د پاکستان بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو برید؛ ۱۴ پوځیان وژل شوي
په بلوچستان ایالت کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر کاروان د وسلهوالو برید ۱۴ کسان وژلي دي. په پاکستان کې د تاوتریخوالي د پېښو په دوام د دې هېواد پوځ نن ناوخته خبر ورکړ چې د بلوچستان ایالت په ګوادر ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان په برید کې ۱۴ سرتېري وژل شوي دي. د پوځ د عامه اړیکو څانګې په یوه بیان کې وویل چې د امنیتي ځواکونو دوه موټر چې پوځي پرسونل په کې سپاره وو، په دې برید کې په نښه شوي دي. په بیان کې کومه ځانګړې ډله په دې برید نه ده تورنه شوې، خو دومره یادونه شوې چې دا یوه تروریستي حمله وه. Читать дальше...