امریکا د افغانستان مسئله کې د ملګرو ملتونو او قطر د رول ستاینه وکړه
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د افغانستان په مسئله کې د ملګرو ملتونو او د قطر د رول ستاینه وکړه. ټام وېسټ بېګا ناوخته په خپله ایکسپاڼه کې کښلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا او د قطر له صدراعظم او د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني سره یې په جلا کتنو کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې کړي دي. هغه ویلي چې له اوتونبایووا سره یې له افغانانو سره د تعامل په اړه خبرې وکړې او زیاتوي چې نوموړې او همکاران یې په نړۍ کې یوه تر ټولو سخته دنده پرمخ وړي. Читать дальше...