د کډوالو د ایستلو دوام؛ ځینو افغان سندرغاړو د پاتې کېدو لپاره د پېښور محکمې ته درخواست ورکړی
په داسې حال کې چې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو لړۍ روانه ده، ځینو افغان سندرغاړو په دې هېواد کې د پاتې کېدو لپاره د پېښور سترې محکمې ته درخواست یا وړاندیز کړی دی. دغو سندرغاړو محکمې ته ویلي، په افغانستان کې د دوی ژوند له خطر سره مخ کېدای شي نو له همدې امله دې دوی ته په پاکستان کې د اوسېدو اجازه ورکړل شي. د پېښور سترې محکمې نن د نومبر دوهمه د هغه افغانانو سندرغاړو وړاندیز واورېده چې په کابل د طالبانو د واکمنۍ نه وروسته دلته کډه شوي او اوس وېره احساسوي چې که افغانستان ته بېرته ستانه شي نو ژوند به یې له خطر سره مخامخ شي. Читать дальше...