کندهار: د زړې سرګلولې چاودنې یو تن وژلی او بل ټپي کړی دی
په کندهار کې د یوې زړې سرګلولې په چاودنه کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی. په کندهار د طالبانو د امینه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر تاییدوي چې یوه زړه سرګلوله نن ترغرمې وروسته د دې ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د اوسپنو په یوه دوکان کې چاودلې چې دغه مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړې. دا پیښه داسې مهال شوې چې د فغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا نن په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې په افغانستان کې چې له ۱۹۸۸ راهیسې د ماین پاکۍ هڅې پیل شوې، تراوسه د جګړې پاتې څه باندې دیارلس میلیونه چاودیدونکي... Читать дальше...