Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2023

Новости за 09.12.2023

د مصنوعي ځیرکتیا لومړۍ مقرره؛ سرغړونکي تر ۳۵ میلیونه یورو جریمه کیږي

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنې په غړیو هیوادو کې د مصنوعي ځیرکتیا د راتلونکې په تړاو د یو لړ مقرراتو پر سر توافق وکړ. دا په نړۍ کې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې لومړۍ پریکړه ده. که سرغړونه ثابته شي، هغه شرکت یا هغه کسان چې د اروپایي ټولنې پریکړو ته یې پاملرنه نه ده کړې، له اووه اعشاریه پنځه میلیونه تر پنځه دیرش میلیونو یورو پورې به جریمه شي.

غزل مومند وايي د شعر او هنر سره بې اندازې مینه لري

Mashaalradio.com 

غزل مومند وايي په شعر او هنر مین دی. نوموړی له تېرو څو لسیزو راهیسې شاعري کوي خو تر اوسه یې کتاب نه دی چاپ شوی. هغه وايي د ادب سره تړاو لرونکو کسانو له پکار دي چې خپله مطالعه ډېره کړي. په خپرونه کې د غزل مومند خوږه شاعري هم د هغوی په خپل غږ کې اورېدلی شئ:

ایران له خپلې خاورې ۱۳۲۰۰ افغان کډوال ایستلي

Pa.azadiradio.com 

ایراني رسنۍ د څه باندې دیارلس زره افغان کډوالو د ایستلو خبر ورکوي. د ایران ایرنا دولتي اژانس د خراسان رضوي د پولیسو د مشر مجید شجاع په وینا نن راپور ورکړ چې دا ټول بې اسنادو افغان کډوال د دوغارون او طیبات له سرحدونو د افغانستان لور ته وسپارل شول. د پولیسو دې مشر د دې کډوالو دقیقه شمېره دیارلس زره دوه سوه څلور تنه یاده کړه. تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي. د ایرنا د راپور له مخې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې شاوخوا درې لکه اته ویشت زره افغانان چې په غیرقانوني ډول ایران ته داخل شوې وو، بېرته افغانستان ته استول شوي دي.



تمنا زریاب پریاني د افغان ښځو لپاره د عدالت غوښتنې لړۍ پای ته ورسوله

Pa.azadiradio.com 

د ښځو د حقونو فعاله او معترضه مېرمن تمنا زریاب پریاني وايي چې په ۲۰۲۳م کال کې یې د ښځو لپاره د عدالت غوښتنې لړۍ نن د شنبې په ورځ پای ته ورسېده. په داسې حال کې چې په افغانستان کې دننه ښځو او نجونو له زده کړو او کار لرې او په سفر او ټولنیزو فعالیتونو له محدودیت سره یو بل کال هم تېر کړ، د ښځو د حقونو یوه فعاله تمنا زریاب پریاني چې په افغانستان کې یې د جنسیتي اپارټایډ په توګه د ښځو پر وړاندې د طالبانو د تګلارو د رسمیت پېژندلو لپاره بېلابېل اعتراضونه وکړل وايي چې نن شنبه یې د ۲۰۲۳ کال لپاره د اعتراضونو د لړۍ وروستۍ ورځ ده. Читать дальше...

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دوام؛ بې‌سرپرسته افغان کډوالې یې اندېښمنې کړي

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې یو شمېر بې سر پرسته افغانې ښځې افغانستان ته د بېرته لېږلو په اړه اندېښمنې دي. په پاکستان کې لسګونه بې سرپرسته ښځې چې د طالبانو د حکومت د بنديزونو او امنیتي ستونزو له امله له افغانستانه وتلي او پاکستان ته تللي، له دغه هېواده د بېرته ايستلو په اړه اندېښمنې دي. مهناز هجران یوه له هغو څخه ده چې له دوو کلونو راهیسې له خپلې يوې لور سره په پاکستان کې اوسېږي. مهناز وايي چې د کابل د پل چرخي پله زندان کې یوه له پخوانیو پوځیانو څخه وه چې د طالبانو له واکمنۍ ورسته پر وړاندې یې د ګواښونو له... Читать дальше...

اڅکزی: د غوښتنو نه منلو صورت کې د چمن پرلت د بلوچستان نورو سیمو ته غځوو

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په چمن ښار کې د پاسپورټ او ویزې د لازمي کېدو پر ضد پرلت نن (د ډېسېمبر پر نهمه) پر ۵۰مه ورځ هم دوام لري. د تاجرانو اتحاديو او سياسي ګوندونو دا پرلت د اکتوبر پر ۲۱مه پيل کړی او غوښتنه کوي چې د چمن او سپين بولدک ترمينځ پر سرحدي دروازه دې د پخوا په شان پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکول شي. پرلت ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ويلي دي که د ډېسېمبر تر ۱۵مې پورې د چمن پرلت غوښتنې ونه منل شوې نو دا احتجاج به د بلوچستان ټولو پښتون مېشتو سيمو ته غځوي. Читать дальше...

امریکا د طالبانو پر دوو چارواکو د لګېدلو بندیزونو دفاع وکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېرې کرن ډیکر د طالبانو پر دوو چارواکو د لګېدلو بندیزونو دفاع وکړه. د امریکا متحدایالتونو د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر خالد حنفي او د طالبانو د علومو اکاډمي پر مشر فریدالدین محمود بندیزونه لګولي دي. اغلې ډیکر په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې نن لیکلي چې حنفي او محمود د افغانستان نیم ولس له خپلو حقونو بې برخې کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا بندیزونه غندلي دي. ده په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د فشارونو اعمال د ستونزو حل لاره نه ده. Читать дальше...



د پاکستاني چارواکو ادعا: تر ۹۰سلنه ډېر افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته تللي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزیر ادعا کوي چې تر ۹۰ سلنه څخه زیات افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته تللي او هېڅ ډول زور زیاتی ورسره نه دی شوی. د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سرفراز بګتي وايي چې تر دې دمه شاوخوا ۴ لکه ۸۲ زره و ۸۴۵ د ده په خبره غیرقانوني کډوال د پاکستان له بېلابېلو پولو څخه بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي. نوموړي د ډسمبر په ۹مه د جمعې په ورځ رسنیو سره په یوې ناسته کې ادعا کړې چې تر ۹۰ سلنه څخه زیات کډوال په خپله خوښه تللي او هېڅ ډول زور زیاتی ورسره نه دی شوی. Читать дальше...

د غزې په شمال او جنوب کې اسراییلي الوتکو درنه بمباري پيل کړې

Pa.azadiradio.com 

د غزې په شمال او جنوب کې اسراییلي الوتکو له تېرې شپې راهیسې درنه بمباري پيل کړې او د غزې تړانګې په شمال کې یې له فلسطنیانو پوښتنې ګروېږنې پیل کړي چې د حماس وسله‌والو پټنځایونه پيدا کړي. اسراییلي الوتکو تېره شپه او نن سهار د غزې د تړانګې ځینې برخې په پرله‌پسې ډول بمبارد کړې او بمباردوي یې. اسوشېټېډپرېس اژانس څرګندوي چې اسراییلي ځواکونو د ځینو دغو سیمو اوسېدونکو ته وار له مخه خبرداری ورکړی و چې د جنوب لور ته ولاړ شي. دا بریدونه یوه ورځ وروسته تر دې وشول چې د امریکا متحد ایالتونو د ملګرو ملتونو... Читать дальше...

امریکا د طالبانو له بنده د ښځینه معترضانو د ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د بشري حقونو، ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د طالبانو له زندانه د ښځينه فعالانو د بندیانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. په افغانستان کې د بشري حقونو، ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري یو ځل بیا ټینګار کړی چې د نیول کېدو او مجازات کېدو پر ځای باید افغان معترضې مېرمنې وستايل شي او هغه چې بندیانې دي، باید خوشې شي. رینا امیري د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت له طالبانو وغوښتل چې ژولیا پارسي، منيژه صدیقي، ندا پرواني، پریسا آزاده... Читать дальше...

پر دوو طالب چارواکو د امریکا د خزانې وزارت بندیزونو ته غبرګونونه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د خزانې وزارت له خوا پر دوو طالب چارواکو د تحریمونو تر لګولو ورسته افغانستان لپاره د دغه هیواد یو شمېر چارواکو ویلي چې دا کسان د ښځو او نجونو په وړاندې د بشري حقونو په جدي سرغړونو کې ښکېل دي. د امریکا د خزانې وزارت تازه تېره ورځ د بشري حقونو د ورځې او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د ۷۵ مې کلیزې په مناسبت د افغانستان په ګډون په څو نورو هېوادونو کې د شلو کسانو نومونه د بندیزونو نوملړ ته ورزیات کړل چې له بشري حقونو نه په سرغړونه تورن دي. په دې کسانو کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف... Читать дальше...

د ایټالیا په یوه روغتون کې اور لګېدو ۴ تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

د ایټالیا د پلازمېنې روم په لمن کې په یوه روغتون کې د اورلګیدو له امله لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي دي. دا اورلګېدنه د تیولي د سیمې په یوه روغتون کې چې د روم د شمال ختیځ په پنځه دیرش کیلومترۍ کې پرته ده، تېره شپه رامنځته شوه. د تیولي د ښاروالي دفتر ویلي دي چې د سینت جان انجیلیست له روغتونه ټول ناروغان نورو روغتونونو ته ایستل شوي دي او هغه ناروغان چې وضعیت یې ډېر نازک و، هغوی ښاروالۍ ته نېږدې جمنازیم ته انتقال شوي دي. د دې اورلګیدو علت تر اوسه نه دی روښانه شوی.

ټام ویسټ په اسلام اباد کې له یو شمېر افغان کډوالو سره لیدلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي په اسلام اباد کې له یوشمېر افغان کډوالو سره لیدلي دي. ټام ویسټ د دې لیدنې کتنې په اړه نن په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي دي چې د هغوی ستونزې یې اوریدلې دي او د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې، همداراز د مهاجرت د نړیوال سازمان د ادارې له استازیو څخه یې مننه کړې ده چې د دې کډوالو حمایت کوي. ښاغلي ویسټ څرګنده کړې ده چې سږکال د امریکا متحدو ایالتونو له ( یو این ایچ سي ار) سره اووه اویا میلونه ډالره مرسته کړې ده چې د دې کډوالو ملاتړ وکړي. ... Читать дальше...

امریکا پر دوو جګپوړو طالب چارواکو بندیزونه لګولي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالتونو د طالبانو پر دوو جګپوړیو غړیو بندیزونه لګولي دي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په خپاره کړي بیان کې دا بندیزونه، د طالبانو د حکومت د امر با المعروف او نهې عن المنکر پر سرپرست وزیر خالد حنفي او د علومو اکاډمۍ پر مشر فرید الدین محمود لګیدلي دي. د امریکا مالیې وزارت د طالبانو د امر بالمعروف سرپرست وزیر خالد حنفي د بشري حقونو په سرغړونو تورن کړی دی چې پکې د اختطاف، په دروو وهل او د خلکو توهینول هم یاد شوي دي. همداراز په بیان کې ویل شوي دي چې خالد حنفي له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو او ښځو له زده کړو سره مخالفت کړی دی. Читать дальше...

د اسراییل پوځ: د غزې په شمال کې د حماس وسله والو په لټه بوخت یوو

Pa.azadiradio.com 

اسراییل وایي، پوځیان یې د غزې په شمال کې له خلکو پوښتنې ګروېږنې کوي چې د حماس وسله وال چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه یې د ترهګرې ډلې په توګه پیژني، چېرته دي. دا د دې څرګندونه کوي چې اسراییلي ځواکونو د غزې شمالي برخه نیولې ده. پر غزه د اسراییلي ځواکونو برید دریمې میاشتې ته داخل شو. بل لور ته د امریکا متحد ایالتونو د ملګرو ملتو هغه پریکړه لیک ویټو کړ چې د امنیت شورا د اکثرو غړیو او ډېرو نورو هیوادو له لورې یې ملاتړ شوی و چې په غزه کې یې د سمدستي بشري اوربند غوښتنه کوله.

د فساد پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ؛ « د طالبانو تر واک لاندې افغانستان لا هم له پراخ اداري فساده کړیږي»

Pa.azadiradio.com 

اداري فساد؛ هغه لویه ننګونه چې ډېر افغانان یې د خپلو چارو د ترسراوي په برخه کې له ستونزو سره مخ کړي دي. که څه هم ادعا کېږي چې د طالبانو رژیم په رسنیز سانسور سره د اداري فساد اړوند موضوعاتو د افشا کېدو مخه نیولې، خو په دې راپور کې د پاسپورټ ریاست څخه نیولې، په دولتي ادارو کې د خپل‌سرو ګمارنو، د کانونو د استخراج په اړه اندېښنې او شکونه او بیا د بشري مرستو تر وېشه د طالبانو د لاس‌وهنې او فساد په اړه موضوعاتو ته اشاره شوې ده. د پاسپورټ اخیستل چې د طالبانو په حکومت کې یو له سختو کارونو شمېرل کېږي، وخت نا وخت په کې د اداري فساد مستندونه خپرېږي. Читать дальше...

بحرين کې د جومات تر کنډوالو لاندې د لرغونې کليسا اثار موندل شوي

Mashaalradio.com 

په بحرين کې د لرغونو اثارو پوهانو د يو جومات تر کنډوالو لاندې د يوې لرغونې کليسا اثار موندلي دي. په عربي هېوادونو کې بحرين يوازينۍ هېواد دی چې تر ټولو زړه کاتولیک کلیسا لري. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ويډيويي رپورټ.


Музыкальные новости
Тимати

Мама Тимати об интервью Шишковой: «Смотреть было брезгливо»





Rss.plus
Сергей Лавров

ТАСС: МИД России опубликовал корректную версию разговора Лаврова и Мухриддина




Сергунина рассказала о программе мастер-классов «Пасхального дара»

Гастрономический дайджест: пасхальная коллекция, доставка, коллаборации

Искусство Победы: После демонстрации. Они видели Сталина

"Не стоять на месте": Участники шествия "Май! Труд крут!" поделились эмоциями от парада




رینا امیري: طالبان دې د ښځینه حقونو فعالانې له زندانونو خوشې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هر څه ژر د طالبانو په بند کې د بشري حقونو د زنداني فعالانو د ازادېدو غوښتنه کړې. اغلې امیري نن سهار په خپله ایکس‌پاڼه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په طالبانو غږ کړی چې ژولیا پارسي، منیژه صدیقي، ندا پرواني، پریسا ازاده او د بشري حقونو ټول هغه مدافعین چې یوازې د افغانانو د حقونو لپاره د مبارزې په خاطر نیول شوي دي، له بنده خوشې کړي. رینا امیري زیاته کړې، نیول شوي کسان د ستایلو دي او نه باید مجازات شي. د طالبانو حکومت... Читать дальше...

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي له پاکستاني چارواکو سره لیدلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ وايي، په اسلام‌اباد کې یې له چارواکو سره د تحریک طالبان پاکستان په اړه د را پورته شویو اندېښنو او د افغان کډوالو لپاره په اسانتیاوو خبرې کړي دي ښاغلي ویسټ نن سهار له پاکستانه د روانېدو پر مهال په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، هغه د دې هېواد د پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منیر، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر عباس جیلاني او د افغانستان لپاره د پاکستاني له ځانګړي استازي اصف دراني سره کتلي دي. ویسټ زیاته کړې ده، امریکا په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له پاکستان سره ولاړه ده. Читать дальше...

د افغانستان په اړه د امنیت شورا د دې اوونۍ غونډه؛ تمې او غوښتنې څه دي؟

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار د سازمان د ښځو د برخې مرستیاله وايي چې د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه راروانه دوشنبې (د ډسمبر په ۱۱ مه) په ملګرو ملتونو کې د سویس، جاپان او متحده عربي اماراتو د استازولیو په کوربه توب جوړېږي. هیدربار پرون پر خپله ایکس پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې دا غونډه د افغانستان د خپلواکې ارزونې په راپور کې د راغلو وړاندیزونو د تطبیق په اړه د بحث لپاره په پام کې ده. مېرمن بار زیاتوي: " په دې برخه کې چې امنیت شورا به د افغانستان د خپلواکې اروزنې د راپور له ترلاسه کولو وروسته... Читать дальше...

د امریکا تازه بندیزونه؛ د طالبانو ۲ چارواکي هم پکې شامل دي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د خزانې وزارت پرون اعلان وکړ چې د بشري حقونو د اعلامیې د ۷۵ مې کلیزې په مناسبت یې له افغانستانه نیولې تر چین، ایران او هایتي پورې پر شلو کسانو چې په خپلو هېوادو کې د بشری حقونو په سرغړونو تورن دي بندیزونه لګولي دي. اسوشیتیدپریس خبري آژانس د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکوي چې په دې ډله کې د طالبانو د حکومت دوه وزیران چې د ښځو او نجونو پر وړاندې په ځپونکو اقداماتو، له هغې ډلې د نجونو د لېسو او منځنیو ښوونځیو په بندولو کې ښکېل بلل شوی هم شامل دي. د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې،... Читать дальше...

پوتین: د روسیې ولسمشریزو ټاکنو ته بیا هم کاندید یم

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، په راروانه مارچ میاشت کې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې به بیاهم ځان کاندید کړي. ښاغلي پوتین چې په اوکراین کې د روسې د جګړې د ګډونوالو سرتېرو په ډله کې خبرې کولې تایید کړه چې دی غواړي د یوې بلې دورې لپاره هم ولسمشر شي.  تمه ده چې پوتین به راروان انتخابات په ډېرې اسانۍ وګټي او په دې توګه به دی له جوزف ستالین وروسته یوازینی رهبر وي چې پر کریملین ترټولو د ډېرې مودې په مخه واک چلوي.  ښاغلي پوتین د یوې بلې شپږکلنې دورې لپاره د ولسمشر په انتخاباتو کې د خپل ځان... Читать дальше...

فرانسې ۶ تنکي ځوانان د یوه ښوونکي د قتل په تور محاکمه کړل

Pa.azadiradio.com 

په فرانسه کې د صغیرانو یوې محکمې د یوه سخت دریځي اسلامپال له لوري د یوه ښوونکي د وژنې په قضیه کې د لاس لرلو په خاطر د شپږو تنکيو ځوانانو سزا نن اعلان کړه. د سامویل پاتي په نوم ښوونکی په ۲۰۲۰ کال کې وروسته له هغه د ښوونځي مخې ته ووژل شول چې زده کوونکو ته یې د بیان د آزادۍ په اړه د بحث پرمهال د اسلام د پیغمبر کارتونونه وښودل. بریدګر چې یو سختدریځی چیچنیایی ځوان و، د پولیسو په ډزو ووژل شو. محکمې ۵ تنه هلکان چې د قتل پرمهال یې عمرونه ۱۴- ۱۵ کاله وو، له ښوونځي د ښوونکي په راایستلو او بریدګر ته... Читать дальше...



Москва

6 городов России, где можно увидеть белые ночи кроме Санкт-Петербурга


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о строительстве моста через Москву-реку у Берегового проезда



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Александр Пушной

Кировчанин обыграл телеведущего Александра Пушного и получил деньги




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Личка — о самой дорогой покупке в Москве: два дня назад решил купить самокат за 60 тысяч рублей

Волейболисты «Зенита-Казань» стали чемпионами России

ЭСК указала на ошибки главного арбитра дерби ЦСКА — «Спартак» Казарцева


WTA

Потапова и Павлюченкова вышли в полуфинал турнира WTA в Мадриде в парном разряде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Тимати

Хотели стать женами Егора Крида и Тимати. Рассказываем, как сложилась жизнь нижегородок после шоу «Холостяк»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России