هرات کې د ښځو په ګډون سلګونو تنو پر شیعه ګانو د وروستي برید پر ضد اعتراض وکړ
په هرات کې په سلګونو کسانو چې ښځې هم پکې وې نن یکشنبې په دې ولایت کې پرشیعه ګانو د وروستي برید د قربانیانو د ښخولو په مهال پرشیعه ګانو د بریدونو په وړاندې اعتراض څرګند کړ. د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې، د عالمانو د شورا یوه غړي حسین عظمي دې آژانس ته وویل چې د هرات په جبرییل ښارګوټي کې د یوشمېر قربانیانو د ښخولو په مهال یو شمېر ښځینه معترضانو، مړه دې قاتلان او موږ امنیت غواړو، شعارونه ورکول. معترضانو همدارنګه غوښتنه کوله چې په هرات کې پرشیعه لږکیو د بریدونو عاملان دې عدالت ته راکاږل شي. Читать дальше...