې ۵۹ وسله وال بریدونه شوي دي. په تېرو څو اونیو کې دغه سیمه د سختو جګړو شاهده وه. له دې یوه ورځ وړاندې د اوکراین پوځ ویلي وو چې د ځینو کارپوهانو د هغو ادعاوو پر خلاف چې وايي، پر باخموت د روسیې په څو میاشتي یرغل کې روسیې ځواکونه کمزوري... Читать дальше...

طالبان: په افغانستان کې هېڅ امریکايي بندي نه شته

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي، په افغانستان کې هېڅ امریکايي بندي نه شته. باختر خبري اژانس، چې د طالبانو تر کنترول لاندې دی، نن راپور ورکړ، د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د افغانستان له یوه خصوصي تلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې له دوی سره هېڅ امریکايي وګړی نه شته او نه هم تازه کوم امریکايي وګړی نیول شوی دی. تر دې وړاندې امریکایي رسنیو د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن له قوله راپور ورکړی و چې لا هم څو امریکايي وګړي د افغانستان د سرپرست حکومت په بند کې دي او دوی یې د خلاصولو هڅه کوي.

د امریکا ولسمشر د کاناډا صدراعظم سره یوه موافقه لاسلیک کړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د کاناډا له صدراعظم جسټن ترودو سره پرون جمعه یوه موافقه لاسلیک کړه چې پر اساس یې دوه هېوادونه غیرقانوني کډوال یو بل ته سپاري. ولسمشر بایډن له موافقې وروسته وویل، دواړه هېوادونه د کډوالۍ له داسې څپې سره مخامخ دي چې په تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی. د امریکا او کاناډا د موافقې له مخې، دواړه هېوادونه هغه پناه غوښتونکي شړلی شي چې په غیرقانوني لارو له امریکا څخه کاناډا او یا له کاناډا څخه امریکا ته واوړي. په ۲۰۲۲ کال کې له متحدو ایالتونو څخه کاناډا ته نږدې ۴۰ زره پنا غوښتونکي اوښتي وو. Читать дальше...

بایډن په سوریه کې د سپاه پاسداران د اړوندو ډلو پر اډو د ځوابي برید امر کړی

Pa.azadiradio.com 

په سوریه کې د سپاه پاسداران په اړوندو ځواکونو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو له حملې وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون جمعه وویل، امریکا له ایران سره د شخړې په لټه کې نه ده، خو د خپلو ځواکونو د ساتنې لپاره هر اقدام ته په کلکه ځواب وايي. د امریکا ولسمشر کاناډا ته د رسمي سفر په لړ کې ټینګار وکړ چې یوه ورځ مخکې یې په سوریه کې د سپاه پاسداران د اړوندو ډلو پر اډو د ځوابي برید امر کړی دی. تر دې مخکې وړمه شپه د امریکا دفاع وزارت، پنټاګون وویل چې د یوې انتحاري بې پیلوټې الوتکې په برید کې د یوه قراردادي... Читать дальше...

یو ځل بیا له طالبانو د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنې شوي

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې نجونو ته دې اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته لاړې شي، ځکه د دې سازمان په وینا دا د نجونو بشري حق دی. په غزني کې د یوه دولتي ښوونځي زده کوونکې چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې په راپور کې نوم واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل، له تېرو دوو کلونو راهیسې یې خپل ښوونځی په سترګو نه دی لیدلی او په کور او کلي کې یې هم داسې بل مرکز او څوک نه شته چې دا درس ترې ووایي. دا زده کوونکې وايي، هیله یې درلوده چې زده کړې وکړي او یوه ورځ خبریاله شي، خو په وینا... Читать дальше...

طالبان: وروستیو ورښتونو او سېلابونو ۳ کسان مړه او ۷ ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، د وروستیو دوو ورځو د ورښتونو او سېلابونو له کبله په یو شمېر ولایتونو کې ۳ تنه مړه شوي او ۷ ټپیان شوي دي. د دغه وزارت ویندوی شفیع الله رحیمي نن په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې دغو سېلابونو په ننګرهار، لغمان، کونړ، بلخ، فراه، زابل، فاریاب، ارزګان او نورستان ولایتونو کې ۷۵۶ کورونه نړولي دي. تر دې مخکې د تېرې اوونۍ په زلزله کې لږترلږه ۱۰ تنه مړه او ۶۰ تنه ټپیان شوي وو. له پېښو سره د مبارزې د وزارت ویندوی وايي چې د زلزلې له کبله ۸۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

رسنۍ: کرزي له برتانوي چارواکو او افغان سیاستوالو سره لیدلي

Pa.azadiradio.com 

بي‌بي‌سي خبر ورکړی چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي بریتانیا ته سفر کړی او هلته یې د برتانوي چارواکو په ګډون د افغانستان د مخکیني حکومت له ځینو چارواکو او یو شمېر سیاستوالو سره کتلي دي. د دې خبر پر بنسټ، کرزي په لندن کې د بریتانیا پاچا درېیم چارلز د بهرنیو چارو لپاره د مملکت سکرتر، د صدراعظم له ځانګړي استازي او یو شمېر افغانانو سره کتلي دي. خبر کې له چارواکو سره د کرزي د خبرو محتوا، د طالبانو او د دوی د مخالفو ډلو تر منځ بین‌الافغاني مذاکراتو ته زمینه چمتو کول ښودل شوي دي. دا معلومه نه‌ده چې د حامد کرزي دا سفر رسمي و او که غیر رسمي. Читать дальше...

د بشري حقونو څار سازمان: طالبان د افغانستان له هوساینې سره هېڅ لېوالتیا نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړلو په دوام سره طالبانو ثابته کړه چې د یو ملت په توګه د افغانستان له هوساینې سره هېڅ لېوالتیا نه‌لري. دې ادارې دا خبره په افغانستان د ښوونیز کال د پیل په دُرشل کې پرون ناوخته یوه اعلامیه کې کړې ده. د بشري حقونو د څار سازمان زیاتوي، هېڅ هېواد د تعلیم یافته نجونو او مېرمنو پرته د سوکاله راتلونکي تصور نه‌شي کولای، په داسې حال چې افغانستان بیا د نړۍ په سطحه د بې‌سوداۍ تر ټولو لوړ شمېر لري، هغه څه چې د دې سازمان له قوله، افغانستان یې له تیاره راتلونکي سره مخ کړی دی. Читать дальше...


Музыкальные новости
Виктор Цой

Бразильский футболист: «Я — большой фанат Виктора Цоя»





Rss.plus
Михаил Булгаков

Михаил Булгаков спустя почти 100 лет сумел сказать правду о посольстве США. Благодаря ошибке посла Линн Трейси




Ресторатор Беркович сообщила о тяжелейшем состоянии здоровья Ефремова

III Московский джазовый фестиваль станет одним из самых масштабных и значимых музыкальных событий года

Кравцов: не удивлюсь, если бой Бетербиева и Бивола завершится нокаутом

В России набирает популярность новый вид пассивного дохода: в чем суть




په خوست کې د کرکټ لوبې

Mashaalradio.com 

په خوست کې د کرکټ د ۸۸ لوبډلو ترمنځ د سیالیو اتلولي د تریزیو د منځواړو محبت لوبډلې په خپل نوم کړه. دا سیالۍ چې موخه يې له نشو د ځوانانو راګرځول او د بیلابیلو سیمو د ورزشکارو ځوانانو تر منځ یووالی وو، درې میاشتې مخکې تریزیو کې د دې قوم د ځوانانو په کوربه توب پیل شوې وې. د پایلوبې نندارې ته د خوست د نورو سیمو او ولسوالیو له میلمنو سربیره د تریزیو سلګونه ځايي اوسیدونکي ورغلي ول. په اړه یې د نجيب الله الوخيل ويډيو راپور وګورئ.

ځينې معتادین ويره لري چې د درملنې په پلمه به په څلورو دېوالو کې اوسېږي

Pa.azadiradio.com 

اختر بي بي له اتلسو کالو راهيسې نشه کوي، څو میاشتې کېږي چې دا له خپل کور او اولادونو څخه لرې له خپل معتاد خاوند سره په غزني ښار کې له ستونزو ډکې شپې سبا کوي. اختر بي بي چې د غزني ښار تر يوه پله لاندې نشه کوي وويل، د اعتیاد او کورنۍ له پاشل کېدو له امله يې ژوند تريخ شوی دی. نوموړې وايي: "اتلس کاله کېږي چې معتاده یمه، تاسې يې وينئ چې زه په څنګه ځای کې ژوند کوم. زما د کورنۍ پنځه غړي معتادان دي. نور به څه درته ووایم، تر دې ډېرې خبرې نه‌شم کولای." د طالبانو د حکومت ځايي چارواکو اختر بي بي ته ويلي چې د درملنې لپاره يې کابل ته استوي. Читать дальше...

له افغانستانه د داعش د بريدونو د احتمال په اړه د واشګټن ايګزامينر ورځپاڼې تبصره

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن ايګزامينر ورځپاڼه: د امریکايي ځواکونو متقاعد جنرال فرانګ مکینزي له واشګټن ایګزامینر سره په یوه مرکه د امریکا د سنا د مرکزي قومندانۍ د یوه جنرال د خبرو په استناد وايي، له افغانستان څخه د داعش د بریدونه احتمال شته. په دې مرکه کې فرانګ میکینزي د هغه پوښتنې په ځواب کې چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د ترهګرۍ ګواښ شته کنه؟ وویل: "زه په دې برخه کې د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ د اوسني قومندان جنرال ایرک کوریلا له څرګندونو زیات څه نه وايم." جنرال کوریلا د امریکا د سنا... Читать дальше...

ایران 'فاطمه سپهري' په ۱۸ کاله بند محکومه کړه

Pa.azadiradio.com 

د ایران قضاییه قویې د دې هېواد د بشري حقونو یوه فعاله فاطمه سپهري په ۱۸ کاله بند محکومه کړه. سپهري ویلي و چې د ایران مشر ایت الله علي خامنه يي دې نور له واکه لاس په سر شي. د دې ورور اصغر سپهري وایي چې خور یې لس کاله د ایران د نظام پرضد د تبلغ په تور، پنځه کاله د ایران له مخالفو هېوادونو سره د همکارۍ په تور او دوه کاله هم خمیني او خامنه يي ته د سپکاوي په تور په بند محکومه شوه. فاطمه سپهري د ایران د بشري حقونو له هغو فعالانو څخه ده چې هغه لیک یې لاسلیک کړی دی چې د خامنه يي د استعفی غوښتنه په کې شوې ده. Читать дальше...

په جرمني کې تر درملنې وروسته ۵۰ افغان ماشومان کابل ته ستانه شوي

Pa.azadiradio.com 

په جرمني کې تر درملنې وروسته ۵۰ افغان ماشومان پرون کابل ته ستانه شول. د دې ماشومانو درملنه د یوه کال په ترڅ کې په جرمني کې وشوه. د دوی په ډله کې ځینې سوځېدلي وو او ځینو یې د هډوکو بېلابېلې ناروغۍ لرلې. دا ماشومان افغاني سرې میاشتې د سولې کلي په نوم د جرمني خیریه بنسټ ته معرفي کړي وو. د جرمني د سولې کلي مرستندویه ټولنه له څه باندې دېرشو کلونو راهیسې د افغان ماشومانو په درملنه کې مرسته کوي.

په چک جمهوریت کې یو افغان په ۲۲ کاله بند محکوم شو

Pa.azadiradio.com 

د چک جمهوریت په کارلووي واري ښار کې یو افغان په ۲۲ کاله بند محکوم شو. د دې افغان نوم نه دی اخیستل شوی، خو رسنیو ویلي چې دی ۲۴کلن ځوان دی، په جرمني کې یې په ۲۰۲۱م کال کې پناه اخیستې وه، له هغه ځایه نږدې پنځلس میاشتې مخکې د نوي کال په ورځ چک ته تللی و او هلته یې یوه ۳۷کلنه ښځه په چړې وهلې وه چې بیا دا مېرمن ژوندۍ پاتې شوه او دې ځوان په همدې ورځ یوه ۱۹کلنه نجلۍ هم په چړې ګواښلې وه چې بیا یې پرې جنسي تېری کړی و. دی بیا تښتېدلی و، خو وروسته ونیول شو او پرون د چک یوې محکمې د قتل د دوو هڅو او جنسي تېري په تور په ۲۲ کاله بند محکوم کړ.



Москва

6 городов России, где можно увидеть белые ночи кроме Санкт-Петербурга


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

«Смотреть было брезгливо»: мама Тимати отреагировала на интервью Алены Шишковой




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Личка — о самой дорогой покупке в Москве: два дня назад решил купить самокат за 60 тысяч рублей

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами


WTA

Елена Рыбакина выступила с критикой в адрес WTA



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России