Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2023

Новости за 09.03.2023

په کراچۍ کې د هندوانو د هولي خوشحالۍ

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې هندوانو د هولي درې ورځني مراسم لمانځلي. دا د هندوانو اختر وي چې پکې دوی پر یوه بل رنګونه شیندي. دا تهوار یا جشن هر کال د پسرلي د راتګ سره سم لمانځل کېږي. په پاکستان کې د هندوانو تر ټولو زيات شمېر په سيند صوبه کې دې. د هولي د یو جشن تفصیل په دې ویډیويي راپور کې

'صداقت کابل' لوبډلې د افغانستان فوټسال لیګ د دویم پړاو اتلولي وګټله

Pa.azadiradio.com 

د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۹مه نېټه د افغانستان فوټبال فدراسیون په جمنازیوم کې صداقت کابل او پیروزي پنجشېر لوبډلو پایلوبه ترسره کړه چې ۵ـ۱ صداقت کابل وګټله. صداقت کابل لوبډلې د سیالیو له پیله تر پایه هېڅ لوبه ونه بایلله. دغه سیالۍ د افغانستان فوټبال فدراسیون له لوري د فبرورۍ میاشتې په ۱۵مه نېټه پیل شوې وې، د افغانستان د بېلابېلو سیمو لس استازو لوبډلو په کې برخه درلوده. یاد فدراسیون ویلي وو چې د دې سیالیو غوره لوبغاړي به د افغانستان فوټسال ملي لوبډلو ته وټاکل شي. د ویلو ده چې فوټسال سیالیو... Читать дальше...

ملګرو ملتونو له افغانستان سره د مالي مرستو د کمېدو خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتونبایوا خبرداری ورکوي چې که طالبان په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه سرغړونې ته دوام ورکړي، ښايي له افغانستان سره مالي مرستې کمې شي. یوه مېرمن د دایکندي ولایت اوسېدونکې ده. هغې د یوې نادولتي ادارې په روغتیايي برخه کې دنده درلوده. هغه چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې د شپږ کسیزې کورنۍ یوازينۍ کفیله وه. د دې مېرمنې په وينا، هره ورځ به يې زرګونو اړمنو کسانو ته د مرستو وېشلو کار کاوه، خو اوس په خپله مرستې ته اړتيا لري. Читать дальше...



د ښځو نړیواله ورځ؛ وږمې سادات سره خبرې

Pa.azadiradio.com 

د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ! دا ورځ داسې مهال په نړیواله کچه ونمانځل شوه چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د زده‌کړو، کار او ټولنیز ژوند په برخه کې په افغان ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګول شوي دي. موږ په همدې پلمه د ښځو د حقونو فعالې وږمې سادات ته بلنه ورکړې ده.

هغه نجونې چې د زده کړې لپاره یې وینې وبهېدې، له پوهنتون څخه محرومې شوي

Pa.azadiradio.com 

د کاج روزنیز مرکز زده کوونکي چې تېر کال د کانکور د آمادګي پر مهال پرې برید وشو، اوس لکه زرګونه نورې نجونې له پوهنتون څخه محرومې شوې دي. د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د کاج پر روزنیز مرکز برید کې له ۵۰ زیات زده کوونکي ووژل شول او نږدې ۱۱۰ نور ټپیان شول. د دغه برید ځینې زده کوونکي اوس روغ شوي او پوهنتون ته تګ توان لري خو د طالبانو حکومت د شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلي دي.

پر افغان ښځو پرله پسې محدودیتونه او بندیزونه؛ نوریه: زموږ هیلې مړې شوي

Pa.azadiradio.com 

ښځه د ټولنې مهم عنصر او برخه ده، ښځې به د اصولو سره سم په بېلابېلو برخو کې چې اړتیا ورته لرو حضور ولري. دا په کابل کې د رسنیو په مرکز کې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد لومړني خبري کنفراس کې د ښځو د حقونو په اړه خبري دي. هغه په دې کنفراس کې ویلي وو چې د دوی نظام به د ښځو ټولو حقونو ته ژمن وي. مجاهد ویلي: "اسلامي امارات ژمن دی چې د ښځو حقونو ته د اسلام په چوکاټ کې پابند ووسي. زموږ د خویندو، میندو هغه حقوق چې الله په شریعت کې ورکړي دي او زموږ ملت یې ایجادوي هغه ټول ورکړو. ښځه د دې ټولنې مهم... Читать дальше...

د خیبرپښتونخوا سرکاري ملازمينو احتجاج کړی

Mashaalradio.com 

د خيبر پښتونخوا سرکاري ملازمانو د مارچ په نهمه د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ودانۍ مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه. احتجاج کوونکو د بندو تنخاګانو د ورکولو او د دندود د ترقۍ غوښتنه کوله۔ ملازمينو د اسمبلۍ د ودانۍ مخې ته خېبر روډ هم د څه وخت لپاره بند کړی وو. وسيم سجاد په دې اړه ويډيو راپور لري.

چارواکي: روسیې د اوکراین پر ښارونو او تاسیساتو پراخ هوايي بریدونه پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي وايي، روسیې د اوکراین پر ښارونو او تاسیساتو پراخ هوايي بریدونه پیل کړي چې ورسره خلکو ته مرګژوبله اوښتې او د برښنا د پرچاوېدو سبب شوې. د اوکراين په لوېديځ کې د لېوېف پر ښار د روسيې د بريدونو په زیاتېدو سره سیمه ییز والي ماکسيم کوزيتسکي وايي، لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي. د کوزیتسکي په وینا، وژل شوي دوه ښځې او دوه سړیان دي چې په یوه استوګن کور د راکټ د لګېدو له امله تر خاورو لاندې شوي. هغه وویل ممکن نورو کسانو ته هم مرګژوبله اوښتې وي. اخوا د دنیپروپیترووسک والي سرهي لیسک... Читать дальше...



لاهور هایکورټ د عمران خان پر ويناوو د پېمرا لګولی بنديز وځنډاوه

Mashaalradio.com 

لاهور های کورټ د مارچ پر نهمه د پاکستان د برېښنايي رسنیو د انتظام ادارې (پېمرا) هغه امر ځنډولی چې پر ټیليویژني چینلونو د پخواني وزیراعظم عمران خان په ویناګانو یې بندېز لګولی وو. د پاکستان ډان ورځپاڼې او جیو نیوز ويلي‌چې په دې اړه به د مقدمې يوه بله اورېدنه د مارچ پر ۱۳مه کيږي. د مارچ پر نهمه شوې، په لاهور های کورټ کې په دې اړه شوې اورېدنه کې قاضي يا جج ويلي چې د عمران خان پر ويناوو بندیز د بیان د ازادۍ په خلاف کار دی. د تحریک انصاف مشر عمران خان وکیل رسنیو ته ویلي چې د پېمرا لخوا دا اقدام له ایین... Читать дальше...

بنګله دېش له انګلستان لومړۍ شل اوریزه سیالي وګټله

Pa.azadiradio.com 

د بنګله دېش په چټوګرام ښار کې انګلستان د ۳ شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه د ۶ ویکټو په توپیر خپل مېلمه ته وبایلله. دغه سیالي چې د مارچ په نهمه نېټه ترسره شوه انګلستان لومړۍ توپ وهنه وکړه او د ۱۵۷ منډو هدف یې وټاکه. د انګلستان لوبډلمشر جاس بټلر په دې سیالۍ کې ۶۷ او پیل سالټ بیا ۳۸ منډې وکړې. د بنګله دېش د توپ اچونکو له ډلې حسن محمود ۲ ویکټې واخیستې. بنګالۍ لوبډلې ورکړل شوی هدف د ۴ ویکټو په سوځېدو په ۱۸م اور کې پوره کړ. دوی ته نجم الحسین شانټو ۵۱ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. ... Читать дальше...

مککال: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو کې شته واقعیتونه پام کې نه دي نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس وایي، له افغانستانه د دغه هېواد د ځواکونو په وتلو کې شته واقعیتونه پام کې نه دي نیول شوي. د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس وویل، هغه څه چې په افغانستان کې پېښ شول، د فدرال دولت په سیستماتیکه توګه پاشل و او د بایډن د ادارې ماتې وه. مایکل مککال په خپل څرګندونو کې د چهارشنبې په ورځ، د 'په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکا له ناورینه ډک د وتلو د څارنې کمېټې' په استماعیه غونډې کې وویل، د بایډن د ادارې له خوا په دندې کې د... Читать дальше...

ګوټیرېش: ملګرو ملتونو په افغانستان کې ۲۳ فعاله وسله والې ډلې ثبت کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټیرېش وايي، دوی په افغانستان کې ۲۳ فعاله وسله والې ډلې ثبت کړي دي. ګوټیرېش د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې د دغه هېواد امنیتي وضعیت له پخوا ډېر د اندېښنې وړ ښودلی دی. هغه د مارچ په اتمه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د خپلې وینا پر مهال ويلي چې په افغانستان کې یې ۲۳ هغه وسله والې ډلې ثبت کړي چې وسله وال فعالیتونه کوي. هغه راپور چې د ګوټیرېش خبرې په کې راخیستل شوي، په کې ویل شوي چې د دغو وسله والو فعالو ډلو درې هغه یې مقاومت ملي جبهه،... Читать дальше...

فریډم هاوس: په نړیواله کچه د بیان ازادي کمه شوې

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار ادارې فریډم هاوس ویلي چې په ۲۰۲۲م کال کې په نړیواله کچه د بیان ازادي کمه شوې ده. دې ادارې زیاته کړې چې دا شمېرې په تېرو ۱۷ کلونو کې پرله پسې مخې ته راځي. دا په داسې حال کې ده چې د روسیې او ایران په څېر هېوادونو کې د بیان ازادۍ د کمېدو پر مهال د جمهوریت لپاره هڅې یو بدلېدونکي پړاو ته رسېدلي دي. فریډم هاوس د مارچ پر نهمه په نړۍ کې د بیان ازادۍ په اړه په خپل کلني راپور کې وویل چې په ۲۰۲۲م کال کې د بیان ازادۍ لړ کې پر صفر درجې د راغلو هېوادونو شمېر له ۱۴ څخه ۳۳ ته پورته شوی... Читать дальше...

رانا ثنا الله: د استخباراتو پخواني مشر جنرال فېض حمید خلاف د درغلیو پلټنې روانې دي

Mashaalradio.com 

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله ویلي د هیواد د استخباراتو ادارې ( ای ایس ای) پخواني مشر ريټایرډ جنرال فېض حمید او د هغه د ورور خلاف د درغلیو پلټنې پیل شوې دي. رانا ثنا الله د مارچ پر اتمه په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د کورټ مارشل اختیار یوازې د پوځ دی. نوموړي دا خبره تر هغې وروسته وکړه چې د مسلم لیګ نون ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز د مارچ پر اتمه له یو شخصي ټي وي چینل سره په مرکه کې وویل چې فېض حمید دې کورټ مارشل شي. کورټ مارشل د پوځ لخوا پر پوځي افسرانو مقدمې چلولو ته وايي. Читать дальше...

د مارچ پر اتمه د لادرکو لپاره د بلوڅ ښځو مظاهره

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې د مارچ پر اتمه، بلوڅانو ښځو لاريون کړی. دوی تور پورې کړ چې د پاکستان امنيتي ځواکونه یې اوس د نارينوو تر څنګ ښځې هم په زور لادرکه کوي. دوی غوښتنه وکړه چې د بلوڅ ښځو حقونه دې نه تروړل کيږي. د پاکستان امنيتي ځواکونو هېڅکله د ښځو نيول نه دې منلي. دوی د جبري لادرکيوو په اړه دريځ لري چې د موندلو لپاره یې يو حکومتي کمېشن جوړ شوی دی. د کراچۍ مظاهرې په اړه د نياز علي خان ويډيو راپور وګورئ.

ځینې فارغې شوې نجونې: طالبانو د تحصیلي اسنادو اخیستل ستونزمن کړي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د افغان نجونو او ښځو پر مخ لا هم د زده کړو دروازې تړلي دي له ښوونځیو او پوهنتونونو یو شمېر فارغې شوې زده کوونکې شکایت کوي چې مسوولان ورته د تعلیمي او تحصیلي اسنادو د اخیستو پر مهال ستونزې جوړوي. د کابل د قعله کاشف له ښوونځي فارغه شوې مرینا وايي، دا چې اوسمهال په کور دننه د نجونو په لوړو زده کړو بندیز لګېدلی اړ ده چې له هېواده بهر لوړو زده کړو ته دوام ورکړي، خو په خبره دا چې د دولسم ټولګي شهادتنامه نه لري د بورسیې کارونه کې پرمختګ نه کېږي. مرینا ازادي راډیو ته وویل : "نجلۍ له... Читать дальше...

د افغان ښځو په اړه د طالبانو پرېکړې ویجاړوونکې او نه جبرانېدونکې وبلل شوې

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې، امریکا، بریتانیا، سعودي او قطر په ګډون ۲۴ هېوادونو د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په ګډ بیان کې ویلي چې د افغان ښځو او نجونو په اړه د طالبانو د حکومت پرېکړې به د افغانستان اقتصاد او ټولنې لپاره ویجاړوونکې او نه جبرانېدونکې وي. د متحده ایالاتو په ګډون ۲۴ اروپايي او اسیايي هېوادونو په افغانستان کې د طالبانو له حکومته د ټولو هغه بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه کړې چې ښځې او نجونې له بنسټیزو ازادیو او بشري حقونو محروموي. د متحده ایالاتو، بریتانیا، کاناډا، استرلیا، بلجیم، ډنمارک، فنلنډ،... Читать дальше...

په کابل کې چاودنه شوې

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې نن غرمه مهال یوه چاودنه شوې. په کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ځینو رسنیو ته تایید کړې چې چاودنه د کابل د پنځمې حوزې د قمبر څلورلارې سره نږدې شوې. هغه ویلي ماین په یوه باروړونکي موټر کې ځای پر ځای شوی وو او د چاودنې پر مهال چاته زیان نه دی اوښتی. تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

په خیبرپښتونخوا کې یو پولیس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د خیبرپښتونخوا پولیس وایي چې په درابڼ کې په یوه وسله وال برید کې یو پولیس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي. دا برید د مارچ پر اتمه نېټه د درابڼ په ګیره مستان سیمه کې هغه مهال شوی چې پولیسو د سرشمېرنې د ډلې ساتنه کوله. پولیس زیاتوي چې بریدګر په تېښته بریالی شوی دی. تحریک طالبان پاکستان د دې پېښې ذمه واري منلې ده. په پاکستان کې د مارچ له لومړۍ نېټې څخه برښنایي یا ډیجېټل سرشمېرنه پیل شوې ده چې د روانې میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې دوام لري. دا لومړی ځل دی چې د سرشمېرنې ډلې پر ساتونکيو پولیسو حمله شوې ده.


Музыкальные новости
Сергей Брановицкий

Рассылка Песни или Музыки на все Радиостанции России, СНГ и Мира, а также по всем СМИ России.





Rss.plus
Оксана Фёдорова

Оксана Федорова представит премьеру фильма «Петербург Шаляпина и Рахманинова» на выставке-форуме «Россия»




Почти город: Китай на видео показал концепт своей лунной базы

Традиционная первомайская эстафета прошла в Ступине

Концертный директор Дениса Майданова рассказал о самочувствии певца

А был ли мальчик? Девушка из Оренбурга получила 250 000 рублей за несуществующего ребенка




اوکرایني چارواکي: باخموت ښار لا هم تر کنترول لاندې ده

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي ډاډ څرګندوي چې باخموت ښار لا هم د دوی تر کنترول لاندې ده. د اوکراین د پوځ لوی درستیز داسې وخت دا خبره کړې چې د روسیې جګړه مارانو پرون ادعا وکړه چې باخموت ښار یې نیولی دی. روسیې په باخموت کې د واګنر جګړه ماران ګمارلي او څو اوونۍ یې له اوکراییني ځواکونو سره سختې نښتې کړې دي. د اوکراین د پوځ لوی درستیز ویلي چې په تېر یوه شپه او ورځ کې يې په باخمتو باندې د روسیې څه باندې سل بریدونه شنډ کړي دي.

له چاودنې څو شېبې وروسته؛ بلخ کې د طالبانو والي ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د بلخ لپاره د طالبانو حکومت والي مولوي محمد داوود مزمل په یوه ځانمرګي برید کې کې ووژل شو. د افغانستان ازادي، ملي او اسلامي تحریک چې د طالبانو وسله‌‍واله مخالفه ډله بلل کېږي، ادعا کوي چې دا برید دوی ترسره کړی دی.

د بلخ ولايت والي ملا داود مزمل ووژل شو

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بلخ ولايت والي، ملا محمد داود مزمل په يوه چاودنه کې ووژل شو. د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري د مارچ پر نهمه، مشال راډيو سره په خبرو کې د مزمل وژل کېدا تاييد کړه. هغه وويل نوموړی نن سهار نهه بجې په خپل دفتر کې شوې. هغه زیاته کړه: "په چاودنه کې دوه نور کسان هم وژل شوي او دوه ټپیان دي." خو ځینو افغان رسنیو د خپلو سرچينو په حواله ویلي چې له دې چاودنې خوا او شا ۳۰ زخميان روغتونونو ته وړل شوي دي. ځينو رسنيوو ليکلي چې دا يو ځانمرګی برید وو چې د طالبانو نور لوړپوړي چارواکي هم پکې وژل شوي دي. Читать дальше...

بلوڅ لاريونوالې: اوس مو د نارينوو تر څنګ، ښځې هم په جبري توګه لادرکه کيږي

Mashaalradio.com 

بلوڅ ښځو په کراچۍ کې د مارچ پر اتمه، د ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت مظاهره کې د لادرکه بلوڅانو د موندلو غوښتنه وکړه. له ارټس کونسل څخه تر کراچۍ پريس کلب پورې په دې مظاهره کې ګڼ شمېر کسانو ګډون درلود چې پکې زیاتره د لادرکه بلوڅانو د کورنۍ غړي ول. دوی تور پورې کړ چې د پاکستان امنيتي ځواکونه یې اوس د نارينوو تر څنګ ښځې هم په زور لادرکه کوي. دوی غوښتنه وکړه چې د بلوڅ ښځو حقونه دې نه تروړل کيږي. د پاکستان امنيتي ځواکونو هېڅکله د ښځو نيول نه دې منلي. دوی د جبري لادرکيوو په اړه دريځ لري چې د موندلو لپاره یې يو حکومتي کمېشن جوړ شوی دی. Читать дальше...

د بلخ لپاره د طالبانو والي 'محمد داوود مزمل' په یوه چاودنه کې ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د بلخ لپاره د طالبانو حکومت والي مولوي محمد داوود مزمل په یوه ځانمرګي برید کې کې ووژل شو. حاجي خیرالدین د بلخ ولایت د نننۍ پېښې یو له ټپيانو دی چې له رسنیو سره یې د خپل وضعیت او د دې چاودنې په اړه خبرې وکړې. نوموړی وایي چې د خپلو اسنادو لپاره د بلخ ولايت مقام ته تللى و او په دې پېښه کې ټپي شوى دى. هغه زیاته کړه : "۹ ته پنځه دقیقې پاتې وې یا به تېرې وې چې زه روان وم. خلک ناست وو چې د دوې تر منځ چاودنه وشوه، زه نور ولوېدم، مولوي صیب مې هلته ولید چې په وینو لت پت و. زما لاس هم ټپي شوی." خیرالدین... Читать дальше...

اوتونبایوا: پر ښځو د طالبانو بندیزونه ښايي د مرستو کمېدو سبب شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وايي، د طالبانو له لوري پر افغان ښځو بندیزونه ښايي افغانستان ته د مرستو د کمېدو سبب شي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا پرون چهارشنبې امنیت شورا ته وویل چې دوی په ۲۰۲۳ م کال کې د افغانستان لپاره د ۴ اعشاریه ۶ میلیارد ډالره مرستې غوښتنه کړې، خو دا مرسته طالبانو د ښځو خلاف په خپلو اقداماتو له خظر سره مخامخ کړې ده. طالبانو نجونې او ښځې له زده کړو او کاره منع کړي او حتي له محرم پرته یې له کوره د هغوی پر وتلو بندیز لګولی دی.



Москва

МЧС РФ: в общежитии РУДН в Москве произошло короткое замыкание


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин назвал современные технологии, которые используют в городском хозяйстве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Певица

Певица Любовь Успенская назвала дурной композицию Пугачевой «Балалайка»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова

Личка — о самой дорогой покупке в Москве: два дня назад решил купить самокат за 60 тысяч рублей

ЭСК указала на ошибки главного арбитра дерби ЦСКА — «Спартак» Казарцева


Полина Михайлова

Россиянка Михайлова стала чемпионкой Франции по настольному теннису



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Радость и боль пани Терезы. О чём жалела ушедшая на днях Зоя Зелинская



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России