اوکراین ته سفر؛ د امریکا دفاع وزیر د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ
د امریکا دفاع وزیر لوید اسټن نن (دوشنبې) د اوکراین چارواکو ته د متحدو ایالتونو د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ. اسټن داسې مهال کییف ته تللی چې د اوکراین په لویدیځو ملاتړو په ځانګړې ډول امریکا کې له " جګړې د ستړیا" اندېښنې راپورته شوي دي. د امریکا دفاع وزیر د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په کتنه کې هغه ته ډاډ ورکړ چې د متحدو ایالاتو ملاتړ به له لاسه ورنکړي. اسټن زیلینسکي ته وویل: «ښاغلیه ولسمشره؛ هغه پیغام چې نن ما تاسو ته راوړی، دا دی چې د امریکا متحد ایالتونه له تاسو سره دي. موږ به د اوږدې... Читать дальше...