د کابل دشت برچي په وروستۍ پېښه کې د یوې کورنۍ پلار او زوی هم وژل شوي
د کابل په دشت برچي کې د روانې اوونۍ د سې شنبې د ورځې د خونړې چاودنې په قربانیانو کې د یوې کورنۍ دوه غړي چې پلار او زوی کېدل هم شامل وو. د روانې اوونۍ د سه شنبې په ماښام د کابل ښار په لوېدیځ کې په یوه کاسټر موټر کې د چاودنې له امله د یوې کورنۍ دوه غړي هم وژل شوي دي. ۴۰ کلن محمد نسیم حیدري چې خټګر و او ۱۷ کلن زوی یې محمد مصطفی حیدري چې له خپل پلار سره یې یو ځای کار کاوه، د سې شنبې په ماښام کورته په لاره د چاودنې له امله ووژل شول. په دې پېښه کې چې مسولیت یې داعش وسله والو ومنلو د محمد نسیم حیدري دوه نور نږدې خپلوان هم ټپیان شوي دي. Читать дальше...