د سوریې ولسمشر بشار اسد چین ته رسېدلی
د سوریې ولسمشر بشار اسد پرون د چین هانګژو ښار ته ورسېد. د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د چین د باندنیو چارو وزارت ویلي چې اسد به د یو شمېر نورو بهرنیو مشرانو ترڅنګ د اسیايي لوبو په پرانستونکو مراسمو کې ګډون وکړي. دا لوبې د دوشنبې په ورځ پیلېږي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی مایو نینګ ویلي چې دغه هیواد ته د بشار اسد سفر به د چین اوسوریې د اړیکو د لا پیاوړتیا، د دوه اړخیز سیاسي اعتماد او همکاریو له ډېرېدو سره مرسته وکړي.