د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ سویلي افریقا افغانستان ته ماتې ورکړه
د کرکټ په پنځوس اوریز نړیوال جام کې افغانستان خپلۍ ۹مه سیالي سویلي افریقا ته د ۵ وېکټو په توپير وبایلله او په دې سره یې په یاد جام کې لوبیز سفر بشپړ شو. نننۍ سیالۍ چې د هندوستان په حیدراباد ښار کې ترسره شوه، افغان لوبډلې پچه ګټلې وه او توپوهنه یې وکړه. د ۵۰ اورونو په لوبولو سره افغانستان ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۴۴ منډې یې وکړې. یادې لوبډلې ته عظمت الله عمرزي ۹۷ ناسوځېډلې منډې وکړې چې دا په یو ورځنیو سیالیو کې د نوموړي لوړې منډې هم دي. د سویلي افریقا لوبډلې که څه هم د هدف پوره کولو لپاره... Читать дальше...