په رسامۍ کې پر افغان نجونو د محدوديت کيسې
وروسته له هغه چې طالبان واک ته ورسېدل، پر افغان نجونو او مېرمنو يې په بېلابېلو برخو کې په تدريجي ډول سخت بنديزونه ولګول. يو شمېر افغانې نجونې انځورګرې چې په بېلابېلو هېوادونو کې اوسيږي د خپلو رساميو له لارې د هغو بېوسو افغانو نجونو ارمانونه انځور کړي دي چې افغانستان کې اوسي.