Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2023

Новости за 16.11.2023

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ له هند وروسته اسټرالیا هم پایلوبې ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوال جام سیالیو په دوهمې نیمه پایلوبه کې اسټرالیا د ۳ وېکټو په توپیر سویلي افریقا ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه. سویلي افریقا د ۲۱۳ منډو هدف ټاکلی و چې اسټرالیا د ۷ وېکټو په سوځېدو سره په ۴۸م اور کې پوره کړ. د دې لوبې د غوره او اغېزناک لوبغاړي جایزې ټروېس هېډ وګټلې، هغه نن د اسټرالیا لپاره چټکه نیمه سلیزه ووهله. اسټرالیا به د نومبر په ۱۹مه نېټه له هندوستان سره پایلوبه ترسره کړي.

اوکرایني چارواکي: د روسیې په توغندویي حمله کې د وژل شویو شمېر ۳ کسانو ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي وايي، د روسیې له لوري په پرونۍ توغندویي حمله کې د وژل شویو شمېر ۳ کسانو ته ورسېد. د اوکراین د بېړنیو چارو ادارې نن وویل، د ختیځ دونیڅک په سلیدوفسکه کې د روسیې د پرونۍ حملې په ځای کې ژغورونکو د درېیم کس مړی هم له کنډوالو راایستلی دی.



کاکړ: له افغانستان سره ستونزه هلته د مشروع حکومت په جوړېدو حل کېدای شي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان موقت حکومت صدراعظم وايي، له افغانستان سره ستونزه به هغه مهال حل شي چې په کابل کې د هغه په وینا یو مشروع حکومت رامنځته شي. انوارالحق کاکړ د پنجشنبې په ورځ د نومبر ۱۶مه په اسلام‌اباد کې د مارګلې ډیالوک په نوم غونډې ته د وینا پر مهال د دې څرګندونو سربېره له پاکستان څخه د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو د پرېکړې دفاع هم وکړه. ده 'ټي‌ټي‌پي' یا د پاکستان د طالبانو تحریک ته په اشارې وویل چې غیرحکومتي عوامل د پاکستان امنیت ګواښي. کاکړ زیاتوي: "پاکستان د غیردولتي عواملو له ګواښ سره مخامخ دی. Читать дальше...

عنايت الله وايي په امریکا کې د موسيقۍ زده کړې کول غواړي

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د سوات يو ځوان سندرغاړی عنايت الله دی. نوموړي له خپل تعليم سره سره موسيقۍ ته هم وخت ورکړی او يوشمېر سندرې يې ويلې دي. عنايت الله وايي هڅه کوي چې د پښتو غزل او نظم د ويلو نوي اندازونه معرفي کړي. دی زياتوي، په امريکا کې د موسيقۍ سکالرشېپونو (بورسونو) ته يې درخواستونه جمع کړي او هيله من دی چې په هغه هېواد کې د زده کړو موقع ورته برابره شي. د عنايت الله دا او نورې خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

سینیرلي اوغلو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان وضعیت په اړه راپور وړاندې کوي

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده چې سبا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږى کوونکى فریدون سینیرلى اوغلو د دغه سازمان امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه خپل د ارزونې راپور وړاندې کړي. اوغلو د دغې ارزونه يوې برخه کې چې امريکا غږ راډيو يې يوه کاپي ترلاسه کړې، له طالبانو غوښتي چې نجونو او ښځو ته د تعلیم او کار حق ورکړي. په دغه مسوده کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه د افغانستان د نړیوالو مکلفیتونو په اړه د هغوی د ژمنو په رعایت پورې تړلې او له طالبانو غوښتل شوي چې سمدستي په افغانستان کې د ښځو پر کار او زده کړو بندیزونه لغوه کړي. Читать дальше...

نړیوال جام؛ سویلي افریقا اسټرالیا ته د ۲۱۳ منډو هدف ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوال جام په دوهمې نیمه پایلوبې کې سویلي افریقا د ۲۱۲ منډو تر جوړولو وروسته په وروستي اور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل. یاده سیالي چې د کلکتې په ایډن ګاډن کې د کابل په وخت تر غرمې وروسته یوه بجه پیل شوې، سویلي افریقا پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه. د یادې لوبډلې په توپوهونکو کې یوازېنی توپوهونکی چې ډېر ښه وځلېد ډیویډ میلر و، هغه په ۱۱۶ توپونو ۱۰۱ منډې وکړې. دغه راز هینریک کلاسین په ۴۷ منډو وسوځېد. د اسټرالیا لپاره په توپ اچونه کې میچل سټارک او پاټ کمېنس درې درې، ټروېس هېډ او جاش هاذلیووډ بیا دوه دوه لوبغاړي وسوځول. Читать дальше...

د افغانستان او قطر فوټبال ملي لوبډلې سیالي لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به نن په دوحه کې د قطر له ملي ټیم سره د سیالۍ میدان ته ووځي. دا سیالي د ۲۰۲۶ نړیوال جام او د ۲۰۲۷ اسیايي جام د غوراوي لپاره کېږي. ټاکل شوې چې افغان لوبډله د سې شنبې په ورځ په بله سیالۍ کې له کویټ سره مخامخ شي. افغانستان دا سیالۍ د یوه نوي انګلیسي روزونکي تر لارښوونې لاندې کوي.



د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر مشر له افغان کډوالو سره د پاکستان پر چلند اندېښنه ښوولې

Mashaalradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د نومبر پر ۱۵مه پر خپله ووبپاڼه په اعلاميه کې ويلي چې د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په ملاتړ هغه کارډونه افغان کډوالو ته ورکړي ول او د دې ښکارندويي کوي چې هغوی په رسمیت پېژندل شوي کډوال دي.

د کرکټ نړیوال جام سیالي؛ د اسټرالیا او جنوبي افریقا ترمنځ نیمه پایلوبه روانه ده

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د نړیوال په دوهمه نیمه پایلوبه کې نن د اسټرالیا او جنوبي افریقا لوبډلې له یوبل سره مخامخ دي. پچه جنوبي افریقا وګټله او لړمړی یې بېټېنګ یا توپوهنه پیل کړه. د جنوبي افریقا پیلګر لوبغاړي ژر وسوځېدل. تر دې دمه چنوبي افریقا په داسې حال کې چې ۷ لوبغاړي یې سوځېدلي، ۱۸۹منډې کړي دي.

یو شمېر مسافر او موټر چلوونکي د سالنګ لویې لارې د ژر پرانیستلو غوښتنه کوي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر مسافر او موټر چلوونکي چې د کابل او د هېواد د شمالي ولایتونو ترمنځ تګ راتګ کوي، وايي چې د ژمي په رارسېدو او د واورې په ورېدو سره له نورو لارو تګ راتګ ورته ستونزمن او ګران کار دی. په داسې حال کې چې د خلکو او وسایطو د تګ راتګ پر مخ د سالنګ لویې لار له تړل کېدو څه باندې دوه میاشتې کېږي، خو لا هم دغه لار نه ده پرانیستل شوې. یو شمېر مسافر، چې له کابل څخه د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته تګ راتګ کوي شکایت کوي چې د ژمي په رارسېدو او بدیلو لارو کې له واورې ورېدو وروسته په دې لارو تګ راتګ نور هم ستونزمن شوی دی. Читать дальше...

د ای اېم اېف مامورانو او پاکستان ترمینځ د ۷۰۰ مېلیونه ډالرو د پور په اړه موافقه شوې ده

Mashaalradio.com 

ای اېم اېف وايي، د نیتن پورټر په مشرۍ یې د مامورانو یو پلاوي د نومبر له ۱۲مې څخه تر ۱۵مې پورې د پاکستان سفر وکړ چې پکې یې د هغه هېواد د اقتصادي او مالي اقداماتو "لومړۍ ارزونې" لپاره له چارواکو سره خبرې وکړې.

پاکستان مېشتي افغان هنرمندان ولې خپل هېواد ته له استول کیدو وېریږي؟

Pa.azadiradio.com 

له پاکستانه د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو په دوام دغه هېواد کې یو شمېر افغان سندرغاړي او موسيقي غږونکي افغانستان ته د ستنېدو په اړه اندېښمن دي. یو افغان سندرغاړی ويان هنرجو چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللی او له شاوخوا یو نیم کال راهیسې په ياد هېواد کې ژوند کوي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د ځان او نورو هنرمندانو د ستونزو په اړه وايي. د طالبانو حکومت موسيقي د اسلام له نظره حرامه ګڼي او د هغې پر خپراوي د بنديز ترڅنګ سندرغاړو او موسيقي غږونکو ته هم د فعاليت اجازه نه ورکوي. Читать дальше...

افغان کډوالو سره یې پر چلند د نیوکو دوام؛ بښنې نړیوال سازمان د پاکستان حکومت ته لیک استولی

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان په یوه لیک کې له پاکستانه د افغان کډوالو د زورولو، نیولو او له دې هېواده د جبري ایستنې د بهیر د ژر د ودرېدو غوښتنه کړې ده او دا یې د نړیوالو ژمنو نقض بللی دی. دغه سازمان تېره ورځ د پاکستان حکومت ته په یو استولي لیک کې ویلي چې په دې هیواد کې د بې اسناده افغان کډوالو د ځپلو او خپل سرو نیونو لړۍ تېزه شوې چې له امله یې د کورنیو غړيي، ماشومان، ښځې، نارینه او سپین ږیري له یو بل جلا شوي دي. په لیک کې د هغه افغان کډوالو د ازادۍ غوښتنه شوې چې د اسنادو د نه لرلو په تور پاکستان بندیان کړي دي. Читать дальше...

د هنزې د ښځو فوټبال لوبډله د اسلام اباد سياليو کې برخه اخلي

Mashaalradio.com 

د پاکستان تر واک لاندې د ګلګت بلتستان د هنزې د ښځو فوټبال يوه لوبډله اسلام اباد ته په سياليوکې د ګډون لپاره تللې ده. د شمس په نوم د هنزې د يو فوټبال کلب لوبغاړو په وينا د دې دورې هدف د نجونو لوبو ته وده ورکول دی. ويډيو رپورټ.

بایډن د چین ولسمشر یو ځل بیا " دیکتاتور" وباله

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، په دې اړه یې نظر نه دی بدل شوی چې د چین ولسمشر یو دیکتاتور دی. کله چې له جو بایډن څخه په سان فرانسیسکو ښار کې له شي جین پینګ سره تر څلور ساعته خبرو اترو وروسته په یوه خبري غونډه کې پوښتنه وشوه چې ایا لا هم باور لري چې د چین ولسمشر یو دیکتاتور دی؟ ده وویل: هغه یو دیکتاتور او د هغه هېواد ولسمشر دی چې لا هم په کې کمونیزم واکمن او  د امریکا له حکومت سره بشپړ توپیر لري. بایډن د جون په میاشت کې ویلي و، د چین ولسمشر شي جین پینګ یو دیکتاتور دی.

فوټبال؛ افغانستان نن له قطر سره سیالي کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن د قطر هېواد پر وړاندې سیالي ترسره کوي. دغه سیالي به د کابل پر وخت ماسخوتن ۸:۱۵ بجې د قطر په ال خلیفه لوبغالي کې پیل شي. د دې سیالیو موخه د ۲۰۲۶ ز کال نړیوال جام او ۲۰۲۷ ز کال د اسیا ملتونو جام ته لار موندنه ده. افغان لوبډله به د دې لارموندنې د دویم پړاو په سیالیو کې د نومبر په ۲۱مه له کوېټ سره دویمه سیالي ترسره کړي. یادې لوبډلې له تېرو څو ورځو راهیسې د قطر په پلازمېنې دوحې کې خپل تمرینات هم ترسره کړې دي. د ویلو ده چې افغان لوبډله به د راتلونکي زیږدیز کال په مارچ کې له هندوستان سره هم سیالي ترسره کړي.

د طالبانو حکومت: د سپین بولدک له لارې څه باندې ۷۳ زره کډوال پاکستان نه را ستانه شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي چې له پاکستان د سپین بولدک له لارې تراوسه پورې څه باندې ۷۳ زره تنه خپل هېواد ته راستانه شوي دي. ده نن (اکتوبر۱۶مه) پر خپلې اېکس پاڼې یا پخواني ټویټر له پاکستان څخه د راستنو شویو افغان کډوال نوې شمیرې خپرې کړي دي. د کریمي په خبره، د سپین بولدک له لارې تراوسه ۱۲۴۳۰ کډوالې کورنۍ بیرته افغانستان ته راستنې شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر د راپور له مخې، د سپتمبر له پنځلسمې د نومبر تر ۱۱مې نیټې پورې څه باندې ۳۲۷ زره افغانان له پاکستانه ایستل شوي دي.

نړیوال جام؛ دویمه نیمه پایلوبه د اسټرالیا او سویلي افریقا ترمنځ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام دویمه نیمه پایلوبه نن د نومبر په ۱۶مه نېټه د کابل پر وخت تر غرمې وروسته یوه بجه د اسټرالیا او سویلي افریقا ترمنځ پیل شوې ده. سویلي افریقا د لوبې پچه ګټلې او توپوهنه یې غوره کړې ده. یاده سیالي د کلکتې ښار په ایډن ګاډن لوبغالي کې ترسره کېږي. سویلي افریقا لکه د مخکنیو سیالیو په څېر ښه پیل نه دی کړی، لوبډلمشر بوما او کوانټین ډیکاک یې ژر له لاسه ورکړي دي. لومړنۍ نیمه پایلوبه تېره ورځ د هندوستان او نیوزیلینډ ترمنځ ترسره شوه چې د ۷۰ منډو په توپیر کوربه لوبډلې وګټله. Читать дальше...


Музыкальные новости
Сергей Брановицкий

Рассылка Песни или Музыки на все Радиостанции России, СНГ и Мира, а также по всем СМИ России.





Rss.plus
РФ

МЧС РФ: в общежитии РУДН в Москве произошло короткое замыкание




Первый Cybertruck заметили в Москве на Патриках (4 фото + видео)

Назначен комментатор на дерби «Динамо» – «Спартак»

Пивоваров — о поражении в матче со «Спартаком»: «Играли недостаточно хорошо»

В Европе произошла массовая кража редких изданий русской классики




د بخښنې نړيوال سازمان د چمن پرلت په تړاو د سياسي او مدني فعالانو پر نیولو اندېښنه ښوولې

Mashaalradio.com 

سازمان د نومبر پر ۱۵مه پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې د نومبر پر ۱۴مه د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخواني غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر نيول د هغو خلکو پرضد د "انتقامي کاروايۍ" برخه ده چې غواړي په پرلت کې ګډون وکړي.

د پاکستان صدراعظم په کابل کې د" مشروع حکومت" د جوړیدو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان موقت صدراعظم وايي، له افغانستان سره ستونزه به هغه مهال حل شي چې په کابل کې مشروع حکومت رامنځته شي. د پاکستاني رسنیو د راپور پر بنسټ، انورالحق کاکړ نن د ( اکتوبر۱۶مه) په اسلام اباد کې د مارګلې ډیالوک په نوم غونډې ته د وینا پرمهال له پاکستان څخه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو د پریکړې دفاع وکړه، ویې ویل، له پاکستان سره به د افغانستان مسایل هغه وخت حل شي، کله چې په کابل کې یو مشروع حکومت رامنځته شي. ده ټي ټي پي ته په اشارې وویل چې غیرحکومتي عوامل د پاکستان امنیت ګواښي. له دې وړاندې... Читать дальше...

ننګرهار کې د یوې سلمانۍ مخې ته چاودنه شوې

Pa.azadiradio.com 

نن سهار د ننګرهار په سرخرود لسوالۍ کې د یوې سلمانۍ مخې ته چادونه شوی ده. د ننګرهار د امنیې قومندانۍ د امنیت امر محمد طاهار مبارز د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ویلي، په دې چادونه کې یو تن چې هویت يې معلوم نه دی وژل شوی او د سلمانۍ یو کارکوونکی ټپي دی. تراوسه د چادونه د نوعیت معلوم نه دی او د چاودنې مسولیت هم چا نه دی منلی.

طالبان د ښځینه فعالې پریسا ازاده په نیولو تورن شول

Pa.azadiradio.com 

د ښځو د حقونو فعاله هدا خموش ادعا کوي چې یوه بله فعاله پریسا ازاده د طالبانو له خوا نیول شوی ده. خموش نن د (اکتوبر۱۶مه) پر اېکس شبکې یا پخواني ټویټر د پریسا یو عکس خپور کړی او ورسره يې لیکلي دي، هغه پرون د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوي او یو نامعلوم ځای ته وړل شوی ده. خو اغلې خموش په دې اړه چې پریسا چیرته او څنګه نیول شوی جزیات نه دي ورکړي. د طالبانو حکومت تراوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې له اونیو راهیسې د ښځو د حقونو فعالانې ژولیا پارسي او زوی، ندا پرواني... Читать дальше...

د کرکټ نړیوال جام دويمه نيمه پايلوبه نن د اسټراليا او جنوبي افريقا ترمینځ ده

Mashaalradio.com 

د ۵۰ اووره يا يو ورځني کرکټ نړیوال جام په دويم سېمي فاينل يا نيمه پايلوبه کې د اسټراليا او جنوبي افريقا لوبډلې یو بل ته مخامخېږي. د نومبر پر ۱۶مه د کلکتې په عدن باغونو یا ګارډنز لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر یوه نیمه او د کابل پر یوه بجه پيلېږي. تر دې وړاندې د نومبر پر ۱۵مه په ممبۍ کې په لومړۍ نيمه پايلوبه کې هند نيو زيلينډ ته په ۷۰ منډو ماتې ورکړه او پايلوبې ته ووت. د کرکټ نړيوال جام سيالۍ د اکتوبر له پینځمې راهیسې روانې دي چې ۱۰ لوبډلو پکې ګډون وکړ.  په لومړي پړاو کې هرې لوبډلې... Читать дальше...

هند کې په شمسي توانایۍ د خوړو وچولو مشینونه کارېږي

Mashaalradio.com 

په هند کې یوې ادارې په شمسي انرژۍ چلېدونکي داسې مشینونه جوړ کړي دي چې مېوې او سبزۍ د لمر په نسبت ژر وچوي. کروندګر وايي، هغو مشینونو یې ژوند بدل کړی دی. په دې اړه د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.



Москва

Вседозволенность азербайджанской диаспоры в России или как пантюркистские националисты 29 апреля перекрыли улицу в центре Москвы


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин назвал современные технологии, которые используют в городском хозяйстве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Валерий Гергиев

Во Владимире прозвучал симфонический оркестр Мариинского и Большого театров под руководством Валерия Гергиева




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ЦСКА выложил провокационный ролик к матчам с "Зенитом", вспомнив фразу Дзагоева

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

«Спартак» обыграл «Динамо» 2:0 в полуфинале Пути регионов Кубка России


WTA

Мирра Андреева обыграла Вондроушову в третьем круге турнира WTA в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

В Москве арестовали 19-летнего виновника смертельного ДТП возле деревни Терехово



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России