Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2023

Новости за 08.11.2023

د خیاطۍ زده کړې؛ ۸۰ مېرمنې ترې فارغې شوې

Pa.azadiradio.com 

د شفق په نوم د خيريه او ټولنيزو خدماتو بنسټ د چهارشنبې په ورځ ۸۹ هغو ښځو ته چې د لاسي صنايعو په برخه کې يې زده کړې کړې وې د فراغت سندونه ورکړل. د دې بنسټ مسوولین وايي، دغو مېرمنو ته د ۶ میاشتو لپاره د خیاطۍ په برخه کې روزنه ورکړل شوه. د بنسټ مشرې یلدا شفق له ازادي راديو سره په خبرو کې وويل چې، ښځو ته د کاري فرصتونه برابرول او د دوی اقتصادي وده ده . شفق زیاتوي: "زمونږ ننى پروګرم د هغو اتيا کسه مېرمنو د فراغت لپاره دى چې د خياطۍ او لاسي صنايعې په برخه کې له شپږو مياشتو زدکړو ورورسته فارغه شوي،... Читать дальше...

یونانیان د سوځېدلي ځنګل د بیارغونې غوښتنه کوي خو ایا دا ممکنه ده؟

Mashaalradio.com 

د یونان د ایوروز سیمې د دادیا په ځنګل کې د اګست پر ۱۹مه اور لګېدلی وو چې له وجې یې په سلګونه هېکټره ځمکه متاثره شوې او ګڼ ځناورو او مرغانو ته هم زیان رسېدلی وو. د هغې سیمې اوسېدونکي وايي چې د اور له وجې ورته اقتصادي تاوان رسېدلی او باید حکومت د ځنګل بحالۍ لپاره اقدامات وکړي خو چارواکي وايي چې متاثره سیمه څاري. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.

اوچا: د افغانستان له درېیو دوه برخې ولسوالۍ په ناچاوده توکیو پوښلې دي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره، اوچا وایي، د افغانستان د ۴۰۱ ولسوالیو دوه دریمه یې له جګړو پاتې ناچاودې وسیلو باندې پوښل شوي. اوچا نن په خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټوټیر کې کښلي چې له جګړو پاتې دغه ناچاودي وسیلې هره میاشت له شپیتو زیات کسان وژني چې زیاتره یې ماشومان دي. اوچا د ناچاودې وسیلو له پلوه افغانستان په نړۍ کې په ترټولو ناوړه وضعیت کې بللی دی. د سره صلیب نړیوالې کمیټې شاوخوا څلورمیاشتې مخکې په یوه راپورکې وویل چې د ۲۰۲۲ کال د جنوري نه د ۲۰۲۳ کال ترجون میاشتې پورې په افغانستان... Читать дальше...



برېتانیا د اوکراین جګړې د ملاتړ لپاره پر ۲۹ کسانو او ځینو روسي کمپنیو بندیزونه ولګول

Pa.azadiradio.com 

برېتانیا پرکریملین د اوکراین د جګړې د مالي ملاتړ د سرچینو د نښه کولو په ترڅ کې نن پر ۲۹ افرادو او د روسیې د سروزرو او تیلو د سکتور پرکمپنیو او ادارو بندیزونه ولګول. د بندیزونو لپاره په نښه شویو کې په متحده عربي اماراتو کې میشته یوه شبکه هم شامله ده چې د برتانیا په وینا روسیې ته یې د سرو زرو څه باندې۳۰۰ ملیون ډالرعواید لیږدولي دي. برېتانيا همدارنګه د روسيې د سروزرو پر دوو سترو توليدونکو، نارډ ګولډ Nord Gold Plc او هایلانډ ګولډ ماین Highland Gold Mining Ltd او پر شتمنو سیاستوالو ولاديسلاو سويبلوف او کونستانتين سټروکوف بنديزونه لګولي دي. Читать дальше...

فوټبال؛ اشلي مایکل د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکی ټاکل شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خبر پر اساس انګلستانی اشلي مایکل د دې هېواد د فوټبال ملي لوبډلې د نوي مشر روزونکي په توګه ګومارل شوی دی. ښاغلی مایکل نن د نومبر په ۸مه نېټه په کابل کې یوې خبري ناستې ته وینا کړې ده. تر نوموړي وړاندې د کوېټ هېواد اوسیدونکي عبدالله المطیري د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزنه پر غاړه درلوده چې د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره تر ناندریو وروسته یې استعفا وکړه. د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو هم پر خپلو ټولنیزو پاڼو د فوټبال فدراسیون له مشرتابه سره د... Читать дальше...

د اسراییلو او حماس د روانې جګړې په اړه د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو د دریځ اعلان

Pa.azadiradio.com 

د اوو پرمختللو صنعتي هیوادونو یا د جي اوه ډلې لوړپوړو ډیپلوماتانو د اسراییل او حماس ترمنځ روانه جګړه کې خپل ګډ دریځ اعلان کړ. په هغه اعلامیه کې چې په توکیو کې د دې ډلې د ډیپلوماتانو د دوه ورځنیو خبرو وروسته نن خپره شوې، له خپل ځانه د اسراییل د دفاع د حق ملاتړشوی او غوښتنه شوې چې په روانه جګړه کې دې بشري وقفه رامنځ ته شي ترڅو د غزې کړیدلو ولسي وګړو ته مرستې ورسول شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین په یوه خبري کنفرانس کې وویل: " د جي اوه وزیرانو په دې اړه چې اسراییل له ځانه د دفاع... Читать дальше...

اسراییل: هوایي بریدونو مو د حماس یو وسله جوړونکی او څو جنګیالي وژلي

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل پوځ وایي، د غزې په تړانګه کې په هوایي بریدونوکې یې د حماس د وسلو یوجوړونکی او یوشمیروسله وال وژلي دي. اسراییل په کلابنده شوې غزه کې په وروستیو هوایي او ځمکنیو بریدونو کې د سخت دریځو د ترځمکې لاندې د تونلونو شبکه په نښه کړې ده. غزه چې د سخت دریځو وسله والو یوپیاړی مرکزدی د اسراییلي ځواکونو له خوا بشپړه کلابنده شوې. د اسراییل پوځ وویل، ځواکونویې د دغه ګڼ میشتي ښار زړه ته پرمختګ کړی او حماس ویلي چې وسله والو یې اسراییلي ځواکونو ته ډیرتلفات اړولي دي. په داسې حال کې چې په غزه کې د جګړې... Читать дальше...

یو شمېر افغان کډوال: د استوګنې اسناد هم لرو، خو پاکستاني پولیس مو ځوروي

Pa.azadiradio.com 

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ايستلو بهير د دوام سره هم‌مهاله يو شمېر افغان کډوال چې او‌س‌مهال هم په پاکستان کې دي او هلته د اوسېدو قانوني اسناد لري، ادعا کوي چې د پوليسو له لوري زورول کېږي. صنم کبيري چې په اسلام‌اباد کې اوسېږي، ازادي راډيو ته ادعا وکړه، چې د پاکستان پوليس کورونو ته په زوره ننوځي، اسناد لرونکي او بې‌اسناده کډوال ټول له يو مخ نيسي. نوموړی وایي: "د پاکستان د حکومت تصميم جدي دی، پوليس پر کورونو ورځي، اسناد لرونکي او بې‌اسناده ټول له ځان سره وړي. نن هم زه چې کومه سيمه کې اوسېږم،... Читать дальше...



کاکړ: پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې ۶۰ سلنه زیاتې شوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د موقت حکومت صدراعظم، انوارالحق کاکړ وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته په دې هیواد کې ترهګریزي پیښې ۶۰ سلنه زیاتې شوي دي چې په پایله کې یې د پاکستان ۲۲۶۷ وګړي وژل شوي دي. د پاکستاني رسنیو په حواله، نوموړي نن، د نومبر په ۸مه نیټه، یوه خبري کنفرانس ته په وینا کې ويلي چې، په څه باندې تیرو دوو کلونو کې، په پاکستان کې دغه بریدونه د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له لوري د افغانستان د خاورې په کارولو ترسره شوي دي. انوارالحق کاکړ زیاته کړه چې په پاکستان کې په ځانمرګو بریدونو کې یو شمیر افغانان هم شامل و. Читать дальше...

په پنجاب کې د لړې له زیاتېدو سره ناروغۍ هم زیاتې شوي دي

Mashaalradio.com 

د پنجاب په لاهور کې د لړې او لوګي تر خپرېدو وروسته د ښار اوسېدونکي وايي چې د ستوني په ګډون یوشمېر ناروغۍ خپرې شوې دي. دوی وايي چې حکومت باید هغه ګاډي ونیسي چې زیات لوګی پیدا کوي. د لاهور اوسېدونکي وايي چې حکومت دې د هوا او چاپېریال ککړتیا پرضد اقدامات وکړي. د پنجاب لنډمهالي حکومت د زده کوونکو لپاره د تمبوزک یا ماسک په مخ کولو امر کړی دی. حکومت داراز د هغو کروندګرو پرضد د اقدام اعلان کړی دی چې په پټیو کې د فصلونو پاتې شوني سوځوي چې لوګی یې اکثر په مني کې په لړه ورګډېږي. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

د کابل د تېرې ورځې چاودنې ته غبرګونونه؛ بینېټ: د پېښې په اړه باید رڼې څېړنې وشي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د تېرې ورځې چاودنې چې د طالبانو حکومت د معلوماتو له مخې اووه تنه په کې ووژل شول او شل نور ټپیان شول غبرګونونه راپارولي دي. د کابل په دشت برچې کې د تېرې ورځې حملې چې مسوولیت داعش وسله والې ډلې منلی دی بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارد بینېټ ویلي: "زه د دې پېښې د عاملینو د پېژندلو او ورسره د حساب لپاره د یوې بشپړې شفافې څېړنې غوښتنه کوم." هغه په خپل ایکسپاڼه لیکلي، دا په تېره یوه میاشت کې د افغانستان په هزاره توکمو درېیمه خونړۍ حمله ده چې مرګ ژوبله اړوي. Читать дальше...

له پاکستانه کندهار ته ستانه کړای شوي افغان کډوال د زده‌کړو امکانات غواړي

Pa.azadiradio.com 

له پاکستان څخه کندهار ته ستانه کړای شوي افغان کډوال د خپلو ماشومانو لپاره د زده کړو د امکاناتو د برابرولو غوښتنه کوي. د دغه ماشومانو یوه برخه نجونې دي چې د پاکستان په ښوونیزو مرکزونو کې یې تر لومړنۍ او منځنۍ کچې زده‌کړې کړي دي. که څه هم د طالبانو د پوهنې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د راغلو کډوالو ماشومانو ته د زده کړو د زمینې برابرولو ژمنه کړې، خو د تېرو شاوخوا دوو کالو راهیسې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د انجونو پر زده کړو بندیز لګول شوی دی. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ... Читать дальше...

کاکړ: پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پاکستان کې بریدونه زیات شوي دي

Mashaalradio.com 

د پاکستان لنډمهالي وزیر اعظم وویل چې په تېرو "دوو کلونو کې" یې په هېواد کې "۲،۲۶۷ تنه پاکستانیان د ترهګرۍ په پېښو کې وژل شوي دي چې ذمه وار یې تحریک طالبان پاکستان دی چې د افغانستان خاوره د پاکستان ضد کاروي."

د پاکستان موقت صدراعظم د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو لامل په ډاګه کړ

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان موقت صدراعظم انوارالحق کاکړ وایي، له پاکستانه په سلګونو زره افغان کډوال ځکه ایستل کېږي چې افغانستان له خپلې خاورې د پاکستاني سختدریځو وسله‌والو د عملیاتو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی. د فرانس‌پرېس خبري آژانس د راپور له مخې کاکړ نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې افغانان هم په ډېرو ځانوژونکو بریدونو او له پاکستاني ځواکونو سره په نورو نښتو کې ښکېل وو او زیاته یې کړه له کله چې طالبان په کابل کې واک ته رسېدلي، په پاکستان کې د ناامنیو په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. هغه وویل، د ۲۰۲۱ کال... Читать дальше...

په بنو بازار کې ډېرانونه بیمارۍ خوروي

Mashaalradio.com 

د بنو اوسیدونکي وايي، په ښار کې ځای په ځای د خځلو ډېرانونه پراته دي چې بوی یې خور دی او بیمارۍ ترې خورېږي. دوی له حکومته غوښتنه کوي چې د دې ستونزې څه حل دې راوباسي. چارواکي وايي، د صفایۍ عملې د تنخاګانو د نه ور رسېدو له وجې په هړتال لاس پورې کړی دی. نور تفصیل په دې ویډیويي راپور کې.

لاهور مېشتې پښتانه وایي پولیس یې د بې اسناده کډوالو په نامه ځوروي

Mashaalradio.com 

لاهور مېشتي افغان کډوال تور پورې کوي چې پولیس اسناد لرونکي افغانان هم نیسي. په هغه ښار کې د خیبر پښتونخوا یوشمېر اوسېدونکو هم دعوه کړې ده چې پولیس یې د کډوالو په نامه نیسي او ورڅخه پیسې اخلي. خو د پنجاب د کورنیو چارو یو افسر له مشال راډیو سره په خبرو کې د اسناد لرونکو کډوالو د نیولو تورونه رد کړل او زیاته یې کړه چې یوازې بې اسناده بهرنیان نیسي. تفصیل په ویډیو کې.

ټروټ: افغانستان تراوسه د کرکټ نړیوال جام نیمه پایلوبې ته د تللو چانس لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی جاناتان ټروټ وایي، لوبډله یې تراوسه د دې چانس لري چې د کړکټ نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي. ټروټ پرون له اسټرالیا څخه د افغانستان له ماتې وروسته خبریالانو ته وویل، تمه کوي چې له جنوبي افریقا سره به راتلونکې لوبه کې افغان کرکټران نیمه پایلوبې ته برخلیک مشخص کړي. ټاکل شوې چې افغانستان بل سبا د جمعي په ورځ له جنوبي افریقا سره د سیالۍ ډګر ته ووځي. افغانستان تراوسه په دې جام کې اته لوبې کړي، څلوریې ګټلي او څلوریې بایللي دي. تراوسه د دې لوبه کوربه... Читать дальше...

ریچارډ بینېټ د کابل د وروستۍ چاودنې په اړه د بشپړو شفافو څېړنو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي ریچارډ بینېټ په کابل کې د پرونۍ چاودنې په اړه د بشپړو شفافو څېړنو غوښتنه کړې ده. هغه پرون سې شنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې کښلي چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د دې خونړۍ چاودنې له عاملانو سره باید حساب کتاب وشي. د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ټلګرام چینل ددغه برید مسوولیت اخیستی دی. ریچارډ بینېټ ویلي چې په یوه میاشت کې دا درېیم برید دی چې هزارګان په کې په نښه کېږي. په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر... Читать дальше...


Музыкальные новости
Джиган

Красноярцы и Джиган рассмешили Артемия Лебедева и вышли в финал «Звезд»





Rss.plus
Сергей Брановицкий

Консультации. Составление Договоров. Присутствие Продюсера при заключении договоров и переговорах. Лекции. Переговоры. Встречи и Обсуждения.




Профсоюзы России встречают Первомай-2024

ТЁРН: Музыкальные контрасты и гармония времён

III класс пожарной опасности ожидается на территории Подмосковья 1–3 мая

Россияне полюбили Changan, продажи выросли на порядок (в 9 раз) за последний год




یونېسف: د هرات ۴۳ زره زلزله ځپلي بېړنیو روغتیایي خدمتونو ته اړتیا لري

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خوندیتوب صندوق یونېسف وایي، د هرات ۴۳ زره زلزله ځپلي بېړنیو روغتیایي خدمتونو ته اړتیا لري. د یونېسف د افغانستان څانګې پرون په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې کښلي چې دې ته په پام چې زلزلې د دغو خلکو روغتیایي تاسیسات ویجاړ کړي، دې صندوق د ډنمارک د بهرنیو چارو وزارت په ګډون د خپلو مرستندویه شریکانو د بسپنې پر مټ سیمې ته په بېړني ډول د اتیا ټنه طبي وسایلو لېږدول تنظیم کړي دي. یونېسف ویلي، وروستۍ زلزلې په ټول هرات ولایت کې د اوبو سیستم زیانمن کړی، خو د اروپایي ټولنې د... Читать дальше...

کاکړ: له پاکستانه افغانستان ته د ستانه کړای شویو ماشومانو شمېر ډېر دی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو یوه مدافع وکیله منیزه کاکړ وايي، افغانستان ته د بې کورنیو ستنو کړل شویو افغان ماشومانو شمېر تر هغې ډېر دی چې د پاکستان د بشر د حقونو کمېسیون یې په اړه ویلي دي. د پاکستان د بشر د حقونو کمېسیون له دې بیان وروسته، چې د پاکستاني چارواکو د ناوړه چلند په نتیجه کې اووه ماشومان له خپلو کورنیو جلا شوي او افغانستان ته استول شوي دي، اوس په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو یوه مدافع وکیله وايي، د دې ماشومانو شمېر له اوو کسانو زیات دی. منیزې کاکړ د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...

د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې انګلینډ نېدرلینډز ته ۳۴۰ د منډو هدف ورکړی دی

Mashaalradio.com 

د کرکټ ۵۰ اوورنو نړیوال جام په سياليو کې د انګلستان (انګلینډ) لوبډلې نېدرلینډز (هالینډ) ته د ۳۴۰ منډو هدف ورکړی دی.  د پونا په لوبغالي کې د نومبر اتمې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر يوه نيمه او د کابل پر وخت د ماسپښین یوه بجه پیل شوه چې پکې پچه انګلستان وګټله او لومړی یې د بیټېنګ پرېکړه وکړه. د انګلینډ لوبډلې په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۳۳۹ منډې وکړې. د انګلینډ بېن سټوکس ۱۰۸، ډېوېډ ملان ۸۷ او کرېس ووکس ۵۱ منډې وکړې.  د نېدرلینډز بس ډې لېډې درې، او آرین دت او لوګان فن بېک دوه، دوه لوبغاړي وسوځول. Читать дальше...

قرغيزستان کې د "خوشاله اناګانو" ډلې دوديزې قالينې ژوندۍ ساتلي

Mashaalradio.com 

د قرغیزستان په کدمجي ښار کې د شاوخوا ۲۰ ښځو یوه ډله ځوان کهول ته د دوديزو قالینو جوړول ورزده کوي. دا ډله ځان ته د خوشاله اناګانو (نياګانو) ډله وايي. هغه ښځې وايي چې دوی د شېردک په نامه د دودیزو قالینو ختمېدو اندېښمنې کړې دي. د اې اېف پي اژانس له ويډيو جوړ رپورټ.

اروپايي ټولنه کې د غړیتوب د ترلاسه کولو هڅې؛ زیلینسکي ورته د پلان پر جوړولو کار پیل کړی

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر وايي هېواد یې د هغو اقداماتو لپاره د پلان پر جوړولو کار پیل کړی چې په اروپايي ټولنه کې د اوکراین د غړیتوب د بهیر د پرمختګ په اړه د اروپايي کمېسیون د راپور تر خپرېدو وروسته یې عملي کوي. ولودیمیر زیلینسکي بېګا په خپل ویډیويي پیغام کې نننۍ ورځ مهمه وبلله او ویې ویل چې اوکراین له اروپايي کمیسیون څخه د دې تاریخي پرېکړې تمه لري. زیلینسکي زیاته کړه چې اوکراین له اروپايي ټولنې سره ښه اړیکي جوړ کړي او پوهېږي چې په دې ټولنه کې غړیتوب یوه سیاسي پرېکړه ده، خو په عین حال کې دا په کاندید... Читать дальше...

امریکا: روسیې د لاتینې امریکا په کچه د ناسمو معلوماتو د خپرولو کمپاین پیل کړی

Pa.azadiradio.com 

متحدوایالتونو پر روسیې تور لګولی چې د لاتینې امریکا په کچه یې د ناسمو معلوماتو د خپرولو کمپاین پیل کړی چې د اوکراین لپاره د ملاتړ د کمولو او د امریکا او ناټو پر ضد د احساساتو د پارولو لپاره رسنیو ته تبلیغاتي مواد او جعلي خبرونه برابروي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې بېګا خپور شو ویلي چې د کریملین وروستی هدف دا دی چې په لاتینه امریکا کې د خبرونو اورېدونکو او لیدونکو ته د سیمه ییزو رسنیو له لارې تبلیغاتي مواد او ناسم معلومات په داسې طریقه ورسوي چې د سیمې اوسېدونکو ته حقیقي ښکاري. Читать дальше...



Москва

Тарифы ЖКХ вырастут в России


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин поздравил москвичей с 1 Мая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Эстрада

В театре Эстрады состоялся финальный показ музыкально-драматического спектакля «Дом окнами в поле»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

Волейболисты «Зенита-Казань» стали чемпионами России

ЭСК указала на ошибки главного арбитра дерби ЦСКА — «Спартак» Казарцева


Рафаэль Надаль

Теннисист Надаль навестил в больнице 16-летнюю российскую теннисистку Корнееву



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Game News

You may be kicking yourself for deleting Destiny guns that are all of a sudden viable again, but one of the game's biggest YouTubers has been Marie Kondo-ing his friends' arsenals on camera for years



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России