د پاکستان د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې د سوداګریزو ټولنو، سیاسي ګوندونو او د خلکو پرلت د څلورمې اوونۍ لپاره هم دوام لري.
دوی خبرداری ورکړی، که یې د پاکستان حکومت غوښتنو ته پام و نه کړي، دوی به جدي اقدامات وکړي.
د دغه پرلت يوه تنظيموونکي عبدالمنان د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، دوی پرېکړه کړې چې په اسلام اباد کې به له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره خپلې غوښتنې مطرح کړي.
هغه د خپلو راتلونکو اقداماتو په اړه وویل:
"موږ په مطبوعاتي کنفرانس کې پرېکړه وکړه چې د نومبر له شلمې نېټې وروسته به... Читать дальше...
یوه ويډيو چې تازه په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې، ښيي چې د څو کسانو په ملتیا د یوه ځوان وېښتان او برېتونه قیچي کېږي او د مرګ ګواښ ورته کېږي.
دا ځوان چې بادشاه زالله نومېږي د خوست ولایت د تڼیو د درګي ولسوالۍ د للمې کوټکي کلي اوسېدونکی دی.
که څه هم په خپره شوې ويډيو کې د هغو کسانو لخوا چې د پادشاه زالله وېښتان قیچي کېږي، ادعا کېږي چې نوموړی په مخکېني حکومت کې د خوست د ساتنې ځواک (KPF) سرتېری دی، خو د بادشاه زالله ورور میر سرور د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ورور یې نه مخکې په حکومت کې دنده کړې او نه یې هم کوم جرم کړی و. Читать дальше...
د پاکستان په سنا کې د بېلابېلو ګوندونو غړو د دغه هېواد پر سرپرست حکومت غږ وکړ چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي او د دې مسلې پرېکړه دې منتخب حکومت ته پريږدي.
د جماعت اسلامي سناتور مشتاق احمد خان وويل چې سترې محکمې ته یې غوښتنلیک ورکړی چې د قانون له مخې، سرپرست حکومت د ورځنيوو چارو لپاره دی او د کډوالو د ايستلو پالیسۍ جوړولو واک نه لري.
هغه زیاته کړه چې يو وخت پاکستان افغانان د روس په وړاندې د خپلې دفاع د ډال په توګه یادول خو اوس یې په زور شړي.
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور... Читать дальше...
له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ د تېزېدو په دوام، ترکیې هم له ۳ زره ډېر افغان کډوال له خپل هېواد اېستلي دي.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې د میزان له ۱۹مې څخه د عقرب تر ۲۰مې نېټې پورې ۳زره او ۹۰ تنه له ترکیې څخه کابل ته د هوا له لارې لېږدول شوي دي.
دغه وزارت زیاته کړې، په ايستل شویو کسانو کې اووه کورنۍ او اووه ماشومان هم د کابل هوايي ډګر ته رسېدلي دي.
له دغو راستنېدونکو څخه يو شمېر يې وايي چې د بېکارۍ... Читать дальше...
په اسلام اباد کې د کلتورونو د ودې لپاره ۱۰ ورځنۍ مېله د نومبر پر ۱۳مه پای ته ورسېده. په مېله کې د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان له بېلا بېلو برخو څخه کلتوري توکي نندارې ته وړاندې شول. دا مېله هر کال کېږي چې زرګونه کسان د کلتوري شیانو اخیستو ته ورځي. تفصیل په ویډیو کې.
دوی دا غږ د نومبر پر ۱۳مه، پر تحريک چې د جماعت اسلامي مشتاق احمد خان، د نېشنل پارټۍ طاهر بزنجو، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند محمد شفیق ترين او د عوامي نېشنل ګوند هدایت الله خان وړاندې کړی وو، د بحث پر مهال وکړ.
نن په روغتیا او درملنه خپرونه کې پر نري رنځ غږېدلي یو چې ټیوبرکیلوسېس (ټي بي) یا تپ دق هم بلل کېږي. نری رنځ یا ټي بي یوه بیکټېریايي ناروغي ده چې که پر وخت یې سم تشخیص او علاج و نه شي نو مرګونې ثابتېدای شي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په پاکستان او افغانستان کې هر کال لکونه خلک په دې ناروغۍ اخته کېږي. د ناروغۍ د علاماتو، تشخیص او درملنې په اړه تفصیل په خپرونه کې درکوو.
په جینوا کې د ملګرو ملتونو ادارې نن په غزه کې د خپلو ۱۰۱ همکارانو د وژنې په ویر شمعې بلې کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه.
په فلسطین کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وایي، پر غزې د اسراییلو د بریدونو له پيله د دوی د وژل شویو همکارانو شمېر د ملګرو ملتونو په تاریخ کې بې ساري دی.
رویټرز خبري اژانس په جینوا کې د ملګرو ملتونو د مشرې تاتیانا والوفایا په حواله ویلي چې دوی په غزه کې له ننګونکو شرایطو سره مخامخ شوي دي.
د ملګرو ملتونو ادارې شاوخوا پنځه زره کارکوونکي په غزه کې فعالیت... Читать дальше...
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ پخوانۍ سفیره او فلم جوړونکې انجېلېنا جولي له پاکستانه د افغان کډوالو اخراج د بشري حقونو په شاتګ بولي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ پخوانۍ سفیره او فلم جوړونکې انجېلېنا جولي له پاکستانه د افغان کډوالو په ایستلو اندېښنه ښيي او وايي، افغانان بېرته هغه ځای ته لېږدول کېږي چېرته، چې دوی د ژوندي پاتې کېدو لپاره ناممکن واقعیتونو سره مخ کېږي.
انجېلېنا جولي په خپل انسټاګرام د افغان کډوالو دا ډول ستنونه د بشري حقونو په شاتګ بللی او زیاتوي،... Читать дальше...
پاکستاني رسنۍ وایي، سر له نن دوشنبې له افغانستان سره پر پوله د کډوالو د ستنولو لپاره درې نورې لارې هم پرانیستل کېږي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د هغه هېواد د چارواکو په حواله ویلي چې دغه درې لارې د بلوچستان ایالت اړوند قلعه سیف الله او د چاغي ولسوالۍ په برابچه او نوروهاب سیمو کې دي.
په خبر کې راغلي چې پاکستاني چارواکو په دې اړه د طالبانو د حکومت له چارواکو سره هم خبرې کړي، خو طالب چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
یوه پاکستاني چارواکي تر دې وړاندې د ازادي راډیو مشال څانګې ته هم ویلي وو چې... Читать дальше...
ډېوېډ مکبراید د حکومتي وسایلو په غلا، د دفاعي قانون په سرغړونې او په ناقانونه توګه د حکومتي سند په افشا باندې تورن دی.
په کابل کې د طالبانو د حکومت امنیه قومنداني وایي، د هغه کس د نیولو هڅې یې پیل کړي چې په زوره د یوه ځوان ویښتان قیچي کوي.
د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن دوشنبه د لړم ۲۲مه پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې له محکمې پرته دا ډول فردي کړنې جرم ګڼل کېږي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې په پوځي جامو کې یو کس چې په ظاهره د طالبانو غړی دی، په زور د یوه بل ځوان ویښتان لنډوي.
د دغې پېښې ځای او کره نېټه نه ده معلومه.
دغې ویډیو له پرون راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د ګڼو خلکو پام ځانته اړولی او خلکو دا کار غندلی دی. Читать дальше...
په کابل او یو شمېر نورو اسیایي ښارونو کې د ملګرو ملتونو ادارو په غزه کې د خپلو وژل شویو همکارانو په یاد نن یوه دقیقه چوپتیا غوره کړې او خپل بیرغونه یې نیمه ځوړند حالت ته راوستلي دي.
فرانس پرېس خبري اژانس لیکلي چې په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اتونبایوا او د هغې ۲۵۰ همکارانو د خواخوږۍ په دغو مراسمو کې برخه اخیستې ده.
ورته مراسم د جاپان په پلازمېنه توکیو، د تایلیند په مرکز بنګاک او د چین او نیپال په مرکزي ښارونو پېکېنګ او کتمندو کې هم د ملګرو ملتونو د ماموریتونو له خوا ترسره شوي دي. Читать дальше...
د سوریې په ختیځ کې د امریکایي ځواکونو په هوایي بریدونو کې د ایران له ملاتړه د برخمنو جنګیالیو لږ تر لږه ۸ غړي وژل شوي دي.
فرانس پرېس خبري اژانس د جګړې د څارنې د یوه بنسټ په حواله نن دوشنبه دغه خبر ورکړی دی.
دا بریدونه داسې مهال کېږي چې امریکا د دوی پر پوځیانو د برید له کبله یوه ورځ مخکې د ځوابي حملو اعلان کړی و.
د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې د بېګا ناوخته په شوي دغه برید کې چې د سوریې په دیر الزور سیمه کې شوی، اته تنه وژل شوي چې یو سوریایی او یو عراقی وګړی هم په کې دی.
جون بوېس ویلر په تانده ځوانۍ کې د انځورګرۍ هنر پیل کړی وو خو اوس چې یې عمر۹۴ کاله دی، بیا هم له خپل هنر سره لېونۍ مینه لري. هغه وايي، خپل کار يې لا هم دومره پرې ګران دی لکه په لومړیو ورځو کې چې وو. هغې ۸۰ کاله په هنري نړۍ کې تېر کړي او لا هم د خپل هنر د لا ځلولو لپاره نوې لارې لټوي. ویډیويي رپورټ.
د طالبانو د حکومت سرچینې وايي، پرون یکشنبه د سپین بولدک له لارې ۶۰۸ کورنۍ چې ۳۳۴۰ کسان کېږي، افغانستان ته ستانه او ثبت شوي دي.
باختر اژانس چې د طالبانو له خوا اداره کېږي پرون ناوخته خبر ورکړی چې له هرې کورنۍ سره ۱۰زره افغانۍ نقدي مرسته هم شوې ده.
دغه اژانس په بل خبر کې لیکلي چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې پرون د راستنو شویو کورنیو ۶۱۳ مشران ثبت او بایومټریک شول.
د بل خبر له مخې پرون د تورخم له لارې ۳۵۹ راستنې شوې کورنۍ چې د غړو شمېر يې ۱۳۷٦ تنو ته رسېږي، ثبت او بايومټريک شوي دي.
د طالبانو سرچینې... Читать дальше...
د اوکراین یو پلاوی چې مشري یې د صدراعظم لومړۍ مرستیاله یولیا سوېرېدینکو او د جمهوري ریاست ادارې مشر اندري یرماک کوي، پرون د امریکا متحدو ایالتونو ته ورسېد.
چارواکي وايي، د اوکراین دغه پلاوی له امریکايي لوري سره د امنیت او اقتصاد په ګډون پر ګڼو مسایلو خبرې کوي.
یرماک په ټلګرام کې لیکلي چې دوی به په سپینه ماڼۍ، کانګرس او څېړنیزو مرکزونو کې د عمومي سازمانونو له استازو سره کتنې ولري.
په کندهار کې د پنبې کروندګر وايي، سږ کال کال یې د نباتي مرضونو له کبله د پنبې حاصلات کم شوي دي.
دوی د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې پاتې حاصلاتو ته یې بازار پیداکړي.
په عین حال کې د کندهار د صنعت او معادن خونې مسوولان وايي، د دغه ولایت پنبه په ۳۳ فابریکو کې پروسس کېږي.
نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
علي رضا اساهي د تېرې پنجشنې په ورځ په جنوبي کوریا کې د بدن ښکلا او فټنس د سیالیو په څلورم پړاو کې د پیشکوستان ډله کې د سرو زرو مډال وګاټه او اتل شو.
هغه له ازادي راډیو سره خبرو کې له خپلو اقتصادي ستونزو شکایت وکړ او اوښکې یې تویې کړې.
ترکیې په تېرو شلو ورځو کې شاوخوا درې زره افغانان له دغه هېواده ایستلي او کابل ته یې استولي دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدو چارو وزارت تایید کړې چې په دې کسانو کې اوه کورنۍ او اوه ماشومان هم شامل دي.
ترکیه اکثر هغه افغان ځوانان نیسي او کابل ته یې ډيپورټ کوي چې بې اسناده وي او په ناقانونه توګه دغه هېواد ته تللي دي.
د طالبانو چارواکو ویلي چې له دغو رالېږل شویو افغانانو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو موسسې آی او ایم هر یو ته څه باندې ۱۲ زره افغانۍ نغدي مرسته هم کړې او نور صحي خدمات ته ورته وړاندې شوي. Читать дальше...
ارشد حسین شاه د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د لنډمهالي اعلی وزیر په توګه لوړه وکړه.
د خيبر پښتونخوا د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې والي غلام علي د پېښور ولایت په مقام کې له نوموړي د وفادارۍ لوړه واخیسته.
بل پلو عوامي نېشنل ګوند او پاکستان تحريک انصاف د لنډمهاله اعلی وزیر څوکۍ لپاره د ارشد حسین شاه د غوره کېدو پر طریقه نیوکې کړې دي.
ارشد حسین شاه داسې وخت د خیبر پښتونخوا د نوي لنډمهالي اعلی وزیر په توګه ټاکل شوی چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ګړندی کړی دی. Читать дальше...
له غزې تړانګې څخه شاوخوا پنځه سوه بهرني اتباع د یکشنبې په ورځ مصر ته رسېدلي دي.
د مصر یوه امنیتي چارواکي د فرانسې خبرۍ اژانس ته ویلي چې دا کسان د ۱۵ بېلابېلو هېوادونو اتباع دي.
د مصر استخباراتو ته نږدې د القاهره نیوز ورځپاڼې خبر ورکړی چې په همدې ورځ اوه تنه ټپیان فلسطینیان هم د رفح له لارې مصر ته داخل شول.
د رفح کرښه، چې د غزې او مصر تر منځ یوازېنۍ پوله ده، د جمعې او شنبې په ورځو د امنیتي شرایطو له امله تړل شوې وه او د بهرنیو اتباعو او ټپي شویو فلسطینیانو د وتلو مخه نیول شوې وه.
څو ساعته... Читать дальше...
په افغانستان کې د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو د ممکنه جنګي جرمونو یو افشا کوونکی نن محاکمه کېږي.
ډېوېډ مکبراید د حکومتي وسایلو په غلا، د دفاعي قانون په سرغړونې او په ناقانونه توګه د حکومتي سند په افشا باندې تورن دی.
د اسټرالیا د دغه پخواني پوځي مدافع وکیل محاکمه دوشنبه په پلازمینه کنبرا کې په ستره محکمه کې پيلېږي.
ډېوېډ مکبرایډ د یکشنبې په ورځ یوې غونډې ته چې د جنګي جرمونو د افشاګرو د ملاتړ په پار جوړه شوې وه حکومت تورن کړ چې تر جرایمو ډېر د رازونو د پټ ساتلو په لټه کې دی.
هغه زیاته کړه: "زه... Читать дальше...
په پاکستان کې د بشري حقونو یو شمېر ښځینه فعالانې د افغان کډوالو په تېره بیا ښځو او ماشومانو په نیولو او جبري ستنولو نیوکې کوي.
په کراچۍ کې د افغان کډوالو یوه مدافع وکیله منیزه کاکړ وایي، افغان کډوالې ښځې د پاکستاني پولیسو له وېرې د شپې خوب نه شي کولای.
هغې ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې پاکستاني پولیس اکثر د شپې ناوخته کورونو ته ورځي او د ښځو او ماشومانو په شمول افغان کډوال نیسي او بندیانوي یې.
هغه زیاتوي: "ښځې دا شکایت کوي چې موږ د ارام کالي هم نه شو اغوستلی او هر وخت مو ټیکري څنګ ته وي چې داسې نه شي پولیس راشي. Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России