اوومه ورځ - له سعید شینواري سره
سعید شینواري د اونۍ پېښو ته په جزییاتو کتنه کړی. د اومې ورځې خپرونه دلته کتلی شئ
سعید شینواري د اونۍ پېښو ته په جزییاتو کتنه کړی. د اومې ورځې خپرونه دلته کتلی شئ
د امریکا د متحده ايالتونو د سولې انسټېټیوټ وايي چې د پاکستان د موقت حکومت وروستي سياستونه ښيي چې دغه هېواد غواړي په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت فشار راوړي. دغه انسټېټیوټ وايي چې د طالبانو او پاکستان د حکومتونو ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو او له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په بهير چټکتيا سره پاکستان د خپلو تازه سیاستونو له لارې پر طالبانو د فشار راوستلو پراخ کمپاین پیل کړی ترڅو د انسټېټیوټ په ټکو طالبان دې ته اړ کړي چې له تحریک طالبان پاکستان څخه ملاتړ ونه کړي. دې انسټېټیوټ د پنجشنبې په ورځ... Читать дальше...
اروپايي ټولنې نن پر روسیې تور ولګاوه چې پر نورو هېوادونو د فشار راوستلو لپاره له پناه غوښتونکو شرموونکې استفاده کوي. د دې ټولنې په وینا، د دوی ته معلومه شوې چې ګڼ شمېر بې اسناده پناه غوښتونکي د روسیې له سرحدونو فنلنډ ته په اوښتو دي. هلسنکي پرون پنجشنبه اعلان وکړ چې له سبا شنبې به له روسیې سره د خپلو اتو سرحدي دروازو، څلور هغه یې وتړي، ځکه فنلنډ ته د اوښتونکو پناه غوښتونکو شمېر زیات شوی دی. د فنلنډ صدراعظم پټري اورپو ویلي، روسیه په لوی لاس هڅه کوي چې له ناټو سره د خپل سږني کړکېچ له کبله فلنډ بې ثباته کړي.
په پاکستان کې د وچو ميوو اتحاديه وايي، افغانستان ته پر وړونکو تجارتي توکو د مالیې زیاتولو له امله په پاکستان کې د وچو میوو کاروبار ۷۰ فیصده کم شوی دی. د ال پاکستان ډرايي فروټ اسوسي اېشن مرکزي جنرل سیکرټري سید عمیر الحسن د نومبر پر ۱۷مه مشال راډيو ته وویل چې د پاکستاني حکومت له خوا د نویو بدلونونو له امله قانوني کاروبار ډير کم شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان نګران وفاقي حکومت تېره میاشت له افغانستان سره په ټرانزېټ تجارتي تړون (اپټا) کې بدلون وکړ او د افغان سوداګرو له خوا یې پر واردوونکو... Читать дальше...
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، له پاکستانه د سلګونو زره افغانانو اخراج یوه ستونزمنه موضوع ده. دغې ادارې نن جمعه په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، تر ژمي مخکې له پاکستانه د سلګونو زره افغانانو اخراج، چې نه کومه دنده لري او نه هم کورونه، په افغانستان بشري بحران لا ژوروي. د دې ادارې په وینا حتی تر ټولو شرایطو کې هم دغسې په ډله ییز ډول خلک افغانستان ته نه دي اخراج شوي. پاکستان د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خاوره کې بې اسناده کډوالو ته، چې ډېره برخه یې افغانان دي مهلت... Читать дальше...
د بې پولي خبريالانو سازمان یا 'آر ایس ایف' وايي، د جرمني حکومت په افغانستان او روسيه کې له خطر سره مخ خبريالانو د منلو په اړه خپله ژمنه نه ده بشپړه کړې. 'آر ایس ایف' افغانستان او روسيې څخه جرمني ته له ګواښ سره مخ خبريالانو د لېږد بهير پر پڅوالي نيوکه کړې، ویلي چې د یاد هېواد حکومت په دې برخه کې خپلې ژمنې نه دي بشپړې کړي. دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ ناوخته په یوه راپور کې په جرمني کې د بې پولي خبريالانو اجرايي مدیر کرسټین مهیر په حواله اندېښنه ښودلې چې د جرمني حکومت د دغو خبریالانو د ایستلو لپاره له خنډ سره مخ شوی دی. Читать дальше...
د اسراییل لوی درستیز ویلي، له غزې تړانګې څخه به د اسراییلي ځواکونو پوځي عملیات نورو سیمو ته وغځول شي. د اسراییل د دفاعي ځواکونو لوی درستیز هرزي هالیوي پرون پنجشنبه له غزې تړانګې نورو سیمو ته د اسراییلي ځواکونو د روانو پوځي عملیاتو د پراختیا خبر ورکړی دی. د جرمني خبري اژانس په حواله، هغه ویلي: "موږ د غزې تړانګې په شمال کې د پوځي نظام شنډولو ته نږدې شوي یو." د اسراییل د دفاعي ځواکونو لوی درستیز پرون په غزه کې د خپلو پوځیانو د کتنې پر مهال زیاته کړې چې د دوی پوځي عملیات به په نورو سیمو کې هم دوام کوي. Читать дальше...
د افغانستان هرات ولایت د اتم ځل لپاره د زعفران ګل د ملي جشن کوربه دی. د افغانستان په هرات ولایت کې د زعفران د ګل له اتم جشن سره هممهاله د دې هېواد د زعفران کارانو ټولنه وايي، د افغانستان د زعفرانو حاصلات ډېر شوي او دوی تمه لري چې سږ کال له ۳۰ ټنو ډېر زعفران ترلاسه کړي. په هرات کې دا دوه ورځنی جشن د پنجشنبې له ورځې راهیسې پیل شوی دی. د افغانستان د زعفران کارانو د ټولنې مشر بشير احمد رشيدي وايي، سږ کال د کارګوګانو او باروړونکو شرکتونو په بيا پيل سره د زعفرانو صادرات هم ډېر دي. هغه ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...
سازمان د نومبر پر ۱۵مه پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې د نومبر پر ۱۴مه د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخواني غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر نيول د هغو خلکو پرضد د "انتقامي کاروايۍ" برخه ده چې غواړي په پرلت کې ګډون وکړي.
ګېلپ څېړنیزه اداره په خپلې یوې سروې کې وایي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو راتلونکی غیریقیني، له کړاوه ډک او تورتم دی. د سروې راپوروایي چې په هغه هېواد کې یوازې ۱۱ سلنه ښځې له خپل ژونده خوشاله دي چې دا په نړۍ کې د یو هېواد تر ټولو کمه شمېره هم ده.
د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' نن ویلي چې په غزې تړانګه کې د ناروغیو د خپرېدو په اړه ډېره اندېښنه لري. دا په داسې حال کې ده چې د اسراییل بمبارۍ، په پناه ځایونو کې د خلکو د شمېر زیاتېدو، دغه راز د خوړو او د څښاک د پاکو اوبو د کمېدو سبب شوې دي. د فلسطین په اشغال شوي قلمرو کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ریچارد پیپرکورن ویلي: "په داسې حال کې چې ژمی راروان دی، د ناروغیو د خپرېدو په باب خورا زیاته اندېښنه لرو." د هغه په وینا، په ګڼ مېشتو سیمو کې د حادو تنفسي ناروغیو ۷۰زره پېښې او د نسناستي ۴۴زره پېښې ثبت شوي دي. Читать дальше...
په غزني کې د یوې دوولس کسیزې کورنۍ څلور غړي ګوزڼ وهلي، چې اوس یې ژوند له سختو کړاوونو سره مخ دی. د دغه کورنۍ د معلوماتو له مخې، د څلورو ګوزڼ وهلو له جملې څخه دوه یې مړه شوي او دوه نور یې په معلول حالت کې ژوند کوي. روغتیالان په ټولنه کې ګوزڼ یوه خطرناکه ناروغي بولي او وایي، د واکسین څاڅکي او د کورني چاپیریال پاک ساتل یې د مخنیوي غوره لار ده، خو که خلک یې په نظر کې ونه نیسي راتلونکی به یې د دغې کورنۍ په څېر وي. حبیب الرحمان تاثیر په دې اړه راپور لري. د اوریدو لپاره یې دا لېنک کېکاږلی شئ:
د بشري حقونو سازمان یا فریډمنو او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست د پریسا ازاد په ګډون د بشري او د ښځو د حقونو د مدافعینو نیول په کلکه غندلي او د دوی د ژر تر ژر خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده. د بشري حقونو سازمان، فریډمنو د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې طالبان باید پر فعالانو خپل بریدونه ودروي او هغه فعالانې چې په بند کې دي ژر تر ژره خوشې کړي. دغه سازمان لیکلي، پاریسا ازاده چې یوه ښځینه مظاهره کوونکې وه په کابل کې د طالبانو له خوا برمته شوه. د هغې ځای معلوم نه... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د مرستو پر بهیر د څارنې غښتلی سیستم لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له خوا د نړیوالو مرستو د حیف او میل کولو په اړه د افغانستان په بیارغونه د امریکا د څارګرې ادارې یا سیګار د مشر جان سوپکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، دوی په افغانستان کې د مرستو پر بهیر د څارنې غښتلی سیستم لري. د دې وزارت ویاند متیو مېلر د پنجشنبې په ورځ ناوخته په يو خبري کنفرانس کې په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، امریکا په افغانستان کې له هغو باوري... Читать дальше...
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې یو مسوول وايي، سر له سبا د پاکستان له کراچۍ د افغان سوداګرو د نږدې ۳۵۰۰ کانټینرونو لېږد پیلېږي. خان جان الکوزي، نن جمعه له ازادي راډیو سره په خبرو کې له پاکستاني چارواکو سره تر بحثونو وروسته د دغو زرګونو ایسارو کړل شویو کانټینرونو د خوشې موافقه وشوه. د ده په وینا، په دغو ایسارو کړل شویو څه کم ۴۰۰۰ کانټینرونو کې ۴۰۰ یې داسې دي چې په حساس یا نګټیف لېست کې راځي. د هغوی په هغه باب به په راتلونکي کې خبرې کېږي او په دې فیصله کې شامل نه دي. په کراچۍ بندر... Читать дальше...
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام دایمي استازي نصیراحمد فایق د یوې معترضې افغان مېرمنې پریسا ازاده د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. فایق تېره شپه په خپله اکس ټولنیزه شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د طالبانو دغه اقدام د اسلامي او کلتوري ارزښتونو، دغه راز د بشري حقونو او د ازادیو د اساساتو خلاف عمل دی. هغه د مېرمن ازاده د نیولو پېښه په کلکه غندلې، د هغې او د نورو معترضو ښځو او د بشري حقونو د مدافعانو د فوري خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده. طالبانو د عدالت او ازادۍ لپاره د ښځو د غورځنګ غړې... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان وايي، له پاکستانه په ډلهییز ډول د افغان کډوالو اخراج، په روغتیايي برخه کې د اندېښنې وړ موضوع ده. په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان څانګې پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د ضروري درملو ناکافي عرضې، د هغو راستنېدونکو چې د وینې له لوړ فشار او شکرې په څېر له ناروغیو کړېږي، ستونزې لا زیاتې کړې دي. په اعلامیه کې ویل شوي دوی پر وخت له مرستې پرته، نه شي کولی په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې ساري او شدیدې ناروغۍ لري، دغه راز اړو میندو او ماشومانو ته ضروري روغتیايي مرستې برابرې کړي. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو یوې ادارې ویلي چې له پاکستانه افغانستان ته د ایستل شویو بې اسناده افغانانو شمېر درې لکه ۲۷زره ۴۰۰ کسانو ته رسېدلی دی. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږغۍ عمومي ادارې پرون په خپله ټولنیزه شبکه ایکس یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دغه کسان په داسې حال کې افغانستان ته اخراج شوي چې وضعیت کړکېچن دی او دوی کورونه هم نه لري. د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا د خلکو دغه ډله ییزه ستنېدنه د مرستې او همکارۍ پر ظرفیتونو فشار زیاتوي. پاکستان د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خاوره کې بې اسناده کډوالو... Читать дальше...
ټاکل شوې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن په لنډ سفر جرمني ته لاړ شي. دا سفر داسې وخت کېږي چې ترکیه او جرمني د اسراییل او حماس د جګړې په باب متفاوت دریځونه لري. اروپايي ټولنه او د امریکا متحد ایالتونه حماس ډله د تروریستي سازمان په توګه پېژني. ټاکل شوې اردوغان د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ او له ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر سره چې موقف یې تر ډېره تشریفاتي بڼه لري، وګوري. شولڅ په مې میاشت کې تر بیا ټاکل کېدو وروسته اردوغان ته د جرمني د سفر بلنه ورکړه. دا سفر داسې وخت کېږي چې د برلین او... Читать дальше...
د امریکا متحدو ایالتونو له چین غوښتنه وکړه چې له ایران سره د خپلو ارتباطاتو له کانالونو په استفاده دا پیغام تهران ته ورسوي چې په منځني ختیځ کې باید د یوې پراخې جګړې مخه ونیول شي. د رویټرز خبري اژانس د پروني راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي پرون پنجشنبه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: "موږ یقیناً دوی هڅوو چې له دغو کرښو په استفاده ایرانیانو ته دا خبره تکرار کړي چې موږ نه غواړو په سیمه کې د نښتو د ژورتیا یا هم تشدید شاهدان ووسو." کربي دا خبره د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړه، چې ایا د امریکا... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د ماشومانو چارو ادارې (یونېسېف) سفیر او د فوټبال پخوانی نومیالی لوبغاړی ډېوېډ بېکم په هند کې له ماشومانو هلکانو او نجونو سره لیدلي دي. نوموړي په ګجرات کې ولیدل چې یونېسېف د هند له حکومت سره څنګه د نجونو او ښځو ځواکمنتیا لپاره کار کوي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د راپورونو له مخې د طالبانو د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د دې کانټينرونو د خوشې کېدو په هدف له پاکستاني چارواکو په تېره بیا د بهرنیو چارو له لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني سره خبري کړي دي.
د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې لورالایي پوهنتون په ۲۰۰۹ز کال کې د بلوچستان د پوهنتون کوټې يوه وړه څانګه وه چې په ۲۰۱۲ ز کال کې د پوهنتون درجه ورکړل شوه او په ۲۰۱۴ز کال کې یې وایس جانسلر کښېناستی. تر دې پوهنتون وړاندې به د سیمې زده کوونکو په ځانګړې توګه نجونو ته د لوړو زده کړو په ترلاسه کولو کې لویه ستونزه وه چې اوس تر ډېره حده هواره شوې ده. نور حال په وېډیویي رپورټ کې وګورئ
د حیدراباد اوسېدونکي جان محمد خان د نومبر پر ۱۶مه، مشال راډیو ته وویل چې په حیدراباد، جامشورو، بدین او نورو ښارونو کې پولیس پښتانه کاروباریان نیسي، تاڼو ته یې بیايي او بیا ورڅخه د پیسو تر اخیستو وروسته یې خوشې کوي.
د کروندګرو د ټولنې یو مخکښ مشر کاظم اڅکزي د نومبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې بزګر او باغوانان به د کاربندیز پر مهال د بلوچستان لویې لارې تړي او د برېښنا بېلونه به هم نه پرې کوي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости