د اوچا مشر: له پاکستانه ایستل شوي ډېری افغان کډوال په ډېر بد وضعیت کې دي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا مشر وايي، له پاکستانه په ناڅاپي ډول د کډوالو راتګ پر افغانستان فشار زیاتوي. د اوچا د افغانستان څانګې نن پر ایکس شبکې په یوه ویډیو کې په افغانستان کې د دې ادارې د مشر دانیل ایندریس څرګندونې خپرې کړې چې وايي، د نویو کډوالو راستنېدل به پر افغانستان چې له پخوا راهیسې د استوګنځي او ورځنیو خدماتو په ګډون د سرچینو او امکاناتو له کمښت سره مخامخ دی لوی بوج وي. ایندیرس په دې ویډیو کې په تورخم کې له راستنو شویو افغانانو سره له خبرو وروسته وايي... Читать дальше...