په افغانستان کې د اقتصاد کمزورۍ او بې روزګارۍ ځيني ځوانان دې ته اړ کړي چې په ډله ییز شکل ودونه وکړي. ځوانان وايي په انفرادي ډول واده کې باید سلګونه مېلمانه راوغواړي خو په ډله ییز واده کې له کورنۍ پرته د نورو خلکو د وربللو اجازه نه وي. داراز، په ډله ییز واده کې د خوړو لګښت هم کم وي. دا ودونه اکثره د خيرښېګړې ادارو لخوا د شتمنو خلکو په مالي مرسته تنظيمېږي چې پر ګډونوالو یې لږ يا لګښت راځي. د فرانس پرېس خبري اژانس له ويډيو جوړ رپورټ
په غربي هېوادونو کې په انتخاباتي نظام کې د ټېکنالوژۍ کارولو ډېرې اسانتیاوې پیدا کړې دي، د رایې اچونې عمل یې چټک کړی دی، د ووټونو شمېر یې روڼ کړی او په مرسته یې نتیجې ژر اعلانېږي.
حکومت او شنونکي وايي چې په ۲۰۲۳ز کال کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني زیاته شوه. د حکومت په وینا، د کال له پیله د ډېسېمبر تر ۲۹مې پورې په صوبه کې لسګونه وړې او لویې حملې وشوې چې پکې سلګونه ولسي وګړو او امنیتي سرتېرو ته مرګژوبله واوښته. په همدې حال کې امنیتي ادارو هم د وسلوالو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړ. په ۲۰۲۳ز کال کې د ناامنۍ تر ټولو زیاتې پېښې په شمالي او جنوبي وزیرستانونو او د صوبې په جنوبي ضلعو کې وشوې چې پرضد یې خلکو پراخې مظاهرې هم وکړې. موږ په دې رپورټ کې په ۲۰۲۳ز کال کې د امنیت وضعیت ته کتنه کړې ده.
په پاکستان کې تر څو کلونو وروسته په ۲۰۲۳ز کال کې سیاسي کړکېچ ژور شو. د شنونکو په باور داسې ښکاري چې واک د منتخب حکومت پر ځای تر ډېره له امنیتي ادارې یا اېسټیبلېشمنټ سره وو. دا هغه دعوه ده چې پوځ په بیا بیا رد کړې او وايي، په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي. د ۲۰۲۳ز کال په پسرلي کې د پخواني واکمن تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان ګرفتارۍ پراخې مظاهرې وپارولې چې پر مهال یې دولتي او پوځي ودانیو ته زیان هم واوښت. په اګست کې قامي اسمبلي ړنګه شوه او لنډمهالي حکومت چارې سمبالې کړې. انتخاباتي کمېشن د عامو انتخاباتو... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости