د ژورنالېستانو د ساتنې کمېټه: طالبان دې د سیمهییزو رسنیو ځپل ودروي
دغې کمېټې نن جمعه په یوه بیان کې له طالبانو غوښتي، چې پرېږدي په بدخشان کې د 'صدای بانوان' راډيو خپل کار ته ادامه ورکړي. د دې راډیو له مسولینو څخه يو تن چې د موضوع د حساسیت له کبله يې نهغوښتل نوم يې واخیستل شي ازادي راډیو ته ویلي، د تخنیکي همکارانو لهخوا په سهوي ډول د موسیقۍ له خپرېدو وروسته د پنجشنبې په ورځ د دې راډیو نشرات بند شوي دي. په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس معزالدین احمدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د «صدای بانوان » راډیو د تړل کېدو پخلی وکړ او ویې ویل چې،... Читать дальше...