میانمار د تریاکو په تولید کې له افغانستان څخه مخکې شو
د ملګرو ملتونو د تازه راپور له مخې چې د سې شنبې په ورځ خپور شو، میانمار په ۲۰۲۳ کې د نړۍ په کچه د تریاکو تر ټولو ستر تولیدوونکی هېواد اعلان شوی. په راپور کې دا هم راغلي چې په دغه کال کې د افغانستان د تریاکو تولید ۹۵ سلنه کم شوی.