په کوټه کې د ګرانۍ ضد احتجاج شوی دی
مظاهرینو شکایت کاوه چې دوکانداران پر خپله خوراکي توکي او د ضرورت نور سامان خرڅوي
مظاهرینو شکایت کاوه چې دوکانداران پر خپله خوراکي توکي او د ضرورت نور سامان خرڅوي
یو شمېر افغان لوبغاړي او د افغان کرکټ لوبډلې مینه وال له پاکستانۍ لوبډلې څخه د شل اوریزې لوبلړۍ ګټلو ته په اشارې وايي چې دا بریا نورو ځوانانو ته هم مثبته انګېزه ورکوي چې که ناهیلي نه شي او خپلو هڅو ته دوام ورکړي، یوه ورځ به دوی هم ورته لاسته راوړنې ولري. د متحده اماراتو په شارجې کې افغان مینه والو له پاکستان څخه د شل اوریزو لوبو بریا په اټن او نڅاوو سره ونمانځله. سلګونه هغه افغانان چې په متحده عربي اماراتو کې کار یا ژوند کوي، د افغانستان له ملي بیرغ سره لوبغالي ته ورغلي وو چې خپله لوبډله تشویق کړي. Читать дальше...
نن په روغتیا او درملنه خپرونه کې په روژه کې د صحت ښه ساتلو په اړه غږېدلي یو. په خپرونه کې اورئ چې هغه خلک چې دایمي ناروغۍ لري او روژه نیسي، څنګه کولای شي چې روغتیايي حالت عادي وساتي. بشپړه خپرونه واورئ.
په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د ځانمرګي برید له امله شپږ کسان وژل شوي او له لسو ډېر نور ټپیان دي. د طالبانو په کنټرول کې د کابل امنیه قومندانۍ د دې خبر په تایید سره وايي، وژل شوي کسان ملکي وګړي دي. د ایمرجنسي روغتون وايي، ۲ مړي او ۱۲ ټپیان وروړل شوي دي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه له طالبانو غواړي چې په ټول افغانستان کې د نجونو او ښځو ښوونيز مرکزونه ژر پرانېزي. یو شمېر نجونې او ښځې چې د طالبانو لهخوا له زدهکړو او کار منع شوي د خپل نامعلوم برخلیک په اړه اندېښنه ښيي. د دولسم ټولګي زدهکوونکې سونیا دانش ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه کله چې وینو هغه دروازه چې موږ ورته په یوې انګېزې او هیلې ورتلو او درس مو په کې وایه، نن بنده ده واقعاً موږ لپاره اندېښمنونکې ده. هیله مې دا وه چې خپلې ټولنې ته خدمت وکړم او هغې هیلې چې زه یې لرم ورته ورسېږم،... Читать дальше...
په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی وايي، تر هغو چې د سږنۍ سرشمېرنې نتیجې نه وي راغلې، په قبایلي ضلعو کې انتخابات ورته د منلو وړ نه دي. مولانا جمال الدین د مارچ پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، د قبایلي ضلعو ابادي له هغه خورا زیاته ده چې د ۲۰۱۷ز کال په سرشمېرنه کې ښوول شوې وه. د هغه کال له مردم شمارۍ سره سم د قبایلي ضلعو نفوس ۵۰ لکه دی. د جنوبي وزیرستان پارلېماني استازي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د مارچ له لومړۍ راهیسې په پاکستان کې برېښنايي او کمپیوټري سرشمېرنه روانه ده. له مولانا جمال الدین سره ویډیويي مرکه وګورئ.
په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنیټ د هغو درېیو اعتراض کوونکو مېرمنو د خوشې کېدو غوښتنه کړې چې ویل کېږي تېره ورځ د طالبانو له خوا نیول شوي دي. په افغانستان کې یو شمېر ښځې وايي، د اعتراض کوونکو ښځو نیول دوی لپاره د منلو وړ نه دي، او خلک باید د لاریون حق ولري. دغه ښځې د اعتراض کوونکو ښځو نیول د ښځو پر وړاندې زور زیاتی ګڼي چې د دوی په خبره د طالبانو له خوا ترسره کېږي. له دغو ښځو څخه يوې يې چې نه يې غوښتل د امنيتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخيستل... Читать дальше...
د ترکیې د کډوالو چارو ادارې ویلي، چې په تېرو اووه ورځو کې یې د ۶۰۰ په شاخوا کې افغان کډواله له دغه هېواد ډيپورټ کړي دي. د سمنګان ولایت اوسېدونکی قیام الدین وایي، د بېکارۍ او امنیتي ستونزو له امله په قاچاقي لارو ترکيې ته تللی و. قیام الدین ازادي راډیو ته وویل، درې میاشتې مخکې د ترکیې پولیسو ونیوه او په دې وروستیو کې یې افغانستان ته واستاوه. نوموړی وايي: "دوه کاله وړاندې د بېکارۍ او نا امنۍ له امله په قاچاقي لار ترکیې ته لاړم، دوه کاله هلته پاتې شوم، خو کله مې چې غوښتل د ترکیې له یوه ولایته... Читать дальше...
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان او ایراني سیال یې حسین امیر عبدالهیان د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخلاینې د هوکړې پر عملي کېدو خبرې کړي دي. اسوشیتید پریس خبري اژانس نن دوشنبه راپور ورکړی چې د نژدې یوې اوونۍ په موده کې دغو وزیرانو دوه ځله ټیلفوني خبرې سره کړي او ژمنه یې کړې چې د روژې میاشتې په ترڅ کې به مخامخ هم سره ګوري. د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د خړو پړو ډيپلوماتیکو اړیکو د بیا ښه کولو حیرانونکې هوکړه د مارچ په لسمه د چین په منځګړیتوب اعلان شوه. د ازادي راډیو ایراني څانګې... Читать дальше...
د افغانستان په سرښار، کابل کې د طالبانو حکومت بهرنيوو چارو وزارت ودانۍ مخې ته د مارچ پر ۲۷مه چاودنه شوې ده. د کابل لپاره د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند خالد ځدران د مارچ پر ۲۷مه رسنيوو ته په ليږلي پېغام کې وويل چې د ملک اصغر په څلور لارې کې امنيتي چيک پواينټ ته نيږدې يو ځانمرګی بریدګر موخې ته تر رسېدو وړاندې په نښه شو. خو د هغه په خبره د بريدګر د وژل کېدو په پايله کې هغه سره چاودېدونکو توکو چاودنه کړې چې له امله یې ۶ ملکي کسان وژل شوي او یو شمیر ټپیان شوي. بلخوا په کابل کې ايمرجنسي نړیوال روغتون... Читать дальше...
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، نن دوشنبه یې په کابل کې ۴ روغتونونو ته په زړه سوري ۱۸ ماشومان د عملیات او درملنې لپاره معرفي کړي دي. د دې ټولنې ویاند عرفانالله شرفزوۍ رسنیو ته استول شوي پیغام کې ویلي، دا ماشومان د افغانستان د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي دي. د شرفزوۍ په خبره، د دې ماشومانو درملنه وړیا کېږي، خو لګښت یې د افغاني سرې میاشتې ټولنه ورکوي. د افغاني سرې میاشتې ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، په زړه سوري د هر ماشوم په درملنه له ۸۰۰ امریکايي ډالرو تر ۲۰۰۰ امریکايي ډالرو لګښت راځي. تېره اوونۍ... Читать дальше...
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د مارچ په پیل کې په روژه کې د هېواد بې وزله وګړو ته د وړیا اوړو ورکولو اعلان وکړ خو د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو د وېش په بهیر کې د ستونزو یادونه کړې ده او داراز وايي چې په اکثرو ځایونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وي.
کابل کې د بهرنيو چارو وزارت مخ ته د چاودنې له امله مرګژوبله د کابل لپاره د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند خالد ځدران وايي، د کابل ښار د دوهمې امنيتي حوزې اړوند د ملک اصغر په څلور لارې کې امنيتي چيک پواينټ ته نږدې يو ځانمرګی بریدګر موخې ته تر رسېدو وړاندې د امنيتي ځواکونو له لوري په نښه شو. دا بريد نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه شوی دی. خالد ځدران وايي، د بريدګر د وژل کېدو په پايله کې هغه سره چاودېدونکو توکو چاودنه کړې چې له امله یې ۶ ملکي کسان وژل شوي او یو شمیر ټپیان شوي. نوموړي ويلي، په پېښه کې ۳ تنه طالب عسکر هم ټپیان شوي. Читать дальше...
د دې سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدربار تېر ماښام مشال راډیو ته په یوه لیکلي پیغام کې وویل، نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې، د ځینو اقداماتو لکه د طالبانو پر سفر د بندیزونو له لارې پر هغوی فشارونه زیات کړي
د اوکراین پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دونېڅک سیمه کې د تودې جګړې خبر ورکړی او ویلې یې دي، روسي ځواکونو په ویجاړ شوي ښار بخموت او افیدیفکا کې تحرکات درلودل. د دوی په وینا، د جګړې تمرکز بیا هم پر بخموت ښار و. د اوکراین د پوځ لوی درستیز ویلي، ځواکونو یې د بخموت ښار پر شاوخوا سیمو د روسیي پوځیانو ۶۰ بریدونه شنډ کړي دي. اوکرایني چارواکي وایي، روسیه دغلته پر پوځي اهدافو، زېربناو او ملکي اهدافو بریدونه کوي چې خلکو ته د سر او مال زیان اړوي. په دونېڅک او خارکیف کې د دوه ملکیانو د وژلو خبر هم ورکړل شوی دی. Читать дальше...
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدهایالاتو پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، که دا تایید شي چې طالبانو په مزار شریف کې د داعش درې کلیدي غړي وژلي، دا به د افغانستان په شمال کې داعش ډلې ته لویه ضربه وي. د طالبانو د استخباراتو ریاست تېره شپه ادعا وکړه چې اوونۍ وړاندې یې د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د عملیاتو پر مهال د داعش خراسان څانګې دویمه درجه مشر مولوي ضیاالدین، د داعش خراسان څانګې د شورا غړی ابوعمر افریدی او د نظامي تمریناتو او بم جوړونې ماهر سلمان تاجیکستانی وژلي دي. اوس... Читать дальше...
د پاکستان د برېښنايي رسنیو د انتظام ادارې (پاکستان الېکټرانېک میډیا رېګولېټري اتارټي یا پېمرا) ټېلېوېژنونو ته امر کړی دی چې د مارچ پر ۲۷مه دې "د یوې ورځې" لپاره په اسلام اباد کې د "غونډو، لاریونونو او جلسو" په اړه ژوندۍ خپرونې نه کوي.
په افغانستان کې پر نجونو د تعلیم د بندیز له دوام سره ګڼو نجونو انلاین زدهکړو ته مخه کړې، خو د راپورونو له مخې کمزوری انټرنیټ د دغو زدهکوونکو لویه ستونزه ده. رویټرز اژانس په یوه تازه راپور کې د (رومي) په نوم د یوې انلاین اکاډمۍ یادونه کړې چې لومړی یې پنځوس خو اوس پنځه سوه افغان زدهکوونکې لري. یو شمېر افغان زدهکوونکو له رویټرز سره په خبرو کې د سپیس ایکس له اجرایي مشر ایلن ماسک نه غوښتنه کړې چې د اوکراین او ایران په څېر دوی ته هم د سپوږمکۍ له لارې د انټرنیټ زمینه برابره کړي. طالبانو تر شپږم... Читать дальше...
وروسته له هغه چې افغان کرېکټ لوبډلې له پاکستان څخه د شل اوريزو لوبو لړۍ وګټله، ګڼ شمېر افغانانو د کرېکټ له لوبغاړو تود هرکلی وکړ. دې ويډيو کې تاسو د کرېکټ لوبډلې له بري وروسته د خلکو خوښي او احساسات ننداره کولی شئ:
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر راشد خان وايي پاکستان ته ماتې ورکول د وياړ خبره ده بلخوا د پاکستانۍ لوبډلې مشر شاداب خان ويلي چې ځوان لوبغاړي یې وارخطا وو. نوموړي د مارچ پر ۲۶مه په شارجه کې د دريوو شل اووریزو لوبو د لړۍ په دويمه سیالۍ کې، پاکستان ته د افغانستان د ماتې ورکولو وروسته وويل: "پاکستان تکړه لوبډله ده. هغوی ته ماتې ورکول زموږ لپاره وياړ دی. زموږ د لوبغاړو سخته خواري او د افغانانو دعاوې وي چې د لوبو دا لړۍ مو وګټله." د متحده عرب اماراتو په شارجه کې شوې، دې سیالۍ کې افغانستان پاکستان ته... Читать дальше...
د پسرلي په اوله ورځ د نوي کال یا د نوروز خوشالۍ د پاکستان د ځینو برخو تر څنګ په افغانستان، ایران او د منځنۍ ایشیا په هېواودنو کې هم لمانځل کېږي خو د شام او عراق په کرد مېشتو سیمو کې بیا په دې ورځ ځانګړي مراسم ترسره کېږي چې پکې ښځې، ماشومان او سړي ګډون کوي، له موسیقۍ خوند اخلي، ګډاګانې کوي، او ډول ډول خوراکونه له یو بل سره شریکوي. تفصیل د اې ایف پي خبري اژانس له ویډیوګانو جوړ راپور کې وګورئ
د هلمند د مارجې او سنګين ولسوالیو اوسېدونکي وايي، دوی د ولسوالیو په کچه یو یو روغتيايي مرکز لري چې، د یاد ولسوالیو د خلکو اړتيا نهشي پوره کولی. خلک وايي، په یادو روغتيايي مرکزونو کې ډاکټران کم او درمل هم نهشته. بلخوا روغتيايي مسولین هم د خلکو دا خبرې مني خو لامل يې د ناروغانو ډېروالی او روغتيايي کارکوونکی کم تشکيل يادوي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان د کرېکټ ملي ټیمونه نن شپه په خپلو کې درېیمه شل اووره مسابقه وکړي. دغه مسابقه د کابل پر وخت دشپې اته نیمې بجې د شارجه د کرېکټ په میدان کې پیلېږي. افغانستان له پاکستان څخه د درېیو شل اووره مسابقو تاریخي لوبلړۍ په پرونۍ بریا سره ګټلې ده. پاکستان په دویمه لوبه کې تېره شپه د ۱۳۱ منډو هدف ټاکلی و، چې افغان لوبډلې دغه هدف د لوبې په وروستي اور کې د ۳ وېکټو په سوځېدو پوره کړ. دا لومړی ځل دی، چې دواړه هېوادونه په خپلو کې د شلو اوورونو نړیوالې مسابقې کوي. افغانستان... Читать дальше...
انډپنډنټ: د نړۍ ځینو معتبرو ورځپاڼو او خپرونو له تعلیم او تحصیل د نجونو او ښځو د منع کولو پر موضوع مقالې او تبصرې خپرې کړې دي. له بریتانیا خپرېدونکې ورځپاڼې انډپنډنټ پرون په دې اړه په یوه مقاله کې ویلي چې د طالبانو یوه چارواکي د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونو د د دروازو د بیا پرانیستل کېدو په اړه خوشبیني وښوده. د لیکنې په حواله، د پروان لپاره د طالبانو یوه چارواکي عزیز الله عمر طلوع نیوز ته ویلي، دغه ښوونځي او پوهنتونونه به هغه وخت پرانیستل شي، چې لومړي پر نصاب کار بشپړ شي. هغه په خپله... Читать дальше...
د جنوبي کوریا پوځ نن دوشنبه ویلي، شمالي کوریا له خپلو ختیځو سواحلو دوه بالیستیک توغندي ویشتلي دي. د جنوبي کوریا لوی درستیز ویلي، دغه توغندي د هوانګه ولایت پر لوري ویشتل شوي او ۳۷۰ کیلومتره مزل یې کړی دی. د جاپان د حکومت د معلوماتو له مخې داسې ښکاري، چې دغه توغندي د جاپان له انحصاري اقتصادي سیمې بهر لګېدلي دي. د جنوبي کوریا پوځ دغه اقدام په کلکه غندلی او هغه یې د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیکونو سرغړونه بللې ده.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости