Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2023

Новости за 12.03.2023

خلک: د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې ښځينه ډاکټرانې نه‌شته

Pa.azadiradio.com 

د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسېدونکو له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال وویل، په یادې ولسوالۍ کې د مسلکي ښځینه ډاکټرانو نشتوالی د سیمې خلک له ستونزو سره مخ کړي دي. د دشت ارچي ولسوالۍ د باجوړیو د سیمې یو اوسېدونکی محمد سالم وايي، د دې ولسوالۍ په روغتیايي مرکزونو کې پر درملو او روغتیايي امکاناتو سربېره د ښځینه ډاکټرانو نشتوالی هغه ننګونې دي، چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي. نوموړی وايي: "موږ دلته نسايي ولادي ناروغانو او د جراحي په برخو کې مشکلات لرو چې زموږ په کلینیک کې د جراحي څانګه نه‌شته ده. Читать дальше...

بلخ کې پر تبيان فرهنګي مرکز د بريد مسؤليت داعش وسله‌والې ډلې ومانه

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي دولت وسله‌والې ډلې يا داعش نن د مارچ په ۱۲مه په ټلېګرام کې د مزار شريف ښار کې پر تبيان فرهنګي مرکز د بريد مسؤليت ومانه. طالب چارواکو ويلي وي، پر تبيان فرهنګي مرکز د تېرې ورځې بريد کې يو تن وژل شوی او د خبريالانو په ګډون اته کسان په‌کې ژوبل شوي دي. خو د افغانستان خبریالانو مرکز وايي، د شنبې په ورځ په مزارشریف ښار کې د تبیان په فرهنګي مرکز کې د خبریالانو د ستاینې په مراسمو کې د بريد له امله ۳ کسان وژل شوي او د ۱۶ خبریالانو په ګډون تر ۳۰ ډېر ټپیان شوي دي. تېرو درې ورځو کې مزار شريف کې... Читать дальше...

بنګله‌دېش له انګلستان د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ وګټله

Pa.azadiradio.com 

بنګله‌دېش په دویمې شل اوریزې سیالۍ کې هم انګلستان ته ماتې ورکړه او په دې سره یې له ۳ سیالیو دوه وګټلې. د یکشنبې په ورځ د مارچ په ۱۲مه نېټه انګلستان په دویمې شل اوریزې سیالۍ کې لومړی توپ وهنه وکړه او د ۱۱۸ منډو هدف یې کېښود. د دوی په توپ وهونکو کې بین ډکېټ تر نورو زیاتې ۲۸ منډې وکړې. مهدي حسن میراز د انګلینډ ۴ لوبغاړي وسوځول. بنګله‌دېش ورکړل شوی هدف د ۶ وېکټو په تاوان په ۱۹م اور کې پوره کړ او په دې سره یې لوبلړۍ وګټله. د بنګال په توپ وهونکو کې بیا هم نجم الحسین شانټو ښه وځلېد او ۴۶ ناسوځېدلې منډې یې وکړې. Читать дальше...



د جنوبي اسيا د سيمه ييزې همکاريو سازمان افغانستان ته نوبتي مشري نه ده ورکړې

Mashaalradio.com 

د سارک مشر د درو کلونو لپاره ټاکل کېږي او له تېرو درو کلونو راهیسې یې مشري له سري لنکا سره ده. دا ځل د افغانستان نوبت وو خو د هند اېشیا نيوز انټرنيشنل خبري اژانس ليکلي چې پر ځای یې مشري، بنګلادېش ته ورکړل شوه. خپله سارک لا د نوي مشر د ټاکلو رسمي اعلان نه دی کړی.

يونېسف: راتلونکې دوشنبه به په ټول افغانستان کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل شي

Pa.azadiradio.com 

ټول افغانستان کې د ماشومانو د پوليو ضد واکسين کمپاين پيلېدل. له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق (یونېسف) د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د ارتباطاتو د څانګې مشر کمال شاه وايي، ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ په ټول افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شي. د نوموړي په وينا، د پوليو واکسين کمپاين په دې پړاو کې به شاوخوا لس مليونه هغه ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم وي، واکسين شي. نوموړي ويلي: "د دوشنبې په ورځ به په ټول افغانستان کې د پوليو واکسين کمپاين پيل شي. د دغه کمپاين... Читать дальше...

د رسنيو د ملاتړ بنسټونو بلخ کې پر خبريالانو د بريد په اړه د څېړنې غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د رسنیو او خبريالۍ بنسټونو یو شمېر مسولين، له طالبانو غواړي چې د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي. د پژواک خبري اژانس رئيس دانش کړوخېل، د يکشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې، په مزارشريف کې پر خبريالانو د شنبې ورځې بريد په کلکه وغانده او دا يې د بيان پر ازادۍ او د افغانستان پر خلکو بريد وباله. نوموړي وويل: "موږ له اړونده مسولينو څخه غواړو چې دا پېښه په جدي توګه تعقيب کړي، عاملين يې وپېژني او د خبريالانو امنيت په برخه کې خپل مسوليت ادا کړي." په ورته... Читать дальше...

ساحلي فوټبال؛ افغانستان د اسیا د ملتونو او نړیوال جام په مقدماتي سیالیو کې ګډون کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د اسیا د ملتونو او نړیوال جام په مقدماتي سیالیو کې د ګډون په موخه خپل سفر پیل کړ. د افغانستان فوټبال فدراسیون په وینا چې، د یکشنبې په ورځ د روانې مارچ میاشتې په ۱۲مه نېټه د کابل پر وخت تر غرمې وروسته دساحلي فوټبال ملي لوبډلې د تایلینډ هېواد پر لور حرکت وکړ. د فوټبال فدراسیون د خبر له‌مخې د اسیا ملتونو او نړیوال جام مقدماتي سیالۍ د مارچ په ۱۶مه نېټه پیلیږي. افعانستان به په الف ګروپ کې له تایلینډ، بحرین او سعودي عربستان سره سیالۍ کوي. د ویلو ده چې، افغانستان... Читать дальше...

د اوکراين د پوځ ادعا: تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر زرو ډېر روسي پوځيان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پوځ نن یکشنبه ادعا وکړه چې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسیې څه باندې زر پوځیان وژل شوي دي. بل‌خوا مسکو د اوکراین پر ختیځ ښار بخموت خپل پوځي فشارونه زیات کړي دي. کییف وايي، د ځوابي عملیاتو په لړ کې د بخموت ښار د دفاع لپاره پوره هوډ لري. له کله چې څه باندې کال مخکې روسیې پر اوکراین غیرموجه یرغل کړی، په دونیڅک سیمه کې د بخموت ښار پر سر جګړه ډېره دوامداره پاتې شوې ده. د لوېدیځ ګڼ پوځي شنونکي په دې باور دي، چې دغه ښار خپل ستراتیژیک اهمیت لري. د اوکراین د لوی درستیز دفتر نن یکشنبه په... Читать дальше...



د سارک سازمان د سرمنشي نوبتي څوکۍ افغانستان ته ونه سپارل شوه

Pa.azadiradio.com 

د جنوبي اسیا د سیمه‌ییزو همکاریو سازمان "سارک" غړو هېوادونو پرېکړه کړې چې افغانستان ته د دې سازمان د سرمنشي څوکۍ و نه سپاري. د سارک سازمان په دارالانشا کې باخبره سرچینو د پاکستان "THE NATION" ورځپاڼې ته ویلي، د دې سازمان د منشور او مقرراتو پر بنست، تمه وه چې افغانستان خپل یو ډیپلوماټ د سرمنشي څوکۍ ته وټاکي، خو دا چې د سارک سازمان غړي د طالبانو اوسنی رژیم په رسمیت نه‌ پېژني، له همدې امله یې افغانستان ته د دې څوکۍ له ورکولو ډډه کړې. د "THE NATION" ورځپاڼه لیکي، د نیپال د بهرنیو چارو وزیر بهارات... Читать дальше...

ممثله ارزو وداع: د هنري فعاليتونو نه‌شتون له بد اقتصادي وضعيت سره مخ کړې يم

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د فلمونو او تمثیلي ټوټو لوبغاړې ارزو وداع وايي، اوس چې هنري فعالیتونه نه‌لري، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده. د اغلې وداع يوه ویډيو په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو د کارونکو له‌خوا ډېره لاس په لاس کېږي، چې نوموړې په‌کې له خپلو اقتصادي ستونزو شکایت کوي. ارزو چې په افغانستان کې ۱۵ کاله د فلمونو او تمثیلي ټوټو د لوبغاړې په توګه يې کار کړی، ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، اوس په واټونو کې قلمونه او کتابچې خرڅوي، خو دا چې د معدې زخم لري، ډاکټرانو ورته د استراحت کولو ویلي دي. ااغلې وداع وايي، د دوه کورنیو سرپرسته ده. Читать дальше...

تحریک انصاف د لاهور انتخاباتي جلسه ځنډولې ده

Mashaalradio.com 

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د زمان پارک د جلسې د مشرۍ کولو په اړه د عمران خان تر اعلان وروسته تور پورې کړ چې هغه د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د موافقې د مخنیوي هڅه کوي.

مايک پينس: له ډونالډ ټرمپ سره دې حساب وشي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو پخواني مرستیال ولسمشر مایک پینس د مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په باب تر ټولو سخت ټکي وکارول. مایک پینس په تېره دوره کې د ډونالډ ټرمپ مرستیال و. ښاغلي پینس نن ویلي، تاریخ به له ډونالډ ټرمپ سره د ۲۰۲۱م کال په جنورۍ میاشت کې د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د یرغل ور وړلو په پېښه کې د هغه د رول له کبله حساب کتاب وکړي. پخوانی مرستیال ولسمشر مایک پینس د کانګرس په ودانۍ کې و، چې د ټرمپ په زرګونو ملاتړو د کانګرس پر ودانۍ یرغل ور وړ او غوښتل یې کانګرس د ۲۰۲۰م کال د ولسمشرۍ ټاکنو د نتایجو له تایید راوګرځوي. Читать дальше...

رسنۍ: اسرائيل نن سهار د سوريې جنوبي برخې په ميزايلو ويشلي

Pa.azadiradio.com 

د سوریې دولتي رسنۍ وايي، د اسرائیل میزایلو نن سهار د سوریې جنوبي برخه ویشتلې او د سوریې درې سرتېري یې ټپیان کړي دي. دولتي خبري اژانس سانا د پوځي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې سهار وختي دغه میزایل د حما ولایت پر مصیاف ښار لګېدلي دي. په دې پېښه کې د چا د وژل کېدو خبر نه‌دی ورکړل شوی. په هغو تصويرونو کې چې سانا اژانس خپاره کړي، داسې ښکاري چې دغه میزاییل پر کرنیزو ځمکو لګېدلي دي. اسرائیل، چې له کلونو راهیسې یې په سوریه کې پر ځینو اهدافو په سلګونو حملې کړي، سم د لاسه د دغو میزاییلو د توغولو په باب تبصره نه‌ده کړې.

له نړيوال فضايي تم‌ځای څلور ستورمزلي ځمکې ته ستانه شول

Pa.azadiradio.com 

هغه څلور ستورمزلي چې شا و خوا ۵ میاشتې یې په نړیوال فضايي تم‌ځي کې تېرې کړې وې، نن د سپېس اکس شرکت د چټکې الوتنې په مرسته ځمکې ته ستانه شول. د ډراګون په نوم هغه کپسول کې چې دوی په‌کې ناست وو، د فلوریدا ایالت په سواحلو کې ټامپا ته څېرمه پر اوبو راکښته شو. د امریکا د متحدو ایالتونو، روسیې او جاپان دغه ستورمزلي په تېره اکتوبر میاشت کې نړیوال فضايي تم‌ځي ته تللي وو. ځمکې ته د دوی ستنېدل څو وارې د خرابې هوا له کبله ځنډېدلي وو.

مجاهد: ملګري ملتونه دې د طالبانو حکومت ته د افغانستان څوکۍ وسپاري

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو ویاند یو وار بیا خپل حکومت ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ د ورسپارلو غوښتنه وکړه. ملي راډیو ټلوېزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی، نن یکشنبه د ذبیح‌الله مجاهد څرګندونې خپرې کړي چې ویلي یې دي، ملګرو ملتونو کې د تېر حکومت استازی د افغانستان استازولي نه‌شي کولای او دا څوکۍ باید اوسني حکومت ته وسپارل شي. دا مهال په ملګرو ملتونو کې نصیر احمد فایق د افغانستان استازولي کوي او طالبانو مخکې سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د خپل استازي په توګه نومولی و. ذبیح‌الله مجاهد ټینګار کوي، چې... Читать дальше...

توماس وېسټ بلخ کې پر خبريالانو چاودنه تروريستي حمله بللې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي توماس وېسټ په بلخ ولایت کې پر خبریالانو پرونۍ چاودنه تروریستي حمله بللې او غندلې يې ده. پرون د مزار شریف په تبیان فرهنګي مرکز کې چاودنې د طالبانو په وینا یو تن وواژه او د خبریالانو په ګډون اته نور ټپیان کړل، خو د رسنیو ملاتړو بنسټونو بیا د وژل شویو شمېر ۳ او د ټپي خبریالانو شمېر ۱۶ بللی دی. توماس وېست نن سهار وختي پر خپل ټویټر کې لیکلي، چې واشنګټن د تاوتریخوالي دا روان بې مفهومه اعمال غندي. د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې هم پرون په یوه اعلامیه کې دا... Читать дальше...

د يو شمېر خصوصي ښوونځيو مسؤلين: ښوونځيو ته د ماشومانو نو‌م‌ليکنه کمه شوې

Pa.azadiradio.com 

د يو شمېر خصوصي ښوونځيو مسوولين وايي، د تعليمي کال په رانږدې کېدو سره، کم شمېر کورنيو خپل ماشومان په خصوصي ښوونځيو کې شامل کړي دي. د هېواد بګرام خصوصي ښوونځي مشر نصير احمد پوپلزی وايي، تر شپږم ټولګي پورې د نجونو پر زده‌کړو له بنديز وروسته د دوی د خصوصي ښوونځي په ګټه کې ٥٠سلنه کموالى راغلى دى. نوموړی زیاتوي، که څه هم نوی تعلیمي کال په رارسېدو دی او په تېرو کلونو کې دوی د کال په دې وخت کې ډېر زده‌کوونکي جذبول، خو په خبره یې سږ کال د زده‌کوونکو شمېر کم دی. نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "یو شمېر... Читать дальше...


Музыкальные новости
Земфира

Жена оскандалившегося Валерия Меладзе провела вечер на концерте Земфиры в Испании





Rss.plus
Локомотив

Легионер "Локомотива" Ньямси: в Москве жизнь дешевле, чем в Париже




В центре Москвы задержана Диана Шурыгина, получившая известность после шоу Малахова

Врач рассказала, как ускорить метаболизм

Аналитики назвали уровень автомобилизации в РФ: рассказываем, какой регион в лидерах

Первомай в Ступине стартовал традиционной легкоатлетической эстафетой




ټولنيزو رسنيو کې د طالبانو د روغتيا وزير پر څرګندونو تُوند غبرګونونه ښودل شوي

Pa.azadiradio.com 

پر ټولنيزو رسنيو د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد يوه ويډيو خپره شوې ده چې، په اړه يې تُوند غبرګونونه ښودل شوي دي. هغه په دې ویډیو کې چې د ثبت کره نېټه یې معلومه نه‌ده وايي، هڅه کوي چې د افغانستان طبي سیسټم او تعلیمي نصاب د پاکستان په څېر شي. نوموړی وايي: "له دې امله چې زموږ ټوله دل‌چسپي پاکستان کې ده، موږ وایوو زموږ د روزنې کوم پروګرامونه او قوانین او د لېسو کوم نصاب چې دی، هغه دې د پاکستان په څېر شي. موږ د همدې کار په هڅه کې یوو. موږ ته د دې ډېره اړتیا ده، خو که چېرې دا ټولې... Читать дальше...

د هلمند سيند پر غاړه تږي باغونه؛ خلک د کانال د جوړېدو غوښتنه کوي

Pa.azadiradio.com 

د هلمند د کجکي ولسوالۍ خلک وايي، د ځمکو تر څنګ يې سيند بهیږي خو د دوی باغونه او ځمکې د اوبو له نشتوالي وچ شوي دي. ځايي خلک له دولت غوښتنه کوي چې، د هلمند سيند څخه دې کانال ورته وکاږي تر څو يې ځمکې تر اوبو لاندې شي. په دې اړه نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هند کې د يو مسلمان سړي د وژنې په تړاو درې کسان نيول شوي

Pa.azadiradio.com 

په هند کې پولیسو درې کسان په بیهار ایالت کې د یوه مسلمان سړي د وژنې د قضیې په تړاو نیولي دي. پولیسو پرون شنبه وویل، پر دغه ۵۶ کلن مسلمان سړي چې نسیم قریشي نومېده، د خلکو د یوې پارېدلې ډلې له‌خوا د دې لپاره حمله شوې وه، چې شک کېده د خوسکي غوښه ورسره وه. د هند په ځینو برخو کې د محلي حکومتونو له‌خوا د خوسکي او غويي د غوښې خرڅول او کارول منع شوي دي. په هندویزم کې غواګانو ته په درنه سترګه کتل کېږي او پر هغو کسانو وخت ناوخت حملې کېږي، چې د غواګانو په وژنه تورن دي. په هند کې چې مسلمانان په‌کې اقلیت... Читать дальше...

څلور ستورمزلي له نړيوال فضايي تم‌ځای بېرته ځمکې ته روان دي

Pa.azadiradio.com 

دوه امریکايي، یو روسی او یو جاپانی ستورمزلي په فضا کې د شپږو میاشتو له تېرولو وروسته پرون له نړیوال فضايي تم‌ځي بېرته ځمکې ته روان شول. د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره (ناسا) وايي، دغه ستورمزلي نن یکشنبه ناوخته د فلوریډا ایالت په سواحلو کې ځمکې ته رسېږي. د جرمني خبري اژانس د راپور له‌مخې، ځمکې ته د دغو ستورمزلو ستنېدل د هوا د خرابوالي له کبله څو وارې وځنډېدل. پر اوکراین د روسیې تر غیرموجه یرغل وروسته دغه ستورمزلي په تېره اکتوبر میاشت کې د ناسا او د روسیې د یوه شرکت له‌خوا د امریکا له خاورې فضا ته ولېږل شول.

پرون د ترکيې په 'اژه سمندرګي' کې پنځه پناه غوښتونکي ډوب شوي دي

Pa.azadiradio.com 

پرون شنبه هم د ترکیې په جنوب لوېدیځ اژه سمندرګي کې پنځه پناه غوښتونکي په اوبو کې ډوب شول. د ترکیې ساحلي ساتونکي وايي، دغه پناه غوښتونکي په یوه رابړي کښتۍ کې ظاهراً د یونان پر لوري روان شوي وو. د ترکیې ساحلي ساتونکو په یوه اعلامیه کې ویلي، یوولس پناه غوښتونکي ژغورل شوي او د پنځو نورو جسدونه ترلاسه شوي دي. په وروستیو کې د افغانانو په ګډون د څو هېوادونو د پناه غوښتونکو د ډوبېدو خبرونه ورکول کېږي.

د کندز د يو شمېر ولسواليو د برښنا رسونې تجهيزات نوي کړی شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تر ولکې لاندې د برښنا ریاست د کندوز حوزوي څانګه وايي، د امام صاحب، علي اباد او چهاردرې ولسوالیو بېلابېلو برخو ته د برښنا رسونې د بهیر د چټکتیا لپاره یې ټول پخواني تجهیزات بدل کړل. د دې ادارې د اعلامیې له‌مخې د علي اباد ولسوالۍ په میرشیخ سیمه کې ۱۲ پایې چې ۱۲متره دي هم درول شوي دي. برښنا ریاست ویلي، د ټرانسفرمرونو تجهیزات هم په دقیق ډول ارزول شوي دي. دا ادعا داسې وخت کېږي، چې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په زیاتو ښارونو کې منظمه برېښنا نه‌شته او پرچاوي هم زیاته شوې ده.



Москва

Вседозволенность азербайджанской диаспоры в России или как пантюркистские националисты 29 апреля перекрыли улицу в центре Москвы


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анастасия Волочкова

Волочкова сообщила подписчикам об очередной поездке на Мальдивы




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова

"Динамо" и "Спартак" опубликовали составы на матч Кубка России

Личка — о самой дорогой покупке в Москве: два дня назад решил купить самокат за 60 тысяч рублей


WTA

Соболенко вышла в ⅛ финала турнира WTA в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Первый в России электромобиль Tesla Cybertruck заметили на Москве



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России