Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2023

Новости за 18.11.2023

کولن کې د یوه طالب چارواکي حضور؛ د جرمني چارواکي په دې اړه څېړنې کوي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي، په کولن ښار کې د طالبانو د خوړو او درملو د ادارې د رییس حضور په اړه څېړنې کوي. عبدالباري عمر د پنجشنبې په ورځ په کولن کې یوې غونډې ته وینا کړې ده. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په ایکسپاڼه لیکلي، عمر ته یې ویزه نه ده ورکړې او برلین د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

د غزې له تر ټولو ستر روغتون الشفا څخه خلک ووتل

Pa.azadiradio.com 

په غزه کې د الشفا روغتون څخه چې په دې تړانګه کې تر ټولو ستر روغتون دی یو شمېر کسان ووتل. له دې روغتون خه وروسته تر دې دا کسان ووتل چې اسراییلي ځواکونو دوی ته امر وکړ چې لاره به ورته خوشې کړي، خو روغتون دې پریږدي چې هلته د حماس افراطي ډلې پر ضد عملیات کوي. د دې پېښې او په غزه کې د تازه جګړو به اړه نور جزییات په دې ویډیويي راپور کې.

په بازار کې د مصنوعي غوښې تصور کولای شئ؟

Pa.azadiradio.com 

تصور یې کولای شئ چې په راتلونکي کې به داسې غوښه هم په بازار کې پلورل کېږي چې د حیوانانو له فارم څخه به نه وي ترلاسه شوي بلکې ساینس پوهانو به په لابراتوار کې کرلې کړې وي. د دې ډول مصنوعي غوښې د تولید لپاره د تولیدي شرکتونو هڅې روانې دي او د غوښې مصرفوونکي او کارپوهان تمه لري چې دا په راتلونکي کې شونی دی. په دې راپور کې چې احمدتکل برابر کړی، په دې اړه تفصیل وګورئ



ملګرو ملتونو له افغان کډوالو سره د پاکستان پر چلند اندېښنه ښوولې

Mashaalradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د نومبر پر ۱۵مه پر خپله ووبپاڼه په اعلاميه کې ويلي چې د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په ملاتړ هغه کارډونه افغان کډوالو ته ورکړي ول او د دې ښکارندويي کوي چې هغوی په رسمیت پېژندل شوي کډوال دي.

څه باندې ۵زرو پخوانیو افغان پوځیانو د امریکا کانګرس ته پرانیستی لیک استولی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان د تېر جمهوري حکومت يو شمېر پوځيان وايي، د امريکا کانګرس ته يې په يوه پرانيستي ليک کې په افغانستان او په ګاونډيو هېوادونو کې د پخوانيو افغان پوځيانو وضعيت ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده. د امریکا کانګرس ته په یوه پرانیستي لیک کې ځینو پخوانیو پوځیانو په افغانستان ایران او پاکستان کې د افغانستان د پخواني جمهوریت د پوځیانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده. په دغه لیک کې چې متن يې ازادي راډیو ته رسېدلى، راغلي چې دا لیک په افغانستان کې د څه باندې ۵ زرو پخوانیو پوځیانو له خوا لیکل شوی، ويل شوي... Читать дальше...

د روسیې د بانک او مالیې وزارت پخوانی مرستیال د تعقیب لاندې کسانو لېست کې راغلی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د روسیې د بانک او مالیې وزارت پخوانی مرستیال د هغو کسانو په لېست کې شامل کړ چې تر تعقیب لاندې دي. رویټرز اژانس څرګندوي چې نن روسیي رسنیو دغه خبر ورکړ. د روسیې په چارو کې د بهرنیو هېوادونو د مداخلې په برخه کې د تحقیقاتي کمېټې مشر واسیلي پیسکاریف تېره اوونۍ ادعا کړې وه چې الکساشینکو هغه بندیزونه تنظیموي چې لوېدیځ یې پر روسیې لګوي. الکساشینکو په اوکراین کې د روسیې پر برید انتقاد کړی دی. وروسته تر دې چې د ولادیمیر پوتین له حکومت سره د ده اختلاف پیدا شو، دی د امریکا... Читать дальше...

مثلث: د افغانستان او پاکستان پر سیاست او اقتصاد د کډوالو اغیزه

Pa.azadiradio.com 

له پاکستانه د تیرو څو اونیو په ترڅ کې په سلګونو زره کډوال افغانستان ته په زوره ایستل شوې دي. اسلام اباد وایي دا بهیر به ادامه پيدا کړي. مرستندویه موسسې د ژمي په درشل کې دې کډوالو ته اندیښمنې دي، خو داسې نظر هم شته چې له پاکستانه به د افغانانو ایستل د پاکستان پر اقتصاد منفي تاثیر وکړي او په اوږدمهال کې به د دواړو ګاونډیو اړیکي ډیر زیانمن کړي. په دې اړه دلته بحث کتلی شئ

د ارمنستان صدراعظم: ایروان او باکو د سولې تړون په ابتدایي ټکو موافقه کړې

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان صدراعظم وایي، ایروان او باکو د سولې تړون په ابتدایي ټکو موافقه کړې، خو دواړه لوري مخالفه ډیپلوماتیکه ژبه کاروي. د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان پارلماني غونډې ته چې نن په ایروان کې پیل شوه، نیکول پاشنیان وویل، اذربایجان باید هغو درېیو اصولو ته چې د سولې لپاره وار له مخه موافقه پرې شوې، علني ژمن ووسي. ایروان وایي، موافقه شوې چې ارمنستان او اذربایجان به د یوه بل ځمکنۍ بشپړتیا په رسمیت پېژني، پولي به د ۱۹۹۱م  کال د الماتا د اعلامیې له مخې ټاکي او سیمه ییز تجارت به پرانیستل کېږي. ... Читать дальше...



په دوبۍ کې د الوتکو نندارتون ترسره شو

Mashaalradio.com 

په دوبۍ کې د نومبر پر ۱۳مه د الوتکو ننداره پیل شوی چې د نومبر پر ۱۷مه پای ته ورسېد. په دې مېله کې د ګڼو هوايي شرکتونو الوتکې او نور سامونونه د نندارې لپاره اېښول شوي وو. انیسه اجمل په دې اړه د اسوشېټېډ پرېس اژانس له ویډیو دا راپور جوړ کړی دی.

د کولن په یو جومات کې د طالبانو د یوه چارواکي حضور د جرمني غصه راپارولې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د خوړو او دوا د ادارې د رییس عبدالباري عمر حضور د جرمني د کولن ښار په یوه جومات کې د جرمني د چارواکو غصه پارولې ده. د جرمني 'ډي پي اې' اژانس په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې د طالبانو د استازي حضور په کولن کې غندلی دی. دا وزارت زیاتوي چې حکومت وار له مخه د طالبانو د دې چارواکي له سفره خبر نه و او ده ته جرمني ویزه نه ده ورکړې. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت څرګندوي چې پر دې موضوع به غور وکړي. د پنجشنبې په ورځ چې کومه ویډیو په خواله رسنیو کې خپره شوه، په هغې کې عمر ښکاري چې... Читать дальше...

پاکستان د اسناد لرونکو افغان کډوالو د ایستلو مهالوېش اعلانوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر وايي، له دې هېواده د ټولو افغان کډوالو د ایستلو بهیر به له جنورۍ وروسته اعلان شي. د پاکستان حکومت وايي، له دغه هېواده د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر به د راتلونکي کال تر جنورۍ پورې پای ته ورسېږي او له هغه وروسته به اسناد لرونکو افغان کډوالو د ایستلو مهالوېش اعلان کړي. د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزي د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې له پاکستانه د ټولو افغان کډوالو د ایستلو په اړه څرګندونې وکړې. نوموړي دې ته په اشارې سره چې... Читать дальше...

په خیمو کې مېشت د هرات یو شمېر زلزله ځپلي له ګڼو ستونزو شکایت کوي

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې له مرګونې زلزلې له شاوخوا څلویښتو ورځو له تېرېدو وروسته لا هم یو شمېر زلزله ځپلي په خیمو کې ژوند کوي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د افغانستان په لوېدیځ کې له مرګونې زلزلې چې مرکز یې د هرات ولایت وو، شاوخوا یوه میاشت او لس ورځې تېرېږي، خو لا تر اوسه هم یو شمېر زلزله ځپلي له ډېرو ستونزو سره په خیمو کې شپې ورځې تېروي. دا زلزله ځپلي په داسې حال کې په خیمو کې شپې ورځې تېروي چې هوا مخ په سړېدو ده او له څو ورځو راهیسې په دې ولایت کې د بارانونو ورېدل هم پیل شوي. د هرات ولایت د زنده... Читать дальше...

په کوټه کې له ۹ ورځو راهیسې د نانبایانو کاربندیز دوام لري

Mashaalradio.com 

د نانبایانو د ټولنې مرستیال مشر محمد اکبر مشال راډیو ته وویل، د ګرانۍ له وجې د صوبې د نورو برخو په څېر د کوټې نانبایان د ډوډۍ نرخ زیاتول غواړي خو حکومت یې نه پرېږدې او حال دې ته رسېدلی دی چې نانبایان ډوډۍ خرڅوي خو په کور کې ډوډۍ نه لري.

د انټي بیوټیک په اړه د پوهاوي نړیواله اوونۍ؛ په خپل سر د انټي بیوټیک درملو کارول څه اغېزې لري؟

Pa.azadiradio.com 

نن د نومبر ۱۸مه د انټي بیوټیک په اړه د پوهاوي نړیواله اوونۍ پیل شوه چې د نومبر تر ۲۴مې به دوام وکړي. د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' په وینا، د انټي بیوټیک په اړه د یوې اوونۍ کمپاین موخه د دې کټګورۍ درملو سم کارولو په اړه د خلکو پوهاوی لوړول او د انټي بیوټیک کارونکو ترمنځ د درملو مقاومت لرونکي انتاناتو پېښې کمول دي. په ورته وخت کې یو شمېر متخصص ډاکتران وايي، د انټي بیوټیک کارول په ځانګړي ډول د متخصص له مشورې پرته په بدن کې د ټولو ډولونو باکتریاوو پر وړاندې اغېزمن نه‌دي او د دوی له ډلې... Читать дальше...

د بخښې نړیوال سازمان د 'پریسا ازاده' په ګډون د بندي فعالانو د ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان د معترضو مېرمنو پریسا ازاده، ژولیا پارسي، ندا پرواني او د پوهنتون د استاد رسول پارسي له قید او شرط پرته د ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو د حکومت له لوري د پریسا ازاده په خپلسري نیول کېدو ژوره اندېښنه ښودلې ده. یاد سازمان پرون ناوخته پر خپله ایکسپاڼه د اغلې ازاده په ګډون د معترضو مېرمنو ندا پرواني، ژولیا پارسي، د پوهنتون د استاد رسول پارسي او د نورو فعالانو او معترضانو د بې له قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. د بخښنې نړیوال سازمان همدا شان... Читать дальше...

د افغانستان د پارالمپیک د ملي لوبډلو ځینې غړې له رواني او روحي ستونزو کړېږي

Pa.azadiradio.com 

د ښځو پر ورزش د طالبانو د حکومت د بندیزونو او محدودیتونو له دوام وروسته د پارالمپیک د ملي لوبډلو یو شمېر ښځینه غړې وايي، له دوو کلونو څخه زیات وخت کېږي چې دوی له روزنې او په ورزشي سیالیو کې له ګډون څخه بې برخې دي او دا د دې لامل شوى چې له ډېرو رواني او روحي ستونزو سره مخ شي. په تېرو دوه کلونو کې د نجونو او ښځو پر ورزشي لوبو د طالبانو د حکومت پرله پسې بندیز په افغانستان کې د معلولینو د ملي ټیم د یو شمېر ښځینه غړو اندېښنې زیاتې کړې دي. دوی وايي، طالبانو د دوی تر ټولو لویه هیله، چې د سپورټ په ډګر... Читать дальше...

د غزې چارواکي: له الشفا روغتونه اکثره ناروغان، کارکوونکي او پناه اخیستونکي ووتل

Pa.azadiradio.com 

په غزه کې روغتیایي چارواکي خبر ورکوي چې له الشفا روغتون څخه اکثر ناروغان، روغتیایي کاروونکي او هغه بې‌ځایه شوي چې دلته یې پناه اخیستې وه نن ووتل. د غزې په تړانګه کې الشفا روغتون تر ټولو ستر روغتون دی چې تېره اوونۍ اسراییلي ځواکونو ونیوه. د روغتون چارواکو نن له اسراییلي ځواکونو د روغتون د تخلیې امر ترلاسه کړ. اسراییلي ځواکونو ویلي، هغه کسان چې وځي هغوی ته به لاره ورکړي چې په خوندي ډول ووځي.

په غزه کې تر یوه بریده د انټرنېټ او ټیلفون خدمات بېرته فعاله شول

Pa.azadiradio.com 

په غزه تړانګه کې نن تر یوه بریده د انټرنېټ او ټیلفون خدمات بېرته فعاله شول. تر دې مخکې په سیمه کې د قطع شوي مخابراتي ارتباط له امله ملګرو ملتونو خپلې مهمې بشري مرستې ځنډولې وې، ځکه چې د خپلو کاروانونو ترمنځ یې همغږي نه شوای رامنځته کولی. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې په غزه کې دوه میلیونه او درې لکه کسان د خوراکي موادو او اوبو له سخت کمښت سره مخامخ دي. خو سمدستي څرګنده نه ده چې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو اداره یا اونروا به د مرستو لړۍ چې د جمعې په ورځ یې درولې وه، بېرته کله پيلوي.


Музыкальные новости
Сергей Брановицкий

Выездной Фотограф для всех желающих, ну и конечно Артистов и Музыкантов.





Rss.plus
Спартак

«Спартак» обыграл «Динамо» 2:0 в полуфинале Пути регионов Кубка России




Роберт Гараев — о популярности и успехе «Слова пацана»

Некоторые музеи Москвы, ч.8

Доверяй, но проверяй: в Калачеевском районе власти экологическую проблему решили исключительно на бумаге

«Спартак» обыграл «Динамо» 2:0 в полуфинале Пути регионов Кубка России




پښتون ژغورنې غورځنګ د چمن پرلت په ملاتړ تر کوټې لاريون پيل کړی

Mashaalradio.com 

د غورځنګ لسګونه پلویانو دا لاریون د نومبر له ۱۷مې پیل کړی دی. لاریون کونکي د چمن او سپین بولدک ترمینځ د ازاد تګ راتګ د ملاتړ ترڅنګ له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو په زوره د نه ایستلو غوښتنه کوي او غواړي چې د غورځنګ نیول شوي اته کسان  خوشې کړل شي.

چارواکي: په غزه کې د اسراییلو د بمبارۍ له کبله ۳۲ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیایي چارواکو په وینا، د اسراییل هوایي ځواکونو د غزې په جنوب کې د استوګنې په کورونو د جمعې په ورځ بمباري وکړه چې له امله یې لږ تر لږه دوه دېرش فلسطینیان ووژل شول. اسراییل تر دې برید مخکې د سیمې خلکو ته خبرداری ورکړی و چې هلته حماس ډله چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه یې یوه ترورستي ډله بولي، په نښه کوي. بل لور ته د روغتیا د برخې د مسوولانو په وینا، تېره شپه د غزې د خان یونس د استوګنې په یوه سیمه کې د هوایي حملې په ترڅ کې شپږ ویشت فلسطینیان وژل شوي او درویشت نور ټپیان شوي دي. ... Читать дальше...

د ارزګان یو شمېر معلولین د بېلابېلو توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ولایت یو شمېر معلولین وايي، د حکومت له لوري اوسنی کلنی معاش د دوی لپاره بسنه نه کوي او په وینا یې چې اوسمهال د خوارکي او غیرخوراکي توکو بیې څو چنده لوړې شوي دي. دوی د معاشونو د زیاتوالي او د نړۍ د معلولینو په څېر د اسانتیاوو غوښتنه کوي. په ورته وخت کې مسوولان ژمنه کوي چې معلولینو سره مرستې زیاتوي. اخوا د معلولیت لرونکو د ملاتړ یوه ډله وايي، افغان معلولین تر نورو ډېر د مرستو مسحق دي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

په بدخشان کې د زلزلې ټکانونه احساس شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په بدخشان کې نن سهار د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي. د امریکا د جیولوجي سروې د ادارې له اټکل سره سم دا زلزله د څلور اعشاریه درې ریښتر په کچه وه چې مرکز یې د بدخشان په زیباک ولسوالي کې و. د دې زلزلې ټکانونه په تاجکستان کې هم احساس شوې دي.

سبا د کرکټ نړيوال جام د سياليو پايلوبه د هند او اسټراليا ترمنځ ده

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې سبا د هند په احمد اباد کې د نریندرا مودي په لوبغالي کې د یو ورځني کرکټ نړیوال جام پایلوبه د کوربه هند او اسټرالیا ترمنځ وشي. د نریندرا مودي د کرکټ سټیډیوم په نړۍ کې د کرکټ تر ټولو لوی لوبغالی دی چې د یولک او دوه دېرش زره لیدونکو لپاره ځای لري. په نیمه پایلوبه کې هند نیوزیلنډ ته او اسټرالیا جنوبي افریقا ته ماتې ورکړې وه.

د غزې تړانګې ته د تېلو لومړۍ جوپه ورسېده

Pa.azadiradio.com 

د غزې تړانګې ته د تېلو لومړۍ جوپه داخله شوه. دا وروسته تر دې چې د امریکا متحد ایالتونو پر اسراییل فشار راوست. د تېلو له امله دوه ورځې برښنا نه وه او پرون ناوخته چې کله له مصر څخه تېل سیمې ته ورسېدل دا ستونزه هواره شوه. د دې سربېره ملګرو ملتونو پر اوربند ټینګار کړی او وایي چې د غزې هېڅ سیمه خوندې نه ده. د غزې په خان یونس کې د ناصر په نوم روغتون اعلان وکړ چې له یوه هوایي برید وروسته یې د شپږ ویشت کسانو مړي د استوګني له یوې ودانۍ ترلاسه کړې دي.



Москва

Культура России: как прошёл конкурс бурятского языка для детей в Бурятии?


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин назвал современные технологии, которые используют в городском хозяйстве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Брановицкий

Актерское агентство Киноактер. Актерское агентство в Москве.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

«Спартак» обыграл «Динамо» 2:0 в полуфинале Пути регионов Кубка России


WTA

Касаткина проиграла Путинцевой и не смогла выйти в 1/4 финала турнира WTA в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России