له پاکستانه د اېستل کیدونکو افغان کډوالو برخلیک ته د خوړو نړیوال سازمان اندېښنې
د ژمي له نږدې کېدو سره په افغانستان کې د بېوزلو کورنیو، په ځانګړي ډول له پاکستانه د اېستل شویو افغانانو د برخلیک په باب اندېښنې زیاتې شوې دي. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) وايي، له پاکستانه اېستل شوي بې اسناده افغانان، د لږو امکاناتو له کبله سخت ژمی په مخکې لري. په افغانستان کې د دغې ادارې مشرې هسیائو وی لي (Hsiao-Wei Lee) له رویټرز اژانس سره په خبرو کې، د دغو افغانانو د وضعیت په باب اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي: " دوی [له پاکستانه اېستل شوي بې اسناده افغانان] تر ټولو بد وضعیت... Читать дальше...