په کابل کې د هوا د ککړتیا ډېروالي اندېښنې رامنځته کړي
یو شمېر کابل ښاریان شکایت کوي چې هوا ډېره ککړه شوې ده. د هوا په سړېدو او د مرکز ګرمۍ او د تودولو د نورو وسايلو لکه بخاريو په فعالېدو سره چې ډېر ککړ سونګ توکي پهکې کارول کېږي، د کابل ښار د ککړې هوا په اړه اندېښنې زياتې شوې دي. یو شمېر کابل ښاریان وايي، هوا ډېره ککړه شوې ده چې ورسره خلک په تنفسي ناروغیو اخته شوې دي. د کابل ښار یو اوسېدونکی مسعود مصمم په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د مازدیګر څلور بجې چې شي، لوګي ډېرېږي، هوا ډېره ککړه وي چې دا د هوا ککړتیا ماشومانو، امیندوارو ښځو او د ډیر عمر... Читать дальше...