تکواندو؛ دوه افغان لوبغاړو په پاکستان کې د سرو زرو مډالونه ګټلي
د افغانستان د تکواندو دوو لوبغاړو د اسیا د ازادو سیالیو په ترڅ کې د سرو زرو مډالونه وګټل. محسن رضايي او علي اکبر امیري نن د نومبر په ۴مه نېټه د خپلو سیالانو په ماتولو سره د سرو زرو د مډالونو ګټونکي شول. محسن رضايي لومړی خپل څلور پاکستاني سیالان مات کړل او بیا یې په ۶۳ کیلوګرام وزن کې د سعودي عربستان سیال په پایلوبه کې له ماتې سره مخ کړ. دغه راز علي اکبر امیري هم لومړی خپل دوه پاکستاني او یو مصری سیال مات کړل او په پایلوبه کې یې یو وار بیا د پاکستاني سیال په ماتولو سره د سرو زرو مډال وګاټه.... Читать дальше...