Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2023

Новости за 27.11.2023

د پکتیا په سیدکرم ولسوالۍ کې سلګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا ولایت د سیدکرم په ولسوالۍ کې د سویس د پرمختیايي ادارې په مالي لګښت د اوبو یو سربند او یو کانال په اساسي توګه جوړ شوی. له اوبو څخه يې نهه سوه کورنۍ ګټه اخلي او له دې اوبو به، نږدې پنځه نیم زره جریبه کرنیزه ځمکه هم خړوبیږي. نور حال د نجیب الله الوخیل په ویډیويي رپوټ کې.

جرمني: د طالبانو لخوا د GIZ د نیول شویو ۴ کارکوونکو د خوشې کیدو هڅه کوو

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د اقتصاد او پراختیا وزارت وايي، طالبانو د دې هېواد اړوند د یوې مرستندویه موسسې څلور کارکوونکي نیولي دي. د دې وزارت یوه ویاند د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی د نړیوالې همکارۍ لپاره د جرمني موسسې یا "GIZ" د څلورو تنو نیول کېدل تاییدوي. هغه زیاته کړه، تر اوسه د دې کسانو د نیول کېدو د لامل په اړه دوی ته رسمي معلومات نه‌دي ورکړل شوي. د جرمني د اقتصاد او پراختیا وزارت ویاند دا هم وویل چې دوی دا موضوع په جدي توګه څاري او له ټولو لارو د دې کسانو د خوشې کېدو په اړه هڅه کوي. د طالبانو... Читать дальше...

اروپایي ټولنې د اسراییلو او حماس ډلې د اوربند د تمدید غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د اسراییلو او حماس سخت دریځې ډلې ترمنځ چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګریز سازمان بولي، نافذ شوی اوربند نن دوشنبه د شپې له ۱۲ بجو وروسته پای ته رسیږي خو اروپایي ټولنه او یوشمېر نور سیاستوال یې د غځولو غوښتنه کوي. د فرانس پریس خبري اژانس په وینا، د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل نن دوشنبه په بارسلونا کې د دغه اوربند د تمدید غوښتنه کړې ده. بوریل په بارسلونا کې د یوې غونډې په پيل کې ویلي: " په جګړه کې راغلې دمه باید د یوې تلپاتې او اوږدې سیاسي حل لارې لپاره وغځول شي." بورېل د اسراییل... Читать дальше...



ملګري ملتونه وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځ سفر کوونکي دې ماشومان واکسین وکړي

Mashaalradio.com 

ملګرو ملتونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ له تلونکو خلکو هېله کړې چې خپلو ماشومانو ته پولیو ضد واکسينو څاڅکي ورکړي.  د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوونکې، د ملګرو ملتونو اداره (یونېسېف) د نومبر پر ۲۷مه وويل چې د دوی روغتياپال د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تلونکو ماشومانو واکسینولو لپاره موجود دي. دې ادارې دا نه دي ويلي چې دغه روغتياپال په کومو ځایونو کې دي‌خو په تېرو وختونو کې په تورخم او چمن دراوزو ناست کسان پر ډیورنډ کرښه سفر کوونکو ماشومانو د پولیو واکسين کوي.   یونېسېف زیاته کړې چې هغو ماشومان... Читать дальше...

صومالیا کې سېلابونو لکونه خلک بې کوره کړي دي

Mashaalradio.com 

په صومالیا کې د اکتوبر له میاشتې راهیسې د سختو ورښتونو له کبله سېلابونو لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې او د ملګرو ملتونو په وینا، شاوخوا ۷۰۰،۰۰۰ خلک یې بې کوره کړي دي. د سره صلیب نړیواله اداره وايي د هند په سمندر کې پیدا کېدونکی طوفان ښايي د نورو بارانونو او زیانونو لامل شي. نور د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.

تاجیکستان کې هرات امنیتي کنفرانس؛ سپنتا: د طالبانو له لاسه زرګونه لوستي خلک جلا وطنه شوي یا وژل شوي او بندیان دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، زرګونه لوستي خلک د وطن پرېښودو ته اړ شول او زرګونه نور بندیان او شکنجه شوي دي. هغه دا خبره د هرات امنیتي کنفرانس په یوولسمه غونډه کې چې د تېر جمهوري نظام یو شمېر چارواکو او سیاسیونو په کې ګډون کړی او د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبه کې روانه ده؛ وکړه. ښاغلی سپنتا که څه هم واک ته د طالبانو رسېدل د جمهوري نظام ناکامي او په نړیواله کچه د نویو سټراټیژیکو غوښتنو پایله بولي، خو له نړیوالې ټولنې په افغانستان... Читать дальше...

د ښځو پر سپورټ د طالبانو د بندیزونو دوام؛ حریر: دا ظالمانه بندیزونه باید لرې شي

Pa.azadiradio.com 

سره له دې چې طالبانو په افغانستان کې ښځې له هر ډول سپورټ څخه منع کړي، یوه افغان لوبغاړې وايي، هیله لري چې یوه ورځ د افغانستان لپاره ولوبېږي. حریر چمتو چې اوسمهال د سويډن د کرکټ په ښځينه ملي لوبډله کې لوبېږي، په افغانستان کې په ښځو لګول شوي بندیزونه ظالمانه بولي او د لرې کېدو غوښتنه یې کوي. د کرکټ نړیوالې شورا د بشپړو غړو لپاره یو شرط د ښځینه کرکټ لوبډلې درلودل دي، خو طالب چارواکو تېر کال د کرکټ نړیوالې شورا له یوه پلاوي سره په لیدنه کې ویلي وو چې د ښځو د کرکټ لوبډلې په اړه به په راتلونکې کې د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې پرېکړه وشي. Читать дальше...



یونېسف: زمونږ واکسیناتوران له پاکستانه ستنېدونکي افغان ماشومان واکسینوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف وایي، د دوی د واکسیناتوران د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته د هغو کورنیو ماشومان واکسینوي چې افغانستان ته راستنېږي. یونېسف نن دوشنبه پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي واکسیناتوران یې هغه ماشومان هم واکسینوي چې د واکسین له پخوانیو پړاونو بې برخې پاته دي. معلومه نه ده چې د واکسیناتورانو دغه ډلې په کومو سیمو کې فعالیت لري، خو له پاکستانه افغان کډوال تر ډېره د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته را ستنول کیږي. افغانستان او پاکستان یوازني دوه هېوادونه... Читать дальше...

ځینې افغان سوداګر: پاکستان په تورخم دروازه د انګورو موټرو ته د تېرېدو اجازه نه ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د بار وړونکو موټر يو شمېر چلوونکي او سوداګر وايي، د پاکستان حکومت له تېرو درې ورځو راهيسې اجازه نه ورکوي چې دوی خپلې موټرې چې انګور يې په‌کې بار کړي دي، له تورخم دروازې تېرې کړي. د افغانستان پر صادراتو د پاکستان د بنديزونو په دوام، تازه تورخم کې پر انګورو بار موټرو ته اجازه نه ورکول کېږي چې په دروازه تېرې شي. په تورخم کې هغه موټرچلوونکو او سوداګر چې انګور يې بار کړي، ازادي راډيو سره یې خبرو کې وويل، له ۲۵ ډېرې بار وړونکې موټرې له تېرو درې ورځو راهيسې ولاړې دي او د پاکستان حکومت په‌دې پلمه چې... Читать дальше...

نن دوشنبه په سویلي او لوېديځو ولايتونو کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پيلېږي

Pa.azadiradio.com 

"ماشومان خو زما دا يو کلينک ته تللی و واکسين شوی دی او دا  نور نه‌دي واکسين شوي." عبدالسلام چې د کونړ ولايت د نورګل ولسوالۍ اوسېدونکی او د اته ماشومانو پلار دی وايي، درې یې ماشومان یې له پنځو کلونو کم عمره دي او يوه اوونۍ مخکې د تورخم له لارې افغانستان ته راستوی شوی، خو په خبره یې افغانستان ته د را اوښتو پر مهال يې ماشومان نه‌دي واکسين شوي. هغه ازادي راډيو ته وويل: "تورخم دروازه باندې چې را واوښتو هلته خو بيخي واکسين نه‌دی شوی، دا يو ماشوم چې ناروغ و، کلينیک ته مو يووړ، هلته يې واکسين کړ، نور... Читать дальше...

د هرات د امنیتي ډیالوګ د ناستې ګډونوال د افغانستان اوسني شرایط ناوړه بولي

Pa.azadiradio.com 

د هرات د امنیتي ډیالوګ په نوم د یوې غونډې ګډونوال د افغانستان اوسني شرایط ناوړه بولي او وایي، د ژغورنې لپاره یې له خبرو او نورو غوراویو کار اخلي. د افغانستان د اوبو او انرژۍ پخواني وزیر محمد اسماعیل خان چې په تاجکستان کې د هرات امنیتي ډیالوګ د یولسمې غونډې ګډونوال دی، نن خبریالانو ته ویلي: "هیله لرو چې انشاالله دغه کنفرانس او نور ورته کنفرانسونه به د افغانستان ژغورنې ته لاره پرانېزي. مونږ هڅه کوو داسې لارې چارې ولټوو، ان د خبرو له لارې هڅه کوو او که خبرې نتیجه نه ورکوي، هغه لارې چارې کاروو چې پخوا... Читать дальше...

په تاشکند کې د یهودانو د یو عبادت‌ځای پر دېوالونو د فلسطین د ملاتړ شعارونه لیکل شوي

Pa.azadiradio.com 

نامعلومه کسانو د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د یهودانو د یوه عبادت ځای یا کنیسې پر دېوالونو د فلسطین د ملاتړ شعارونه لیکلي دي. د ازادي راډیو د ازبکستان څانګې د ازفرنټ ټیلګرام چېنل په حواله نن دوشنبه دغه خبر ورکړی دی. دغه شعارونه داسې مهال لیکل شوي چې د ازبکستان چارواکي ادعا کوي چې د عبادت‌ځای شاوخوا یې امنیتي تدابیر جدي کړي دي. په غزه کې د اسراییلو او حماس سخت دریځې ډلې، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، له جګړې سره همهاله اسراییلي چارواکو په ازبکستان کې د یهودانو ضد اقداماتو خبرداری ورکړی و. Читать дальше...

د پاکستان پوځ: په جنوبي وزیرستان کې لږترلږه ۸ وسله‌وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ وایي، د افغانستان پولې ته نږدې په جنوبي وزیرستان کې یې لږترلږه ۸ سخت دریځي وسله‌وال وژلي دي. د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي چې دغه عملیات یې تېره ورځ سرا راغه سیمه کې کړي دي، خو دا معلومات یې نه دي ورکړي چې وژل شوي وسله‌وال د کومې ډلې کسان وو. د ازادي راډیو مشال څانګې لیکلي چې په سرا روغه سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي غړي فعالیت لري. دغه عملیات داسې مهال شوي چې پرون د خیبر پښتونخوا په بنو کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان شوي ځانمرګي برید یو تن وواژه او ۲۱ نور یې ټپیان کړل. Читать дальше...

بلوڅان "د جبري لادرکو خلکو د ماورای عدالت وژنو" ودرېدل غواړي

Mashaalradio.com 

د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د بلوچستان د تربت ښار د هغو احتجاجیانو په ملاتړ کې مظاهرې شوې دي چې پر ترهګرۍ ضد پولیسو څانګې د لادرکو کسانو د وژنو تور پورې کوي.  د بلوڅانو يووالي شورا (بلوچ يکجهتي کونسل) تر سیوري لاندې د بشري‌حقونو فعالانو د نومبر پر ۲۶مه، په کراچۍ، لاهور، تربت، حب او کوټه کې احتجاجونه وکړل. دوی تور پورې کړ چې په تربت او د بلوچستانو په نورو سیمو کې پولیسو په جعلي‌مقابلو کې لادرکه خلک وژلي دي. په حب کې د مظاهرې په ومخت د بلوڅ يکجهتي کونسل غړي عبدالوهاب بلوڅ د نومبر پر ۲۶مه، مشال... Читать дальше...

د هرات د امنیتي ډیالوګ ۱۱مه غونډه په دوشنبې کې پیل شوه

Pa.azadiradio.com 

د هرات د امنیتي ډیالوګ په نوم ۱۱مه غونډه نن سهار د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې پیل شوه. د طالبانو د حکومت یو شمېر سیاسي مخالفو څېرو لکه د اوبو او انرژۍ پخواني وزیر او د هرات پخواني والي محمد اسماعیل خان او د ملي امنیت پخواني سلاکار او د بهرنیو چارو پخواني وزیر رنګین دادفر سپنتا په دغې دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون کړی دی. د غونډې یوه ګډونوال او د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټېټیوټ مشر داود مرادیان د ازادي راډیو تاجکستان څانګې ته ویلي چې دغې غونډې ته شاوخوا ۱۵۰ کسان غوښتل شوي چې د افغانستان... Читать дальше...

په فرانسه کې جوماتونه ډير او ملایان کم دي

Mashaalradio.com 

د فرانسې نيږدې ۵ ميليونه وګړي مسلمانان دي‌ چې د عبادت لپاره په بېلابېلو سیمو کې ۲۳۰۰ جوماتونه لري. خو په دې جوماتونو کې د ملا امامانو کمی دی. څو کلونه مخکې به د نړۍ له ځينو اسلامي هېوادونو ديني عالمان فرانس ته د امامت په دندو پسې تلل. خو د بهرنيانو ورتګ د ځوانانو د سختدريځه کولو اندېښنې پارولې وې. همدا وجه ده چې اوس د فرانس حکومت د خپلو اسلامي مرکزونو له لارې د داسې امامانو په روزلو بوخت دی چې د اسلامي ارزښتونو درلودو تر څنګ د خپل هېواد، فرانسې، ملي‌ګټو ته ژمن او په عصري علومو پوه وي. دا مرکزونه... Читать дальше...

کندهار کې د غواګانو د فارمونو وده؛ هر کال ۱۴۰زره مټریک ټنه شیدې ترې ترلاسه کېږي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار ولایت کې د غواګانو فارمونو وده کړې ده. په کندهار کې د غواګانو د فارمونو شمېر دا مهال ۶۴۹ ته رسېدلی چې د کاله ۱۴۰ زره مټریک ټنه شیدې ورڅخه تر لاسه کېږي. د فارمونو مسوولان او د شیدو پروسس کوونکي وايي، د بهره راوارېد شویو شیدو يې د پلور بازار اغېزمن کړی دی. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

طالبان: د چمن-سپین بولدک له لارې ۲۶۰ کورنۍ افغانستان ته ستانه کړای شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو چارواکي وايي چې پرون د چمن-سپین بولدک له لارې ۲۶۰ کورنۍ چې ۱۳۰۵ کسان کېږي، افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. باختر دولتي اژانس چې د طالبانو له خوا کنټرولېږي، د کندهار په سپین بولدک کې د راستنېدونکو د ثبت او تثبیت د کمېټې په حواله په ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې دا خبر ورکړی دی. باختر دغه راز لیکلي چې پرون بیا په تورخم کې ۱۸۲ کورنۍ چې ۱۰۲۰ کسان کېږي، په یوه کمپ کې ثبت او بایومټریک شول. د طالبانو چارواکي وايي چې د شنبې په ورځ هم له پاکستانه ۹۷۰ کورنۍ اخراج کړای شوي دي. پاکستان د نومبر... Читать дальше...


Музыкальные новости
Певец

Певец Стас Михайлов заявил, что в детстве пел шансон заключенному за деньги





Rss.plus
Шапка

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)




В столице стартовал гастрономический проект «Московский завтрак на верандах»

Концертный директор Дениса Майданова рассказал о самочувствии певца

Традиционная первомайская эстафета прошла в Ступине

Собянин: Московская неделя предпринимательства начнется 16 мая




رسنۍ: د اسراییل په راکټي حمله کې د دمشق نړیوال هوايي ډګر ویشتل شوی

Pa.azadiradio.com 

د سوریې دولتي رسنۍ وايي چې پرون یکشنبه د اسراییل په یوه راکټي حمله کې د پلازمېنې دمشق نړیوال هوايي ډګر ویشتل شوی دی او فعالیت یې ورټکنی کړی دی. له کله چې د اکټوبر میاشتې پر اوومه نېټه د حماس او اسراییل ترمنځ جګړه پیل شوې، اسراییل د سوریې د پلامېنې دمشق او حلب نړیوال هوايي ډګرونه ویشتلي دي. سانا دولتي اژانس د یوه چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی په حواله راپور ورکړی چې اسراییل د ګولان غونډیو له لوري میزاییل ویشتلي چې د دمشق نړیوال هوايي ډګر او د دمشق د مربوطاتو نورې ساحې یې ویشتلي دي. د اژانس... Читать дальше...

طالبان: په کندهار ښار کې د اوبو رسولو د یوه لوی کانال پروژه پيل شوې

Pa.azadiradio.com 

په کندهار ښار کې د اوبو رسولو د یوه لوی کانال پروژه پيل شوې ده. د دې پروژې په بشپړېدو سره به ۷ زره کورنۍ د څښاک پاکې اوبه ولري. د طالبانو د مالیې وزارت په اعلامیه کې چې پرون یکشنبه رسنیو ته لېږل شوې، راغلي چې پر دې پروژې څه باندې ۴۰۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي. د اعلامیې له مخې دا لویه ویاله ۱۱۱ کیلومتره اوږدوالی لري. د طالبانو د ماليې وزير او د ښاري اوبو رسولو د دولتي شرکت عمومي مدير په کندهار ښار کې د دغه لوی کانال یا لویې ويالې د کار پرانيسته وکړه.

د 'آی پي ایل' لوبډلو د پنځو افغان لوبغاړو د ساتلو اعلان کړی

Pa.azadiradio.com 

د هند د کرکټ غوره لیګ یا 'آی پي ایل' لوبډلو د هغو پنځو افغان لوبغاړو د ساتلو اعلان کړی چې مخکیني دور کې هلته لوبېدل. راشدخان او نوراحمد به د ګجرات ټایټنز په لوبډله کې پاتې شي، رحمن الله ګربز په کلکته نایټ رایډرز، نوین الحق په لکنوو سوپر جاینټز او فضل الحق فاروقي هم په سنرایزر حیدراباد ټیم کې ولوبېږي. د آي پي ایل لوبډلو پرون یکشنبه د راتلونکي دور لپاره پاتې کېدونکي لوبغاړي اعلان کړي او هم یې ځينې لوبغاړي ازاده او خرڅلاو ته پرېښي. د افغانستان د کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف هیله ښودلې چې د ۲۰۲۴ کال... Читать дальше...

د اسراییل پوځ: د سره صلیب نړیوالې ادارې ۱۷ یرغمل شوي کسان راسپارلي

Pa.azadiradio.com 

د اسراییلو پوځ وايي، د سره صلیب نړیوالې ادارې ۱۴ اسراییلي او درې تایلنډي اتباع چې یرغمل شوي وو، ورسپارلي دي. د راپورونو له مخې د سره صليب نړيوالې ادارې د غزې تړانګې په مرکزي برخه کې پولې ته څېرمه ۱۲ کسان د اسراییل امنیتي ادارې شن بېت ته سپارلي. دوی د لومړنیو طبي معایناتو او د دوی له کورنیو سره د تماس لپاره د هاتزریم هوایي اډې ته وړل شوي. د اسراییلو پوځ وايي، یو یرغمل په مستقیم ډول د هیلیکوپټر په واسطه روغتون ته وړل شوی دی. څلور نور یرغمل شوي کسان هم د مصر د رفح پولې ته څېرمه نیول شوي او له هغه ځایه به اسراییلو ته وړل کېږي. Читать дальше...

چارواکي: اوکراین د بې پیلوټه الوتکو په مرسته مسکو او نور ښارونه په نښه کړي

Pa.azadiradio.com 

روسي چارواکو ویلي، اوکراین د لږترلږه ۲۴ بې پیلوټه الوتکو په مرسته مسکو او د روسیې نور ښارونه په نښه کړي، خو د دوی د ادعا په اساس چې ډېر دا ډرونونه نسکور کړای شوي دي. د روسیې دفاع وزارت راپور ورکړی چې تولا،کالوګا، بریانسک او پلازمېنه مسکو هدف ګرځېدلي، خو په دې یوه سیمه کې هم کوم خاص زیان نه دی رسېدلی. اخوا اوکرایني چارواکو ویلي چې د نومبر په ۲۶مه یې لږترلږه نهه روسي ډرونونه غورځولي. دا یوه ورځ وروسته له هغه چې روسیې د کییف او نورو ځایونو پر وړاندې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پراخه څپه پیل کړه.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دوام؛ حقاني یې غیرعادلانه او د نړیوالو نورمونو خلاف بولي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه غیرعادلانه او د نړیوالو نورمونو خلاف بللې ده. له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ورځ تر بلې د لوړپوړو طالبانو ان هغو څېرو غبرګونونه پارولي چې پاکستان ته نږدې بلل کېدل. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني یکشنبه غزني ته په یوه سفر کې د پاکستان پرېکړه غیرعادلانه بللې ده. هغه وویل: "دا اوسنۍ پرېکړه چې یو غیرعادلانه پرېکړه وشوه. په داسې طریقه چې ټول عمر ښېګڼه وه. دا ښېګڼه... Читать дальше...



Москва

Первый в России электромобиль Tesla Cybertruck заметили на Москве


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин поздравил москвичей с 1 Мая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Певица

Певица Любовь Успенская назвала дурной композицию Пугачевой «Балалайка»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова

"Динамо" и "Спартак" опубликовали составы на матч Кубка России

Личка — о самой дорогой покупке в Москве: два дня назад решил купить самокат за 60 тысяч рублей


WTA

16-летняя теннисистка Андреева обновила рекорд турниров WTA-1000



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Собянин: к 2030 году на долю Москвы придется 35–40% туристов в России



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России